کورنۍنکاح او اړوند چارې

مېرمن ولې طلاق غواړي؟!

 

د خاوند او مېرمن ګډ ژوند هم د دوه هیوادونو په شان دی، چې د اړیکو بیلانس یې نورمال ساتل خورا ستونزمن دی، نو ځکه خو هر لوری باید د متقابل احترام په نظر کې نیولو سره یو او بل سره وخت تېر کړي.

که یو لوری هم بې پروایي وکړي نو بیا د ګډ ژوند خوږوالی له منځه ځي، بلکې کله کله اړیکې دومره ترینګلې شي چې خبره آن تر جدایۍ پورې رسیږي.

په هر صورت مېرمن نسبت خاوند ته ډير ژر حوصله بایلي، په معمولي خبره خپه کیږي او بیا بیرته خوشالیږي.

دا چې مېرمن ژر غوسه کیږي او ډير ژر پریکړه کوي، چې د غوسې نه وروسته نورمال حالت کې بیا خپله پریکړه باندې پيښمانه وي، نو ځکه الله تعالی د مېرمن فطري جوړښت ته په کتو سره د طلاق پریکړه خاوند ته ورکړې ده.

اکثره وخت ځینې میرمنې د خپل ژوند څخه شکایت کوي او د الله ناشکري کوي، چې بالآخره خبره بیرون ته راووځي او طلاق هم واقع شي.

نو پدې اړه د یو قاضي عبرتناکه کیسه درسره شریکوم چې څه ډول یې یوه مېرمن د طلاق له پریکړې څخه راګرځولې ده، هیله ده چې د خوښه مو شي.

یوه مېرمن یو قاضي ته ورغله او ورته وویل زه غواړم له خپل خاوند نه طلاق واخلم!

قاضي ترې وپوښتل: ولې طلاق غواړې؟

میرمن ځواب ورکړ: خاوند مې هیڅ پاملرنه نه راته کوي او ما ته غوږ نه نیسي.

قاضي ورته وویل: زه به ستا خاوند ته نصیحت وکړم چې نور تا ته پاملرنه وکړي او ته لاړه شه له خپلې پریکړې تېره شه.

مېرمن وویل: دا هیڅ امکان نه لري، زه طلاق غواړم، بله د حل لار زه نه وینم، نو مهرباني وکړه زمونږ ترمنځ پریکړه وکړه.

قاضي ورته وویل: سمه ده زه به ستاسې ترمنځ د جدایۍ پریکړه وکړم، مګر یو شرط به ته هم پوره کوې، چې تر سبا پورې به ما ته یو کیک پخوې او بیا به راوړې.

میرمن وویل: سمه ده، هیڅ خبره نشته دا خو آسانه شرط دی، مطلب چې زما پریکړه عملي کړې.

قاضي وویل: دا هم واوره چې کوم کیک را ته پخوې، د هغه ټول اړین مواد به یو یو د خپلو ګاونډیانو له مېرمنو څخه را اخلې، په داسې بڼه چې هرې ګاونډۍ نه یو یو شی را واخلې، مثلا غوړي له یوې نه، اوړه له بلې نه، اوبه له بلې نه او اورلګیت له بلې نه او لرګي له بلې نه او داسې نور…

مېرمن له خوښۍ په جامو کې نه ځایدله او سیده د خپلې ګاونډۍ کور ته ورغله او ورته وویل چې لږ اوړه راکړه قاضي ته یو کیک پخوم.

ګاونډۍ ترې وپوښتل: قاضي ته ولې کیک پخوې؟

مېرمن ورته وویل: قاضي ته مې عریضه وکړه چې خاوند نه مې جدا کړي نو هغه دا شرط را باندې کيښود چې یو کیک را ته پوخ کړه.

ګاونډۍ په تعجب ترې وپوښتل ولې له خاوند نه طلاق غواړې؟

مېرمن ورته وویل: خاوند مې پاملرنه نه راته کوي او خبرې ته مې غوږ نه نیسي.

ګاونډۍ ورته وویل: یوازې همدا خبره ده چې ته یې طلاق ته اړ کړې یې؟

مېرمن وویل: آیا دا خبره تا ته وړه ښکاري؟

ګاونډۍ ورته وویل: که ته زما له حاله خبره شي نو خپل ژوند به د پاچاهي وګڼې، زما خاوند ما وهي، سپکې سپورې راته وایي او دا خو لا څه کوې چې قمار هم وهي، ټولې پیسې په قمار کې وبایلي، زه او بچیان مې په شپو شپو وږی ناست وو، او ته بیا فقط په دومره وړه خبره چې خاوند دې پاملرنه نه درته کړي طلاق غواړې! او ګاونډۍ نوره په ژړا شوه.

مېرمن ورته وویل: افسوس ستا په حال باندې، زه خو وایم چې زما ژوند تریخ دی، الله د په تا رحم وکړي، بس مه ژاړه زه در نه لاړم او اوړه هم نه درنه غواړم!

مېرمن لاړه او د بلې ګاونډۍ کور ته ورغله او ورته وویل لږ غوړي راکړه او د قاضي د کیک او طلاق کیسه یې ورته وکړه.

ګاونډۍ ورته وویل: هیڅکله داسې پریکړه و نه کړې؛ که چیرې زما له حاله خبره شي نو خپل ژوند به د شکر وباسې.

زما خاوند هر وخت له پردیو ښځو سره اړیکې پالي او زه یې بیخي هیره کړې یم، چې شکایت ورته وکړم بیا مې وهي او رټي او راته وایي ته دروغجنه یې ما باندې ولې بدګماني کوې.

کاش چې زما خاوند ستا د خاوند په شان وای، نور مې هیڅ نه ترې غوښتل چې یوازې کور وای او د پردیو ښځو سره یې اړیکې نه درلودای.

مېرمن ډیره خواشیني شوه، او بالآخره د بلې ګاونډۍ کور ته ورغله هغې ته یې هم خپله کیسه وکړه.

دریمې ګاونډۍ چې د خپل تریخ ژوند څخه خبره کړه او د خپل خاوند ناوړه خویونه او د نیشې له کیسې څخه یې خبره کړه، نو ميرمن سیده خپل کور ته راغله او کیک یې خپل کور کې پوخ کړ.

سبا چې میرمن کیک د قاضي مخې ته کیښود، نو قاضي ورته وویل: ښه شو چې شرط د پوره کړ، اوس به زه ستا او د خاوند ترمنځ د جدایۍ پریکړه وکړم!

مېرمن وویل: نه، هیڅکله نه؛ زه نه غواړم چې خپل خوږ ژوند تریخ کړم، ما تراوسه ناشکري کوله او د نورو مېرمنو له حاله خبره نه وم چې دوی په کوم حال دي، زما ژوند خو د پاچاهۍ دی، خیر که خاوند مې کله کله د مصرفیتونو له وجې ما ته پاملرنه نه کوي او یا مې خبره نه اوري.

شکر دی چې داسې نه دی لکه زما د ګاونډیانو خاوندان چې څوک نیشې کوي او څوک قمار وهي او څوک پردیو ښځو سره نا روا اړیکې پالي، زه له خپل خاوند سره خوشاله یم او هیڅکله به ترې جدا نه شم.

قاضي ورته وویل: لورکۍ! زما هدف همدا و چې د نورو له حاله خبره شې نو بیا د خپل خاوند او خوږ ژوند په قدر پوهیږې او شکر یې اداء کوې.

عبرت: انسان فطرتا د نفسي خواهشات ښکار کیږي، هیڅکله په خپله نصیب نه راضي کیږي، د ښه ژوند او شتمنۍ حرص په سر اخیستئ وي.

د خاوند او مېرمن ترمنځ لفظي شخړې او د نظر اختلاف طبیعي خبره ده، نو که یو او بل ته متقابل احترام وشي نو هیڅکله به شخړه را منځته نه شي.

ځینې خاوندان د خپلو مېرمنو بد خویونه نه خوښوي او شکایتونه کوي چې بالآخره خبره تر جدایۍ ورسیږي، په ځانګړي ډول مېرمنې بیا هر وخت کبر او غرور کوي، خپل ژوند او خاوند څخه نه راضي کیږي.

انسان باید هر وخت تر ځان ښکته خلکو ته وګوري، که په اقتصادي لحاظ وي او که په علمي لحاظ وي او یا هم په صحي لحاظ وي، نو هیڅکله به ژوند څخه شکایت و نه کړي او نه به ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

لیکوال: فضل الهي

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close