مه دوکه کېږه!
د غذا پر ښه خوند مه غولېږه، مګر کله چې يې په ځانګړتيا وپوهېدې.
د زاهد پر ژړا مه غولېږه، مګر کله چې په زهد کې د هغه استقامت درته ثابت شي.
د عالم پر وعده مه تېر وځه، مګر کله چې يې اخلاق درته معلوم وي.
د عالم په ادعاوو مه غولېږه، مګر کله چې يې ملګري پرې ګواهي ورکړي.
د ښځې پر شکاىت مه غولېږه، مګر کله چې يې د خاوند خبره هم واورې.
د عابد پر لمانځه مه تېر وځه، مګر کله چې يې اخلاق ووينې.
د شىخ پر تقوی مه غولېږه، مګر کله چې يې د انس او شپې ناستې مجلس ته ورغلې.
د ځوان پر احساساتو مه غولېږه، مګر کله چې په سختىو کې ىې وازمويې.
پر هغه چا مه غولېږه چې له وطن سره د مينې دعوه کوي، مګر کله چې د ولسي جرګې غړى يا وزير شي.
او په پاى کې دا چې د دوکاندار پر قسمونو مه دوکه کېږه، تر دې چې هغه ته ور وښايې چې له هغه څخه د سودا کولو اراده نلرې!
(له ژونده مې دا زده کړل له کتاب څخه)