اسلامي سیاست او دولتسیاست او دولت

مدني دولت څه ته وايې؟

ديموکراسي نظام پرته له مدني دولت څخه منځ ته نه راځي، نو بايد په دې پوه شو چې مدني دولت څه ته وايې؟

مدني دولت له هغه دولت څخه عبارت دی چې په قوميت او وطنيت باندې ولاړ وي، په دې معنا چې د وطن يو تن له بل سره مساوي دی.

په مدني ټولنه کې ټول هيوادوال مساوي حقوق لري، د دوی تر منځ هيڅ توپير نشته ځکه چې دوی د يو وطن تذکره او شناخت کارت لري، نو په دې اساس مدني دولت دين سره هيڅ ډول تړاو نلري، ځکه ديني دولت او حکومت او شرعي نظام د وطندارو ترمنځ د دين پر اساس توپير کوي، او د هغوی ترمنځ بيلتون راولي.

بيا ځينې وايې چې مدني دولت له دين سره هيڅ ټکر نلري، ځکه دين ټولنيزه او اخلاقي اړتيا ده، خو دين بايد له سياست څخه لرې وي او همدارنګه سياست هم بايد له دين څخه لرې اوسي، معنا دا چې د دين او سياست ترمنځ ډېره فاصله وي چې دا خبره د شريعت له اصولو سره په ټکر کې ده.

اوسنی مدني دولت په دری اصولو ولاړ  دی:

سيکولرېزم يا لادينيت( Secularism)

قوميت يا وطنيت (Nationalism)

ديموکراسي یا ولسي حاکميت (Democracy)

نو اوسنی مدني دولت سيکولري او لاديني بڼه لري، او د سيکولرېزم معنا دا ده چې دين له ژوند او سياست څخه بېل کړي او په عقيدوي او ديني اصولو باندې عمل ونه کړي.

اوسنی مدني دولت قومي دولت دی:

اوسنی مدني دولت خپلې خارجي او داخلي اړيکې د قومي او وطني په تنګو نظريو کې رانغښتي دي، چې دا ټولې نظريې د هيوادوالو او قوميانو لپاره ځانګړي دي او د بل وطن هيڅ يو تن نشي کولای چې ددې ځانګړنو څخه برخمن شي. د وطني هدف لپاره د وطني اصولو پرته نور هيڅ ډول اصولو ته اعتبار نشته اګر که هغه شرعي او ديني اصول وي، اوس وطنيت يو داسې هدف ګرځېدلی چې هر  ډول وسيلې روا کوي، نو هغه ولسونه تباه دي چې مدني دولت يې حاکمیت کوي، د مدني دولت لامله ولسونه يو بل سره سيالي پيدا کړه او د هغوی په منځونو کې يې جنګونه را ولاړ کړل ځکه هر يو ولس به د خپل وطن او وطندار څخه په دفاع کې بل وطن او ولس باندې حملې کوي، هغوی سره به تل په جنګ کې وي، اګر که هغه ولس چې دوی ورسره جنګ کوي مسلمانان وي، حال دا چې اسلام دا ډول دولت ردوي او دا نه مني چې يو قوم دی په بل قوم باندې غلبه پيدا کړي د اسلام دعوت نړيوال دعوت دی په ځمکه او جنس پورې محدود ندی.

مدني دولت ديموکراسي دولت دی:

کله چې سيکولرېزم دين له سياست او دولت څخه لرې کړ او قوم پرستۍ او وطن پرستۍ ته يې دعوت وکړ، نو په دې ډول مدني دولت هم ديموکراسي نظام خپل کړ ددې لپاره چې هر ډول فيصلې او هر ډول مصلحتونه ولسي غوښتنو کې محدودې کړي، حق هغه وي چې د ولس مصلحت او ګټې پوره کوي، او غلطي او باطل هغه وي چې د هغوی مصلحتونو او ګټو ته زيان رسوي، نو هر ډول مصلحتونه او ګټې د ولس خواهشاتو پورې تړلې وي، هغه څه چې پرون حرام وو نن ورځ کولای شي حلال شي او هغه چې پرون حلال وو کېدای شي حرام وګرځي.

ددې باطلې نظريې هدف څه شی دی:

له دې نظريو څخه جوتيږي چې سيکولران د دولت ټول فکري، سياسي، اقتصادي او ټولنيز واګي په خپل لاس کې اخيستي دي، دوی غواړي چې اسلام له پورتنيو ساحو څخه لرې کړي، دوی غواړي چې اسلامي اصول لرې او پر ځای ديموکراسي او کفري اصول پرمخ يوسي، نو په دې سره دوی خپلې شومو موخو ته رسېدلای شي.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close