ملاریا ناروغي

 

کوم کسان په ملاریا باندې داخته کېدو ډیر چانس لري ؟

ټول هغه کسان چې د بدن مقاومت یې کم او د ملاریا په وړاندې معافیت ونه لري، په دې ناروغۍ باندې اخته کېدلای شي. په دې کسانو کې تر ټولو زیات هغه ډله ماشومان راځي چې د ملاریا غوماشو د فعالیت په سیمو کې ژوند کوي. د احصایې له مخې هرکال اته سوه زره ۸۰۰۰۰۰ هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کالو ټیټ وي د دغه افت له لاسه د ګور کندې ته لوېږي. له دوی نه پرته مسافران ، کډوال او توریستان چې که یې پخوا مقاومت هم درلود ، خو اوس یې د وخت په تېریدو سره د لاسه ورکړی ، په دغې ناروغۍ باندې د اخته کېدلو ډیر چانس لري .

د ناروغۍ نښې نښانې :

ملاریا ناروغۍ د پیل پروخت کټ مټ هم هغه نښانې لري لکه د والګي ( انفلوانزا ) یو شدید ډول. د بېلګې په توګه د یخنۍ په شان رېږدېدل ، تبه ، د سردرد ، په عضلو او بندونو ( مفصلونو ) کې دردونه ، نس ناسته او د ستړیا احساس . دا نښانې د څو ورځو په تېریدو لا زیاتې شديدې کېږي لکه ډېر سخت رېږدېدل او د ۴۰ – ۴۱ درجو پورې تبه . وروسته د خولو باران پرسړي راځي. نوموړی نښانې له یوې ورځې نه تر بلې فرق کوي چې کله زیاتې او کله بیا کمې وي. که د ناروغۍ په درملنې لاس پورې نه شي، نو تر درو هفتو پورې دا حالت غځېږي خو ستړیا او ضعف کېدلای شي څو میاشتې دوام وکړي . که د دې ناروغي پرخپل وخت تشخیص او په صحیح توګه یې درملنه وشي ، د څو ورځو په موده کې ناروغ بېرته روغ رمټ کېږي .

د ملاریا ناروغۍ مخنیوی :

دا کار د څو لارو تر سره کېدلای شي :

الف – د درملو په مټ :

اوس کیدلای شي د ملاریا له واکسین پرته د ځینو درملو په کارولو سره چې د بدن مقاومت لوړوي، آن د ملاریا د هغو ډېرو خطرناکو ډولونو لکه پلازمودیوم فالسیپاروم مخنیوی وشي . ځکه نو هغه کسان چې د ملاریا نه د پاکو سیمو لکه اروپا او نورو څخه ملاریا لرونکو سیمو ته سفر کوي، باید لومړی د خپل ډاکتر سره ووینې او د ملاریا د مخنیوي په موخه اړوند درمل ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې د ملاریا ځینې درملونه په یو شمېر ټاکلو سیمو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي وړتیا نه لري ځکه چې هلته د ملاریا پرازیتونو د دغو درملو په وړاندې مقاومت پیدا کړي او اغېز نه ورباندي کوي. په همدې خاطر په کار ده هغه درمل و کارول شي چې ډاکټر یې د دغو ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره سپارښت کوي. په دې ډول کېدلای شي په ملاریا باندې د اخته کېدو خطر تر اړینې کچې را ټیټ شي .

ب – د غوماشي د چیچلو څخه ځان ساتل:

د ډاکتر د سپارښت سره سم اخیستل شوي درمل هم دا مانا نه لري چې په ملاریا باندې د اخته کېدو خطر په سلو کې سل له منځه وړي، ځکه نو دا اړینه ده چې تر وسه وسه د غوماشی د چیچلو څخه ځان وساتل شي . دا کار بیا په لاندې ډول تر سره کیدلای شي :

۱ – د ملاریا غوماشه معمولا د ورځې د خوا حمله نه کوي، ځکه نو باید د لمر د لوېدو له وخت نه بیا تر لمر ختو پورې ډېره پاملرنه وشي چې د غوماشي نه ځان لېری وساتل شي .

۲ – د بدن اندامونه باید تروسه وسه په ځانګړي توګه د ماښام د تیاري د رارسیدو وروسته لوڅ پری نښودل شی او په اړینو جامو پټ کړل شی څو غوماشه ورته لار ونه مومی .

۳ – دبدن پرهغو ځایونوباندی چی دمجبورۍ له مخی لوڅ پاتیږی باید دغوماشی په ضد بالزام ( اړوند اوبړن مواد ) باندی غوړ کړل شی . ددغو موادو داکثرو ډولونو تاثیر دبدن پر پوست باندی چی دغوماشی مخه نیسی ، ډیر ژر له منځه ځی . ځکه نو باید دبدن دغه حصی د څه ګړیو په تیریدو ژر ژر بیا غوړی او تازه کړل شی .

۴ – دشپی لخوا باید خوب پداسی خونه او یا پشه خانو کی وشی چی غوماشی ورته دننوتلو لاره او د چیچلو امکانات ونلری

۵ – پداسی اطاق کی چی کولر( ایرکاندیشن ) ولری هم دغوماشی د حملی خطر کم دی ځکه چی غوماشی هلته په یخه هوا کی داوسیدلو مینه والی ندی . بادپکه هم مرسته کوی ځکه چی تولید شوی باد یی غوماشی شړی .

دلوړو سپارښتونو په پام کی نیولو او داړینو درملو په کارولو سره کیدلای شی تر لویه بریده دملاریا ناروغۍ له غمه سړی خوندی پاته شی .

په ملاریا باندی د اخته کیدو پروخت څه باید وکړو ؟

که چیری دسفر پرمهال داجنجال پیښ او دناروغۍ نښی حس شی باید بیله ځنډه و اړوند روغتون یا کلینیک ته ځان ورسول شی څو په صحیح ډول دناروغۍ تشخیص وکړی . دملاریا تشخیص د وینو په کتلو ( معاینه ) ترسره کیږی . که دناروغۍ نښی دسفر تر بیرته راګرځیدو وروسته ترسترګو شوی ، باید خپل ډاکتر داهم وویل شی چی دملاریا لرونکی سیمی څخه راستون شویدی څو ډاکتر خبره په عادی انفلوانزیا باندی تیره نکړی او دقیقو معایناتو ته پام واړوی . دیادونی وړ ده چی دغوماشی ترچیچلو ان دری کاله وروسته هم کیدلای شی دناروغۍ نښانی را ښکاره شی .

د پاملرنی وړ یادونه :

که مو چیری دملاریا ناروغی نښی په ځان کی ولیدی ، سره لدی چی که تاسی دناروغۍ مخنیونکی درمل کارولی هم وی باید بیاهم روغتون ته ولاړ شی چی اړوند تشخیص دقیق وشی . باید دی خبری پام واړول شی چی که د ناروغۍ دمخنیوۍ په هکله ټول سپارښتونه هم په نظر کی نیول شوی وی ، بیاهم داکار ددی مانا نلری چی د ناروغۍ څخه پوره خوندی یاست . پدی هکله اغیزمنه درملنه یو اړین کار ګڼل کیږی . په هره پیمانه چی دملاریا په اړوند زیات مالومات ولری په هم هغه کجه مو ددی ناروغۍ څخه د ځان ژغورلو چانس لوړ دی .

ملاریا لرونکو سیموته دسفر نه وړاندی باید لاندی اړینو ټکیو ته ټینګ پام وشی :

۱ – باید د ډاکتر په سپارښت لازم درمل ترلاسه شی . پکار ده چی د درملو کارول د ۱ تر ۲۱ ورځو پوری د سفر د نیټی نه د مخه پیل شی . ددی مودی اوږدوالۍ د درملو په دول پوری اړه لری چی ډاکتر یی ښودنه کوی .

۲ – د ډاکټر په مشوره کیدلای شی چی درمل په سفر کی د ځان سره واخیستل شی .

۳ – دی خبری ته هم باید پام وشی چی بیمه مو ستاسی دسفر سیمی هم په غیږ کی نیسی آو کنه .

۴ ـ له ډاکټر څخه باید داهم و پوښتل شي چې نوموړې سیمې ته د سفر په موخه د نورو کومو ناروغیو په هکله پکار ده چې د سفر نه مخکې اړوند واکسین تطبیق شی . په اکثرو سیمو کی د غذایی تسموم او د معدی د نورو ناروغیو امکان وي.

لیکوال: ډاکټر مجتبی عزیزیار

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب