اسلام له نظرهژورنالیزم

نننی ژورنالېزم د اسلام په هنداره کې

په پخوا زمانو کې ژورنالېزم په ډېرو لومړيو او ابتدايي پړاوونو کې شتون درلود، وسایل يې یوازې تر ژبې پورې محدود و، خلک له دې امله چې په ليک لوست نه پوهېدل، یوازې په ژبه باندې مخاطب کېدل. نو په نوموړو ټولنو کې د نظر خپراوی په هغو ځایونو کې ترسره کېده چې د خلکو تجمع به په کې زیاته وه. هغه هم تر ډېره حده ښارونه وو، چې خلکو به اجناس په کې تبادله کول، ګټه به يې کوله او له هماغه ځایه به يې خپل ضرورتونه پوره کول. ښارونه وو چې چارواکو به شاعران او خطیبان ګومارل، ترڅو د دوی ستاينه او صفت د خلکو ډلو او ټوليو ته بیان کړي. له همدې امله چارواکو به تر ټولو فصیح او بلیغ شاعران او خطیبان د دې کار لپاره غوره کول. نو هماغه وو چې د فصاحت او بلاغت په ډګر کې مسابقه هم پیل شوه. ځکه ترټولو فصیح او بلیغو کسانو ته به غوره معاش ورکول کېده او د حاکمانو په دربار کې به مقرب کسان شمېرل کېدل. شاعرانو او خطیبانو به د نوموړو ولسونو، اقوامو او هېوادونو شرف، لويي، ستاینې، زړورتياوې او د هغوی کارنامې بيانولې.

 

د دغو ټولنو یوه بېلګه په مکه کې د عُکاظ بازار و، چې هر کال به د عربي قبایلو ډېری خلک هلته راټولېدل او شاعرانو او خطیبانو به ويناوې کولې، چارواکو به د دغو غونډو لپاره امنیت او نور امکانات برابرول او د شاعرانو په واسطه به د هغوی ستاینه هم کېده. دلته به هم د ویناوالو او هم د چارواکو نوابغ څرګندېدل او بیا به يې لا شهرت موندلو. نو کله به چې د چا یوه قصیده او یا هم خطبه یا خطابه خوښه شوه، هغه به يې يادوله او بیا به يې خپلو اقوامو ته د روایت په توګه نقل کوله، حتی چې قصيده یا وينا به ډېره عجیبه وه نو د پوستکي په يوه ټوټه به يې ليکله او بیا به يې د کعبې په ديوال را ځړوله، له همدې ځایه د عربي شعر راځوړندول پیل شوي دي.

همدا مهال و چې زموږ لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټولو انسانانو ته د الله سبحانه وتعالی له لوري مبعوث شو. د خلکو په منځ کې ځينې غوره او ځينې ناوړه صفات او رواجونه ليدل کېدل، ټولنيز دودونه او رواج په کې حاکمیت درلود، ځينې برخې يې د ستاینې وړ وې او ځينې يې بد رواجونه وو. په دوی کې زړورتيا او د مظلوم ملاتړ او هغه ته پناه ورکول کېده. همداراز په وړاندې يې د ځانګړو اسبابو له امله دښمنۍ او رقابتونه هم موجود و. هغه وخت قومي تعصب د عقل او منطق له مخې نه و، فاحش اعمال به ترسره کېدل چې د ګناه لویي او کوچینتوب يې معلوم نه و، عبادت د پلرونو او اجدادو له ړانده تقلید څخه سرچینه اخیسته، د هغو بتانو عبادت به يې کولو چې خپله به يې په خپلو لاسونو جوړول. قرآن هم د دوی له دغه حالت څخه داسې حکایت کوي:
إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّقْتَدُونَ ‏
یعنې: موږ خپل پلرونه په يوه امت باندې موندلي او موږ د هغوی د قدمونو په نښو پسې اقتدا کوو.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو عادتونو، رواجونو، عقایدو او تقليدونو په وړاندې مبارزه پيل کړه، د هغوی بدي او بطلان يې بیانولو او د داسې عقيدې بشارت يې ورکولو چې په الوهیت یې بايد یوازې الله سبحانه وتعالی منلی وای او یوازې د هغه عبادت يې کړی وای او دوی ته به يې دا آيت شریف په وار وار تلاوت کاوه:
‏ قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ‏‏ اللَّهُ الصَّمَدُ ‏‏ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ‏‏ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُواً أَحَدٌ ‏
ژباړه: ووايه هغه الله سبحانه وتعالی دی، یوازې یو ۱ الله سبحانه وتعالی هېچا ته اړ نه دی او ټول هغه ته اړ دي ۲ نه هغه څوک زيږولي دي او نه هغه زيږول شوی دی ۳ او هېڅوک د هغه سیال نشته.

له دوی سره له ژبې پرته بله هېڅ کومه وسيله د دعوت لپاره نه وه، دوی به خلک په فردي ډول اسلام ته رابلل، ترڅو ایمان راوړي، د الله سبحانه وتعالی پيروي وکړي، د خلکو د راټولېدو ځایونو ته به ورتلل او یا به وربلل کېدل، هغوی ته به يې د اسلام د رسالت زېری ورکاوه او د هغه څه لور ته به يې رابلل کوم چې الله سبحانه وتعالی هغه صلی الله علیه وسلم ورباندې مبعوث کړی و، چې د بشریت لپاره د دنيا او آخرت خیر پکې شتون درلود.
نو رسول صلی الله علیه وسلم قریش د هغوی د راټولېدو په محل کې مخاطب کول او غږ به يې ورباندې کولو چې:
“يا معشر قريش هلموا إليَ”
اې د قریشو ټولیه! زما خواته راشئ.

کله به چې راټول شول نو بیا به يې ورته وويل چې زه د ټولو خلکو لپاره د الله سبحانه وتعالی استازی را استول شوی یم. ابو جهل، ابولهب او ځينو نورو به ويل:
تباً لك الهذا جمعتنا!
هلاکت دې وي پرتا د دا ډول را ټولولو لپاره!
همداراز په بازار او حج کې به يې د نورو قبایلو پام د ځان لور ته اړولو او هغوی به يې د اسلام لور ته رابلل. خلکو ته به يې ټول هغه څه رسول، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري به نازل شوي و، نه به يې په هغو کې زياتوالی کاوه او نه نقصان، یوازې هغه څه ته به يې رابلل چې الله سبحانه وتعالی به ورته وحې کړې وه، هغه هم پرته له کوم تغیر او تبديل څخه او پرته له دې چې خپلې کومې غوښتنې په کې دخيلې کړي.
‏ وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى ‏‏ إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى ‏
ژباړه: هغه له خپلې هوا او غوښتنو څخه نه غږيږي. دا خو وحې ده چې پر هغه نازلېږي.
وحی به چې څه هغه صلی الله علیه وسلم ته لارښوونه کوله، هماغه به يې بيانول:
‏ لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ ‏‏ إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ ‏
ژباړه: اې پیغمبره! په بيړه د دغه وحې د یادولو لپاره ژبه مه خوځوه. د دې درباندې زده کول او در باندې لوستل زموږ په ذمه دي.
‏ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ‏
ژباړه: دا ذکر موږ نازل کړی دی او موږ په خپله د هغه ساتندويان يو.

همدا ډول يې اصحابو ته هم ورښودل او په همدغه طریقه يې هغوی هم وروزل او په خلکو کې يې په همدغه ډول اسلام خورولو. په قول کې صادق، په حق کې څرګند، په موقف کې ثابت او هېڅ راز خپلې غریزوي غوښتنې يې پکې نه داخلولې. د خپلو شهوتونو پیروي يې نه کوله، دنيا ته په کوم اعتماد نه وو قايل، په مرتبه، واک،
ځواک او قدرت یا سلطان پسې نه تلل.

د دعوت خپراوی، د ټولنې تاسیس، د ټولنو تغیر او بدلون، له ګمراهۍ څخه د هدایت لور ته او له تیارو څخه دوامداره روښنایۍ ته یوازې په همدغه بنسټونو ولاړ و؛ لکه صدق، امانت او پرحق باندې ثبات. له همدې امله اسلام د نړۍ ګوټ ـ ګوټ ته پر همدغه طریقه باندې خپور شو، کومه چې له اسلامي عقيدې څخه راوتلې وه. کله به يې چې خلکو ته خپل افکار رسول، دې آيت شریف ته به يې پام وو:
‏ مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ‏
ژباړه: هېڅ داسې لفظ د هغه له خولې نه راوزي چې د هغه د محفوظ ساتلو لپاره یو حاضر باش څارونکی ورسره موجود نه وي.
او د الله سبحانه وتعالی دا قول:
فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ ‏
ژباړه: نو آیا د پیغمبرانو پر غاړه له روښانه څرګند پیغام رسولو نه پرته نور څه مسوولیت شته؟
او دا
‏ ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ
ژباړه: ای پیغمبر صلی الله علیه وسلم ، د خپل رب د لارې لوري ته په حکمت او غوره نصیحت سره بلنه ورکړه او له خلکو سره په داسې ډول مباحثه وکړه چې تر ټولو غوره وي.
او دا
‏ وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ‏
ژباړه: او د هغه چا له خبرې نه به ښه خبره د بل چا وي چې هغه د الله سبحانه وتعالی خوا ته بلنه ورکړه او نېک عمل يې وکړ او ويې ويل چې زه مسلمان یم.

دا او دې ته ورته نور د هغوی د ژبو او اقوالو ضوابط وو. مګر اوسمهال د ژورنالېزم وسایل او اساليب پراخ شوي، پرمختګ يې کړی، سمعي، لکه راډیو ـ سمعي او بصري، تلویزیون ـ طباعتی لکه ورځپاڼې، اونيزې، میاشتنۍ، فصلنامې سره له کتابونو، خپرونو، تالیفونو، او همداراز غونډې، کنفرانسونه او مجلسونه. نو آیا دغو وسایلو او رسنيو کله هم دې ته پام کړی، څه چې خپروي د اسلامي عقيدې پر بنسټ يې خپاره کړي؟ آیا کوم ژورنالېست د هغه څه په اړه دې ته پام کړی چې باید حق خپاره کړي او د دنيا مال او منال يې په فتنه کې وانه اچوي او يا هم له تهديد څخه ونه ويريږي؟ آیا زموږ رسنۍ او د ډله ييزو اړيکو وسایل د اسلام له فضيلتونو څخه برخمن دي؟ آيا هغه افکار او نظرونه چې خلکو ته خپروي او د نسلونو د تربيې سبب کېږي د اسلام سره سمون لري؟ په یوه بيړني نظر نه! بلکې په څېړنيز نظر لیکلی شم چې زموږ مجلې، جراید، راډیوګانې او تلويزيونونه ډېری د اسلام له روح څخه ليرې دي. يوازې ځينې د ګوتو په شمېر رسنۍ شته چې هغه د اسلامي عقيدې پر بنسټ خپرونې کوي، چې هغه هم په نشت شمېرل کېږي. کوم څوک داسې شته چې هره ورځ د رقص، قمار، سود او نورو محفلونو ته د رسنيو له لارې نه بلل کېږي؟ څوک داسې هم ګوری چې زموږ د جریدو په پاڼو کې داسې افکار او نظريات چې په بشپړ ډول له اسلام څخه ليرې دي او حتی د اسلام پر ضد دي، په رسنيو کې نه لولي او نه يې ګوري. لکه د ډیموکراسۍ افکار، د هغې بېلابېل شعارونه او قوميت پالنې او ملیت پالنې ته بلنه؟ حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې په اړه داسې فرمايي:
“ليس منا من دعا إلى عصبية، دعوها فآن‏ها منتنة”
هغه کس له موږ څخه نه دی چې عصبیت ته خلک رابولي، هغه بلنه پرېږدی، هغه بد بويي ده.

همداراز سیکولریزم او لادینيت ته بلنه چې ټولنې داسې تخريبوي لکه ونه چې چينجی پوډه کوي. دا ټول هغه څه دي چې له هېچا پټ نه دي. آيا دا رسنۍ او مطبوعات الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم ته کومه پاملرنه لري؟ آیا دا ژورنالېزم نسلونه په فضایلو باندې روزي او که په رذايلو؟ د دغه ژورنالېزم کومه برخه د اسلامي عقيدې سره سمون لري؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي:
‏ مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ‏
ژباړه: هېڅ داسې لفظ د هغه له خولې نه راوزي چې د هغه د محفوظ ساتلو لپاره یو حاضر باش څارونکی ورسره موجود نه وي.

په پایله کې په اسلامي امت کې اړينه ده چې رسنۍ خپل رسالت درک کړي، دا چې په يوه تخديري لفظ کې ويل کېږي چې د رسنيو او ژورنالېزم اخلاق، د اسلامي امت لپاره اخلاق د الله سبحانه وتعالی له لوري اوامر او نواهي دي، نه هغه اخلاق چې په ډيموکراتيکه ټولنه کې شتون لري. د اسلامي امت مبداء ډیموکراسي نه ه بلکې اسلام يې د ژوند تګلاره ده. نو په رسنيو کې د هر عمل لپاره باید شرعي احکام معیار وګرځول شي نه له کفارو او د هغوی له مطلقو آزدي ګانو څخه تقليد. د رسنيو او بيان د مطلقې آزادي ګانو په پایله کې زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی کېږي، د قرآن شریف په ضد فلمونه جوړېږي او د اسلام په وړاندې يې د کفر کلمه خورېږي او زموږ نسلونه په غلطو افکارو او احکامو باندې روزي چې حقیقتا دا ټول حرام دي.

م.ا.مصمم

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: