د نبات ریښه، ساقه، پاڼه او ګل

رېښه

ریښه دوه عمده او اساسي دندې سرته رسوي: ریښه په ځمکه کې نبات ټينگ ساتي. ریښه د نبات لپاره اوبه او په اوبو کې منحل منرالونه برابروي. سره له دې ریښه جذبی غړی دی. اکثرا نباتات نېغې رېښې او لږې فرعي رېښې لري. د ګازرې ریښی یو ښه مثال دی. په نورو د واښو ډولونو په شمول نباتاتو کې، خپرې رېښې د لنډ مودې وروسته مړه کيږي او بيا د

نبات له بېخ څخه وده کوي، زیاتې خپرې او په عين جسامت رېښې لري چې مونږ ورته خپرې ریښې وایو.

تنه یا ساقه

یو دساقې وظيفه دا ده چې زایلم اوبه او په اوبو کې منحل مواد له رېښو څخه پاڼو ته لېږدوي. دا انتقال د مړه شوې حجراتو لخوا سرته رسېږي. ساقه هم د ریښې حجراتو ته عضوی مواد ليږدوی. دا انتقال د زوندیو حجراتو لخوا سرته رسېږي. ساقه نبات نېغ او ټينګ ساتي. پاڼو د ساقو په اوږدو کې یا د ساقو د ورستيو برخو له پاسه ترتيب موندلی وي. د ساقې له پاسه د پاڼو ګلونو ترتيب او تنظيم له پاڼو او ګلونو سره مرسته کوي او وروسته ګلان چې د ساقې له پاسه دي،په ګردې خپرونه کې مرسته کوي. دا مهم دي ځکه چې پاڼې رڼا ته اړتیا لري ، ګلونه حشرې یا باد ته اړتیا لري میوې ممکن د خپریدو لپاره مرغانویا باد ته اړتیا ولري. ساقې زیاتره په مستقيم ډول هوا ته وده کوي، چې پدې توګه دوه دندې لري: نيغ ساتل او انتقال.

پاڼه

پاڼه د ضيایی ترکيب وظيفه په غاړه لري. دا په دې معني ده چې د ډیر رنا اخيستلو لپاره پانې باید ډېرې غټې اوهوارې وي. مګر غټې پاڼې هم یو زیان لري ځکه چې دا ډول پاڼې دبخار له لارې ډیری اوبه له لاسه ورکوي. هغه نباتات چې وچکالۍ سره سازګاری نه لري: دوی نشي کولی غټې او هوارې پاڼې ولري ، مګر دوي باید د ساسج په توګه لوله شي ترڅو چې د تبخير سطحه د اوبو ضایعات راټيټ شي.

ګل

ګل یو له ګل لرونکو نباتانوجنسی غړو څخه شميرل کيږي. او له دې کبله ګل جنسي حجرې توليدوي ، چې د تکثر لپاره یې اختصاص موندلی دی.

یو بشپړ ګل په لاندې برخو مشتمل دی:

په لاندې برخه د ګل بنشټ لیدل کېږي. د ګل بنسټ د ګل نورو برخوچې پاڼې لري د نیغ سالتو لپاره دنده لري. او بله

یې پړسېدلی جوړښت دی چې د ګل پاڼې، د تذکیر او تآنیث ألې پرې واقع دي.بیا لاندې یا په منځني برخه کاسبرګ او ګل پاڼې د ګل جسمي یا مرستندویه پاڼې دي. کاسه پاڼې یا کاسبرګ معموال شین رنګ لري، د ګل د غونچې یا د ګل د پاسنۍ برخې ساتنه کوي. بیا 1-2 دانې د ګل باک ګرده شیندنې سره او په پای کې تخمدان /تخمدانونه شتونلري. کاسه پاڼې یا کاسبرګ معمولا شین یا نصواري رنګ لري. د دوی دنده دنسل تولید ارګانونو ساتنه ده ، په ځانګړي توګه د جوانې مرحله کې. ګلپاڼې د ګل د کاسې له پاسه ځای لري زیاتره ګل پانې زړه راکښونکی رنګ لري. حشرات ځانته جلبوي چې په دې ترتیب د ګردې خپرونې لامل کېږي. زیاتره نباتات د نکتار غدې لري چې د ګل پاڼو په قاعده کې واقع وي. غدې خوږه مایع چې خوږ بوی لري،ترشح کوي او د حشراتو په جلبولو کې مرسته کوي، ترڅو ګردې خپرونې ته چټکتیا ورکړي. د ګل پاڼو مجموعه د ګل د جام په نامه یادېږي. میله څو باک لرونکي وي. باک د ګردې دانې مکروسپورتولیدوي. هر باک د یوې میلې او د سپورونو له کڅوړې څخه جوړ شوی وي. په انتر کې د پولین ګرین په نامه د ګردې دانې جوړېږي.د تآنیث أله دنننۍ حلقه ده چې پړسېدلې برخه یا تخمدان ګردنه چې د پایې یا میلې په بڼه وي او بله برخه یې سټګما ده چې د ګردنې په سر کې واقع ده او سرېښناکه ماده لري. تخمدان د تخمو ساتونکې کوټه ده، ښځینه جنسي حجره )ښځینه ګامیت( یې په دننه کې وده کوي چې له هرې تخمې څخه یوه دانه تشکیلېږي، د تخمدان د بڼې د تغییر، پخېدلو او رسېدلو څخه مېوه وده کوي یعنې پوښ شوي تخمدان ته مېوه وایي.

په ګل کې دتخمدانونو شمیر توپیر لري. په پورتنۍ برخه کې موږ کلاله موندلائ شو ، ورپسې یو نری برخه سټایل موقعیت لری. موږ لاندې برخې ته د میوې غوټۍیا تخمدان وایو. تخمدان د تخمو ساتونکې کوټه ده، ښځینه جنسي حجره ښځینه ګامیت یې په دننه کې وده کوي. کله چې تخمه په تخم یا دانې بدلېږي، تخمدان کيدای شي بو یا څو داني مختلف ښځینه جنسي حجره جوړ کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب