سیرت النبي متن

نبوي سیرت (۵) – شام ته د رسول الله ﷺ لومړی سفر او د بُحَیْرا کیسه

 

شام ته د رسول الله ﷺ لومړی سفر او د بُحَیْرا کیسه

د رسول الله ﷺ عمر دولس کالو ته ورسېد، ابو طالب د تجارت لپاره شام ته د سفر اراده وکړه، کله چې د قریشو قافله د سفر لپاره تیاره شوه؛ د رسول الله ﷺ د عمر د لږ والي، اوږد سفر او تکلیفونو له امله ابوطالب نه غوښته چې خپل وراره له ځانه سره یوسي، خو پر رسول ﷺ د خپل تره جداوالی ستونزمن برېښېده، د خپل تره اوښه یې له جلب څخه ونیوله او تره ته مخاطب شو، ای تره! زما خو نه پلار شته او نه مې مور، ته ما چاته پرېږدې؟  ابو طالب چې د وراره دا حالت ولیده؛ ویې ویل: قسم په رب چې زه به يې له ځانه سره وړم او دی به له ماڅخه او زه به له ده څخه نه جدا کېږم، نو د شفقت او مهربانۍ له کبله یې خپل وراره له ځانه سره د شام په لور روان کړ.[۱]

کله چې قافله د بُصْرا سيمې ته ورسېده، په بُصْرا کې د نصاراوو یو راهب (جرجیس) چې په (بُحَیْرا) مشهور وو (نوموړي سره د نصرانیت علم وو)، نوموړی په خپل عبادت ځای کې اوسېده، کله چې بُحَیْرا د قریشو قافله وکتله نو ويني چې د قافلې له پاسه وريځ روانه ده، بله دا چې په قافله کې یو شخص ته بوټي او کاڼي مایله کېږي او په سجده ورته پرېوزي، بُحَیْرا چې کله دغه صحنه وليده؛ خپلو خادمانو ته يې امر وکړ ترڅو دې قافلې ته خوړه تیاره کړي، کله چې قافله د دمې لپاره د صومعې خواته تم شوه، بُحَیْرا ورغلو او د خوړې بلنه يې ورته وکړه او ورته یې وویلې نن ورځ واړه او لوی ټول زما میلمانه یاستئ، قریشو په دغه بلنه ډیره حیرانتیا وښوده ، ځکه چې په دغه لیار خو مخکي هم دوی تېرېده را تېرېده خو بُحَیْرا ورسره کومه اړیکه نه ساتله؛ نه يې ورسره خبرې کولې او نه يې ورته بلنه ورکوله، د قافلې یو تن بُحَیْرا ته وويلې: نن ورځ داسې د حیرانتیا وړ کار له تا ترسترګو کوم او هغه دا چې په دغه لیار خو هر وخت موږ د تجارت په موخه تېرېږو تا موږ ته مخکې هېڅ بلنه نده راکړې. اما نن ورځ څه عجیبه خبره ده. بُحَیْرا وویل: رښتیا وايې، مګر اوس ما وغوښتل ترڅو ستاسو عزت او اکرام وکړم او تاسو ته خوړه تیاره کړم.

نو ټول د بُحَیْرا د خوړې بلنې ته راغلل او یواځې يې رسول الله ﷺ د قافلې سره کېښنولو، بُحَیْرا ټول وګړي وليدل خو د آخري پیغمبر صفات (کوم چې په انجیل کې يې بیان کړي وو) په دوی کې ونه موندل، قریشو ته يې وويل: زما له دغه میلمستیا څخه یو شخص هم پاتې نه شئ. یو تن ځواب ورکړ: مونږ ټول ستا خوړې ته حاضر شوي یو؛ خو یو کوچنی مو د قافلې د حفاظت لپاره پرېېښی دی، بحیرا وویل: دا پکار نده چې هغه تن دې د قافلې سره پاتې وي، نوموړی کوچنی راولئ، په دې وخت کې د قریشو یو بل تن وویل: په لات او عُزَّی مې قسم چې موږ ډېر ناځوانه او بې غیرته خلک يو، هغه یتیم مو هلته کېښنولی او موږ دلته خوړې ته ناست یو، نوموړی پاڅېد او رسول الله ﷺ يې په غېږ کې راوست او له ځانه سره يې کښېنولو. بُحَیْرا د رسول الله ﷺ په لور ډېر په ځير کتل پېل کړ، د ځینو صفاتو یې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وپېژاند، کله چې خوړه ختمه شوه، خلک یو خوا او بل خوا ولاړ، بُحَیْرا د رسول الله ﷺ په لور ولاړ، ورته يې وویل: ستا دې په لات او عُزا قسم وي چې زما پوښتنو ته ځوابونه راکړې؟ رسول الله ﷺ وویل: قسم په الله چې هيڅ یو څيز مې هم د دې دوه څیزونو (لات او عزا بوتانو) څخه ډېر بدي نشي. بُحَیْرا وویل: ستا دې په الله تعالی قسم وي چې زما د پوښتنو ځوابونه ووايې.

رسول الله ﷺ : اوس وپوښته.

بُحَیْرا ورڅخه د خوب د حالاتو پوښتنې پېل کړې، همدارنګه يې ورڅخه د ورځني ژوند پوښتنې پېل کړې. نو د ځوابونو څخه وروسته هغه ته تر ډېرې اندازې دا څرګنده شوه چې دا دآخرې زمانې پیغمر دی، بیا يې ورته شا وکاته نو د هغه د دوه اوږو ترمنځ یوه غوټه غوښه وه چې دا د آخري پیغمر نښه وه هغه يې هم تر سترګو  کړه، کله چې بُحَیْرا د ده په پیغمبرۍ پوره ډاډمن شو ؛ ويې ویل: دا د ټول امت سردار دی او د دې امت نبي دی.[۲]

بُحَیْرا د رسول الله ﷺ تره ابوطالب ته ورغلی او ورته يې وويل: دا ماشوم دې څه کېږي؟

ابوطالب: زوی مې دی.

بُحَیْرا: دا دې ځوی ندی او دا هیڅ نشي کېدای چې د ده پلار دې ژوندی وي.

ابوطالب: دا زما وراره دی.

بُحَیْرا : پلار يې څه وخت مړ شوی دی؟

ابوطالب : رسول الله ﷺ لا د مور په ګېډه کې وو چې پلار يې ومړ.

بُحَیْرا : رښتیا وايې، دا وراره دې بېرته خپل ځای ته یوسه، د یهودو څخه پرې و ډارېږه، که چېرې يې یهود وګوري او هغه څه چې ما ترې ولیدل؛ هغوی پرې پوې شي نو یهود یو شري او بد قوم دی، نوموړی مړ یا بل څه پرې ونکړي ، ځکه چې ستا د وراره څه عجیب شان او حالات دي. ابو طالب په خپل وراره د یهودو د پلمو څخه ووېرېده او خپلو غلامانو او خدمتګارنو سره يې یو ځای بېرته د مکې په لور روان کړ.[۳]

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] – سیرة ابن اسحاق، صـ ۷۳٫

[۲] – مخنۍ مرجع صـ ۷۴ – ۷۵٫

[۳] – مخکنۍ مرجع صـ ۷۵٫

عماد الدین سعید

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close