مه خفه کیږه

مه غوسه کېږه ! د غوسې اړوند ویناوې

 

غوسه د بني آدم په زړه کې یوه سکروټه ده، ایا تاسې د یوه قهرېدلي سړي سترګې او د مرۍ رګونه نه دي لیدلي چې سترګې یې څومره سرې او د مرۍ رګونه یې څومره پړسېدلي وي؟؟

(رسول الله صلی الله علیه وسلم)

درې شیان نجات ورکونکي او درې نور هلاکونکي دي:

اول-. درې نجات ورکوونکي شیان دي:

۱ــ له الله تعالی نه په پټه او ښکاره ویریدل.

۲- په مالدارۍ او غریبۍ کې یو شان خرچه کول.

۳- د غوسې او خوښۍ پرمهال د عدل پرېکړه کول.

دوهم- درې هلاکوونکي شیان دا دي:

۱ــ حسد کول.

۲- خواهشات زیاتېدل.

۳- تکبرکول.

(رسول الله صلی  علیه وسلم)

د خلکو په حق کې له انصاف نه کار واخله،دخپلې خوښې له پرېکړې ډډه وکړه او په غوسه کېدلو سره د خلکو سره له کړولو ځان وساته.

(حضرت عمر رضی الله عنه)

په تاسې کې هغه څوک بریالی دی چې له تمعې، خواهش او غوسې څخه ځان وساتي.

(حضرت.عمر رضی الله عنه)

د غوسې پیل لېونتوب او پای یې پښېماني ده.                  (حضرت علی رضي الله عنه)

په تاسې کې هغه څوک الله تعالی ته ډېر نږدې دی چې د غوسې پر مهال د ښه صبر خاوند وي او غوره صبر هغه دی چې د غوسې او لالچ پرمهال وي .

(حضرت علي رضی الله عنه)

دواد علیه السلام ته امر شوی و چې: ای دواده! له ډیرې غوسې ځان وساته، ځکه ډېره غوسه د انسان زړه فاسدوي.

(عروه بن زبیر رضي الله عنه)

خلک له غوسې سره اوړي را اوړي، الله تعالی دې هغه عقل وشرموي چې تا غوسه کوي.

(عبدالله بن الحسین رحمه الله)

غوسه د هر شر کیلي ده

(جعفر بن محمد رحمه الله)

۱- ☜ د غوسې خطر :

غوسه یو خطرناک شی دی چې موږ سبا او بیګاه له ستونزو سره مخ کوي او ژوند مو بربادوي؛ خو د حیرانتیا وړ خلک هغه دي چې د غوسې له سیلاب سره درومي او څه چې ترې غوسه غواړي، تر سره کوي یې، هېڅکله د غوسې د پرېښودلو هوډ نه کوي، غوسه د سرطان تر ناروغۍ سخته ناروغی ده؛ خو خلک د سرطان د درملنې لپاره په یوه او بل روغتون ګرځي او بې حسابه لګښت کوي، ولې د غوسې د سرطان هیڅ غم ورسره نه وي.

سره له دې چې ډیل کارنیګي وايي: یو انسان پخپل ژوند کې له غوسې نه له سختې ناروغۍ او ستونزې سره نه شي مخ کېدای؛ خو خلک یې مخې ته نه ودرېږي او نه یې درمل په اړه څه فکر کوي.

زما دا ارمان دی چې کاشکی یو روغتون مې وای او نوم یې (لَاتَعْضَبْ) یعنې (مه غوسه کیږه) وای او د ښو متخصصینو له خوا پکې د غوسې د لیونو درملنه کېدای

الیزابیت کیني وایې :

څوک چې ستا په غوسه کولو بریالی شو؛ نو هغه پرتا بر لاسی شو.

او زه وایم :

څوک چې غوسه کوي هغه مخکې نه شې تلی، غوسه مو ژوند ته خطر پېښوي ځکه مونږ چې کله غوسه شو او له لاس مو یو داسی کار وشې چې بیا وروسته پښېمانه یو نو مخکې له دي چې غوسه شو باید اول عکس العمل ښکاره نه کړو. باید اول غوسه يخه او سړه کړو او بیا عکس العمل ښکاره کړو.

غوسه کې عقل له لاسه ورکوو، په خوله نه پوهیږو چې زما له خولی څه الفاظ ووتل.

غوسه کې خلک راباندی د لیونې ګومان کوي، ځکه مونږ به په نه خبره په غوسه شوی یو.

اهل علمو ویلي دي:

څوک چې خپله غوسه وزغمي؛  نو د خلکو سردار شو او دا رښتیا دي، تاسې نن سبا وګورئ چې یو چا ته ډېر تاوان ورسېږي، هغه پرې صبر وکړي او خپله غوسه وزغمي، هغومره ورته د خلکو په زړونو کې درناوی ډېرېږي، د ځان لپاره د تاریخ په پاڼو کې ځای پیدا کوي او د خپلې حوصلې په کچه واک لاس ته راوړی، برابره خبره ده که زور یې ډیروي او که لږ؛ خو دا چې یو مقام ته رسېږي، د غوسې د زغم په نتیجه کې رسېږي، ځکه چې صبر  د ټولو اخلاقو سردار دی، له دې امله د صبر څښتن د خلکو سردار وي.

تاسې به ډېر خلک لیدلي وي چې لوړو لوړو څوکیو ته به رسېدلي وي؛ خو د خپلې بد اخلاقۍ او زیاتې غوسې له امله به یې ډېر ژر خپل موقف له لاسه ورکړی وي چې له امله یې نوم د تاریخ په تورو پاڼو کې لیکل شوی وي چې نه یې څوک را اړوي او نه ورته کومه پاملرنه کوي.

تاریخ دوه ډوله پاڼې لري:

یوه یې سپینه پاڼه ده چې هوښیاران عادلان، صباران، او هغه خلک پکې لیکل کیږي چې خپله غوسه زغمي .

او دویمه یې توره پاڼه ده چې ظالمان، سرغړوونکي او هغه خلک پکې لیکل کېږي چې خپلې غوسې سره سم چلند کوي.

د تاریخ په توره پاڼه کې به سټالین، لینن، فرعون او هټلر لیکل کیږي.

او په مقابل کې یې د تاریخ په سپینه پاڼه کې ابوبکر، عمر، عثمان، علی، صلاح الدین، زنګي او داسې نور راځي چې پر عدل یې پرېکړې وي او خپلې غوسې یې د حق تابع کړي وي.

د غوسې ګټه – لنډه کېسه:

د زوی سستي

یوه ورځ پلار خپل زوی، سهار وختي د لمانځه لپاره راویښاوه؛ خو زوی یې د ناپوهۍ او سستۍ له امله لمانځه ته په لومړي غږ سره پورته نه شو، پلار په ډېره غوسه وسلې ته ګوتې کړې او په خپل زړه یې د ګولیو باران جوړ کړ، تر دې چې له فاني دنیا څخه یې رخصت کړ، لږ شېبه وروسته یې چې غوسه سړه شوه، د زوی غم یې پر زړه راخپور شو او ځان یې ورپسې د غم له امله وویشت، دنیا یې هم برباده او اخرت یې هم له لاسه ورکړ.

موږ ته شریعت په لمانځه امر کړی؛ خو دغه ډول یې راته د زوی د ويښولو امر نه دی کړی او نه د موضوع د حل لپاره شرعي لاره ده، بلکې دلته چې پلار هر څه وکړل دا د غوسې له امله و، د شرعې موجب له امله نه و.

لیکونکی او را ټولوونکی: عبدالله حيران

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: