نشنلیزم د شر او فساد سرچينه ده

دا سمه ده چې په كومو بنسټونو باندې د نړۍ مختلف قوميتونه جوړ شوي دي. هغو په ډير قوت او ځواك سره ددې چوكاټ جوړ كړی دى او له دې سره دا هم بايد ومنو چې دا ډول قوميتونه دانسانيت لپاره ډير لوی مصيبتونه دي، هغوى انساني نړۍ په سلګونو او زرګونو برخو باندې ويشلې ده او دنړۍ په یوه طرف كې چې كومه برخه له منځه ولاړه شي نو بله برخه یې په اړه هيڅ احساس نلري.
يو نسل په بل نسل نشي بدليدلاى، له يو وطن څخه بل وطن نه شي جوړيدلاى، په يوه ژبه خبرې كونكي دبلې ژبې په خبرو كونكو نه شي بدليدلاى، يو رنګ بل رنګ نه شي ګرځيدلاى، د يوه قوم اقتصادي هدفونه دبل قوم په اقتصادي هدفونو نه شي بدليدلاى .
يو هيواد په بل هيواد نشي بدليدلاى، ددې پايله دا راوځي چې قوميتونه په كومو بنسټونو جوړ شوي دهغوى په منځ كې هيڅ دسولې لاره نه شي راوتلې، دقومي عصبيت پر بنسټ هغوى يو دبل په خلاف دمسابقې، مقابلې او لانجو په مسلسله جګړه باندې اخته كيږي.
ديو بل دله منځه وړلو كوښښ كوي، يو د بل سره جنګيږي، بيا په خپلو كې سره جنګيږي او ختميږي، او بيا نور نوي قومونه د داسې ګډوډيو په پايله كې رامنځ ته كيږي، دا په دنيا كې د فساد، بد امنۍ او شرارت تلپاتې سرچينه او دالله تعالى لوى لعنت دى، دشيطان د ټولو څخه زياته قوي وسله همدا ده چې دهغې په واسطه خپل ازلي دښمن (انسان) ته ماتې وركوي.

ملي اصلاح اونیزه، د ۱۳۸۹ کال د میزان لومړۍ ګڼه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب