اسلامبیلابیلبیلابیل اسلامي لیکنېخواړهدعوت او تبلیغروغتیاعبادات، فضایل او آدابفقه او عقیده

نبوي طب او ساینس۔ لومړۍ برخه

نبوي طب اوساينس

يوه لارښوونه ،يو پيغام :

د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) هغه لارښوونې چې د انساني ناروغيو او د هغو د درملنې او روغتيا ساتنې پورې تړاو لري هغه، صحيح بخاري ، صحيح مسلم ،سنن ابي داؤد ، ترمذي ، اوداسې نورو د (کتاب الطب ) تر عنوان لاندې بيان کړي دي .

سر بيره پر دې ابن القيم الجوزي او ابو عبد الله الذهبي په اتمه هجري پيړۍ کې او ابو نعيم په پنځمه هجري پيړۍ او ابو بکر ابن السني په څلورمه پيړۍ کې د کتاب المرضی ، کتاب الاشربة ، کتاب الاطعمة ، کتاب اللباس ، کتاب الجنائز ، کتاب السلام ، کتاب المساقاة ، کتاب الادب اوداسې نورو عنوانونولاندې او ځينو نورو علماوو بيا د ( نبوي طب ) تر عنوان لاندې بيان کړي دي، په دې ډول که چيرې د نبوي طب اړوند ټول حديثونه را ټول کړل شي نو شمير يې تر څلو سوو لوړيږي او ابن القيم الجوزي رحمه الله د خپل کتاب (زادالمعاد في هدی خير العباد ) په (باب الطب النبوي) کې د همدې موضوع خواو شا درې سوه او پنځوس حديثونه راوړي دي .

په تيرو څو کلونو کې د نبوي طب په اړه يو شمير کتابونه ليکل شوي دي چې په هغو کې ډير په زيار او عقيدت سره د حديثونو او د هغوی د معنا او مفهوم په بيانولو سره د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) د درملنې په اړه په ګوته کړيو لارو چاروخپلولو ته هڅونه شوې ده دا کتابونه بيله شکه د مسلمانانو لپاره خورا دارزښت وړدي ځکه که له يوې خوا پدې سره ايمان قوي کيږي نو له بلې خوا دعلم د زياتوالي لامل ګرځي خو داکتابونه له هره اړخه په پشپړه توګه پوره ګڼل يو ګران کاردی ځکه چې په لوړه کچه په کتابونوکې د نبوي طب د دواګانو د پيژندنې په اړه سختې غلطی شوي دي سر بيره پر دې يوه کمي چې ډير کله د نبوي طب په کتابونو کې تر نظره کيږي دا ده چې کتاب ليکونکود نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) د طبي لارښوونو په مثبت اړخ تفصيلي رڼا نه ده اچولې له کومې څخه چې ټولې نړۍ ګټه تر لاسه کړې ده .

سر بيره پر مسلمانانو د اروپا تاريخ پوهان هم دا خيال کوي کوم چې د ساينس د تاريخ په کتابونو کې په لوړه کچه لوستل کيږي چې له اوومې پيړۍ را پديخوا په اسلامي نړۍ کې دطبي ساينس سره د دلچسپی او زيات خوريدو بنسټيز لامل د اسلام دپيغمبر هغه طبي لارښوونې دي کومې چې مسلمانانو ته په ګوته شوې او هغو ی دزړه له کومي پرې عمل کړی دی که چيرې داسې نه وای نو له اوومې پيړۍ او هغې څخه وړاندې دم ، تعويذ او جادو غوندې درملنو څخه د مسلمانانو بيزاري او په دواګانو باندې يې دومره ټينګار څه معنا لري او د دنيا د غوره روغتونو نو بنسټ په بغداد، دمشق ، قاهره ، غرناطه ، قرطبه ، اشبيليه او داسې نورو اسلامي سيموکې نه ايښوول کيده او نه هم د يوناني طب په بنسټونو اسلامي طب ته په اهميت ورکولو ټوله نړۍ مجبوره کيده او د مسلمانو طبيبانو “القانون ” او “الحاوي” نامي کتابونه د اروپا په طبي پوهنتونو کې له شپږ سووکالو په زياته موده نه لوستل کيدلی.

له اوومې پيړۍ او هغې وړاندې د افريقې او آسيا په ټولو هغو سيمو کې چيرې چې روميان يا باز نطينيان واکمنان وو له طب څخه سخته کرکه کيدله اوله ديني اړخه د يوې ناروغی لپاره د دوا استعمالول ناسم ګڼل کيدل پر ناروغی کنټرول راوستل يا له هغې څخه د خلاصون چارې د طبيب کار نه بلکې دا د کاهنانو ، جادو ګرانو او يا هم په عبادت ځايونو کې د ناستو ديني لارښوونکو کار بلل کيدو ځينې اروپايي تاريخ پوهان ليکي : چې د روميانو د باد شاهی له منځه تلو څو سوه کاله وروسته پورې کليسا يوناني طبي پوه په ناپوهی سره انځوروله اوله دين څخه يې اوښتل بلل اود ناروغيو د درملنې لپاره يې يواځې دروحاني درملنې اجازه ورکوله .

د علاج اودرملنې په لړۍ کې داروپا حالت له فارس ، عراق ، شام ، او مصر څخه ډير ناوړه وو هلته خو د جادو ، دم او تعويذ پرته د ناروغی څخه د خلاصون بله کومه لار نه ترسترګو کيده طبعي درمل کوونکوته سزا ورکول کيده .

ډونالډ کيمبل (Donald Cambell) په خپل کتاب Arabian Medicine 1926 کې داروپا حالت پدې ټکو سره بيانوي

During The period of Islamic Science Europe was in Dark Ages and evils of pedantry

Bigotry cruelty charms amulets and relics were common there

ژباړه : داسلامي ساينس (دخوريدو ) په زمانه کې اروپا د تيارو په حالت کې شپې سبا کولې د ناپوهی خرابي ،بې رحمۍ ،ظلم ،جادو ، دم ، اوتعويذ عام وو.

کيمبل په اروپا کې د علم څخه د بيزاری بنسټيز لامل کليسا ګڼي ځکه خو ليکي چې :

Christian church helped in lowering further intellectual depths in Europe during Dark Age

ژباړه : دعيسويانو کليسا د علمي (چاپيريال) دکچې په ټيټوالي کې لازياته مرسته وکړه .

داروپا د ناپوهی د چاپير يال له يادونې وروسته کيمبل د عيسويت او اسلام د طب په لړۍ کې پرتله پدې ټکو کوي :

While Christian Dom was still in Dark Age the Arabic scholars of Islam began to display remarkable activity in the department of medicine

ژباړه : په کوم وخت کې چې عيسوي نړۍ په تورو تيارو کې شپې او ورځې تير ولې هغه وخت داسلام علماوو په علم الطب کې حيرانوونکې څرګندونې پيل کړې وې –

جارج سارټن هم دکيمبل سره په يوه خوله دی اوپه دې اړه ليکي :

Medicine was more of a magic than medicine before Islam (History of Science)

ژباړه : مخکې تر اسلام د دوا استعمال د جادو په معنا تر دوا زيات وو.

په اروپا کې د علاج او درملنې په موخه دکليسا په مخالفت او د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) دحمايت په نظر کې نيولو سره ډي بوير (Deboire)نامي عالم دې ليکلوته اړايستل کيږي .

Muslims made science secular free from Dogmos (Islamic thought)

ژباړه : مسلمانانوساينس د ناوړه عقيدو څخه پاک کړلو .

ډګلس ګتري (Douglas Guthrie) د روميانو او باز نطينيانو تر واک لاندې سيمو کې د طبعي درملنې په خلاف د خلکو درجحان ډيرې نمونې وړاندې کړي دي او ليکي چې که چيرې چا طبعي درملنه کوله اوله هغې څخه ګټه ورته رسيدله نو بياهم خلکو ته داپه غوږکې ورکول کيده چې کاميابه درملنه د دعا پايله ده نه د دوا.

ناروغي دالله(ج) له لوري ګڼل اود هغو طبعي درملنه اړينه نه بلل دايوه داسې مفکوره وه چې د روميانو په بادشاهي کې خورا عامه وه او ويل کيږي چې همدغه ناسمه لار خپلول د هغوی د زوال لامل وګرځيده ويل کيږي چې د يوې سختې مليرياناروغی په خوريدو سره د روميانو د بادشاهی يوه لويه برخه آبادي دمرګ کندې ته ولويده په لکونو کسان د دوماغي او جسماني پلوه فلج شول بادشاهي يې په نړيدو شوه خوپه حالاتو باندې يې د کنټرول راوستلو لپاره کومه طبعي لار غوره نه کړه ځکه چې داسې کول د دين مخالفت ګڼل کيدل .

لنډه دا چې کله حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د الله(ج) داستاذي په صفت وټاکل شو نوپه هغه وخت کې ټوله نړۍ په عمومي ډول او عربي نړۍ په ځانګړي ډول نه دا چې يواځې د طب له پوهې څخه خبر نه وو بلکې هغوته عقيده درلودل يې د دين پر خلاف ګڼل .

په پينځمه عيسوي پيړۍ کې يوناني طبي پوهه په تيارو کې ورکه وه – د بقراط (Hippocrates)چانوم نه اخيستلو پداسې وخت کې نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) د طب ، دوا، درملنې ، روغتيا، جوړوالي ،د صفايي اوپاکوالي يو لړانقلابي لارښوونې وکړې دغلطو دمو او جادو ګری د له منځه وړلو مشوره يې ورکړه دناروغيود مخ نيوي اوپه هغو د کنټرول راوستلو لپاره يې دطبعي درملنې لارو چارو حکم وکړ دښو دعاګانو اجازه يې ورکړه اودبې معنا جادو او دم مخالفت يې وکړ د دعا څخه مخکې يې د مناسبې دوا استعمال ورته په ګوته کړ ناروغي اود ناروغی درملنه دواړه يې دالله (ج) په تقدير پورې وتړل .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: