تزکیه

هغه محرمات چې خلك ورته په سپكه ګوري بايد ځان ترې وژغورو

له محرماتو لرې والی واجب دی ، او له هغه څیز څخه مې چې منع کړي یاست، لرې اوسئ او پرهغه څه مې چې امر درته کړی د خپل وس مطابق یې کوئ

ان الحمدلله، نحمده ونستعینه ونستغفره ، ونعوذ بالله من شرور انفسنا ومن سیئات اعمالنا من یهده الله فلا مضل له ، ومن یضلل فلاهادي له، و أشهد أن لا اله الاّ الله وحده لا شریک له و أشهد أنّ محمدا عبده و رسوله.

خدای پاک داسې فرائض فرض کړي دي، چې ضایع کول یې جواز نلري، او داسې حدود یې ټاکلي دي چې ترې اوښتل هم جائز ندي، او داسې څیزونه یې ناروا کړي دي چې کول یې ناروا دي.

نبي کریم (صلّی الله علیه وسلّم) فرمایلي دي:” هغه څه چې خدای پاک په خپل کتاب کې حلال او روا کړي حلال دي، او هغه څه چې ناروا کړي یې دي حرام دي، او هغه څه چې په اړه یې څه نه دي ویلي عافیت دی، له خدای څخه عافیت قبول کړئ، ځکه چې خدای پاک هېرونکی ندی، او بیا (صلّی الله علیه وسلّم) دا آیت تلاوت کړ:” و ما کان ربّک نیسّا”( حاکم یې روایت کړی دی ۳۷۵/۲ او الباني حسن ورته ویلي دي)

او محرمات د خدای تعالی حدود دي، تلک حدود الله فلا تقربوها” د البقره سوت ۱۸۷ ایت.

او د دې حدودو متجاوز او محرماتو نه پروا لرونکي ته خدای پاک داسې ګواښنه کوي، چې وایي:

وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ

“او هغه څوک چې د الله او د هغه د رسول نافرماني کوي، او له حدود یې تجاوز کوي داسې اور ته به یې ننباسي، چې تل به پکې وي او دردناک عذاب به ورته رسیږي” د النسا‌ ء سورت ۱۴ آیت.

د رسول (صلّی الله علیه وسلّم)  له دې قول سره سم:

” له محرماتو لرې والی واجب دی ، او له هغه څیز څخه مې چې منع کړي یاست، لرې اوسئ او پرهغه څه مې چې امر درته کړی د خپل وس مطابق یې کوئ ” مسلم

ځینې د خپلو خواهشاتو منونکي د ضعیف نفس خاوندان، لږ علم لرونکي چې کله محرمات په پرله پسې توګه اوري، ترې تنګېږي، کرکه کوي او داسې وایي : هر څه حرام او ناروا دي تاسې هر څه پر موږ حرام کړي دي، زموږ ژوند ته زیان رسوي، او معیشت مو له کړاوونو سره مخ کوي، او زړونه مو تنګوي ، پرته له حرامو او تحریم نور څه له تاسې سره نشته، دین خو آسانه او پراخه دی او خدای پاک بښونکی او د پوره رحم څښتن دی.

د مناقشې په توګه دوی ته وایو چې:

بېشکه خدای پاک پر هغه څه امر کوي، او د ده د حکم بدلوونکی نشته او دخدای پاک حکیم او خبیر ذات دی، هر څه یې چې خوښه شي روا یې ګرځوي او په خپله خوښه حرامو ته ناروا وایي او د خدای پاک د بندګۍ او عبودیت له اصولو څخه دا دي چې په هر هغه څه چې امر راته کوي باید راضي شو او ویې منو او هرڅه ته یې غاړه کېږدو او د خدای پاک احکام او امرونه له خپل علم حکم او عدل سره سم صادر شوي دي، دا یو عبس کار نه دی لکه څنګه چې خدای پاک فرمایي:

وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ” د الانعام سورت ۱۱۵ آیت.

د روا او ناروا کارونو د پېژندلو په اړه خدای پاک داسې فرمایلي:

” وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ ” د الاعراف سورت ۱۵۷ آیت.

نو په دې اساس پاک څیزونه حلال او ناپاک څیزونه حرام او ناروا دي. تحلیل او تحریم یوازې د خدای تعالی حق دی هرڅوک چې تحریم او تحلیل خپل ځان یا بل چاته منسوبوي په رښتیا چې هغه لوی کافر دی او له ملت څخه وتونکی دی:

أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ” د الشوری سورت ۲۱ آیت.

د علم او پوهې له خاوندانو، د قرآن او حدیث له پوهانو پرته بل څوک په حلالو او حرامو کې د خبرو کولو حق نلري او د هغه چا په اړه چې له علم او پوهې پرته حلال او حرام جوړوي لوی ګواښ راغلی چې خدای پاک وایي:” ولا تقولوا لما تصف ألسنتکم الکذب هذا حلال وهذا حرام لتفتروا علی الله الکذب” د النحل سورت ۱۱۶ آیت.

او قطعي محرمات په قرآن او سنتو کې ذکر شوي دي، لکه د څښتن تعالی دا قول: قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ” د الانعام ۱۵۱ آیت.

همدارنګه په سنتو کې د زیات شمېر محرماتو ذکر راغلی لکه د رسول (صلّی الله علیه وسلّم)  داقول: ” ان الله حرّم بیع الخمر والمیتة والخنزیر والصنام ” (ابو داود یې روایت کړی دی ۳۴۸۶ او صحیح یې ورته ویلي ۹۷۷)

او دا قول یې : ” ان الله اذا حرّم شیئا حرّم ثمنه ” (دار قطني یې روایت کړی دی ۷/۳ صحیح حدیث دی)

او په ځینې نصوصو کې د داسې محرماتو ذکر راغلی چې په ځینو پورې ځانګړی وي لکه څنګه چې خدای پاک په خوراکونو کې د محرماتو ذکر کړي دی وایي:

” حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (د المائده سورت ۳ آیت).

او په نکاح کې د محرماتو په اړه فرمايي:

” حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَائِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللَّاتِي فِي حُجُورِكُمْ مِنْ نِسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَإِنْ لَمْ تَكُونُوا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَائِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلَابِكُمْ وَأَنْ تَجْمَعُوا بَيْنَ الْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا (د النساء ۲۳ آیت.)

همدارنګه په کسبونو کې د محرماتو په باره کې یې ویلي دي:

يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (د البقره سورت ۲۷۵ آیت)

له دې اقوالو دا معلومیږي چې خدای پاک پر خپلو بندګانو ډېر رحیم دی ، پاک څیزونه یې بندګانو ته له شمېره زیات روا کړي دي نو ځکه یې مباحات په تفصیل سره نه دي ذکر کړي، ځکه چې زیات دي، خو محرمات یې په تفصیل سره ذکر کړي ترڅو یې وپېژنو او ځان ترې لرې وساتو، فرمايي:

” وَمَا لَكُمْ أَلَّا تَأْكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ وَإِنَّ كَثِيرًا لَيُضِلُّونَ بِأَهْوَائِهِمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِينَ (د الانعام سورت ۱۱۹ آیت)

اما حلال یې په عمومي توګه مباح کړي دي ترڅو چې پاک وي ‎، وایي:

” يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (د البقره سورت ۱۶۸ آیت)

او د څښتن تعالی د مهربانۍ له وجهې یو دا اصل دی، چې په څیزونو کې اصل اباحت دی ترڅو چې د تحریم دلیل پیدا نشي، او دا د خدای پاک پر خپلو بندګانو لوی کرم او توسعه ده ، چې باید طاعت او شکر یې هم ادا شي، او ځینې خلکو ته چې د حرامو ذکر کېږي او هر یو ورته په تفصیل بیانیږي دوی ترې تنګېږي او شرعي احکامو ته په ښه سترګه نه ګوري چې دا د دوی د ایمان په کمزورتیا او په شریعت پر لږې پوهې دلالت کوي ، ایا دوی غواړي چې د حلالو ډولونه ورته وشمېرل شي ترڅو د دین په یُسر او اسانتیا قانع شي او ایا غواړي چې د پاکو او طیباتو لړۍ ورته کتار شي ترڅو ډاډمن شي چې شریعت د دوی ژوند نه خرابوي؟!

ایا دوی غواړي چې ورته وویل شي چې د اوښانو، غواګانو ‎، پسونو، سویو، غرمږ، چرګانو ، کوترو، هیلیو، شترمرغانو غوښې حلالې دي، او د ملخ، کب، مرداره حرامه ده. او سبزي جات، باقلي، میوې او داسې نورې دانې او ګټه رسوونکې میوې حلالې دي ، او اوبه شیدې، عسل، غوړي، سرکه، او مالګه حلال دي.

او د لرګیو اوسپنې، ریګونو، کاڼو، پلاستیک، ښیښې، او ربړ کارول حلال دي، او بار وړونکي حیوانات، موټرونو، اوګاډي، بیړۍ، او الوتکې کارول حلال دي. او د ایرکنډیشنونو، یخچالونو، حمامونو، ځان پاکونو، ژرندو، مشروباتو او د طب، هندسې، حساب، فلک، او اوبو، نفط، معادنو، او چاپ سامان الاتو استعمال حلال دی، او د پختې، کتان، وړیو، پوستکو اغوستل مباح دي، او د نیلون او پلستر حلال دي.

او اصل په نکاح، بیع او شراء‌ ، کفالت، حواله، اجاره، او حرفوي کارونو لکه نجاري، آهنګري، د الاتو ترمیمول، او مېږو پودل حلال دي.

ایا دا شونې ده چې دا ټولو څیزونه ورته په ګوته کړای شي، دې خلکو ته څه ستونزه ده چې ځانونه نه پوهوي.

اما د دوی دا دلیل چې دین خو یُسر او اسانتیا ده دا یو داسې حق خبره ده چې دوی ترې د باطل ګټه اخلي، ځکه چې په دین کې د یُسر او اسانتیا مفهوم یوازې د خلکو د خواهشاتو او آراوو څرګندوی ندی، بلکې د هغه څه استازیتوب کوي چې په شریعت کې راغلي وي، په محرماتو کې د ګډون د دې باطله دلیل چې دین یُسر دی ـ بېشکه دین یُسر دی ـ او شرعي رخصتونو ترمنځ لکه د دوو لمنځونو یوځای کول او قصر کول، او په سفرکې روژه خوړول، او د مقیم لپاره یوه ورځ او شپه پر موزو او جورابو مسح کول  او د مسافر لپاره درې شپې او ورځې او د ډار او وېرې پرمهال د اوبو د استعمال پرځای تیمم کول د باران په حالت کې او د مریض لپاره دوه لمنځونه پر وخت کول ، او پردۍ ښځې ته د خاطب کتلو اباحت او د عتق او ډوډۍ ورکولو او جامو کولو ترمنځ په کفارة الیمین کې اختیار، او مجبورۍ په حالت کې د مردارې خوړل او داسې نورې شرعي اسانتیاوې او رخصتونه .

سربېره پردې ، مسلمانانو ته ښايي چې د محرماتو د تحریم پر حکمونو ځانونه پوی کړي لکه په دې محرماتو خدای پاک د خپلو بندګانو ازموینه کوي او ګوري چې څنګه عمل پرې کوي، او له جنتیانو څخه د دوزخیانو تمیز کول یعنې د دوزخ اهل په هغه څه کې، چې ډوب دي چې اور ورباندې فرش شوي دی، او د جنت اهل پرهغه ناخوښو څیزونو صبر او زغم کوي، چې جنت ته لاره هواروي، که چېرې دا ازموینه نوای له مطیع او فرمانبردار څخه به د ګناهګار توپیر نشوای کېدای، او د ایمان خاوندان په دې موخه تکلیف او سختۍ ته غاړه ږدي چې ترڅو یې اجر ترلاسه او د خدای تعالی امر پرځای کړي، او دڅښتن تعالی خوښي او رضایت ځان ته حاصل کړي، او پدې اساس له مشقت او تکلیف څخه دریغه نه کوي، او د نفاق څښتنان مشقت او تکلیف ته په دې سترګه ګوري چې په دې کې درد، ألم او حرمان دی، نوځکه دوی تر زیات فشار لاندې وي او د طاعت او عاجزۍ توان نلري او د محرماتو په پرېښودلو یې مطیع حلاوت ترلاسه کوي، هرڅوک چې د خدای لپاره یوڅه پرېږدي خدای به یې عوض ورکړي، او په زړه کې به د ایمان لذت ومومي.

په دې کوچنۍ رساله کې لوستونکی یوشمېر داسې محرمات لوستی شي، چې تحریم یې په شریعت کې د تحریم په دلایلو ثابت دی دا ډول ناخوښې پدیدې چې په ټولنه کې یې کول عادي شوي او د زیات شمېر مسلمانانو په منځ کې عام دي له ذکر کولو څخه یې زما مطلب وضاحت او نصیحت دی، له څښتن تعالی څخه هیله مند یم چې زه او زما مسلمانانو وروڼو لپاره لارښونه ‎، توفیق او د الله تعالی د حدودو ترڅنګ د ثبات سبب وګرځي او له محرماتو څخه مو وساتي او له بدو او ناوړه کارونو څخه نجات راکړي او الله تعالی ترهرچا بهتره ساتونکی او ارحم الراحمین دی

هدايت الله هميم

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: