غوره ویناوې او نصیحت

نورو ته د نصیحت کولو يوولس مهم مهارتونه

په دې لیکنه کې غواړو د نصیحت په اړه څو ګټوری مشورې له تاسو قدرمنو لوستونکو سره شریکې کړو او دا ځکه چې: که چیری مونږ پخپل ورځیني ژوند کې نورو ته د نصیحت کولو اصول او ضوابط په پام کې ونه نیسو؛ نو زمونږ نصائح(پندونه) به بې فایدې او بې اثره ثابت شي او ددې پر ځای چې خلک مو اسلام ته هڅولي وي، بلکه خدای مه کړه هغوي به مو په ناپوهۍ سره له اسلام څخه نور هم زړه توري کړي وي؛ نو د همدې مقصد لپاره مو وغوښتل چې له یو لړ مهمو کتابونو او باوري عربي سرچینو څخه پښتو ژبې ته د نصیحت کولو څو مهم آداب راوژباړو او له تاسو قدرمنو لوستونکو سره ېې شریک کړو، هیله ده چې ستاسې لپاره ګټور تمام شي؛ خو په سر کې به خبره د نصیحت کولو د اهمیت څخه راپیل کړو.

د نصیحت کولو ارزښت:
نورو ته نصیحت کول د پیغمبرانو تګلاره او خورا غوره انساني عمل دی او لکه څرنګه چې نوح (علیه السلام) به کلونه کلونه خپل قوم ته نصیحت کاوه او هغوي به ېې له بدبختیو، فساد او کساد څخه ژغورل او ورته به ېې ویل: [وَأَنصَحُ لَكُمْ ]سورة الأعراف آیت62.

ترجمه: زه تاسې ته نصیحت کوم؛ نو مونږ ته هم ښايي چې دا هېر شوې عادت او د انبیاؤ سنت یو ځل بیا راژوندی کړو. په ورځیني ژوند کې د نصیحت کولو د ارزښت په اړه که تاسې یوه شېبه له ماسره فکر وکړئ؛ نو تاسې ته به هم جوته شي چې کله کله زمونږ نصیحت کولی شي یو ځوان او یا یوه پیغله له خورا بدمرغیو او ناوړو پېښو څخه وژغوري.

د بېلګې په ډول: که چېرې یو ځوان تاسې ته راشي او در ته ووایي چې: زه د فلانۍ انجلۍ سره واده کول غواړم ، آیا پدې کار کې به زما لپاره خیر وي او که شر؟ که چیری ته پوهیږي چې دا انجلۍ د دې هلک لپاره مناسبه نه ده؛ او یا هم انجلۍ متدینه او د یوې نېکې کورنۍ پورې تړاو ولري؛ خو هلک بدکاره او فاسق انسان وي؛ نو پدې صورت کې دوي ته ستا نېکه مشوره او نصیحت کول په حقیقت کې د هغوي ژوند له غمیزو (بدو پېښو) څخه د ژغورلو په معنا سره ده او پداسې حساسو مسئلو کې چوپ پاتې کیدل ښکاره خبره ده چې لوی آفتونه رامنځ ته کوي.

په همدې ډول مونږ ته هم ښایي چې په خورا حکمت سره د خپلې ټولنې خلک د خیر لوري ته راوبلو. د نصیحت د ارزښت په اړه باید دومره ووایو چې: په یوه ټولنه کې خېر خواه خلک نورو ته نصیحت کول دومره اړین بولي؛ لکه څومره چې له Oxygen (اکسیجن) د خپل ژوند د بقاء لپاره ارزښتمن بولي. د عوتګر انسان هم خپل ژوند په دعوت کې ویني؛ نو ځکه خو د خپل بشري توان سره سم د خلکو سره خواخوږي ترسره کوي او په خورا لطافت او نرمۍ سره هغوي د خیر لوري ته رابولي.

نورو ته د نصیحت کولو یوولس مهم مهارتونه:

لومړی مهارت: مقابل لوري ته په زړه کې اخلاص ولرئ:
لکه څرنګه چې خالصې شیدې او اصلي عسل د مخلوطو شیدو څخه جلا خوند لري؛ نو همدا ډول په نصیحت کې روغ نیت (اخلاص) هم یو جلا خوند لري؛ او پدې لاره کې پاک نیت هغه اساسي څیز دی چې زمونږ پر وینا کې برکت اچوي او کېدلی شي زمونږ یو څو کلمات کله کله د یو چا ژوند د جهنم له تاوجن او لمبې وهونکي اور څخه وژغوري او کلونه کلونه د هغه په ژوند کې یو مثبت بدلون راولي؛ نو هیڅکله هم نصیحت ته بې ارزښته مه ګورئ.

دویم مهارت: د نصیحت لپاره مناسب ځای او مناسب وخت وټاکئ:
ځیني خلک نورو ته د نصیحت لپاره یو مناسب ځای او مناسب وخت په پام کې نه نیسي چې دا پخپله یو ناسم کاردی، مثلاً: دا وخت باید د خلکو د خوب او ډوډۍ وخت نه وي، یا د محصلینو د امتحان وخت باید نه وي، یا مثلا: تاسې یو تن وینۍ چې یو ناروا کار ترسره کوي؛ نو مخکې له دې چې هغه ته نصیحت وکړئ په دې شخص کې د شر د خصلتونو تر څنګ د خیر صفتونه هم ولټوئ، لدې وروسته تاسې لومړۍ د هغه ستاینه وکړئ، بیا ورته نصیحت وکړئ. که چیری تاسې مَنصُوح(نصیحت اورېدونکي شخص) ته ووایاست: چې مشره، ګرانه او یا هم قدرمنه وروره! زه تاته یو څو خبری کوم او زه پر تا داسې ګومان کوم چې ته به حتماً زما په خبرو کې فکر او سوچ کوی؛ ځکه چې ته یو هوښیار انسان ېې او د حق خبره زر قبلوی او داسې نور…..؛ نو زمونږ دا خوږې خبر ی به پر اورېدونکي شخص ډېرې مثبتې اغېزې شیندي.

درېیم مهارت: د نصیحت پر مهال له نرمۍ څخه کار واخلئ:
زمونږ یو لړ وروڼه او خوېندی داسې فکر کوي چې له ظالم او ګنهکار انسان سره باید هیڅکله هم په نرمۍ سره نصیحت ونشي؛ بلکې په سختۍ باید خبری ورسره وشي او په ځغرده او تنده لهجه پوه کړل شي، پداسې حال کې چې دا پخپله یو ناسم تصور دی. واقعیت دادی چې: مونږ باید حتی د ټولنې بد خلک هم په نرمۍ سره د خیر لوري ته راوبولو. مونږ له دې ډول کسانو څخه چې په دعوت کې نرمي نه پېژني یوه پوښتنه لرو: آیا تاسې د سورة طه دا آیت نه دی لوستلی چې لوی څښتن تعالی خپلو دوو پیغمبرانو(حضرت موسی او هارون (علیهما السلام) ) ته کله چې د ظالم او مستبد فرعون لوري ته د ورتللو امر ورته کوي؛ نو داسې ورته فرمايي: [فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى]. 44 آیت

ترجمه: تاسې دواړه هغه(فرعون)ته نرمې خبری وکړئ، (داسې وینا چې خشونت او سختي پکې نه وي) کیدای شي چې پند واخلي او ووېرېږي. دا پورتنی مبارک آیت مونږ ته د همدې ښودنه کوي چې د الله تعالی لوري ته په بلنه کې باید نرمه ژبه او لطافت له یاده ونه ویستل شي؛ او د شدت ــ قساوت او زیږچلن پر ځای باید له صبر او زغم څخه کار واخستل شي.

دا به هم د حکمت څخه خالي نه وي چې ناصِح(نصیحت کوونکی) مقابل لوري ته ووایي: ګرانه وروره! زه ستا خیر غواړم او تا ته یو څو نصیحتونه هم لرم، خو په پیل کې دا درته وایم چې کیدای شي ددې خبری په اورېدلو سره ستا په زړه کې دا راوګرځي او شیطان دا وسوسه ستا په زړه کې درواچوي چې: زه د نصیحت په بهانه غواړم تا رسوا کړم، تا ورټم او ستا د بې عزتۍ اراده ولرم؛ بلکه دا ټولې ناسمې خبری دي، زه یوازې او یوازې ستا بریاليتوب او سوکاله ژوند غواړم او بس.

بل لوري ته هغه څوک چې زمونږ نصیحت اوري د هغه مسؤلیت دادی چې له نصیحت کوونکي څخه لومړی مننه وکړي او دا ور ته ونه وايي چې: ته حق نلری تر څو زما په شخصي امورو کې مداخله وکړی، یا مثلاً: دا خبره دې نه ورته کوي چې: زه ستا نصیحت ته هیڅ اړتیا نلرم(دا خبری د ابلیس او متکبر انسان خبری دی چې باید ځان ورڅخه وژغورو).

څلورم مهارت: نورو ته د خلکو پر وړاندی نصیحت مه کوئ:
ستاسې نصیحت هغه وخت پراورېدونکي شخص خورا مثبتې اغېزې شیندي چې کله هغه ته د امکان تر حده پوری په سِرّي(پټه او تنهایی) سره نصیحت وشي، نه د خلکو پر وړاندی، ځکه پوهان وايي چې:((النّصِيْحَةُ فِيْ الْمَلأِ فَضِيحَة)). د خلکو پر وړاندی نصیحت خیرخواهي نه ده، بلکې د هغه شخص رسوايي ده.

د نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) د نصیحت کولو تګلاره او شعار داسی ؤو چې هغه به ویل: ((مَا بَالُ أقوامٍ))؟: یعنې په دې خلکو باندی څه شوي دي چې فلانی او فلانی کار کوي(مستقیماً به ېې د چا نوم نه اخسته). لکه اوس چې یو څوک ووايي: دا زمونږ پر افغانانو باندی څه شويدي چې فلانی او فلانی بد کار کوي؟ نو د نیغ په نیغه د نوم اخستلو او د مخاطب شخص د عیب د ذکر کولو پر ځای باید غیر مستقیم خبره وشي؛ نو دا به ډېره بهتره وي. همداراز فُضَیْل بن عَیاض به ویل: مؤمن انسان پر خلکو باندې پرده اچوي او بدمرغه او فاسق انسان خلک رسوا کوي.

پینځم مهارت: د موضوع په اړه لومړی پلټنه او کره معلومات راجمع کول:
که چیری د یوې کورنۍ، یا قومي مشر او یا په ورځیني ژوند کې استاذ او یا د ټولنې یو بل خیر خواه انسان وغواړي چې نورو ته نصیحت وکړي؛ نو ورته ښايي چې خپله موضوع د یو قرآني آیت او نبوي حدیث په رڼا کې نورو ته شروع کړي او دا موضوع ېې باید د واقعیت سره هم مطابقت ولري. همداراز مقابل شخص ته د قناعت ورکولو لپاره باید د منقطي استدلال تر څنګ د یو Research ، پلټنې او علمي تحقیق څخه وروسته ورسره د موضوع په اړه سالم نظر شریک کړي او سمه لارې ته دې راوبولي.

شپږم مهارت: د وخت سره او لنډ مناسب نصیحت ورته وکړئ:
هر کله چې تاسې یو ناسم کار وینۍ او پدې وخت کې نصیحت کولو ته اړتیا محسوسوۍ؛ نو جرأت وکړئ او خلک د خیر لوري ته راوبولئ او پدې لړ کې د اوږدو او غزېدلو ویناؤ څخه چې تکراري کلمات پکې وي ډډه وکړئ. همداراز په خپل رسا غږ او فصیحه ژبه مو وینا پیل کړئ، له تکلفي وینا او سختو کلمو د استعمال څخه ځان وژغورئ، خو په وینا کې مو لږه چوپتیا او فکر هم مه هېروئ. تاسې یې هم تجربه کړئ؛ او بیا به تاسې ته هم جوته شي چې ستاسې وینا پدې صورت کې پر نورو څومره اغېزمنه تمامیږي. زمونږ وینا نه باید دومره لنډه وي چې هیڅ څوک پری پوه نشي او نه هم دومره باید اوږده او غزېدلی وي چې خلک نور ستړي شي.

اووم مهارت: په زړه پوری خبرې خلکو ته وکړئ:
د نصیحت کولو لپاره د مناسبو او درندو کلماتو او د غوره موضوع انتخاب هغه څه دي چې پر اورېدونکي خورا ښه تأثیرات رامنځ ته کوي؛ یعنې ستاسې موضوع باید تکراري او پخوانۍ نه وي؛ بلکه زمونږ وینا باید د خلکو د اړتیاو او پوښتنو سره سم بایدوړاندې شي او دومره باید په زړه پوری وي چې د ټولو خلکو پام د ځان په لوري راواړوي او ستړی کوونکی نه وي؛ لکه: په عربي ژبه کې یو مشهورمتل دی چې وايي: (کلُ جدیدٍ لذیذٌ) یعنې هر نوی شی خوندور وي، تر دې پوری چې یو لړ پوهان خو دا هم وايي چې: ناصِح (نصیحت کوونکي انسان) ته نه ښايي په داسې یو قوم کې علم خپور کړي چې هغوي اصلاً ورسره هیڅ شوق او لیوالتیا ونلري، بلکه په داسې قوم کې دې د علم د خپرولو هڅه وکړي چې هغوي مینه او رغبت ورسره ولري، ځکه ستاسې له علم څخه به همدا مینه وال خلک زیاته ګټه واخلي.

که خلک کږې او ناسمې خبرې کوي؛ نو تاسې د ناسمو او زیانمنو خبرو پر ځای سمې او خوږې خبرې وکړئ؛ لکه: یو ځل یو شخص د حضرت عباس(د نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) له تره) څخه وپوښتل چې: ته مشر یې او که رسول الله (صلی الله علیه وسلم)؟ ؛ نو حضرت عباس(رضي الله عنه) چې مسلمان شوی ؤ دې شخص ته ډېر په زړه پورې ځواب ورکوي او ورته وایي چې: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زمانه خورا مشر دی؛ خو زه ترې مخکې پیدا شوی یم(2). د حضرت أمیر المؤمنین عمر (رضي الله عنه) په اړه ویل کیږي چې یوه شپه د خپل کوره ووته تر څو د مدېنې حالت په ښه توګه وڅېړي؛ نو په لاره کې یې ولیدل چې په یو پټ ځای کې خلکو اور بل کړیدی او تر شاوخوا یې ناست دي؛ نو ورنژدې شو او پر دوي یې غږ وکړ: (يَا أهْلَ الضّوْءِ) یعنې اۍ د رڼا خلکو ! او دایې ورته ونه ویل چې: (یا أهْلَ النار)، یعنې اۍ د اور خاوندانو؛ ځکه په عربي ژبه کې اهل النار دوزخیانو ته ویل کیږي.

اتم مهارت: د نورو ویناو ته په مینې سره غوږ ونیسئ:
کامیاب ناصح او اغېزمن ویناوال هغه چاته نه ویل کیږي چې یوازې نورو ته ښې ویناوې اوروي، بلکه ښه ویناوال هغه چا ته ویل کیږي چې د نورو خبری تر څو چې بشپړی شوي نه وي په نیم کې نه پری کوي(د روانشاسۍ( ارواپوهنې) استاذان وايي چې: تاسې تقریباً 15 ثانیې مقابل لوري ته صبر وکړئ او بیا د نورو له چوپ کېدلو وروسته خپله خبره ورته پیل کړئ).

نهم مهارت: په نصیحت کې د کیسې، شعري ټوټو او متلونو څخه استفاده وکړئ:
د ښه نصیحت کوونکي شخص د مهمو ځانګړتیاو څخه بله داده چې: نورو ته د نصیحت کولو او یوې موضوع د تقدیم لپاره د مناسب شعر او متل ترڅنګ یوه په زړه پوری او باوري کیسه نورو ته اوروي چې دروغ پکې نه وي؛ او په دې توګه سره د حقائقو په لوري د نورو پام رااړوي. کله کله خو یو لنډه شعري ټوټه دومره لوړ مفاهیم لري او په خبرو کې دومره خوند رامنځ ته کوي چې له زیاتو خبرو څخه اغېزمن تمامیږي او مخاطب انسان خورا ښه په موضوع باندی پوهوي.

لسم مهارت: د ستړیا په صورت کې خپلې ویناوې پای ته ورسوئ:
که چېرې تاسې دا احساس کړله چې اورېدونکي نور ستړي شول او د نورو خبرو د اورېدلو تاب نلري؛ نو خپلې ویناوې مو پای ته ورسوئ؛ او پدې صورت کې د اوږدو او غزېدلو خبرو هڅه مه کوئ، په ځانګړي ډول په دې عصر کې چې خلک راز راز بوختیاوی لري او ژوند د پخوا په نسبت ډېر سخت شوېدی؛ نو په دې مصروفه نړۍ کې خلک لنډې ویناوې خوښوي. تاسې خپل وخت ته د ارزښت تر څنګ د نورو وخت ته هم ارزښت ورکړئ.

دا سمه نه ده چې ستاسې وینا دومره غزېدلی وي چې خلک نور ستړي شي او بیا هیڅکله هم ددې لیوالتیا او شوق ونلري تر څو ستاسې ویناوې واوري او که چېرې د دعوت په لاره کې دا ډول حکمتونه په پام کې ونه نیول شي؛ نو په دې صورت کې به تاسو خدای مه کړه پخپله خلک ددین له پوهې، د دین سره دعلاقمندۍ او شوق له درلودلو څخه زړه توری کړي وي.

يوولسم مهارت: د تکلفي او سختو الفاظو د کارولو څخه ډډه وکړئ:
د ټاکل شوې موضوع لپاره باید دومره درانده الفاظ ونه کارول شي چې بیا پرې تاسې پخپله هم نه پوهیږۍ چې زه څه ویل غواړم او څه هدف لرۍ. زمونږ هدف هیڅکله هم دا هم نه دی چې ټوله موضوع دې په ډېر ساده ډول وړاندی شي، بلکه د خلکو او اورېدونکو د عقلونو سره سم او د اعتدال او منځلاریتوب په پام کې نیولو سره دې موضوع وړاندی شي، که چیرې ستاسې مخاطب دهقان وي؛ نو باید د دهقان په ژبه ورسره خبری وکړل شي او که د پوهنتون استاذ وي؛ نو بیا دې په جلا ډول ویناوې ورسره ترسره شي. په پاې کې به په همدې خبرې سره دا مقاله پای ته ورسوو چې: په دعوت کې مخاطب شناسي(یا مخاطب پېژندنه) خورا مهمه ده چې تاسې چاته نصیحت او دعوت ترسره کوئ او ستاسې د ټولنې خلک مو څه ډول دي، له څه شي سره دوي حساسیت او څنګه کولی شو ددوي زړونو ته لارې اوباسو؟؟؟؟؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) :د مقالې اصلي عنوان: آدابُ النصيحة
(2) د صید الفوایدوېب پاڼه اصلي عنوان: (آداب النصيحة في الإسلامِ).

لیکنه: دوکتور محمد صالح (المُنجِد)

تلخیص اوراټولونه: محمد خالد (ملکزی)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: