د اسلام او قرآن اعجاز

نبضاني ستوری / قرآن علمي اعجاز

دالطارق دسورې په لومړیو آیتونو کې د “طارق” کلمه دطرق له رېښې نه دکلک وهلو په مانا چې غږ جوړکړی اخستل شوی دی . که په دې آیت کې په احتمالی توګه دنبض الوتلو یعنې همغه له غږ سره دوهلو په مانا وی په یوه مهم علمی خبره باندی دلالت کوی . په وروستی آیت کې وایی چې طارق هغه ستوری دی چې په شپه یا په تیاره کې نفوذ کوی . په شپه کې پیداکیږی مخکې ځی ، نبضان لری چټک اوپریکونکی دی. اوقسم یی یاد کړی اوپه هغه باندی سوګند کول دیوې مهمې علمی موضوع په اهمیت باندې دلالت کوی.
هغه څیړنې چې جوسلین بل بورنل په کال ۱۹۶۷ کې دکامبریج په پوهنتون کې کړی د یوه منظم راډیوی زیګنال له لارې یی داخبره تایید کړه. مخکې له هغه څرګنده نه وه چې آسمانی جسمونه دزړه په شان دنبض وهلو ځانګړنه لری . په کال ۱۹۶۷ کې ستوروپېژندونکو روښانه کړه کله چې یوه ماده په خپله هسته کې متکاثفه شی ، دخپل ځان په شاوخوا په څرخیدو راځی اودهغه مقناطیسی ساحه هم په څرخیدو راځی اوډیره قوی کیږی. دبېلګې په ډول زرمیلیارده یا یو تریلیون ځلې دځمکې دمقناطیسی قوی څخه ځواکمنه کیږی. هغوی داسی جسمونه وموندل چې په ډیره چټکۍ سره تاویږی اوقوی رادیویی څپې دیوه مخروط په شان له خپل ځانه خپروی.
وروسته ډیر ژر څرګنده شوه چې ددغه زیګنال سرچینه دنیوترونی ستورو ګرځیدل دی . دغه نیوترونی ستوری نوی موندل شوی چې دنبضانی یا Pulsar په نامه یادیږی. دغه نبضانی ستوری چې د روښانه ستورو دچاودنې په پایله کې مینځ تهراځی دډیری کتلې اوروښنایی اوچټک خوځښت درلودونکی وی. ځینې دهغوی ۶۰۰ ځلې  په یوه ثانیه کې په ځان راڅرخی.

دنبضانی کلمه چی له  نبض څخه اخستل شوې دخوځښت کولو یا منظم ښوریدو په مانا ده چې په هرځل ښوریدو کې منظم انقباض اوانبساط ښکاره کړی. اودغه موضوع مخکې له دې چې دغه نبض وهونکی ستوری وموندل شی په قرآن کریم کې یاده شوې ده.

نیوترونی ستوری په خپل ځان یا خپله هسته  کې دراغونډیدو په پایله کې له ډیرو سترو ستورو څخه مینځته راځی. یو فوق العاده متراکمه کتله دڅرخیدو په بې ساری خوځښت سره دستوری دوزن اومقناطیسی ساحې په اخستو سره هغه ته فشار ورکوی اوپه ځان کې یی راغونډوی . ددغو نیوترونی  ستوور بې سارې مقناطیسی ساحه چې چټک څرخېږی درادیوی څ پو دلېږلو لامل ګرځی چې په ځمکه کې دسنجولو جوګه دی. دطارق دسوری په دریم آیت کې دثاقب کلمه یعنې نفوذ کوونکی ، م خکې تلونکی اوسوری کونکی  مانالری داښکاروی چې ستوری په تیاره کې یو سوری جوړوی . له داسې ستورونه چې څو برابره له لمر څخه غټ دی جوړشوی نبض وهونکی ستوری داسې آسمانی جرمونه دی چې پوهیدل پری څه آسانه کارنه دی، له همدې امله سوال شوی چې څه ډول به پوه شې؟
(و ماادراک؟).

  • محمدشفیق حقپال

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: