هغه شيان چې روژه پرې نه ماتيږي او نه هم مکروه کيږي

۱- غسل کول : د ګرمۍ له امله روژه کې په خوله يا پوزه يخې اوبه ګرځول، لمبېدل او يا پر سر يا بدن لوند ټوکر اچولو سره روژه نه ماتيږي او نه هم مکروه کيږي. (۱)

٢- مسواک کارول: د مسواک په کارولو روژه نه ماتيږي.

٣- سر غوړول: که په روژه کې څوک سر غوړ کړي روژه يې نه ماتيږي. (۲)

۴– احتلام: که څوک په خوب کې احتلام شي روژه يې نه ماتيږي (۳)

۵– خوشبويي کارول: د عطرو په کارولو سره روژه نه ماتيږي (۴)

۶– د اړتيا پر وخت د خوړو خوند کتل: ابن عباس رضي الله عنهما وايي: که څوک سرکه يا بل کتغ وڅکي؛ نو که ستوني ته يې رسېدلی نه وي، پروا نه کوي. (۵)

خو دا په هغه صورت کې چې ډېره اړتيا وي، لکه د يوې مېرمنې خاوند په طبعيت کې تريخ دی، هغې ته روا دي چې د کتغ خوند يوازې په ژبه وګوري. او همدا حکم نانبای (ډوډۍ پخوونکی) ته هم دی.

دغه راز مېرمن کولای شي خپل بچي ته په خپله خوله کې خواړه وژويي داسې چې ستوني ته يې خوند تېر نه شي؛ خو دا په داسې وخت کې چې هلته بل داسې څوک نه وي چې روژه يې نه وي نيولي. (۶)

٧- د سترګو درمل کارول: په سترګو کې درمل اچولو سره روژه نه ماتيږي اګر که په حلق کې يې خوند محسوس شي. دغه راز په سترګو تورولو هم روژه نه ماتيږي. (۷)

۸- د مار يا لړم چيچل: د مار يا لړم په چيچلو روژه نه ماتيږي. (۸)

٩- په هېره سره خوراک يا څښاک کول: حضرت ابوهريره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه له مبارکې خولې په يوه وينا کې وايي: که څوک په هېره سره خوراک يا څښاک وکړي؛ نو روژه دې پوره کړي؛ ځکه چې په هېره خوراک يا څښاک د الله پاک له لوري (مېلمستيا) وي. (۹)
دا حکم فرضي او نفلي دواړو روژو ته شامل دی.

دغه راز په څو نورو شيانو هم روژه نه ماتيږي:

۱۰- بې اختياره ستوني ته دود، ګرد يا چينجی ننوتل

۱۱- بې اختياره قی کول.

۱۲- پېچکاري لګول (۱۰)

۱۳- غاښونه وينې کېدل خو په دې شرط چې وينه ستوني ته ولاړه نه شي.  (۱۱)

 

سرچینه: روژه – افغان بنسټ 


۱- الفتاوی العالمګیریة ۱/۲۲۰
۲- الدرالمختار ۳/۴۲۱
۳- الدرالمختار
۴- الفتاوی القاضیخان ۱/۲۰۸
۵- مصنف ابن ابي شیبة، حدیث رقم ۹۳۶۹
۶- البحر الرایق ، ۲/۴۸۹
۷- الفتاوی العالمګیریة ۱/۲۲۴
۸- ردالمختار علی الدرالمختار ۳/۴۲۱
۹- صحیح البخاري ، حدیث رقم ۱۹۳۳
۱۰- ردالمختار علی الدرالمختار ۲/۳۹۵
۱۱- جواهر الفقه ، ۳/۵۱۹

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب