دعوت او تبلیغښځه په اسلام کې

معاصره دعوتګرې ښځې

سریزه:
الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقین ، ولا عدوان إلا على الظالمين ، و أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، إلا الأولين والآخرین ، وقیوم السماوات والأرض ، و أشهد أن محمد عبده و رسوله و خليله و أمينه على وحيه ، أرسله إلى الناس كافة بشيرا ونذیرا ، و داعيا إلى الله بإذنه وسراجا منيرا ـ صلى الله عليه وسلم ـ وعلى آله و أصحابه الذین ساروا علی طریقته في الدعوة إلى سبيله ، وصبروا على ذلك و جاهدوا فيه حتى أظهر الله بهم دينه ، وأعلى كلمته و لو كره المشركون ، وسلم تسليما كثيرا. قال الله تبارك وتعالى في محكم كتابه وهو أصدق القائلين : فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم – بسم الله الرحمن الرحیم (وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ) . صدق الله العظیم .

ليكنه: خالده شفيق

أما بعد !
دعوت الی الله د رسولانو او انبیاو دنده ده . الله تعالی د خپل دین د خپراوي لپاره په هر دور کی پیامبران رالیږلي دي . الله تعالی په دې اړه فرمایي : (وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ)
ژباړه : او پرته له شکه چې مونږ په هر امت کې استاذې درلیږلې دي( تر څو ووايي) د خدای عبادت وکړئ او له طاغوت څخه ځان وژغورئ .

د خدای لور ته دعوت کول د الله تعالی په آند یو د با ارزښته اعمالو څخه بلل کیږی . الله تعالی په دې اړه فرمایی: (وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ)

ژباړه: او څوک دي شیرین زبانه له هغه چا چې د خدای لورې ته خلک رابیایي او نیک کار ترسره کړي او ووایي چې زه د خدای په وړاندې د تسلیم شوي خلکو نه یم .

تفسیر المیسر صاحب په دی اړه داسې فرمایي : د هیڅ چا قول او وینا د هغه دعوتګر څخه غوره نه شی کیدای چې خلک د خدای توحید او عبادت ته رابولي ، او ددې تر څنګ نیک عمل هم ترسره کوي او په دې هم اعتراف کوي چې زه د الله تعالی شرعیت او امر ته تابع یم .

هغه په خپل وینا کې زیاتوي چې : په دې آیت کې دعوت کولو لپاره یو ډول ترغیب او تشویق شتون لري او همدا راز په دې آیت که د دعوتګره علماوو هغوی چی د جناب پیامبر –صلی الله علیه وسلم – د منهج پر اساس دعوت کوي، فضیلت بیان شوې دې .
د خدای لوری ته دعوت کول یواځې د سړویانو نه بلکه د ښځو دنده هم ده . یعنی په دې لار کی به ټول نارینه او ښځی خپل تر وسې ونډه اخلي . الله تعالی فرمایي: (وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ) .
ژباړه : نارینه مسلمان او ښځې مسلمانانې ځیني یې د ځینو نورو دوستان دي ، امر بالمعروف کوي او نهی عن المنکر کوي .
په بل ځای که الله تعالی فرمایي: (كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ) .
ژباړه: تاسو بهترینه امت یاست چې ایستل شوې یئ د پاره د خلکو ، تاسو امر بالمعروف کوئ او نهی عن المنکر .
په دې آیت که الله تعالی د (أُمَّةٍ) کلمه یاده کړې ، دا یوه عامه کلمه ده چې نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي .

دا دکوم تعجب وړ خبره نده ، پرته له شکه چې مونږ په ټولنه کې د سړیانو تر څنګ د ښځینه و دعوت هم ډیر شدید ضرورت لرو ، که دقیقا فکر وشي نو دا مسلمانه ښځې دي چی کولای شي مسلمانې کورنۍ وروزي ، خپل اولاد ته په صحیح تربیت ورکولو سره نړۍ ته لکه د صلاح الدین ایوبي ، محمد قاسم ، طارق بن زیاد ، عمر مختار او په سلګونو داسې نور اتلان وړاندې کړي .
که چیرې د اسلام تاریخ ته ځیر شو نو دا به جوته شي چي له پخوا نه تر اوسه داسې ډیرې مسلمانې او دعوتګره ښځې وې او یا هم شتون لري چی د هغوی د شاهکاریانو له برکته اوس هم مونژ بهرمند کیږو او زمونږ د نن ورځې مسلمانې او دعوتګره ښځې د هغوی د ژوند نه ځان لپاره بیلګه اخیستې شي .

کومه لیکنه چې ستاسو په لاس کې ده ( معاصره دعوتګرې ښځې ) دا هم همدا راز یوه لیکنه ده چې د ښځو د دعوت ارزښت ورکې بیان شوې .

په دې لیکنې که به تاسو ته دا واضح شي چې د ښځو د دعوت ارزښت له سړیانو کم ندی .

دا لیکنه وروسته له ډیر بحث او لټون نه چې په مختلفو کتابونو او همدا راز مختلف انټرنټي ساټونو ترسره شوي لیکل شوې ده .
دا لیکنه دوه بخشه لري ، چې په لومړئ بخش کې یی د دعوت په اړه ځیني عام موضوعاتو ته اشاره شوې، خو د بحث په دویم بخش کې بیا د اسلامي نړئ ځینو معاصره دعوتګرو ښځو ژوندلیک ذکر شوې.

د بنده تر آخر حده دا هدف وو تر څو د هر اسلامي هیواد په استاذیتوب د یوې دعوتګرې خور ژوندلیک ولیکلم خو د وخت د کمئ له وجهې می ونشو کولای تر څو په تفصیلي شکل خپل دا هیله پوره کړم ځکه په دې بحث کې یواځی د څلور معاصرو دعوتګرو خویندو ژوندلیک ذکر شوې ( ام نضال یا د فلسطین خنثاء د فلسطین نه ، او زینب جباره د مصر نه ، خوله العنانی له اردن نه او ابتسام الجابری له سعودی نه ) .

یوه قضیه باید هرو مرو واضحه کړم ، کله چې مونږ د معاصره دعوګرو خویندو په اړه ه بحث کوو نو هلته د ( زینب غزالی – رحمها الله – ، امینه قطب – رحمها الله – حمیرا مودودی –رحمها الله ـ ) نومونه تر ټولو لومرړئ ذهن ته راځي ، خو بنده بیا دغه فعالو او دعوتګرو خویندو په اړه په دی بحث کې هیڅ هم ندي لیکلي ، ددي وجه دا ده چی له یوې خوا خو دا خویندې دومره مشهوره دي چې هر څوک د دوی په اړه معلومات لري او دوی په سمه توګه پیژني او له بلې خوا تر ډیره حده زمونږه لیکواله خویندو ددوی په اړه لیکنې کړې وې نو ځکه بنده وغوښتل تر څو د لا زیاد ګتې لپاره د یو لړ داسې خویندو په اړه لیکنه وکړي چې ټولو ته نوې وي . د لوی څښتن تعالی څخه غواړم چې توانیدلې اوسم ددې لیکنې حق می په سمه توګه ادا کړې وي ، او لوستونکي ددې بحث نه ګټه پورته کړي .

د ښځې مقام اومنزلت په اسلام کې :

ښځه د ټولنې هغه طبقه ده چې لوی څښتن تعالی ورته د اسلام په سپیڅلي دین کې لوړ مقام او منزلت ورکړې دی.
ښځو ته یی د نسلونو د مربي یعنی تربیت ورکونکې لقب ورکړې یعنی مور . پرته له شکه ښځه د مور په قالب کې کولای شي د خپل اولادونو د صحیح روزلو په شکل د اسلام بیرغ لوړ کړي .

رسول الله –صلی الله علیه وسلم – فرمایي: (كلكم راع وكلكم مسؤول عن رعيته الإمام راع ومسؤول عن رعيته والرجل راع في أهله وهو مسؤول عن رعيته والمرأة راعية في بيت زوجها ومسؤولة عن رعيتها) ژباړه : هر یو له تاسې څخه شپون ا وساتونکې دی ، او له هر ساتونکې څخه به دهغه د رعیت په اړه پوښتنه کیږي ، امام څارونکې او د خپل رعیت مسول دې ، یو سړې د خپل کور څارونکې او ساتونکې دی ، او له هغه څخه به د خپل کور د رعیت په اړه پوښتنه کیږي ، او ښځه د خپل د خاوند په کور کې شپون او ساتونکې ده او د خپل د رعیت مسوله ده .

ددې حدیث څخه داسې جوتیږي چې ښځې په خپل کورنو کې مسولی دي او دوی باید خپل د اولادنو د صحیح او سالمی اسلامي تربیې په ورکولو سره اسلامي امت ته تکړه و باتوره اتلان وړاندې کړي .

ښځه هم د دعوت الی الله دنده په غاړه لري :

ښځه دقیقا لکه د نارینه و په شان د دعوت الی الله په دنده کی شریکې دي ، لکه څنګه چې سړیان په دعوت الی الله مکلف دي ښځې هم په دعوت مکلفه دي ځکه چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي .

دا هغه مطلب دی چی الله تعالی ورته د قرآن کریم په مختلفه ځایونو کې ورته اشاره کړې ده د بیلګې په توګه :
(وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ )

ژباړه :او باید چې له تاسو داسې یو امت وي چې خیر ته خلک راوبولي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي .
په تفسیر شعراوی کې راځي : ( په دې آیت که یو عمیقه فهم پروت دې او هغه دا چې دا آیت امر کوي تر څو ټول مسلمانان په کلي توګه امت ته امر به معروف او نهی له منکر وکړي ، او په دې آیت کې کومه ډله د دعوت امر لپاره خاص شوې نده یعنی هر څوک که داسلامي احکامو نه په کوم حکم پوه شي نو هغه مکلف دې تر څو دعوت وکړي .

نو واضحه شوه چې الله تعالی په دې آیت کې د امت کلمه مطلقه ذکر کړې چې نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي .
جناب رسول –صلی الله علیه وسلم – په بل ځای کی فرمایي : (من رأى منكم منكرا فليغيره بيده فان لم يستطع فبلسانه فان لم يستطع فبقلبه وذلك أضعف الإيمان)

ژباړه: هر چا چې له تاسو یو منکر کار ولیده نو باید یې د لاس په واسطه منع کړي که یی نه شي کولای نو د خولې په واسطه او که داکار هم نشي کولای نو د زړه په واسطه دې وکړي چی دا دایمان ترټولو ضعیفه درجه ده .

دلته هم رسول –صلی الله علیه وسلم – د (من) کلمه مطلقه ذکر کړې یعنی هر څوک له تاسونه ولو که هغه سړې وي یا هم ښځه که یی منکر ولید نو باید امر په معروف او له منکر نه نهی وکړي .
جناب د. توفیق یوسف الواعي وایی: ( د موفقه دعوتګر شروط دا دي : ۱- اسلام ۲- عدل ۳- توانایي ۴- استعداد ).
نو بیا هم جوته شوه که چیری دا شروط په هر چا کې په مطلقه توګه جمع شي نو هغه به یو موفقه دعوتګر اوسي .
د ټولنې په صلاح او یا فساد کې د ښځې رول:
ښځه له دې امله په دعوت کولو مکلفه ده چې الله تعالی د هغې په خلقت کې داسې استعدادونه ځای پر ځای کړي چې هغه په سړیانو کی هم نه شته .

ښځه د ټولنې مثبت او یا هم منفی خوا راکاږلو کې ډیر زیاد رول لري ، نن ورځ د اسلام دښمنان دا خبره په ډیره ښه توګه درک کړې چې د ښڅو په واسطه څه رنګ ټولنه بې لاریو خوا ته راوبولي .
یو تن د مستشرقینو نه په دی اړه داسې وایي: (د ټولنې د فساد او تباهئ لپاره فقط دو ه شیان کافي دي : ۱- ښځه ۲- د شراب پیاله ) .

نو له دې نه پوهیږو چې نن ورځ د ټولنې منفی لور ته د جهت ورکولو لپاره دا ښځې دي چې په تلویزیونو، ډرامو، سوداګریز اعلاناتو کې په خورا بې شرمئ او بی حیایئ راښکاره کیږي .
نو که چیرې یوه ښځه په ټولنه کې منفی رول لوبولې شي ، دقیقا کولای شي چې مثبت رول هم ولوبوي.

خو سوال دا دې چې دا کار به څنګه کیږي ؟ باید یوه ښځه څه رنګ د خپل استعدادونو نه کار واخلي؟ په کومو میدانونو کي باید رول ولوبوي ؟

د فعالیت میدانونه :

د ټولو نه لومړئ میدان د یوئ ښځې لپاره د هغې خپله کورنئ ده لکه څرنګه چې مو دې موضوع ته مخکې هم اشاره وکړه ، سربیره په هغې کولای شي یوه ښه روزونکې او معلمه اوسې چې د تعلیم او تربیت له لارې خلک سمې لاری ته راوبولي ، د مومنانو مور حضرت عایشه –رضی الله عنها – ددې قضیې بهترین مثال دې . حضرت عایشه –رضی الله عنها – به د تعلیم له لارې صحابه کرامو ته دین ورزده کوه.

هغه کولای شي چې د خپل قلم له قوت نه ګټه پورته کړي او د مختلف موضوعاتو په لیکلو سره خپل پیغام تر ټولو ورسوي . همدا راز کولای شي د نړئ پیشرفته ټکنالوژئ څخه خپل ددعوت په مجال کې ګټه پورته کړي البته د شرعیت په چوکاټ کې .
خلاصه دا چې یوه مسلمانه او دعوتګره ښځه کولای شي په هر میدان او هره ساحه کې چې حضور ولرې هلته خپل دعوی رول او موثریت خلکو ته وښایي .

تر ټولو د مخه:
خو باید له یاده ونه باسو چې دا ټول هغه وخت ممکن دي چې تر ټولو له مخې دعوتګره ښځه لومړئ خپل ځان له روحی او معنوي اړخ نه قوي وساتي ، په الله ایمان ولري او نیک عمل تر سره کړي ، خپل نفس تزکیه کړي ، عبادات په سمه توګه تر سره کړي، فرایض په وخت ادا کړي ، او د نوافلو د ترسره کولو لپاره لیواله اوسي ، صدقه ورکړي ، د فقرا او غریبانو سره مرسته وکړي ، ددې نړئ د زرق او برق او ظاهري ښکلا په پرتله آخرت ته ډیره ترجیح ورکړي ، تنها خپل ځان ته نه بلکې په داسې مواردو فکر وکړي چې مفاد یې عام وې ، د نورو اذیت وګالي او د بد چلند ځواب په نیکئ او حسن خلق سره بیرته ورکړي، ورځ یې د خلکو په ارشاد او شپه یې د خدای سره د رابطې په ټینګولو تیره شي ، او د ژوند هدف یی د الله رضا او په آخرت کې د هغې دیدار وي .
نو همدا وخت به وي چې یوه مسلمانه دعوتګره به د روحی نورانیت څخه مالامال وي او الله تعالی به یې په کارونو کې برکت واچوي ، دعوت به یی مثمره وي او خبرو کې به یې تاثیر، چې په آسانه به د مدعویینو په زړونو کې ځای پیدا کړي او ټول خلک به پری اعتماد او باور کوي .

دعوي او کورني چارو تر میځ همغږئ :

هر چیرته چې ښخه د دعوت په مجال کې بوخته وي هلته د دعوتګرې ښځې د کورني چارو او دعوتې کارو ترمیځ یو دقیق همغږئ ته اړتیا وي ، ځکه زمونږه اکثره دعوتګرو خویندو په ژوندانه کې د ستونزو او مشکلاتو په راتلو سره بیا په مختلفه بهانو هِغوی د دعوت له لارې شاته پاتې شي ، د بلیګې په توګه اکثره خویندې د واده کولونه وروسته چې کله د کور او بچیانو خاوندې شي همت یی ضعیف کیږي او د دعوت لار پریږدي .او یا هم کله کله د دعوتي چارو له ډیرکثرت په پلمه کورني چارې ورنه پاشل کیږي.

دا هغه خطر ناک حالت دې چې هره دعوتګره خور په دې حالت کې د واقع کیدو د مخه باید ورته ذهنا آماده وي او یو دقیق پلان ورته جوړ کړي په کوم کې چې باید خپل اولویتونه په صحیح توګه درجه بندي کړي.

باید دا استعداد ځان کې پیدا کړي چې څه رنګه وشي کولای لوی مصلحت ته په وړوکې مصلحت ، د اکثریتو مصلحت ته په اقلیتو مصلحت، دایمي مصحلت ته په موقتی مصلحت ، جوهري مصلحت ته په شکلي مصلحت ترجیح ورکړي .
زمونړه دعوتګره خور باید دقیقا متوجه اوسي تر څو په مشترک ژوند کې خپل خاوند اعتماد او باور تر لاسه کړي او هغه د دعوت د کار په اهمیت وپوهوي .

باید خپل خاوند ته دا احساس ورکړي چې په دعوتي چارو کې بوختیدل کله هم په دې معنی نده چې هغه به د کورنئ چارو کې ضعیفه کیږي . باید خپل خاوند ته دا ثابت کړي چې هغه کولای شي په یو وخت کې هم کورنئ چارې په احسنه بڼه مخ ته بوځي او هم ددعوت په سنګر کې تر ټولو په لومړئ کتار کې ودریږي.

الحمد لله مونږ د اسلامي تاریخ نه نیولې تر اوسني عصره په دعوتګرو خویندو کې داسې ډيره تکړه بیلګې لرو چې په هر عصر کې د بیلګې په توګه ځلیږي .
چونکه زمونږ د بحث موضوع معاصره دعوتګرې ښځې دي نو زه به هر هغې دعوتګرې خور ته چې غواړي ددعوت په مجال کې تر ټولو مخ کښه وي د معاصره دعوتګرو خویندو یو څو بیلګې په لاندې ډول وړاندې کړم :

اول: ام نضال ( د فلسطین خنثاء )

مریم محمد یوسف محیسن د (فلسطین خنثاء ) او یا هم ام نضال فرحات په نامه مشهوره ده. ام نضال یوه مسلمانه دعوتګره ، مربي، مجاهده او سیاستمداره ښځه وه .

خپل درې اولادونه یې په فلسطین کې شهیدان ورکړي ځکه خو د فلسطین خنثاء په نامه مشهوره ده .
د فلسطین خنثاء یا ام نضال داسی یوه مبارزه او مجاهده ښځه وه چې په فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو مقابل کې د دعوت او جهاد سنګر کې جنګیدله . دغې مبارزې خور خپلې مبارزې ته د کال ۱۹۹۲ م نه پیل وکړ .

ویل کیږي چې ام نضال به تل د مسلمانه او مبارزه فلسطیني ځوانانو په اړه اوریدل چې هغوې د پټیدو لپاره ځای نه لري ، نو ددغې مجاهدې ښځې په ذهن کې دا قضیه راغله تر څو خپل د کور شاته یو پټن ځای جوړ کړي ، نو په دا راز ددی مبارزه او دعوتګره خور کور د مجاهدینو لپاره په یو ښه پټن ځای بدل شو .

میلاد او نشات :
په کال ۱۹۴۹ م کې د غزې په یوه ساده کورنئ کې زیږدلې ده . لس ورونه او پنځه خویندې لري . د شجاعی په منطقه کې یې ژوند کوه او د فتحي فرحات سره یی په داسې حال کې واده کړې چې هغه د دولسم ټولګې زده کونکې وه ، خو واده کله هم د هغې مخه ونه نیوله ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

کله چې د ثانوي دورې آزموینو ته تله نو خپل په اولني ماشوم امید واره وه . شپږ زامن او څلور لورګانې یی درلودلې .
د ام نضال په نامه کتاب چې د پیدایښټ نه تر مړینې پورې ټول حادثات پکې ذکر دي :

د (سنبله وسیف) په نامه یو کتاب چې د دکتور عطاالله آبو السبح دې ، د ام نضال د ژوندانه ټول داستانونه ورکې درج دي . د فلسطین د تشریعی مجلس له لورې په کال ۲۰۱۴ م کې ددې کتاب د نشر لپاره محفل نیول شوې وو .

د تشریعی مجلس رئیس د هغې په اړه داسې وایي: (ددې کتاب په تقدیم کولو زما لپاره خاص شرف او اعزاز حاصلیږي ، ځکه کله چې په دې کتاب کې د ام نضال په اړه بحث کیږي نو لکه د یوې با ارزښته داخلاق او فداکاریانو موسوعه چې وړاندې کیږي ) .

ددې کتاب لیکونکې(د .عطا الله ابو السبح) د ام نضال په اړه داسې وایی:( دا چې ما د ام نضال په شان ښځې په اړه کتاب لیکلې نو زه په دې ویاړم ځکه ام نضال د فلسطین د خلکو داسې یوه بیلګه ده چې یوه ورځ یی هم خپل له لاسه ټوپک نه دی ایښې ، ام نضال قامت د هر قلم نه لوړ او د هر قیمت نه قیمت تره دې ).

د قوماندان عماد عقل ترورکیدل ددې په کورکې :
قوماندان عماد عقل په حماس حرکت کې د (کتائب القسام) ډلې مشر وو چې داسرائیلي ځواکونو یو خاص ټارګیټ او هدف وو ځکه دا ځوان د هغوی په مقابل کې یو شدید خطر بلل کیده آن تر دې چې اسرائیلو ځواکونو لپاره یې توپیر نه کوه چې دا سړې ژوندې یا مړې تسلیم کړي بلکه مهمه دا وه چې ددې د شر نه خلاص شي .

قوماندان عماد عقل بع د ورځې له خوا د ښمنو سره جنګیده او د دشپې له خوا به د ام نضال په پټن ځای کې د نورو مجاهدینو سره یوه ځای اوسیده . یوه ورځ یو تن د اسرائیلي ځواکونو نه ددې په ځای پوه شوې وو نو دماښام له خوا یی د ام نضال کور محاصره کړ، ام نضال سره یوه تفنګچه وه چې هغې سره یې تر ډیره حده مبارزه وکړه خو په خواشینئ سره چی په پای کی قوماندان عماد عقل په داسې حال کې چې روژه یی هم په خوله درلوده په ۷۰ مرمیو سره شهید کړ .

د ام نضال اجتماعی او دعوی فعالیتونه :
ام نضال په تغییر والاصلاح جریان کې د تربیت د لجنی مسووله وه او همدا راز د (جمعية الشموع المضيئه) موسسې کې رئیسه هم وه . ام نضال په ډیرئ اسلامي ندوو ، محاضرو غونډو کې ګډون کړې وو.

د ام نضال سیاسي فعالیتونه :
ام نضال خپه ونډه په ډیره ښه توګه ترسره کړه کله چې هغه په حماس حرکت کې د التغییر والاصلاح په جریان کې تشریعي مجلس ته کاندیده شوه . دا ښځه مختلفه وفودو سره اکثره هیوادونو ته سفر هم کړې دې تر څو چې د غزې خلکو ته نړیواله مرستې هم را جلب کړي .

د ام نضال عسکري جهاد:
ام نضال د کتائب القسام مجاهدینو ته ځای ورکولو سره شخصا خپله د قسام ډلې سره په اسرائیلي ځواکونو راکټو ویشتلو کې ونډه اخیسته ، په زړه پورې خو دا ده چې دا مبارزه ښځې به د روژې په میاشت کې د مجاهدینو په سنګرونو ګرځيده او مجاهدینو ته به یی خواړه ویشل.

د ام نضال کور څلور وارې د راکټونو د بمبارد لاندې شوی:
د ام نضال کور څلور وارې د اسرائیلۍ ځواکونو له خوا د بمبارد هدف کرځیدلې . کله چی اسماعیل هنیئه د دولت څخه وغوښتل تر څو د هغې کور دوباره ترمیم شي نو دولت ددې کار څخه ډډه وکړه ، خو بیا ورورسته د دولت له خوا د هغې د کور څلور خواو ته چې کوم کورونه ویجاړ شوي وو د جوړیدو حکم صادر شو نو په دې لړ کې د ام نضال کور هم بیا دوباره جوړ شو.
وفات : ام نضال د ډیرو ناروغیو له آمله او وروسته له ډیر تداوي چې په مصر ، غزه او سوریه کې یې وکړه دغزې په الشفا روغتون کې وفات شوه .

دویم : زینب جباره

ډیرئ داسې خلک وي چې دې نړئ کې سترګې خلاصې کړي ، خوري ، څکي ، کینې ، پاڅي او وروسته بیا مري خو څوک یې هم د وفات وروسته نه یادوي ، دداسې خلکو ژوند هم لکه د مرګ په شان وي ، خو بالمقابل ‌ډیر لږ داسې خلک هم وي چې وروسته له وفات نه هم بیا لکه د ژوندیو په شان د خلکو په زړونو کې ځای لري ، له همدې ډلې ده د قدر وړ او معززه خور زینب جباره ، هغه څوک چې د اسلام هم و غم یې په خپلو اوږو پورته کړې وو .

زینب جباره په اسلامي بڼه روزل شوې چې داسلامیت او تقوا نشان د ځوانئ په دوران کې په هغې کې لیدل کیده .
زینب جباره خپل ټول عمر اسلام ته د خدمت لپاره وقف کړې وو ، هغه به په غریبو کورنیو ګرځیده او دهغوی ستونزې به یی حلولې او د ډیرئ بی وزلو اوږو نه به یې بارونه اوچتول.

هغې یواځې په همدومره بسنه نه وه کړې بلکې د ډیرو داسې زده کونکو لپاره چې د نورو هیوادونو نه به مصر ته راتلل مرسته کوله او هغوی ته به یې د خپل شخصي حساب نه د هستوګنې ځای ورکوه په خاصه توګه د فلسطین زده کونو سره به یې مرسته کوله .

همدا راز ځینو بی وزله خویندو ته به یې د واده فرصت برابروه او د هغوی مصارف به یې ورکول .
ددې ټولو سربیره به یې ځینو خویندو سره داسې مرسته هم کوله چې د خپل شخصي پیسونه به یې هغوی حج ته لیږل او دهغوی ټول مصارف به یې ورکول .

زینب جباره او ټولنیز کارونه:
زینب جباره خپل ځان لپاره ډير لوړ اهداف ټاکلې وو خو دې اهدافو ته د رسیدو لپاره به یی ځان یواځې ګڼه نو د یو لړ مسلمانو خویندو لکه د حرم اللواء علي پاشا اسلام ، او حرم احمد بک او ددوی په شان نورو مسلمانه خویندو سره خبرې وکړې او یوه ډله یې جوړه کړه . دا ډله داسې یوه ډله وه چې دنیاوي کارونه دوی ته ارزښت نه درلود او دنیاوي ارښتونو به دوی کله هم د دین امر نه منصرفه نکول.

په کال ۱۳۵۶ هجری چې د میلادي کال د ۱۹۳۷ سره سمون لري دوی د السیدات المسلمات ډله جوړه کړه. دا ډله د ډیرې لږې مودې وروسته په داسې یوه ډله بدله شوه چې په جهاد او مثمره عمل کې به مثال ورکول کیدل.
دې مجموعې لپاره یې اهداف اوسائل وټاکل . ددې ډلې د مشترکینو تعداد ۵۰ خویندو ته ورسیده .

دا ډله په وزارت کې په رسمي توګه ثبت او راجستر هم شوې وه .

د السیدات المسلمات ډلې د جوړولو نه د زینب جباره اهداف:
1. د الله تعالی توحید ته بلنه.
2. د ښیګڼو د نشر لپاره جهاد او د رزائلو سره مبارزه .
3. د بی وزلو کورنیو سره مرسته تر څو هغوی په سړکونو د سوال کولو نه وژغوري .
د زینب جباره عملي هڅې :

  1. زینب جباره په کال ۱۹۴۵ م کې یو دیني معهد بنا کړ چې خاص د یتیمو نجونو لپاره وو تر څو له دې لارې وشي کولای چې یو په ښځو کې یو اسلامي نسل وروزي ، داسې یو نسل چې د الله تعالی او وطن په ارزښت او قیمت پوه شي . او له دې لارې توانیدلې وي تر څو مسلمانه نجونې د استعمار او تبشیر له خطره نه وژغوري .

  2. زینب جباره په کال ۱۹۴۶ م کې یو د خیاطي مرکز هم تاسیس کړې وو ، ترڅو له دې لارې وشي کولای داسې نجونې وروزي چې خپل د ژوند مصارف او خرچه په خپله پوره کړي .

د زینب جباره اداري هڅې :
وروسته له انتخاباتو کله چې زینب جباره د السیدات المسلمات ډلې د مشرې په توګه وټاکل شوه نو هغې خپل د اداري عمل د تنظیم لپاره زیار وباست .

هغې یوه مالي لجنه جوړه کړه چې په راس کی یی یو لړ خویندو مسولیت درلود . یوه لجنه یې په مختلفو مواقعو کې مناسبتی محفلونو نیولو لپاره تعینه کړه ، بیا یې د دعوت او ارشاد لجنه جوړه کړه.

د االسیدات المسلمات په اړه د المصور جریدې نظر :
د السیدات المسلمات ډلې یو وارې د دې ډلې دتاسیس په مناسبت یو نندارتون جوړکړې وو چې په هغې کې د لاسي صنایعو ډیرې ښایسته بیلګې وړاندې شوي وي .

په دې نندارتون کې د دې ډلې مشرانو خویندو هم حضور دلود او په دې نندارتون کې یو لړ خویندو په زره پورې ویناوې هم وکړې د بیګې په توګه یو تن د خویندو نه داسې وویل: (زما ګرانو خویندو! الله تعالی په دې پوهیږي چې زمونږ هدف یوازې زمونږ په وجدان اوضمایرو کې د الله تعالی د دین نصرت او کامیابي ده ).

دریم : خوله العناني :

خوله العنانی یوه ادیبه ، دعوتګره اردنی میرمنه وه چې د ( ام احسان الحلو) په نامه مشهوره وه.
خوله یوه داسې لیکواله دعوتګره ښځه وه چې دخپل قلم په واسطه یې خپل فکر ته خدمت کوه ، او د مختلفو موضوعاتو په اړه لکه د بیلګې په توګه : مسلمانه کورنې ، او د ماشومانو په اړه یې داسی لیکنې کولي چې د امت اصلاح او روښانه آینده پکې لیدل کیده .

خوله العنانی په اردن هیواد کې زیږیدلې ده ، او خپلې ټولې زده کړې یې په عمان کې کړې دي ، لیسانس یې په کال ۱۹۷۸ م کې د فزیک په بخش کې کړي .

شاید په ظاهري بڼه ددې په تخصص او د دعوت مجال کې ډیرواټن لیدل کیده مګر خوله العناني ددې دواړو ترمینځ رابطه په مختلفو مواردو کې واضح کړې او ویل به یې : (ما به په فصیحه عربي ژبه د ډير پخوا نه خبرې کولې چونکه ما ددې ژبې سره ډیره مینه درلودله او فصیحه عربي ژبه زما اصلي هویت چوړوي . کله چې زه په متوسطه مرحله کې وم زما یوه دعربی ژبې یوه معلمه وه چې په ماکې دا احساس پیدا کړ تر څو باید زه دتعلیم په میدان کې لوړ پوړونه ته ځان ورسوم او د همغې له هڅې له وجهی ما وشو کولای چې د فزیک رشته پای ته ورسوم ، نو کله چې بیا زه د زده کړو نه خلاصه شوم او ثانوی مرحلی ته می فزیک درس ورکوه نو په دې باور ورسیدم چې دا نسل یوازې فزیک ته نه بلکه د فزیک نه سربیره په لومړئ بخش کې صحیح تربیې ته اړتیا لري ، همدا سبب شو چې خوله العنانی مختلفې لیکنې وکړي .

خوله العنانې خپلې تربیوي پروسې په چارو کې کورنئ ته ډیر ارزښت ورکوه او په دی اړه یې مختلفې لیکنې وکړې ځکه د هغې په آند کورنئ د ټولنې اساس او بنسټ جوړوي ، کله چې مونږ وشو کولای چې کورنئ اصلاح کړو نه ټولنه به خپل په خپله اصلاح شی.
خوله العنانی د مسلمان ماشوم لپاره د کتابونو یوه سلسله د ( البیان في تعليم قراءة وكتابة لغة القرآن ) په نامه په څلورو جلدونو کې وړاندې کړه .

کابو لس کالو را په دیخوا خوله العنانی د کورني ژوند په اړه ، د ځوانانو په اړه او د ماشومانو د تربیې په اړه تربیوي درسونه وړاندې کوي .

خوله العاني ډیرئ کتابونه هم لیکلې دي لکه د بیلکې په توګه : (رخیامیات لبیت القبله) کتاب چې په ادبی اسلوب یې د کورنئ د مسلمانې کورنئ د پایو په اړه یې پکې په زړه پورې مسایل ذکر کړي .

د. ابتسام الجابری :

ډاکتره ابتسام د بدر بن عوض الجابری لور او یو سعودی دعوتګره وه . د ام القری پوهنتون کې د دعوت او اصول دین په فاکولته کې د علوم القرآن او تفسیر استاده وه . خپل لیسانس یې کال ۱۴۲۲ هجری – ۱۴۱۲ هجری د امام محمد بن سعود اسلامی پوهنتون کې په شرعیاتوپوهنځي کې اخیستې . او په کال ۱۴۲۰ هجری د علوم القرآن او تفسیر بخش کې د امیره نوره پوهنتون کې ماستري اخیستې .او همدې پوهنتون کې یی په کال ۱۴۲۲هجری کې د تفسیر او علوم القرآن بخش کې دکتوار هم اخیستې .

د. ابتسام د دعوتي مجال سر بیره په اکادمي مجال کې هم بوخته وه ، تقریبا ۱۳ کاله یعنی (۱۴۳۳-۱۴۲۰ ) په جده کې د دار الاسره مدیره وه .

وروسته بیا په (۱۴۱۱-۱۴۰۸) کې تقریبا ۱۰ کاله په مختلقه دارالحفاظونو کې لکه د دارالذکر ، دار الفرقان او ام المومنین زینب –رضی الله عنها – دنده تر سره کړې ده .
ورورسته بیا د ام القری پوهنتون کې د کال (۱۴۳۳-۱۴۳۱ ) د اصول دین فاکولتی مسوله هم وه .
ډاکتره ابتسام مختلف تالیفات هم درلودل د بیلګې په توګه : ( كتاب المنهج السوي في رواية الامام السوسي عن أبي عمرو البصري) او ( الثقافة الإسلاميه و مرتكزات الثبات المعاصرة) کتاب .

ډاکتره ابتسام مختلف بحثونه هم لیکلی دي د بلیګې په توګه : ( سنیة الإبتلاء في ضوء ثلاث آیات فی سورة البقرة ) ، ( رعاية النساء فی ضوء سورة النساء) ،( سوء الظن فی ضوء القرآن الکریم والسنة) ، (مهارات القیادة النساییة فی ضوء الآیات القرآنیة ) .
ډاکتره ابتسام سربیره له دی کتابونو او بحثونو په مختلف مجلو او اخبارو کې مقالې هم لیکلې چې دی مقالو به شرعی ، دعوی او اجتماعی روابط په بر کې دلودل.

د بحث پایلې :
1. د خدای لوری ته دعوت یو ډير مقدس او با ارزښته کار دی.
2. دعوت داسی یو نعمت دې چې الله تعالی یواځې خپل ګران بندګان پرې نازوي .
3. دعوت کول یوازې د نارینه وو کار نه بلکې ښځې هم باید په دې کار کې ونډه و لرې .
4. ښځو لپاره دعوت کول کاملا یو ممکن کار دې ځکه مونږ د ډیرئ داسې خویندو بیلګې لرو چې د جناب رسول الله –صل الله علیه وسلم – له وخت نه نیولې تر اوسني معاصره عصرو پورې یې به بهترینه او مثمره توګه دعوت کړې .
5. ښځه په ټولنه کې د خپل رول لوبولو سره کولای شي ټولنه کې مثبت بدلون راوړي .
6. دعوتګره ښځه باید د صحیح اولویت بندي په ذریعه د دعوت او کورنئ چارو تر میځ سمون راوړي .
7. په اوسنئ عصر کې مسلمانو دعوتګرو خویندو ته په کتلو سره باید ځان لپاره بیلګه واخلو او له هغوی نه ډیر څه زده کړو.

د مراجعو فهرست:
1. قرآن کریم
2. الشیباني : أحمد بن حنبل أبو عبدالله الشيباني، مسند الإمام أحمد بن حنبل، مؤسسة قرطبة – القاهر، ۶ جلده .
3. السِّجِسْتاني : أبو داود سليمان بن الأشعث السِّجستاني، سنن أبي داود، تحقیق محمد محيي الدين عبد الحميد، دار الفكر.
4. د یو لو نخبه مفسرینو په لاس لیکل شوی : التفسير الميسر ، مجمع الملك فهد لطباعة المصحف الشريف – السعودية، دویم چاپ ، یو جلد .
5. الشعراوي: محمد متولي الشعراوي، تفسير الشعراوي، مطابع أخبار اليوم، ۲۰ جلده .
6. الجعفي: محمد بن إسماعيل أبو عبدالله البخاري الجعفي، الجامع الصحيح المختصر، دار ابن كثير ، اليمامة – بيروت، دریم چاپ 1407 – 1987 ، تحقیق د. مصطفى ديب البغا أستاذ الحديث وعلومه في كلية الشريعة – جامعة دمشق ، ۶ جلده .
7. النيسابوري : مسلم بن الحجاج أبو الحسين القشيري النيسابوري ، صحيح مسلم ، دار إحياء التراث العربي – بيروت ، تحقيق : محمد فؤاد عبد الباقي ، ۵ جلده .
8. الواعی: دکتر توفیق یوسف الواعی ، بانوان در عرصه دعوت وتبلیغ ، ترجمه : نرګس پروازی ایزدی ، ناشر احسان ، اول چاپ ۱۳۸۱ ، ص ۶۹.
9. انترنت سایت ویکیپډیا الاخوان المسلمین.
10. www.lahaonline .com
11. ویکیپډیا

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذ

[1]  التوبه 71

[1]  النحل ۳۶

[1] فصلت ۳۳

[1] التفسير الميسر ، لیکل شوې د مفسرینو د یو مجموعی په واسطه ، ناشر : مجمع الملك فهد لطباعة المصحف الشريف – السعودية ،دویم چاپ 1430هـ – 2009 م ، اول جلد ، ۴۸۰ صفحه .

[1]  التوبه ۷۱

[1] آل عمران ۱۱۰

[1] البخاري : محمد بن إسماعيل أبو عبدالله البخاري الجعفي ، دار ابن كثير ، اليمامة – بيروت،دریم چاپ 1407 – 1987 ، تحقیق : د. مصطفى ديب البغا أستاذ الحديث وعلومه في كلية الشريعة – جامعة دمشق ،  دحدیث رقم ۸۵۲ ، جلد ۱ ، صفحه ۳۰۴ .

 

دا حدیث د صحیح مسلم په کتاب کی هم په لاندي آدرس تخریج شوې دې :

النيسابوري : مسلم بن الحجاج أبو الحسين القشيري النيسابوري ، دار إحياء التراث العربي – بيروت ، تحقیق محمد فؤاد عبد الباقي ، دحدیث رقم ۱۸۲۹ ،جلد ۳ ، صفحه ۴۵۹ .

[1]  آل عمران ۱۰۴

[1]  الشعراوي : محمد متولي الشعراوي ، تفسير الشعراوي ،ناشر مطابع أخبار اليوم ، د اجزاو عدد ۲۰ . جلد ۳ ، صفحه ۱۶۶۴ .

[1] الشيباني: أحمد بن حنبل أبو عبدالله الشيباني ، مسند الإمام أحمد بن حنبل ، ناشر مؤسسة قرطبة – القاهرة ،جلد ۳ ، صفحه ۴۹ .

[1]  الواعی: دکتر توفیق یوسف الواعی ، بانوان در عرصه دعوت وتبلیغ ، ترجمه : نرګس پروازی ایزدی ، ناشر احسان ، اول چاپ ۱۳۸۱ ، ص ۶۹.

[1]  (جمعية الشموع المضيئه) په غزه کې یوه خیریه موسسه ده چې  کار یې فقط  کونډو ،بی وزله ښځو او دهغوی اولادونولپاره کار کوي .

[1]  د ام نضال په اړه ټول معلومات د ویکیپډیا له سایت څخه اخیستل شوي او د عربي ژبې نه ژباړل شوي دي .

[1]  د زینب الجباره په اړه تول معلومات  د ( ویکیپډیا الاخوان المسلمین) د صفحې څخه اخیستل شوي او د عربی ژبې نه ژباړل شوي .

[1]  د خوله العنانی په اړه تول معلومات د دې سایت نه اخیستل شوی : www.lahaonline .com .

[1]  د ډاکتره ابتسام الجابری په اړه ټول معلومات د www.lahaonline .com سایت نه اخیستل شوی او د عربي ژبی نه ژباړل شوی.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: