مصطفی کمال اتا ترک

مصطفی کمال اتا تُرک:۱۸۸۱تر۱۹۳۸

د زیـږېــدنې  نوم  یې مصطفا و. استاد یې ورته د «کمال» نوم ورکړ. د لومړۍ  نړیوالې جګړې په مهال(۲۸جولای ۱۹۱۴تر ۱۱نومبر ۱۹۱۸) او د راتلونکې ترکیې لپاره د دغې جګړې د کرغیـړنو  نـتـیجو په مهال د عطاتـــرک شخصیت او ابتکار مهم وو.

لومړۍ نړیواله جګړه له  ۲۸  جولای ۲۰۱۴ تر ۱۱نومبر ۱۹۱۸ وغځیدله.  د عثماني سلطان (پـیـنـځم محمد / پینځه دېـرشم سلطان) او د  غربي متحدینو په مینځ کې ډزبند موضوع رامینځته شوه. دغه ۷۳ کلن سلطان  د ۱۹۱۸ د جولای په ۳ مړ شو. انګریز بحرسالار کالتورپ د عثمانیې د بحري چارو  وزیـر رؤف بای د ۱۹۱۸ د اکتوبر په ۳۰نیټه د ډزبـند په تړون قانع کړ.  له ۶ میاشتې سیاسي تشې وروسته، د هغه ورور شـپـږم محمد د متحدیــنـو د  چترۍ  لاندې اخري (۳۶)عثماني سلطان شو، په ۱۹۲۲ کې له سلطنت  نه لرې شو او په دې ډول عثماني سلطنت پای ته ورسید. هغه وتښتید او په ایټالیه کې په ۱۹۲۶م کې   په حق ورسید. له ډزبند وروسته، په عثماني واکمنۍ  کې دیني شخړې، غلاګانې، شوکـې، او  جنګ سالارۍ رامیــنځته شوې. [دغې رټــلې وضعـې ما تــه هغـه کابل – ګيرکه او اسلام -چورکه  سړک الطوایفي را  په  زړه  کړه چې د ملي ارمان وژونکې ډله(اتحاد شمال) یې په سر کې ولاړه وه(اپرل ۱۹۹۲تر سپتمبر ۱۹۹۶). ولولئ: سمسور افغان، دویمه سقاوي. خپرندوی: دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه-جرمني. لومړی چاپ ۱۳۷۷ل/۱۹۹۸ز. دوهم چاپ ۱۳۷۹ل/۲۰۰۱زییز].

عربانـو د عثماني سلطنت  په ضد د لومړۍ  نړیوالې جګړې د متحدینو سره ملاتړ وکړ. عـثماني پوځ چې په سوریه  او فلسطین کې ماتې خوړلې وه، سوکه سوکه یې ځان د عطا تـرک په کماندو کې تنظیم کړ. عطا ترک په لیبیا کې د ایټالویانو په ضد وجنګید(۱۹۱۱) او ورپسې یې د بالکان په جنګونو کې (۱۹۱۲تر ۱۹۱۳) برخه لرله. د عطا  ترک عسکري شهرت هغه مهال زیات شو چې  د لومـړۍ نړیوالې جګړې په مهال یی په ۱۹۱۵م کې  په دردنیلیس (شمال-غربی ترکیه) کې د متحدینو قواو ته درانه تاوانونه واړول. په منوره  مدینه کې  د عثماني سلطنت قواو بری نه و کړی او جنرال فخري پاشا د ۱۹۱۹ په فبروري کې تسلیم شو. په دغه ډول  ګډوډۍ کې د ولس او عسکرو توجه عطا ترک ته راوګرځیــدله(هغه سربیره په عسکري د سیاسي موضوعګانو سره هم علاقه لرله). سلطان د عطا  ترک د تکفیر حکم  ورکړ. خوهغه د عثماني سلطنت  له ماتــې پاتی برخې ته نجات ورکړ. عطاتـرک د خپـلې ډلې سره په اناتولیا(کوچنۍ اسیا) کې یو نوی تــرکي حکومت رامينځته کړ. د ۱۹۲۰ په اپـریل کې ملیګرانو په انقــره کې «لویه ملي غوڼـډه»(ګرینډ نیشنل اسمبلي) راوبلله او عطا تـرک یې خپل مشر وټاکه(دغه لویه ملي غوڼډه د افغانستان لویې جرګې ته ورته برېښي). په ۱۹۲۲کې عثماني سلطنت پای ته ورسید، او په ۱۹۲۳کې په ترکیه کې سیکولر(دُنـیـوي/غیردیني) جمهوریت رامینځته شو. عطا تـرک یې ولسمشر  شو. هغه په سپتمبر ۱۹۲۳م کې یوګوندیـز نظام(د خلکو ګوند) جوړ کړ. ورپسې په ۱۹۲۴م  کې «مترقي جمهوري ګوند» رامینځته شو. عــطا ترک څوګونـدیـز نظام غـوره ګاڼـه، او د ګاوڼـډیـو هیوادونـو سـره یې د ناپیــیـلتوب سیاست غوره کړ. په ۱۹۳۵م کې یې د «عطا ترک»(د ترکانو بابا) لقب په برخه  شو.

عطا ترک (۱۸۸۱تر ۱۹۳۸م ) په بیــوزله(ښایي کوچي) کورنۍ کې زېـږیدلی و. ښایی دیني معلومات یې له خپلې بیـسیوادې مور نه لاسته راوړي وي. هغه په  ۱۲کلنۍ کې عسکری لیسې ته داخل شو، هلته د  نیشنلیـزم  د اغیز لاندې راغی. د اصلاحاتو د منور لیکوال نمیک کمال لیکنو خوند ورکاوه. عطا ترک فکر کاوه چې  د رواجي دیني عالمانو او سلطانانو له امله یی هیواد وروسته پاتی شوی دی. عطا ترک په ځوانۍ کې د خپل هیواد د روڼ اندو لیکوالانو(نمیک  کمال او ضیا ګوکلپ) د مفکورو د اغيز لاندې راغلی و او په ځوانۍ کې د منورینو د انقلابي خوځښت (ځوان ترکانو) غړی شوی و. هغه په دې باور و چې اسلام د ترکیې پرمختګ ته پاټک  اچولی دی. خو ښایي چې د عرب قبیلو لپاره  به ښه و. عطاترک د خپل ملت وروسته والی په  دوه برخــو کې لیده: په عــثماني سلطنت او اسـلام کې. عطا ترک او نږدې سیاسي او اجتماعي ملګرو یي واکمني په ولکه کې نیولی وه ،او په ترکیه کې سیکــولریزم  او جمهـوریت تر دې دمه چلیـږي. شوروي اتحاد نوی ترکي جمهوري دولت په رسمیت وپیژاند. په نوي جمهوریت  کې څوښځتوب او جګې رومي خولۍ (چې زوڼـډی یې لاره) منع شوې. نوي حکومت  له ۱۰۰۰قبل المیلاد راهسې په ترکیه کې میشت یونانیان (تقریبا ۱،۴میلیون) یونان ته  تسلیم کړل او  په بدل کې یې له یونان نه ترکان ترکیې ته راوستل چې خپل ولس متجانس کړي او اقلیتي کړکیچونه حل کړي.

  1. R. Palmer and Joel Colton, A History of the Western World. New York: Alfred Knopf, 1978, pp 746-750

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب