کورنۍګډ ژوند

واده، زما او که د پلار په خوښه

د هر انسان په ژوند کې داسې یوه دوره رارسیږی چې په هغې کې د واده کړلو او یوې نوې کورنۍ د رغولو لپاره راز راز پلانونه جوړوي، لاتر اوسه شاید تاسې دغه مرحلې ته نه وی رسیدلي او یا هم شاید دغه راز چورتونو ستاسې نړۍ رغولې وي. په هر حال کله چې موږ فکر کوو چې زموږ د ژوند دغه کلونه د واده لپاره مناسب دي او که نه؟ پیسې لرم؟ د ځان لپاره جوړه څنګه وټاکم؟ پدې اړه له چاسره مشوره وکړم؟ له چانه مرسته وغواړم؟ …پدغه ډول چورتونو مو ځان دومره په اندیښنو کې ډوب کړی وي چې د دنیا ټولې چارې مو له یاده وتلې وي، په دفتر کې، په موټر کې، په کور کې … په هرځای کې بس همدغه یوه موضوع ده چې موږ یې چورت وهلو ته اړ کړي یو.

راځی لږ پرې غور وکړو چې د دې ټولو شیانو معنا څه ده، ځوان نر او ښځه څنګه کولای شي چې ځان د واده لپاره چمتو کړي؟ ته د ځان لپآره یوه ښه جوړه څنګه ټاکې؟ د واده کولو لپاره کومو توکو ته اړتیا لرې؟ ستا په وړاندې د ښې جوړې د ټاکلو معیار څه دی؟

دلته یو ډیر اړین ټکی دی چې کولای شود ژوند په هره برخه کې ترې ګټه واخلو. او هغه دا دی چې ته باید د هر څه نه مخکې خپل ځان په ښه توګه وپیژنې. کله چې دغه ټکی وپیژندل شو د ژوند نورې برخې په آسانی سره سمیږي.
ښه!  نو د هرڅه نه مخکې ځان وپیژنه چې ته څوک یې او کوم د ضعف ټکي لرې چې باید  پیاوړي یې کړې.

موږ کولای شو په پیل کې زیات شمیر خلک تیر باسو، هر ډول چې ځان ورته معرفي کړو شاید خلک یې ومني ځکه چې هغوی زموږ په هغه نیمګړیتاو چې موږ پټې ساتلې ندي خبر. خو کله چې ته غواړې واده وکړې ته به خپل ټول ژوند د خپل میړه یا ښځې سره تیروې او په دغه اوږده موده کې به هغه ستا هرڅه ډیر ښه وپیژني، او په دغه اوږد ژوند کې به هغه ټکي چې تا لومړی پټ ساتلي وه رابرسیره شي. نو وروسته له ځان پیژندنې ته باید ځان خپلې رتلونکې جوړې ته داسې معرفي کړې چې په هغې کې هیڅ داسې ټکی پاتې نشي چې بیا په راتلونکې کې ستونزې ورغوي.

ته نشې کولای چې پرته له معلوماتو نه د چاسره واده وکړې خو که ته داکار ترسره کړې په راتلونکې کې به درته ستونزې جوړې کړي. د بیلګې په ډول که ته دینداره شخص واوسې او دخپلې مېرمنې په ټاکلو کې د پوره غور نه وي کړی یا د دهغې دینداري په نظر کې نه وي نیولې نو ته به غواړې خپلې میرمنې ته د ووایې چې په ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوه دشپې نفل او د قرآنکریم لوستل د هم له یاده ونه باسې … ځکه چې ته غواړې پدې توګه خپله ښځه د دوزخ له اور نه وژغورې او تا ته دین ارزښت لري پداسې حال کې چې هغې ته به دین هیڅ شی هم نه وي. همدارنګه ته نشې کولای د یو چا سره واده وکړې پرته لدې چې هغه ستا د تیر ژوند په اړه په ځینو ځیزونو وپوهیژي، لکه کله دې مخدره توکي کارولي؟ تا مخکې له واده نه د ځوانۍ شپې او ورځې څنګه تیرولې. داسې توکي که په لومړیو کې پټ پاتې شي نو وروسته به جنجالونه منځ ته راولي.

خو د دې پرځای خپلې راتلونکې جوړې ته ووایه چې ته څوک يې څه خوښوې او د څه نه د بد راځي. شاید ته لږ بد اخلاقه یا بې حوصلې و اوسې شاید ته اشپزي ونشې کړی … که مو داسې وکړل نو انشاء الله یو خوشحاله ژوند به مو په نصیب شي. نو بیا د خپلې خوشحالی لپاره زمینه برابره کړی. یو بل د خپلو کمیو نه خبر کړی، که چیرې تاسې په یوه  داسې ټولنه کې ژوند کوی چې یو بل مخکې له واده نه دا خبرې نشی کولای بیانو آسانه خبره دا ده چې وروسته له واده نه ته په خپل ځان کې داسې بدلونونه راولې چې هغه ټول خلک خوښوي.

که بد اخلاقه يې نو په تمرین سره کولای شې ځان د ښو اخلاقو څښتن کړې. که کوم بل داسې عادت لرې چې فکر کوي د واده په ژوند کې به درته ستونزې ورغوي نو له ځان نه یې لرې کړه، مثلاُ  که ته اشپزي نشې کولای، نو ولې یې نشې کولای؟ البته چې کولای یې شې یو د اشپزی د زدکړې کتاب واخله اوترې زده یې کړه. دا چار دومره سخت هم ندی لکه څومره چې ته ترې وریږې. د  دې ترڅنګ چې باید ریښتنی وې باید یو واقعیت لیدونکی شخص هم واوسې ته د یوې ښاپیری یا یوه داسې انسان سره چې هغه د انسانیت مافوق وي واده نه کوې. انشاء الله ژوند به مو ډیر ښه وي مګر له خپلې ښځې یا میړه  دومره زیاتې هیلې هم مه لره چې پوره کول يې د هغه له توان نه وتلي وي، تاسې دواړه ډیر عادي انسانان یی. ښځه او نر دواړه الله(ج) پیدا کړي. تاسې دواړه باید تل پدې هڅه کې وی چې یو دبل تیروتنې وزغمی، ځانونه دې ته چمتو کړی چې د یوه او بل سره مرسته وکړی.

دا بده خبره نده چې که چیرې ته له نورو نه د واده په اړه و پوښتې مثلاً ګډ ژوند څنګه کیږي، کوم شیان پکې شتون لري، کوم توکي ورته اړین وي، یو میړه یا میرمن باید  کوم صفتونه په ځان کې وروزي له کومو باید ډډه وکړي تاسې کولای شی دغه پوښتنې له خپل پلار او مور نه وکړی خو که چیرې ترې شرمیږی نو له نورو لویانو او یا انډیوالانو نه یې کولای شی.
یو شی د باید په یاد وي چې واده ستا مور یا پلار او یا بل څوک چې ترې مشورې اخلې د ځان لپاره نه کوي بلکه دا ته یې چې د خپل ځان لپاره جوړه ټاکې نو د هر چا تر خوښې خپلې خوښې ته پاملرنه وکړه ځکه ته نه یوازې د خپل ځان لپاره جوړه بلکه د خپل اولاد لپاره پلار او مور ټاکې. بیا نو پدې اړه ښه غور وکړه بیړه مه کوه، الله پاک ته دعا وکړه چې ښه میړه یا ښځه، نیک اولاد او خوشحاله ژوند دې په نصیب کړي.

ژباړه: وحيد الله بهرام

سرچینه: د ادریس توفیق وبپاڼه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: