یونلیکونه او خاطرې

مريض او ګناه كول| خاطره

يو وار زه ديوه مريض پوښتنې ته لاړم، چې ډېر خطرناك مرض نيولى و. دهغه مرض له امله د هغه جسم دومره كمزورى او هډوكي يې ورته اوبه كړي و، چې انسان ورته حيران پاتې كېده.زما يو ملګري راته وويل چې ماته ډاكټر ويلي دي، چې د هغه مرګ رانزدې دى، خو په غيبو الله ښه پوهېږي.
زه په كلاره د هغه اطاق ته ورغلم ما داسې فكر كاوه چې هغه به د قرآن كريم په تلاوت مصروفه وي او يا به په جاينماز ناست وي د الله جل جلاله نه به بښنه غواړي.

ما په كلاره د هغه د اطاق دروازه وټكوله، د ننوتلو يې راته وويل: هغه نه و خبر چې زه څوك يم، كله چې د هغه اطاق ته ننوتم د هغه اطاق لكه قبر داسې و، په هغه اطاق كې يې په آيينه باندې ټوټه اچولې وه ترڅو دا مريض خپل ځان ونه ويني او خپلو غورځېدلي ويښتانو ته يې پام نه شي، كله چې مريض زه وليدلم په خپل كټ كېناست، د هغه سره د هغه نور ملګري هم ناست وو، هغوى د دې لټه كې وو، چې د هغه غم څنګه ورك كړي هغوى داسې فكر كاوه چې دوى په دغه كار سره د مريض تر ټولو لوى خدمت كوي.
هغوى هغه خنداوه او هغه ځوان هم خندلې او يا به يې د خندا كوښښ كاوه، خو د دې نه بې پروا و، چې د هغه عمل په كتابچه كې ليكل كېږي او په هر وخت كې هغه مړ كيدلى شي.

كله چې زه د هغه سره كېناستم د هغه له ملګرو څخه يو په تلويزون د لګېدلې بدلې غږ كلار كړ، ما ګومان وكړ چې زما راتګ هغوى خوښ نه كړ ما په زړه كې توبه وويستله چې دا څومره د سخت زړه خاوندان دي. ما ټوله كوټه د خپل نظر لاندې تيره كړه او د دې په لټه كې وم چې كېداى شي چېرته قرآن كريم يا هم جاينماز ووينم خو ډېر په خفګان سره دا وايم، چې هلته ما دا دواړه شيان ونه ليدل.

هو! د هغه په كوټه كې مجلې ډېر پرتې وې چې په يوې دفرانسې د ښايست د ملكې انځور و او په بلې د ډمانو انځورونه، په دريمه مجله د لوبو او څلورمه او همداسې پنځمه د دغه مجلو له پاڼو داسی ښکاریده چی هغه دغه مجلې څو و څو واره لیدلی وی .

كه رښتيا ووايم ما چې د هغه مرض او دې حالت ته كتل نزدې و، چې په ژړا شوي وم. د هغه ملګرو كوښښ وكړ، چې زه هم د هغوى سره په خندا كې شريك شم، خو ما به ځان تيرويسته او د هغوى خبرو ته به مې مسكا وكړه. هغوى همداسې په خپلو كې خندا كوله او يوه چې زما راسته لاس ته ناست و د هغه وروسته يې كومه واقعه بيان كړه كوښښ يې وكړ، چې ما وخندوي او هغه فكر كاوه چې هغه په ټولو كې ښه ټوكمار دى خو داسې نه و.

ما به چې مريض ته كتل هغه به د دوى خندا ته د دروغو مسكا وكړه د دوى خبرې په هغه ډېرې درندې وې، خو هغه غريب څه نه شو ويلى.
ما د هغوى نه رخصت واخيست د روغتون نه راوتلو په حال كې وم چې زړه راته وويل: دا مناسبه نه ده، چې زه هغه ته نصحيت ونه كړم او همداسې لاړ شم، كېداى شي دا زما او د هغه آخري ليدنه وي او رښتيا هم همدا زمونږ اخرنى ليدل و.

زه بيرته ور وګرځېدم دروازه مې په كلاره وټكوله او ور ننوتم د هغه له ملګرو نه مې اجازه واخيسته چې يو څو د قيقې ما او هغه يواځې پريږدي د هغه ملګري ووتل زه او هغه يواځې پاتې شوو.

هغه ماته راكتل ما ګومان وكړ، چې هغه په دې پوه شو چې زه څه ويل غواړم ما ورته سپينه وويل:
ياسره! دا وخت د ډېرو خبرو نه دى، ته پوهېږې چې ته په ما څومره ګران يې، ما خپل كارونه پرېښودل او ستا ليدلو ته راغلم، كله چې خبر شوم چې ته ناروغ يې ډېر و دردېدم. زه چې په خپل درد څومره دردېږم همدومره ستا په درد هم درېدلى يم. كه چېرې ته په خپل ځان اوښكې توې كړې زه به ستا لپاره وينې اوښكې كړم.

هغه خپل سر ښكته كړ او ژړا ونيو. زما سترګې راډكې شوې بيا مې ورته وويل:
ياسره! زه چې كله راغلم ماويل كېداى شي تا زه د قرآن كريم په تلاوت او يا هم په جاينماز ناست ووينم. ياسره! ډاكټرانو تاته ستا د مرض په باره كې ويلي دي، كېداى شې په دنيا كې څو ورځې نور ژوندى وى، نه پوهېږم چې را روانه جمعه به ته زمونږ سره يوځاى د جمعې لمونځ وكړې او كه به مونږ ستا لمونځ وكړو.

د ياسر ژړا نوره هم زياته شوه. ما ورته وويل:
ياسره! د چا چې د اعمالو كتابچه ټولېدونكي وي او د ژوند ورځې او ساه ګانې يې په خلاصېدو وي كېداى شي زمونږ دواړو همدا حال وي زه دا ويل غواړم كه چېرته يوكس په دې حال كې وي بيا خو هغه ته پكار دي چې يوه لحظه هم بغیر د استغفار او توبې څخه تيره نه كړي.

كه چېرته يو روغ انسان هروخت د الله جل جلاله ذكر، استغفار او هغه ته توبه باسي نو مريض ته خو بيا بيخي ضروري ده چې هره لحظه د الله جل جلاله نه بښنه وغواړي او استغفار وكړي.

ياسره! ستا هغه خبره چېرې ده چې يوه ورځ تا وويل:
انسان ته پكار دي چې د شيطان مخ ته لاړې توكړي او د هغه د وسوسو ښكار نه شي، په داسې حال كې چې اوس ته الله جل جلاله ته تر نور وخت ډېر ضرورت لرې څنګه د هغه څخه ليرې يې.

د هغه ژړا نوره هم زياته شوه او ما هم دا غوښتل چې د هغه زړه نرم شي او د الله جل جلاله لور ته رجوع وكړي، ما نورې خبرې هم ورته وكړې او بيا مې ترينه خداى پاماني واخيستله او لاړم. درې ورځې وروسته مونږ د هغه جنازه وكړه.

الله جل جلاله دې د هغه په حال رحم وكړي.
آمين

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: