د کابل فاتح عبدالرحمن بن سمرة رضي الله عنه | د اسلام فاتحین

د اسلام فاتحین:

اسلام په خپل تاريخ ګڼ ستر فاتحين لري چې دهغوی دلورينو له برکته په نړۍ کې داسلام بلنه خپره شوه ، دلته په لنډ ډول دهغو سترو فاتحينو يادونه اوپېژندنه کووچې نومونه يې  په لاندې ډول دي  :

۱- دکابل فاتح حضرت عبدالرحمن بن سمرة  رضی الله عنه

۲- دبلخ اوهرات فاتح حضرت احنف بن قيس رحمه الله

۳-دفارس فاتح سعدبن ابي وقاص رضی الله عنه

۴ـ دمصر اوبيت المقدس فاتح حضرت دحضرت عمروبن العاص رضی الله عنه

your ads

۵- دعراق  فاتح حضرت خالدبن وليد رضی الله عنه

۶- دافريقا فاتح حضرت عقبه بن نافع. رحمه الله

۷ـ داندلس فاتح  : طارق بن زياد . رحمه الله

۸ـ ــ دمنځنۍ اسياء فاتح قتيبه بن مسلم باهلي رحمه الله

۹- ــ دسندهـ فاتح محمد بن قاسم رحمه الله

۱۰-دبيت المقدس فاتح صلاح الدين ايوبي رحمه الله

په دې فاتحينوکې لومړی دکابل فاتح نامتوصحابي حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه پيژندنه اويادونه کوو چې دنوموړي په وخت کې داسلام بلنه تر کابله را ورسېدله . که څه هم ترده دمخه د اسلام بلنه دهرات له لارې دلومړی ځل له پاره دنامتو تابعي حضرت  احنف بن قيس رحمه الله په لاس رارسيدلی وه .که خدای کول دهغه يادونه ترحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه وروسته کوو:

[irp][irp][irp]

[۱] د حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه پيژندنه

عبدالرحمن بن سمر‌ة رضی الله عنه قريشي و اودنسب لړۍ يې په دريم پښت کې له پيغمبرصلی الله عليه وسلم سره يوځای کيږي. نوموړي دمکې دفتحې په ورځ ايمان راووړ ، د لوړ حيثيت او لويې سينې خاوند و،  دتبوک له کړاوه ډکه غزا کې يې هم ګډون کړی و. نامتو فاتح و، دری کاله دسيستان والي و،ډير متواضع انسان و ، ټول کارونه به يې په خپل لاس کول ، دروازې به يې تل د عاموخلکوپرمخ پرانيستې وې او د باران په ورځ به يې له عامو خلکوسره دښار کوڅې پاکولې .

دحديثو په کتابونو له دغه نوميالی صحابي څخه څوارلس حديثونه روايت شويدي چې دوه حديثونه يې امام بخاري اوامام مسلم هم روايت

کړي دي .[1]

 [۲] : د حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه داسلام  راوړلو  کيسه

د مکې دفتحې په ورځ  پيغمبرصلی الله عليه وسلم د کعبې دروازه  پرانېستله  د حضرت بلال رضی الله عنه او حضرت اسامه رضی الله عنه په ملتيا ورننوت ، اودروازه په ځان پسې يي وتړله، دا مهال  په کعبه کې دننه اودباندې ٣٦٠بتان ولاړوو , لومړی يې په کعبه کې دننه ټول يې ونړول دوه رکعته نفل يې وکړل، په ټوله خونه کې راوګرځيد دالله اکبر نارې يي ووهلې د کعبې دروازه يې چې پرانېستله ګوري چې دحرم غولى له مشرکانو ډک دى اودټول  دځان په اړه دپېغمبرصلی الله عليه و سلم  د وروستۍ پرېکړې په اړه اندېښمن ناست وو او انتظار يې يوست چې د دوی په اړه به څه وروستۍ پريکړه څه کيږي .

پېغمبرصلی الله عليه وسلم دكعبې مبارکې د دروازې دواړه بازوګان  ونېول اوله حمد اوثنا وروسته يې وفرمايل: تاسوڅه فکر کوئ  چې زه به له تاسوسره څه ډول چلند وکړم ؟ ټولوپه يوغږ ورته وويل : ته لورونکى اود لورونکي ورور ځوی مويې ، بياپيغمبرصلی الله عليه وسلم ورته  وويل : نن پرتاسي هېڅ ملامتيانشته ورځئ ټول ازادياست.

دبښنې دغه ستر اعلان دمکې پراوسيدونکو ښه اغېږ وکړ اوزيات شمېريې ايمان راووړ اوپه دغو ايمان راوړونکوکې يوهم يونوی ځوان او زموږ دکابل فاتح حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه  و. کله يې چې دايمان راړولو اعلان دپيغمبرصلی الله عليه وسلم  په وړاندې کاوه نوپيغمبرصلی الله عليه وسلم ته يې ځان داسې ور وپېژانده : د خدای رسوله ! زه ستادتره زوی ((عبدالکعبة)) يم، پيغمبرصلی الله عليه وسلم په ډيره مينه ورته وويل : له نن ورسته به ستا نوم عبدالرحمن وي. [2]

 [۳] : حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضي الله عنه دسيستان والي په توګه:

. يووخت زموږ دهېواد جنوبي سيمي دپخواني سسيتان هېواد برخې چې پکې  داوسني کابل ښار اوهرات او کندهار په ګډون اودهېواد جنوبي سيمې راتلې.[3]دحضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د خراسان او اوسني افغانستان خلکو چې زياته سرزورۍ وکړې نو د خراسان[4] والي عبدالله بن عامر رضی الله عنه دحضرت عثمان رضی الله عنه په مشوره نوميالی صحابي اودپوهې خاوند حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه دسيستان د والي په توګه له اته زره مجاهدينو را واستاوه ،نوموړي دسيستان بغاوت ارام کړ اودخپلو فتوحاتولمن يې ترزابله ورسوله. حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه دری کاله د سيستان والي پاتي شو[5]


سرچینې:

[1] دمشري غوښتنې دغندنې په  اړه يې مشهور حديث يې په  صحيح البخاري: 13 / 110،صحيح مسلم (1625)سنن نسائي په کتاب الامارت کې او مسند احمد:  / 476.، 5 / 61، اوالمستدرك: 3 / 444کې راوايتونه په همدې شميرو موندل کيږي.

[2]  ددغه نامتو صحابي پېژندنه له لاندې کتابونو څخه راواخېستل شوه :

لومړی : دامام ذهبي رح سير اعلام النبلاء : دوهم  ټوک ۵۷۱ .

دوهم : دامام ابن معين التاريخ: 349،

دريم : دنامتو خليفه رح :طبقات خليفة: 11، 174.

څلورم :دنامتو خليفه رح : تاريخ خليفة: 211.

پنځم: دامام بخاري رح التاريخ الكبير: 5 / 243 242.

شپږم:دامام قتيبه رح المعارف: 304، 556.

اوم : دامام فسوي رح تاريخ: 1 / 283.

اتم: دامام رازي رح الجرح والتعديل: 5 / 238.

نهم:دامان ابن عبدالبر رح الاستيعاب: 2 / 835.

لسم:دامام ابن عساكر رح تاريخ دمشق : 9 / 481 / .

يولسم: دامام ابن اثير رح :أسد الغابة: 3 / 454.

دولسم:دامام مزي رح تهذيب الكمال: 793.

ديارلسم : دامام ذهبي رح تاريخ الاسلام: 2 / 231.

څوارلسم : دامام ذهبي رح العبر: 1 / 55.

پنځلسم :دحافظ ابن حجر رح تهذيب التهذيب: 6 / 191ـ 190.

شپاړسم:الاصابة: 6 / 284.

اولسم:خلاصة تذهيب الكمال: 228.

اتلسم:شذرات الذهب: 1 / 53 و 54 و 56.

نولسم :تاريخ افغانستان بعد ازاسلام . ۱۶۰- ۱۶۱مخونه داستاد عبدالحی حبيبي ليکنه .

شلم: دافغانستان لنډ تاريخ دپوهاند عبدالحي حبيبي ليکنه او د استاد عبدالروف بينوا ژباړه .

[3] دافغانستان لنډ تاريخ دپوهاند عبدالحي حبيبي ليکنه او د استاد عبدالروف بينوا ژباړه . ۲۰مخونه .

[4] دهېواد نامتومورخ استاد  کهزادپه خپل کتاب تاريخ افغانستان : ۶۹۴کې دخراسان معنا په مطلع الشمس دلمرخاته ځای په نامه سره کوي داسې چې دخر دلمر په معنا او (سان) ژور ځای اودواړوپه مطلعه شمن سره نامتو ابوالفدا په تقويم البلدان کې همدامعناکړيده .

[5] طبقات الکبری : اوم ټوک ۱۵۷مخ  اوعبارات يې داسي دي (وروى الحسن عن عبد الرحمن بن سمرة أنه غزا معه كابل والأندقان والأندغان وزابلستان ثلاث سنين)

اوپه همدې طبقات کبري دحنس بصري روايت ده : قال حدثنا عبد المؤمن أبو عبيدة قال سمعت رجلا سأل الحسن فقال يا أبا سعيد هل غزوت قط قال نعم غزوة كابل مع عبد الرحمن بن سمرةاوم ټوک ۱۷۵مخ


[۴] : د حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه په لاس په زرنج کې ديوښکلی مدرسې تاسيس :

په ۳۵هجري کال  دحضرت عثمان رضی الله عنه له شهادت وروسته حضرت معاوية رضی الله عنه يوځل بيا حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه سيستان ته راوستاوه ،له هغه سره  داځل نوميالی تابعي حضرت حسن بصري رحمه الله  هم ملګري و ، عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه  د زرنج له نيولو وروسته دزرنج ښار په ((ادينه)) کې يوه ښکلی جومات اوښکلې مدرسه ودانه کړه او حضرت حسن بصری رحمه الله پکې شپږ مياشتې تدريس هم وکړ .[1]

[۵] : د حضرت عبدالرحمن بن سمرة په لاس دهلمند د ((زمينداور )) بوت ماتېدل :

په دې موده کې حضرت عبدالرحمن بن سمرة  رضي الله عنه دهلمند په ((زمينداور)) کې  ((زور )) نومی دسرو زرو لوی بت  چې په ((کوه زور)) کې ولاړ و او سترګې يې له ياقوت جوړې وې، مات کړ اودبت ترماتولو وروسته يې د هغه ځای خلکو ته وويل : داسره زر او قيمتې کاڼي تاسو در واخلئ زموږ ورته اړتيانشته))[2].

[irp][irp][irp]

[۶] : دحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه په لاس د کابل فتحه :

ترهغه وروسته پرکال ۴۳هجري کې عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه دکندهار اوعزني له لويې لارې دکابل د((اوسنۍ ګذرګاه ))له لارې  کابل ښار ته راغی ،دکابل ښار يې کلابند کړ اوپه کاڼو يې د منجنقونو په مرسته  دکابل له ښار تاوی شوی کمربندي ديوال وويشت ،په ديوال کې درز  اولاره پيدا شوه، که څه هم دکابل ښار دهغه مهال واکمن کابل شاه فوځ دمقابلې له پاره له ديوال څخه دباندې راووت اوله مسلمانانو سره يې سخته جګړه وکړه خو مسلمانانوبيرته جوابي بريد ورباندې وکړ ((کابل شاه)) که څه هم دجګړې په ډګر کې ډير غښتلی و،خوله ډيرې جګړې وروسته يې وويل:له داسې لښکرو سره دجګړې له لارې هېڅ ډول برياليتوب نه شي ترلاسه کېدلاي ))له ډيرو خونړيو جګړو وروسته مسلمانانو کابل ونېو او ګڼ شمېر مسلمانان شهيدان شول. [3]

[۷] : دافغانستان په فتوحاتوکې ددری سوه صحابه وو رضی الله عنه ګډون

دکابل په فتحه کې له حضرت عبدالرحمن بن سمرةرضی الله عنه سره دحضرت عمر رضی الله عنه  زوی حضرت عبيدالله رضی الله عنه  .[4]اوامام حسن بصري رحمه الله هم ملګری وو.

له دوی سره په دې عزاګانودری سوه صحابه رضی الله عنهم برخه لرله ،امام بخاري رحمه الله په ((تاريخ کبير)) دامام  حسن بصري رحمه الله له خولي روايت کوي  : له موږ سره دخراسان  په غزاګانوکې دری سوه صحابه ملګري وو .اودامام حسن بصري رحمه الله دخولي عبارات داسې وو : ((لقد غزوتُ إلى خراسانَ معنا فيها ثلاثُ مائة من أصْحَاب محمَّد صلى الله عليه و سلم))[5]

نور بيا…

[irp][irp][irp]

سرچینې:

[1] تاريخ افغانستان بعد ازاسلام . ۱۶۰- ۱۶۱مخونه داستاد عبدالحی حبيبي ليکنه

دسيستان تاريخ ۸۵مخ اوفتوح البلدان : ۴۸۸.

[2] تاريخ افغانستان بعد ازاسلام . ۱۶۰- مخونه داستاد عبدالحی حبيبي ليکنه

دسيستان تاريخ ۸۵مخ اوفتوح البلدان : ۴۸۸.

[3] طبقات الکبری دابن سعد پنځم ټوک ۴۷مح اودسسيتان تاريخ  ۸۵مخ .فتوح البلدان : ۴۸۸مخ. الاصابه اوم ټوک ۲۲مخ دحافظ ابن حجر رح ليکنه . تاريخ افغانستان بعد ازاسلام دپوهاند حبيي ليکنه ۱۶۰مخ .

[4] الاستعياب : لومړی ټوک ۳۱۱مخ دحضرت عبيدالله رضی الله عنه پيژندنه

[5] تاريخ کبير دامام بخاری رحمه لاله پنځم ټوک ۴۵۲مخ اودغه راز همدغه خبرې  امام ابن عدي دالکامل لومړی توک ۱۶۶مخ .کې راغلی دي .


[۸] : د کابل په فتحه کې د نامتو امام حسن بصري رحمه الله ګډون او په افغانستان کې دری کلنه استوګنه

امام حسن بصري رحمه الله په خپله وايي :چې له ماحضرت عبدالرحمن سره دکابل سفر هم کړی  او اودامام حسن بصري توري داسي دي : (((سافرتُ مع عبد الرحمان بن سمرة إلى كابلَ) [1] .

دغه راز امام حسن بصري رحمه الله وايي: مادکابل په فتحه کې له حضرت عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه سره ګډون لاره اوعبارات يې داسي دي چې ديوه سړي دپوښتنې په ځواب کې يې وويل : يا أبا سعيد هل غزوت قط ؟ قال: نعم غزوة كابل مع عبد الرحمن بن سمرة[2].

امام حسن بصري رحمه الله وايي :ماپه خراسان (اوسني افغانستان )کې دری کاله تير کړل [3] اودکابل په ګډون دزابل په غزاګانوکې مې ورسره ګډون درلود اودامام حسن بصري رحمه الله عبارات  داسي دي :(( وروى الحسن عن عبد الرحمن بن سمرة أنه غزا معه كابل والأندقان والأندغان وزابلستان ثلاث سنين [4]))

[irp][irp][irp]

[۹] : له افغانستانه دحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه بيرته ستنېدنه

حضرت عبدالرحمن بن سمرة t له کابله دبېرته ستنيدلو پرمهال  څوتنه افغانان دغلامانو په ډول له ځانه سره بوتلل چې وروسته يې ازاد کړل اودمسلمانانوسترامامان وګرځيدل[5] چې دری تنه دزيات شهرت خاوندان شول اونومونه يې دادي :

۱ـ امام محکول کابلي چې دامام زهري له ويناسره سم په فتوا له هغه څخه زيات بل د پوهې خاوند په خپل وخت کې نه و[6]  نوموړی دشام نامتو محدث وبلل شو اوهلته وفات هم شو اوپه حديثوکې دنوموړي دستر مقام له امله يې امام ذهبي رح پيژندنه دنامتو محدثينو په کتارکې په خپل کتاب ((تذکرة الحفاظ)) کې راوړي ده .[7]

۲ـ عمروبن عبيد کابلی.[8]

۳ـ امام  نافع کابلي رحمه الله : نوموړی نامتو تابعي ګڼل کيږي د حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه ازاد کړی غلام و.  له نامتو صحابه وو لکه ابوسعيد خدري اوعبدالله بن عمر اوحضرت ابو هريرة، او حضرت عائشة رضی الله عنهما څخه يې روايتونه کړي دي امام بخاري رحمه الله دنوموړي سند ترټولو غوره سند (اصح الاسانيد) بولي .[9] د حديثو نامتو امامانو لکه ابن شهاب زهری او اوايوب سختياني او په ځانګړي ډول امام مالک رحمهم الله ترينه راوياتونه اخېستي دي اوپه ۱۲۰هجري په مدينه منوره کې وفات شوی دي .[10]

[۱۰] : دحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه وفات

په ۴۵هجري کال کې بېرته دعراق بصرې ته ستون شو اوپه ۵۰هجري کال په بصره کې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه اونامتو صحابي زياد بن ربيع رضی الله عنه يې دجنازې لمونځ وکړ[11] .

په بصره کې يوکوڅه دده په نامه د((سکة ابن سمرة)) ياديده ،اوپه بصره کې يې ځانته په خپل کور کې يوجومات دکابل د ودانيو په څېر له ځان سره د بيولوافغانانو په لاس جوړ کړ.[12] [irp][irp][irp]


اخځلیکونه:

[1] دحافظ مزي تهذيب الکمال ۶/ ۱۲۳مبارک بن فضاله.

[2] طبقات الکبری دامام ابن سعد اوم ټوک ۱۷۵مخ.

[3] طبقات الکبری : اوم ټوک ۱۵۷مخ

[4] طبقات الکبری : اوم ټوک ۱۵۷مخ

[5] اودسسيتان تاريخ  ۸۵مخ تاريخ افغانستان بعد ازاسلام دپوهاند حبيي ليکنه ۱۶۳مخ .

[6] تاريخ افغانستان بعد ازاسلام دپوهاند حبيي ليکنه ۷۹۰مخ .الاعلام  اتم ټوک  ۲۵۲مخ .تذکرة الحفاظ لومړی ټوک ۱۰۱مخ تهذيب التهذيب دحافظ ابن حجر ليکنه لسم ټوک ۲۸۹مخ دابن خلکان تاريخ دوهم  ټوک ۱۲۲مخ ، اودامام ذهبي تاريخ اسلام پنځم ټوک ۵مخ اودمام ذهبي ميزان الاعتدال : دريم ټوک ۱۹۸مخ اوحلية الاولياء پنځم ټوک ۱۷۷مخ . (1) الطبقات الكبرى ابن سعد (7/453)، والتاريخ الكبير للبخارى (8/2008)، والجرح والتعديل (8/1867)، وسير أعلام النبلاء (5/155)، وتاريخ الإسلام (5/3)، ، وتهذيب التهذيب (10/289 – 293). تقريب التهذيب (6875).

[7] تذکرة الحفاظ  لومړی ټوک ۱۰۱مخ .

[8] دسيستان تاريخ ۸۵مخ مروج الذهب دوهم ټوک ۱۹۲مخ .

[9] علوم الحديث دامام ابن صلاح رحمه الله ۳۸مخ .

[10] دزرکلي الاعلام  پنځم ټوک ۲۵۲مخ . دابن خلکان تاريخ لومړی ټوک ۳۸۴مخ. تهذيب التهذيب دحافظ ابن حجر ليکنه لسم ټوک ۳۱۲مخ .دامام ذهبي تاريخ اسلام پنځم ټوک ۱۰مخ دامام بخاري تاريخ كبير (8/2270) ودامام رازي الجرح والتعديل (8/2070) اوامام ذهبي سير أعلام النبلاء (5/95) اوتاريخ الإسلام (5/10). تاريخ افغانستان بعد ازاسلام دپوهاند حبيي ليکنه ۷۹۲مخ.

[11] تهذيب التهذيب اودنوموړي دپيژندنې مخکنۍ اخېست ځايونه .

[12] فتوح البلدان :۴۹۹ مخ. دسيستان تاريخ: ۸۹مخ.   دامام طبري تاريخ : څلورم ټوک  ۱۷۰مخ . داستاد حبيبي تاريخ افغانستان بعد ازاسلام: ۱۶۴مخ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب