جنګي وسایلفزیک

هستوي وسلې

هستوي برښنا او انرژي

د لمړی ځل لپاره په کال ۱۹۵۶ کې د انګلستان د کالډر هال په ښار کې دبرښنا د تولید لپاره ستر ریکټور جوړ شو چې د ۴۷ کلونو لپاره یې انګلستان ته برښنا ورکړه.د دغه ریکټور هستوی توکی یورانیم ول چې د نړۍ تر نیمایی زیات یورانیمد کاناډا، آسټرالیااو قزاقستان لخوا تولیدیږئ. هستوي ریکټورونه د نورو ټولو برښنایی بټیو په بڼه کار کوئ او یواځینی فرق یې دادی چې دغه ریکټورونه د تیلو او سکرو پرځای یورانیم د سون توکو په بڼه کاروئ او هغه داسې چې د یورانیمو د هستې له چاودنې څخه انرژي لاس ته راځی چې بیا دا انرژي د ریکټور شا او خوا اوبه تودوئ چې دا اوبه بیا په بخار اوړئ او په پایله کې بخار توربین او توربین د برښنا تولید کوونکی یا جنراټور په کار اچوئ.یورانیم ډول ډول ایزوتوپونه لرئ چې یواځې یورانیم ۲۳۵ یې د چاودنې وړ دئ او انرژی تولیدوئ.

یورانیم ۲۳۵ په طبیعی ډول له ۱٪ څخه کم له یورانیم ۲۳۸ سره ګډ پیدا کیږئ چې دا یورانیم بیا بډاینې ته اړتیا لرئ تر څو د انرژی د تولید جوګه شئ. یورانیم۲۳۵ باید له ۲ تر ۳ سلنه بډای شئ ترڅو په ریکټور کې د سون توکو په بڼه وکارول شئ. د یوه هستوي ریکټور په مینځ کې د بډای شویو یورانیمو څخه ډکې میله د ترفشار لاندې اوبه په حوض کې یښي دئ.کله چې ریکټور چالان وئ نو نیوټرونونه د یورانیمو هستې بمبارد کوئ او د دغو هستو د چاودنې په ترڅه کې ستره توښه را مینځ ته کیږئ چې دا تودښه اوبه په بخار اړولای شئ. د چاودنې په ترڅ کې د انرژی تر څنګ نیوټرونونه هم خپریږئ چې دغه نیوټرونونه بیا نورې هستې چوی چې په پایله کې یو ځنځیری تعامل را مینڅ ته کیږئ. د دې تعامل د کنټرول لپاره د سون توکو د میلو ترڅنګ د کنټرول میلې هم شتون لرئ چې د اړتیا په وخت کې د یورانیمو دغه ځنځیری تعامل د نیوټرونونو د جذب په پایله کې کنټرولوئ.

د ریکټور ټوله بټۍ یو کانکریټی پوښ لرئ چې دا پوښ له بټۍ څخه چاپیریال ته د وړانګو د خپراوی مخه نیسئ. په نړۍ کې ځینې خلک د هستوی بټیو په خلاف دئ او علت یې هم دادی چې دا بټۍ د سون فاضله توکی تولیدوئ او دغو توکو ساتنه کیدای شئ هستوي ناورین را مینځ ته کړي، خو په حقیقت کې داسې نده.هستوي انرژی تر ټولو پاکه ده او چاپیریال ته زیامن کونکي ګازونه چې د ګرین هاوس ګازونو په نامه یادیږئ نه خپروئ. په هستوی ریکټورونو کې د نړۍ لمړۍ پیښه د انګلستان د غربی کمبریا په ریکټور کې د باد د تندوالی له امله په ۱۹۵۷ کال کې رامینځ ته شوه چې چاپیریال ته یې راډیو اکټیف وړانګې خپرې کړئ او په پایله کي یې د دغې سیمې د شیدو په استعمال بندیز ولګید. اوسني ریکټورونه د اټوماټیک بندیدلو وړتیا لرئ او د ګواښ د رامینځ ته کیدو په صورت کې په خپله مړ کیږئ. دنړۍ تر ټولو ستره او زیانمن کونکې هستوي چاودنه د اوکراین په چرنوبیل ریکټور کې په کال ۱۹۸۶ کې پیښه شوه، دغې چاودنې په لس هاوو خلک مړه کړل او په سل هاوو زره یې په تشعشع باندې معروض کړل.

هستوي وسلې

په ټولیزه توګه دوه ډوله هستوي وسلې شته: اټومی بمونه چې د هستو له انشقاق یا چاودنې څخه انرژی را مینځ ته کوئ او هایډورجنی بمونه چې د هستو له اتحاد یا یوځایوالی څخه انرژی را مینځ ته کوئ. لمړی اټومي بم د دوهمې نړیوالی جګړې په پایلو کې د امریکې د آلاموس په ملی لابراتوار کې د منهاټن تر پروژې لاندې جوړ شو. د اټومي بم د سون توکي معملا یورانیم او یا هم پوټونیم دئ.

هستوی بمونه کټ مټ د هستوي بټیو پر بنسټ کار کوئ خو توپیر یې دادی چې په هستوي بټۍ کې د یورانیمو د چاودنې تعامل تر کنټرول لاندې وئ په داسې حال کې چې په اټومي بمونو کې دا ځنځیری تعامل نه کنټرولیدونکی دی. همدارنګه بل توپیر یې دادی چې په هستوي بټیو کې یورانیم تر ۳٪ پورې بډای کیږئ، په داسې حال کې چې د بمونو لپاره له ۸۵٪ څخه تر ۹۵٪ پورې ۲۳۵ بډای شوی یورانیم کارول کیږئ.

لمړی اټومی بم د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په شپږمه د جاپان په هیروشیما ښار باندې د آمریکامتحده ایالاتو لخوا وکارول شو، د دغه اټومی بم نوم لیټل بای وؤ چې دری ورځې وروسته دوهم فټ من نومی اټومی بم د جاپان په ناګاساکی ښار باندې وکارول شو چې په پایله کی یې دوهمه نړیواله جګړه هم ختمه شوه.

هایډروجنی بمونه د اټومی بمونه پر خلاف د هایډروجن د دوو هستو د یوځای والی په پایله کې د هلیوم هستې د رامینځ ته کیدو څخه وروسته په لوړه کچه انرژي چاپیریال ته خپروئ، د هایډروجنی بم انرژی د اټومی بم په پرتله تل ډیره وئ. دهایدروجنی بمونو په جوړولو کې د هایډروجن دوه ډوله ایزوټوپونه مانا ډیټریم او ټریټیم کارول کیږئ.

د هستو یوځای کول د ځانګړې انرژي لرونکی چاپیریال ته اړتیا لري، ځکه خو هایډروجنی بمونه تل دلوړې انرژي لرونکي چاپیریال د رامینځ ته کیدو لپاره له ځان سره تل اټومي بمونه هم لرئ چې دا اټومي بمونه له هایډروجنی څخه مخکې چوی او د هستو یوځایوالی ته زمینه برابروئ. هایډروجنی بم تراوسه پورې په جګړئزه توګه نده کارول شوی خو د اټومي بم په پرتله په زرهاوو ځله زیاته انرژی تولیدوئ. هایډروجنی بم د لمړي ځل لپاره په آرام سمندر کې آزمویل شوی چې شااوخوا ځلورنیم کلیومټره لمبه یې شا اوخوا خپره کړه. چې دغه بم کولای شوای د بمبی په کچه ستر ښار په څوشیبو کې له مینځه یوسئ.

هستوي فاضله توکي

د هستوی صنعت تر ټولو یوه ستره پوښتنه داده چې له دغې ټکنالوژي څخه لاس ته راغلی هستوی فاضله توکو سره چې ځیني یې تر سلهاوو زرو کالونو راډیواکټیف پاتې کیږئ باید څه وکړو؟ ځینې هستوي فاضله توکې چې په لوړه کچه راډیو اکټیف دئ د خپل کانټینر د ذوب کیدو لامل هم ګرځیدای شئ چې په پایله کي به یې چاپیریال په ډیر زیامن کونکې ډول په تشعشع ککړ شئ.ډیری هستوي فاضله توکي په ریکټور کې سوځیدلی یورانیم او یا هم د ریکټور ځینې هغه برخې دئ چې له کار څخه لویدلې وئ.

د دغو هستوی فاضله توکو د ساتنې لپاره بیلابیلې کړنلارې شته چې یوه یې هم تراوسه داسې نده ثابته شوې چې چاپیریال به په وړانګو نه ککړوئ. آمریکا او فینلنډغواړي خپل هستوی فاضله توکې تر ځمکې لاندې خښ کړئ،خو د دې کار لپاره باید لمړی دا څیړنه تر سره شئ چې دغه فاضله توکي به په اوږده مهال کې د اوبو تر ځمکې لاندې چینې نه ککړوئ. یوه بله کړنلاره دا هم ده چې فاضله توکي دې فضا ته ولیږدول شئ او هملته دې وچول شئ تر څو له مینځه ولاړشئ.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: