نجلۍ ته له خپل ملګري سره نکاح روا ده که ناروا؟

  پوښتنه: نجلۍ ته له خپل ملګري  سره  نکاح  روا ده که ناروا؟

ځواب:

 په پيل کې بايد ووايم ، چې د يارانې واده يا ازدواج فرهنګ او رواج په اسلام کې نشته ، قرآن کريم نر او ښځه دواړه له داسې کار څخه منعه کړي دي ، او فرمايلي يې دي ( محصنات غير مسافحين) محصنات غير مسافحات و لا متخذات اخدان)يعنې مسلمان داسې ښځې په نکاح کوي، چې پاک لمنې به وي (نارينه او ښځينه) زنا کوونکي به نه وي او نه به پټې يارانې کوي).

ډاکټر يوسف قرضاوي د ازدواج او عشق تر عنوان لاندې جالبه خبره کوي او وايي: چې د عشق او عواطفو ستونزه، چې نن سبا د جنسي ناولونو او عشقي فلمونو پايله ده او ډېرى نجونې په دې کې راګېرې دي او بدبختانه ځيني ځوانان هم دغه ډول فريب کاروي.نو مسلمانو نجونو ته مې دا توصيه ده، چې هېڅکله په دغو دوکو وو نه غولېږي او د خپلو پلرونو او ميندو نصائحو ته دې غوږ کېږي، ځکه ازدواجي اړيکې يواځې پر عواطفو بنا نه دي.بل لور ته مې اولياؤ ته دا وړانديز دى، چې د خپلو لورګانو، خويندو، زامنو او وروڼو غوښتنې له پامه ونه غورځوي، د هغوى رضايت تر لاسه کړي ځکه تحميلي نکاح سمه هم نه ده او راتلونکې هم نه لري، لکه په الهنديه کې چې راغلي دي ( لا يجوز نکاح احد على بالغة صحيحة العقل من اب او سلطان بغير اذنه بکراً کانت او ثيباً…)نو زما په اند يې نکاح سمه ده خو دا پردى کولتور بايد په اسلامي ټولنه کې رواج نه شي او چارواکي يې بايد جدي مخه ونيسي.

 سرچينې: 

سورة النساء ٢٤ ، ٢٥ديدگاه فقهي معاصر (۱/٥٦٦) دکتور يوسف قرضاوي، ترجمه داکتر احمد نعمتي.الهندية (١/٢٨٧)

پوښتنه د مولوی محمد امان رسولی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب