
مومپلي هم د زړه د مریضانو لپاره ګټور دي!
یوه تازه امریکايي څېړنه وايي چې په غذا کې د مومپلیو ګډول زړه له ډيرو ناروغیو ساتلی شي.
د امریکا د بوسټن په ښار کې یوه نوې څېړنې ویلي چې کوم کسان په اونۍ له دوه ځل زیات په خپلو خوراکونو کې مومپلي ګډوي نو د زړه د ناروغۍ خطر یې کم وي.
څېړنې زیاته کړې چې مومپلي د جسم د وینې نظام کنترولوي او شریانونه هم له مرضونو ساتي.