وخت ته ارزښت ورکړئ، بريالي کېږئ!

تصمیم د بري لومړی شرط دی. خو داسې هم وایي چې د بریا پر لور تر ټولو لومړی ګام له وخت څخه پوره ګټه اخیستل دي.
دا خبره به مو ډېره اورېدلې وي چې وخت څه ډول مدیریت کولی شو؟ په اصل کې وخت داسې شی نه دی چې مدیریت شی. هغه څه مدیریت کېدای شي چې زموږ په لاس کې وي. دا چې وخت زموږ په واک کې نه دی، بلکې په خپله مخه روان دی؛ نو کولی شو ووایو چې څه ډول له وخت څخه ګټه اخیستی شو. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع تم شوي یو.
مطالعه وکړئ
کوښښ وکړئ د ورځې په اوږدو کې مو یو څه وخت د کتاب د لوستلو لپاره ځانګړی کړی؛ مطالعه مو پر خپل عادت بدله کړئ؛ کېدای شي هغه کتاب چې تاسو یې لولی، د دې لامل شي چې ژوند مو بدل شي. دا بېخي روښانه خبره ده چې مطالعه کولی شي تاسو او ستاسو ژوند بدل کړي.
ډېری وخت کتاب لوستل د دې لامل کېږي چې فکر مو یو دم مثبت اړخ ته واوړي او هغه زاړه باورونه او فکرونه چې یوازې ستاسو د پرېشانۍ او خپګان لامل ګرځي لرې وغورځوئ، پر ځای یې مثبتو او نویو فکرونو ته ځای ورکړئ. کتاب لوستل د دې لامل کېږي څو د هغو کسانو له تجربو خبر شی چې له ډېرو ماتو وروسته توانېدلي خپلو موخو ته ورسېږي او بریالي شي. او یا کېدای شي مطالعه د دې لامل شي، هغه څه ته چې غواړی ځان ورسوی، تر ټولو اسانه او لنډه لاره ورته پیدا کړئ.
لومړیتوبونه په پام کې ولرئ
له ځان سره فکر وکړئ، کوم کارونه وو چې باید ترسره کړي مو وای، خو د زیاتې بوختیا له کبله نه یی توانېدلي چې ترسره یې کړی. پر دې هم پوهېږی چې که دا کارونه مو ترسره کړي وای، بریا ته نږدې کېدی. لومړیتوب هغه کارونو ته ورکړئ، چې ګټه یې تر نورو ډېره ده.
وخت ته ارزښت ورکړئ
کېدای شي ډېر کله داسې شوي وي چې له ډېرو کارونو سره سره چې په مخ کې یې لری، د ټلوېزیون د داسې خپرونو په ليدو خپل وخت تېر کړی چې درته په زړه پورې نه وي. او یا هم خپل موبایل را اخلی له ملګري سره مو په ساعتونو خبرې کوی، وروسته له ځان سره وایی، ولې مې دومره وخت بېځایه تېر کړ؟ هغه کارونه تر سره کړئ چې بریا مو تضمینوي او هغه خنډونه له منځه یوسئ چې د بریا مخه مو نیسي.
د دې پر ځای چې خپل وخت بېځايه تېر کړی او د وجدان له عذاب سره مخ شی، ښه ده چې لاندې لارې چارې عملي کړی:
۱- د هغو کارونو لېست برابر کړئ چې باید تر سره یې کړی.
۲- هغو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ چې ډېر مهم دي او وروسته یې همداسې ډلبندي کړئ.
۳- که ځینې داسې کارونه وي چې په یو ځل یې تر سره کول ډېر وخت نیسي، نو ښه ده چې په وړو وړو برخو یې ووېشئ.
۴- د دې لپاره چې پر وخت ډېر کنټرول ولری، فکر او حواس مو را ټول کړئ. ان که کله انټرنېټ کاروئ لاسي ساعت مو مخکې کېږدئ او پر ځان باید دومره حاکمیت ولری چې له ټاکلي وخت څخه یوه دقیقه هم په کومه وېبپاڼه کې پاتې نه شئ؛ ځکه انټرنېټ یوه بېله نړۍ ده چې په ورتلو انسان دومره پکې بوختېږي چې د یوه ساعت پر ځای به مو درې ساعته تېر کړي وي. وروسته بیا پر دې بېځایه وخت تېرولو پښېماني ګټه نه لري.
د «نه» ویل زده کړئ
کېدای شي د فکري مشغولیتا یو لامل مو دا هم وي چې خلکو ته «نه» نه شی وېلی او د خپلو کارونو د تر سره کولو پر مهال د هغوی کارونه هم تر سره کوی؛ ځکه ډېر کله «هو» ویل مو د خپلو کارونو په کولو کې پاتې راولي او وخت له لاسه ورکوی. که چا در څخه د یوه کار د کولو غوښتنه وکړه په هماغه شېبه «هو» مه ورته وایی. وخت ترې وغواړئ او په اړه یې ښه فکر وکړئ. دې ته اندېښنه مه کوئ چې مقابل کس ته به په منفي ځواب ورکولو سره د دواړو تر منځ رابطه خرابه شي. کله چې له یو چا سره د صداقت له مخې چلند کوی بې له شکه هغوی ستاسو په خبرو باور کوي.
وروستۍ خبره
ستاسو بریا، له وخت څخه په پوره ګټه اخیستو پورې تړلې ده؛ کله مو چې کارونه سره تنظيم کړل، د هر یوه د ترسره کولو لپاره مناسب وخت پیدا کوی. په کارونو کې به بريالي وی، له ژور خپګان او عصبي فشار څخه به هم خلاص وی. څومره مو چې کارونو ته وخت ورکوی، هغومره به مو په مخ کې پراته خنډونه هم له منځه وړي وي. په دې ډول سره به مو وخت کنټرول کړی وي او پوره ګټه به مو ترې پورته کړې وي. ډېری کسان په دې اند دي چې وخت د طلا په څېر دی، خو اوس دا ثابته شوې ده چې د وخت ارزښت له طلا هم لوړ دی. ځکه هر څومره قېمتي توکي په پیسو اخیستل کېدای شي، خو له لاسه وتلی وخت په هېڅ قېمت دویم ځلي زموږ لاس ته نه راځي. نو د دې پر ځای چې پښېمانه نه وی، ښه ده چې همدا اوس لاس په کار شی او خپل وجدان ارامه کړئ.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب