مینه څه ده !؟

په مختلفو هیوادونو کې مینې ته بیل بیل تعریفونه وړاندې کوي، مثلً مینه یو احساس دی چی په سترګو نه لیدل کیږي، ځینی وایې مینه د اور په څیر ده که ورته نیږدې شوې نو سوځوي دې او ایرې کوي دې، ځینې نور وایي مینه د هوا په څیر ده چې په سترګو نه لیدل کیږي ،ځینی نور بیا وایي مینه  لیونتوب دی کله چې څوک مینه کوي نو په ځان نه پوهیږی چې پوهیږی چې په دې لاره کې خطر دی خوبیا هم هعه کار کوي  عینې د پتنګ په څیر پوهیږی که اور ته  نیږدی شم نو سوځم خو دی بیا هم اور ته نیږدی کیږی پخپله اور ورته وایی ماته مه نیږدی کیږه کنه نو وبه سوځی خو دی یی بیاهم نه اورې  او اور ته نیږدې کیږی او سوځیږی  نو دا چې موږ یو لوی ارپوه لرو چی د نړی هیڅ یو ارواپوه دده ځای ته نه شی رسیدلی چې هغه دی حضرت محمد ( ص) نو هعه د مینې په اړه داسې وایې. ژباړه: مؤمن ځای د محبت اومینې دی او په هغه چا کې خیر نشته چې نه دې د چا سره محبت کوي او نه دده سره څوک محبت کوي.

او په بل ځای کې وایی د هغه ایمان نیمګړی دی چا ته چې زه دخپل پلار او مور او هر چا څخه ورته  ګران نه وم. نو ترټولو مهمه داده چې موږ باید لومړی  تر ټولو زیاته مینه د هغه چاسره وکړو چاسره چی الله تعالی مینه کوي هغه څوک چې  زنکدن په وخت کې هم موږ یادوی هعه څوک چې د قیامت په ورځ زموږ شفاعت کولای شي هغه څوک چې زموږ لپاره یې له پاک خدای  (ج) څخه په اعمالو کې د اسانتیا عوښتنه کړې.

نو مینه داسې  تعریفوو  مینه هغه سپیڅلۍ احساس دی چې موږ یې نشو لیدلی بلکې یوازې یې احساسوو . کله چې یو څوک له یو چاسره  مینه کوی نو که هعه هرڅومره ترې لیرې وي بیا هم داسې فکر کوي چی هغه له ده سره دی تل یې په اړه فکر کوی نو کله چې یو څوک ورته د خپل محبوب کیسه کوي نو دی  ورته په ډیرې ارامۍ سره غوږ وی او ان که دوه یا درې  ورځی کیسه اوږده شي بیا یی هم په کیسه کې نه وي.

نو مینه وکړئ لومړی له خپل محبوب حضرت محمد (ص) سره وروسته له نورو مؤمنانو سره بې له مینې ژوند هیڅ معنا نه لري.

هعه څه ښه یې ویلي دي:

 مینه ارام راکوی مینه سکون دی
بې مینې ژوند نه کیږي مینه ژوندون دی

  ورور مو عصمت دروېش 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب