مریخ

د سپوږميو شمېر:2
کتله: د ځمکې 11%
قطر: 4217  ميله
کال:‌ د ځمکې 1.9 کاله
ورځ: 24.6 ساعته
د حرارت درجه: د فارنهایټ له  190 – څخه تر  +60درجې
له لمر څخه فاصله: ‌له لمر څخه څلورمه سياره ده چې 142 ميلیونه ميله لرې والی لري.

مريخ څه ډول سياره ده؟

مريخ له لمر څخه لرې څلورمه سياره ده. دا هم يوه خاورينه سياره ده. په دې معنی چې یوه سخته ډبرينه سطحه لري چې ګامونه پرې اخيستل کېږي. د مريخ سطحه وچه ده او زیاتره برخه يې په يو ډول سور ګرد او سرو ډبرو پوښل شوې ده. له ځمکې څخه موږ ته مريخ سور ښکاري.

مريخ په شمسي نظام کې تر ټولو په زړه پورې طبيعي جغرافيايي جوړښتونه لري. اولمپس غر چې اوس د يو غیر فعال آتشفشان شکل لري، د شمسي نظام ترټولو لوړ غر بلل کېږي. دا غر د ايورېسټ غره درې چنده لوړ او د مريخ له سطحې ۱۶ متره پورته ولاړ دی. د مريخ يو بل لوی جغرافيايي جوړښت یوه لويه او ژوره دره ده، چې د مرينريس Marineris وادي په نامه يادېږي. دا وادي په زرګونه ميله اوږده او ۴ میله ژوروالی لري.

د مريخ موسم

مريخ زیاتره وخت د دوړو او ګردونو ستر طوفانونه لري چې له چټک باد سره ملګري دي. د ګرد دغه طوفان د لمر په انرژۍ رامنځته کېږي او دومره لويېږي چې تر څو ميله لوړوالي اتموسفیر ته ګردونه پورته کوي او د سيارې زياتره برخه نيسي. ځينې طوفانونه دومره لوی دي چې ان پر ځمکه هم د ستور پوهانو له خوا ليدل کېږي.

له ځمکې سره د مريخ پرتله

مريخ له ګڼو لارو له ځمکې سره ورته والی لري. د مریخ کال او ورځ د نورو سيارو د ورځې او کال په پرتله ځمکې ته ډېر ورته دي. مريخ د ځمکې په څېر يوه خاورينه سياره ده. مريخ د قطر او کتلې له پلوه د ځمکې په پرتله يو څه کوچنی دی.

د ځمکې برعکس، مریخ یو خورا نازک اتموسفیر لري چې زياتره له کاربن څخه جوړ شوی دی. له دې کبله مریخ د ځمکې په پرتله د فارنهايټ -70  درجې سوړ دی.

داسې شواهد موندل شوي دي چې د ځمکې په څېر، يو وخت د مريخ پر سطحه پرانستې اوبه په مايع شکل موجودې وې. ښايي ميلياردونه کاله پخوا د مريخ پر سطحه ژوند هم موجود وو.

د مريخ په اړه مو څه ډول معلومات ترلاسه کړي دي؟

مريخ يوه له هغو سيارو څخه ده، چې مطالعه کول يې له ځمکې هم آسانه دي. دا سياره خورا نږدې او څرنګه چې د ځمکې په پرتله له لمره لږ څه لرې ده، ليدل يې د شپې له خوا په آسمان کې آسانه دي. مرينر ۴ (Mariner 4)هغه فضايي بېړۍ وه، چې په 1969 کال کې يې د لومړي ځل لپاره د مریخ نږدې انځورونه راوړل. له هغې وروسته څو پلټونکو فضایی بېړیو له مریخ څخه کتنه وکړه. ويکينګ ۱ (Viking 1)، ويکينګ ۲ (Viking 2) او پات فاينډر لينډرز (Pathfinder landers) د مريخ پر سطحه ښکته او د مريخ له سطحې يې موږ ته تصويرونه راولېږل. دوی د مریخ خاوره هم تحليل کړه. ښايي مريخ هغه لومړۍ سياره ده چې انسان پکې قدم ووهي. ګڼ خلک په دې باور دي چې دا کار ښايي په 2020 کال کې ممکن شي.

د مريخ په اړه په زړه پورې معلومات

دا سياره د رومیانو د هغه معبود په نامه نومول شوې ده، چې دوی پخپله عقيده د جګړې خدای باله. يونانیانو به په خپل معبود پسې دې سيارې ته د بهرام يا “Ares” نوم اخیسته، چې د دوی په عقیده د جګړې خدای و.

د مريخ دوه سپوږمۍ د فوبوس Phobos او ډیموس Deimos په نومونو يادېږي. دا چې په مريخ کې کوم سمندر نشته، له دې کبله تقريباً د ځمکې هومره وچه سطحه لري.

لرغونو مصریانو مريخ د هار دشر “Har decher” په نامه يادوه، چې د سره جسم په معنی دی. يو شخص چې پر ځمکه ۱۰۰ پاونډه وزن ولري، د مريخ پر سطحه يې وزن ۳۸ پاونډو ته راکمېږي. ځينې ساينس پوهان په دې عقيده دي، چې مريخ يو وخت په اوبو پوښل شوی و.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب