نوي ماشومان او د مور او پلار مسؤلیتونه

ماشومان د الله ﷻ له لوري له نعمت سره سره  یو امانت هم دی. نوځکه په اسلامي تهذیب کې د ماشوم  د زیږېدو سره سم  د هغه په جسماني او روحي بدني او معنوي لورو کې د پلار او مور څه ځانګړي مسؤلیتونه شته که په خپل وخت سره سرته ورسېږي، نو د ماشوم د راتلونکي په اړه خورا اغیزمن او ګټور تمامیږي، چې  پایله کې به دغه مور او پلار د خپل مستقبل سره  یو داسې نیک اوغوره ماشوم ولري چې له اخلاقی تهذیب سره سره به د کور او ټولنې لپاره یوه ښه ډالۍ وي چې مستقبل یې هوسا، سوکاله او لاد ډېرو د تمدن او ښه ژوند جوګه  وي.

خو دا چې د ماشوم دغه تهذیب یا د مور او پلار مسؤلیتونه څه دي؟   نو په دې اړه باید دا لا ندې کرښې ولولو:

کله چې ماشوم یا ماشومه وزېږي نو د خپلې دې خوښۍ زیری دې نورو ته ورکوي، هغه بل تن ته هم مستحب ده چي مبارکي ورکړي ‍.

الله تعالی فرمايي: ﴿ وَامْرَأَتُهُ قَائِمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَاهَا بِإِسْحَاقَ وَمِن وَرَاءِ إِسْحَاقَ يَعْقُوبَ ﴾ [هود ۷۱].

ژباړه: او (په دغه وخت کې) د ابراهیم عليه السلام مادينه (ساره رضي الله عنها متحيره) ولاړه وه، نو (د ملائکو په وينا باندې) خوشاله شوه (او د دې ډار هم د منځه لاړ). خو مونږ (د خپلو پرښتو په ذریعه د زياتې خوشالۍ دپاره) نوموړي ته په اسحاق عليه السلام باندې زیری ورکړ (چې د همدې د ګېډې څخه به تولد شي) او د اسحاق عليه السلام څخه وروسته په يعقوب عليه السلام باندې (مو هم بشارت ورکړ چې دا به په خپل ژوند کې د لمسي نيا هم جوړه شي).

الله تعالی فرمايي: ﴿ فنَادتْهُ الملائكة وهُو قائم يُصلّي في المحْراب أنَّ الله يُبشّرُك بيحْيى ﴾ [آل عمران: ۳۹] .

ژباړه: نو ده ته ملائکو په داسې حال کې اواز وکړ چې دی (زکريا عليه السلام) په عبادتځای کې ولاړ وه، لمونځ يې کاوه چې: يقينا الله ﷻ تاته په يحيی عليه السلام باندې زيری درکوي.

الله تعالی فرمايي: ﴿ يا زَكَريَّا إِنَّا نُبَشِرُك بغُلامِ اسمُهُ يَحْيى ﴾ [مريم :۷ ].

ژباړه: (مونږ د زکريا عليه السلام سوال قبول کړ او ورته مو ويلې چې) ای زکريا ! یقينا مونږ تاته په داسې يو هلک سره زيری درکوو چې نوم يې يحیی دی.

د رسول الله صلي الله عليه وسلم د مبارک پيدايښت زيری:

«وَلما ولد النَّبِي صلى الله عَلَيْهِ وَسلم بشرت بِهِ ثويبة عَمه أَبَا لَهب وَكَانَ مَوْلَاهَا وَقَالَت قد ولد اللَّيْلَة لعبد الله ابْن فَأعْتقهَا أَبُو لَهب سُرُورًا بِهِ …»

(ذکره السیوطي رحمه الله في فتاواه الحاوي ۱\۱۹۶ وأیضا في احسن الفتاوی، وبلوغ المامول للشیخ عبدالله، وحسن المقصد في عمل المولد، وعرف التعریف بالمولد الشریف وغیره).

ژباړه : کله چي د پیغمبر ﷺ مبارک ولادت وشو نو د ثویبي په نوم د ابو لهب یوې مینځي په هغه باندې زیری وکړ، چې نن شپه د عبدالله زوی زېږېدلی، ابولهب هغه مینځه د دغه زیري په خوښۍ  کې ازاده کړه.

د ماشوم لمړنۍ پالنه:

او بیا یې اسلام د لمړنۍ پالني له مخې د غسل او نظافت امر کوي. او بیا یې په راسته غوږ کې د اذان او په کیڼ غوږ کي د اقامت د ویلو ښودنه کړې،

لومړی یې د بدني نظافت او دوهم یې د روحي او معنوي سمبالتیا او صحت سره تړاولري، چې دا دواړه د انسان لپاره خورا اړين دي. ځکه د ماشوم په غوږ کې د اذان او اقامت ازانګه د هغه معصوم دماغ ته د الله تعالی د مبارک نوم او د هغه د لویي او توحید اواز رسول دي .

عن أَبِي رَافِعٍ قَالَ : رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَذَّنَ فِي أُذُنِ الْحَسَنِ بْنِ عَلِيٍّ حِينَ وَلَدَتْهُ فَاطِمَةُ بِالصَّلَاةِ  . رواه الترمذي . مشکوة ص\ ۳۶۳ وفي المرقات بهامشه هذا یدل علی سنیة الاذان في اذن المولود وفي شرح السنة روي عن عمر بن عبدالعزیز کان یؤذن في الیمنی ویقیم في الیسری اذا ولد الصبي قلت وقد جاء في مسند ابي یعلی عن الحسین مرفوعا من ولد له ولد فاذن في اذنه المنی واقام له في اذنه الیسری لم تضره ام الصبیان   . کذا في جامع الصغیر للسیوطي .ترجمة

په ماشوم ښه او غوره نوم ايښودل

کله چې په ماشوم باندي د نوم ايښودلو مرحله راځي نو دلته پلار مکلف دی چې باید د خپل ماشوم لپاره غوره نوم انتخاب کړي. پیغمبر ﷺ په دې اړه ویلي :

«مَن وُلِد له ولدٌ، فليحسن اسمَه … »  أخرجه البيهقي في شعب الإيمان / مشکوة ص\۲۷۱

يعنې د چا چې ماشوم وزیږي نو ښه نوم دې ورته انتخاب کړي   .

نو په ماشوم د داسې نوم ايښودل چي له لفظي ښکلا سره معنوي جوړښت، توافق ، او تزیین هم ولري، نه یواځې د خپل مسؤلیت سرته رسول دي بلکې دا د ماشوم د یوستر حق څخه د خپلی غاړې خلاصول هم دي .

پیغمبر صلي الله عليه وسلم به بېکاره نومونه نه خوښول :

په مفتاح السعادة ۲\۲۴۷ راغلي: وکان یکره الاسم القبیح لانه کان یتفاءل بالحسن. يعنې پیغمبر ﷺ به بېکاره نوم نه خوښول او په ښه نوم به یې نیکفالي نیوله .

د عبد الله ابن عباس رضی الله عنهما څخه نقل شوي: «وکان رسول الله ﷺ یستحب الاسم الحسن» يعنې پیغمبرصلی الله علیه وسلم به ښه نوم خوښول .

او بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم موږ ته د بېلګې په ډول دغسې ښايسته نومونه ښایې:

عن عبد الله یحبي ان رسول الله ﷺ قال خیر الاسماء عبد الله وعبد الرحمن   واصدقها حارث وهمام حارث یحرث لابنائه وهمام یهم بالخیر .

ښه نومونه دعبدالله اوعبدالرحمن دي او رښتوني یې د حارث اوهمام نومونه دي . حارث له دي امله چي د خپلو ماشومانو لپاره زیار ایستونکی وي کرهڼه اوکروندي ورته پالي اوهمام له دي امله چي   د نیکو کارنو په لټون کي وی .

د بېکاره نومونو بدلول

امام ابوداود وایې : چي پیغمبر ﷺ . دعاص ، عزیر ، عقله ، شیطان ، حکم ، غراب ، حباب ، شهاب ، نومونه بدلول … اوداسي به یې دحر ب   نوم په سلم ، اومضطجع په منبعث   اوعفرة په خضرة اوشعب الضلالة په شعب الهدی ، اوبنو زینیة په بنو الرشده بدلول .

د بخاري په روایت کي راغلي :   سعید بن المسیب له خپل پلار څخه ر وایت   کوي چي زما پلار پیغمبر ﷺ ته راغی هغه ﷺ ورته وویل ستا نوم څه ده ؟ زما پلار ورته وویل حزن   [ غمګین ] نو پیغمبر ﷺ ورته وویل:  لا بل انت سهل   نه بلکې ته سهل [ خوشحال ] یې یعني ستا نوم باید حزن نه بلکې سهل وي.  خو هغه ورته وویل : نه زه هغه نوم نه بدلوم چي پلار ورباندی بللی یم : له دي روایت څخه وروسته ستر تابعی سعید بن المسیب وایې : چي له هماغه مهاله په موږ کي حزن غم ځای نیولی دی .

په دي اړه نور هم ډېر حدیثونه او اثار نقل شوي چي موږ ته پکې دا لارښوونه شوې چي په ماشومانو بېکاره  نومان ښودل، له هغوی او ځان سره جفا ده .

د ښه نوم په اورېدلو د پیغمبر ﷺ خوښي

عبدالله بن بریده له خپل پلار څخه روایت کوي :  وکان النبی ﷺ لا یتطیر من شيء ولکنه اذا اراد ان یاتي ارضا سأل عن اسمها فان کان حسنا رؤی ذلک في وجهه ، وکان اذا بعث رجلا سأل عن اسمه فان کان حسن الاسم رؤی البشر في وجهه وان کان قبیحا رؤی ذلک في وجهه . مفتاح السعادة ۲\ ۲۴۷

ژباړه : پیغمبر ﷺ به له هیڅ شي کرکه نه کوله ، کله چې به یوې سیمي ته داخل شو نو د هغه کلي یا سیمی د نوم پوښتنه به یې کوله که به یې ښه نوم وو نو د پیغمبر ﷺ په مبارک مخ کي به د خوښۍ نښې ښکار ه شوې، او کله چې به یې یو مجاهد چېرته لېږل نو لمړی به یې د نوم په اړه ورځیني وپوښتل که به یې ښه نوم  وو نو د پیغمبر ﷺ په مبارکه څهره به د خوښۍ نښي څرګندې شوي . او که به یې بېکاره نوم وو نو د ناخوښۍ نښې به یې په مبارک مخ کي ښکار ه شوې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب