نړیوال اقتصادي نظامونه او د هغوی پرتلیزه څېړنه

اقتصاد څه ته وايي؟

په نړیوالو اقتصادي نظامونو د بحث نه مخکې راته ښه ښکاري چې په لنډ ډول د اقتصاد پیژندنې او په بشري ټولنو کې اقتصادي ستونزو ته یوه لنډه کتنه ولرو:

د اقتصاد کلمه د عربي ژبې ده او د (قصد) څخه اخیستل شوې چې په چارو کې د منځلارېتوب (میانه روي) ، په افعالو او اقوالو کې د استقامت، په پریکړو کې د عدالت او د مال په لګښت او مصرف کې د اعتدال په مانا استعمالیږي. یاده کلمه په قران کریم کې هم په ذکر شوو ماناوو سره راغلې ده. د بیلګې په ډول الله تعالی د لقمان د سورت په ۱۹ آیت کې فرمایي:

وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ
ژباړه: په خپل تګ کې میانه روي غوره کړه او خپل غږ لږ ټیټ کړه.

په انګلیسي ژبه کې ورته مترادفه استعمالیدونکې، مروجه کلمه Economy ده چې د یوناني ژبې د οἰκονομία (اُیکُنُمیا) څخه اخیستل او دا پخپله بیا د دوو نورو کلمو ترکیب دی چې لومړۍ یې οἶκος (اُیکُس) د کورنۍ او دوهمه یې νόμος (نُمُس) د رسم او قانون مانا لري.

په نړۍ کې ټول وګړي که هغه شتمن دي او که نیسمتن، د خپلو اړتیاوو او غوښتنو د پوره کولو لپاره د زیرمو او امکاناتو د کمښت سره مخ دي، او همدا عمده اقتصادي ستونزه ده. له همدې امله، د داسې یوه سیستم یا نظام شتون ته اړتیا ده چې خلک پکې د خپلو موجوده امکاناتو څخه په استفادې تر اعظمي حده مخ په زیاتیدونکو بیلابیلو اړتیاوو او غوښتنو ته د ځواب په موخه کار واخلي.

د اقتصاد د زده کړې یواځېنۍ موخه همدا ده چې څنګه دې د انساني اړتیاوو او غوښتنو د پوره کولو لپاره له کمو او محدودو اقتصادي منابعو څخه موثره او اعظمي ګټه پورته شي.

هره ټولنه پرته له دې چې کوم ډول اقتصادي نظام پکې حاکم دی، د لاندې دریو پوښتنو سره مخ ده، او همدې پوښتنو ته ځواب د اقتصادي نظام څرنګوالې ټاکي:

• کوم توکي او خدمتونه دې تولید شي او په کوم مقدار؟

• توکي او خدمتونه دې څنګه تولید شي؟

• تولید شوي توکي او خدمتونه دې په څه ډول وویشل شي؟

دا پوښتنې څنګه ځوابېږي؟

موجوده اقتصادي سرچینې څنګه د اعظمي ګټې اخیستنې لپاره په کار لوېږي؟

اقتصادي مساوات او عدالت څنګه تامین ته رسي؟

او په ټوله کې څنګه کیدلې شي یوه سالمه اقتصادي ټولنه رامنځته شي؟

دا او دې ته ورته نورو ټولو پوښتنو ته د حل لپاره په نړیواله سطحه مختلف نظامونه رامنځته شوي.

د بشر د تېرو نېږدې دوه، درې پيړیو تاریخ ته په ځغلنده لید کې په ډاګه لیدل کیږي چې بشري ټولنو پکې د تېر په نسبت لویې لاسته راوړنې درلودې، د صنعت په برخه کې ستر تحولات رامنځته شول، په انفرادي ډول د خلکو افکارو وده ومونده، د سیاست رنګ بدل شو او نور ډیر. خو ددې ټولو لاسته راوړنو سره سره بیا هم پکې د بشر په لاس ځېنې نظامونه او سیستمونه داسې رامنځته شول چې په لنډمهاله موده کې یې پرته له شکه ستونزو ته د حل لارې وموندې خو سبا بیرته هماغو ټولنو ته په ستونزو واوښتي او خلکو یې د بل بهتره بدیل د نشتوالي په سبب مجبورا د وړلو لپاره اوږې ورکړې. د لیکنې په اوږدو کې به دې پایلې ته ورسیږو:

څنګه ممکنه ده داسې یو اقتصادي نظام رامنځته شي چې په دایمي ډول د بشر اقتصادي ستونزو ته د حل لار وګرځي؟

 

په نړۍ کې مشهور پېژندل شوي اقتصادي نظامونه په لاندې ډول دي:

 پانګوال اقتصادي نظام یا کاپیټلیزم

 اشتراکي اقتصادي نظام یا سوسیالیزم

 د اسلام اقتصادي نظام

پانګوال اقتصادي نظام (Capitalism)

د کاپیټلیزم (Capitalism) کلمه د لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۵۴، د انګلیسي ژبې په یوه ناول کې د پانګې د ملکیت په مانا استعمال شوې. د انګلیسي ژبې قاموس یاده کلمه د Capital څخه اخیستل شوې ګڼي چې د لاتینې ژبې د Caput اوښتې بڼه ده او د (سر) مانا ورکوي.

کاپیټلیزم د لوېدیځ د لیبرال ډیموکراسۍ اقتصادي مفکوره ده، او د هغه نظام نوم دې چې په هغه کې د یوې ټولنې اقتصادي منابع د عامو وګړو په شخصي ملکیت کې وي او ټول خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي. حکومت د چا په ملکيت، د سوداګرۍ په چارو او فعالیتونو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه لري. د اقتصادي فعالیتونو اصلي موخه پکې ګټه ترلاسه کول دي.

منځته راتګ:

په منځنیو پيړیو کې اروپايي ټولنو په هره مانا ډیر وروسته پاتې او تیاره ژوند درلود، هم له مادي او هم له معنوي اړخه. خلک پکې په دریو ډلو ویشل شوي و. لومړۍ ډله یې اشراف و چې پراخه ځمکې یې درلودې او د عیش و عشرت ژوند یې کاوه. دوهمه طبقه پکې د کلیساوو راهبان و. دوی په ټولنه کې د خلکو د ناپوهیو او جهالت څخه په استفادې په هغوی خپل ناقص افکار چلول او د فیوډالانو د ګټو لپاره به یې کار کاوه. دریمه ډله خلک پکې بزګران و چې د ټولنې تر ټولو ټیټه طبقه وه او د ژوند له ټولو مزایاوو بې برخې و. لکه ماشینونه به یې یواځې د اشرافو او راهبانو په چوپړ کې شپې، ورځې تیرولې.

د وخت په تیریدو، د ټولنې ټیټه طبقه خلک (بزګران) د دیني راهبانو او اشرافو له ظلمونو او سلطې په تنګ شول؛ په حقونو یې تعرضات کیدل او له ستونو یې مړۍ ویستل کېدې. همدا وخت و چې د دریمې طبقې په منځ کې د شخصي ازادۍ نارې اوچتې شوې، او پانګوال اقتصادي نظام رامنځته شو. فردي ازادي چې ددغه نظام فکري بنسټ تشکیلوي د لاندې عواملو په اساس په ډیر ګړندي ډول پراختیا ومونده:

 د قومي دولتونو منځته راتګ

 د جغرافیایي اکتشافاتو جوړښت

 علمي او فکري نهضتونه او ددیني تحریک اصلاح

 صنعتي انقلاب

 د فیوډالي نظام کمزورتیا او ښارونو ته د غلامانو تېښته

د کاپیټلیزم اقتصادي نظریه د منځنیو پیړیو له ختمیدو وروسته، له اولسمې پیړۍ راپدیخوا رامنځته شوې چې په اوایلو کې یې د سوداګرۍ بڼه درلوده، وروسته یې صنعتي شکل خپل کړ او په شلمه پیړۍ کې د پانګوال اقتصادي نظام په نامه شهرت ته ورسید.

په دغه نظام کې فردي ملکیت ته مطلقه خپلواکي ورکړل شوې، هر څوک پر خپل شخصي ملکيت، د توليد پر وسايلو او د هغوی په اړه د هر ډول پریکړو پوره واک او اختيار لري. د تقاضا، عرضې، پانګې اچونې او قیمت ټاکنې په برخه کې افراد مطلقه ازادي لري او د دولت له مداخلې په امان دي. دولت او یا بله کومه مسؤوله اداره په اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول نه لري، دندې یې یواځې د امنیت په ساتلو او د قانون څخه د سرغړاوي په مخنیوي پورې محدودې دي.

د فرانسې د انقلاب څخه وروسته په غرب کې کاپیټلیزم یوه نوې بڼه غوره کړه. د مذهب، دولت او اقتصاد ترمنځ کرښې واچول شوې او دوی یو له بله بېلې شوې. دین او اقتصاد یې سره جلا کړل او دولت یې د شخصي حقونو څخه د ساتنې پرته په نورو ټولو اقتصادي فعالیتونو کې د مداخلې څخه منع کړ.

د دین او اقتصاد د بېلوالي د عواملو څخه یو لوی عامل دا و چې په عیسوي دین کې له ډیرو هغو شیانو چې پانګوال نظام پرې اتکا لري، منع راغلې؛ د بېلګې په ډول، سود.

د موجوده بایبل د دیترانومي (Deuteronomy ) په 23:19 کې راځي:

ژباړه: د خپل ورور څخه سود مه اخله، هغه که په پېسو باندې وي، په غذا باندې وي او یا بل هر هغه شی چې سود پرې اخیستل کېدی شي.

همدارنګه د لېوېټېکاس ( Leviticus) په 25:36 کې راځي:

ژباړه: …. د هغه څخه هیڅ ډول سود مه اخله، او له الله څخه وویریږه …..

 

نن سبا پانګوال اقتصادي نظام په مختلفو هیوادونو کې مختلفې بڼې لري، ډیر مروج اشکال یې په لاندې ډول دي:

د آزاد بازار اقتصاد Free Market Economy:

په دغه نظام کې د توکو او خدمتونو قیمتونه د بازار د قوو ( عرضې او تقاضا) د تقاطع په نتیجه کې ټاکل کیږي. په کوم نرخ چې د بازار عرضه او تقاضا مساوات ته ورسیده، هماغه نرخ په بازار کې د پیر او پلور قیمت ټاکل کیږي. په دې ډول نظام کې حکومت د هیڅ ډول مداخلې اجازه نه لري.

د ټولنیز بازار اقتصاد Social Market Economy:

دا نظام هم د آزاد بازار یو ډول دی؛ مګر دولت پکې د ټولنیزو ګټو او سهولتونو د برابرولو په موخه په ځېنو خاصو برخو کې د مداخلې حق لري. د ټولنیز بازار اقتصاد د غربي او شمالي اروپا په ځېنو هیوادونو او چاپان کې منل شوی نظام دی.

مختلط اقتصاد Mixed Economy:

دا د معاصر بازار هغه ډول دی چې په هغه کې دواړه، خصوصي او دولتي سکټورونه په اقتصادي کړو وړو کې ونډه لري. ممکنه ده چې د ونډو تر منځ یې توپیر موجود وي او یا هم په ځېنو برخو کې دولت له انحصاري دریځه برخمن وي، خو په ټوله کې دولت له خصوصي سکتور سره یو ځای، اوږه په اوږه اقتصادي فعالیتونو مخته وړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب