محمد ﷺ ته د مکې د مشرکانو وړانديزونه

د مسلمانانو شمېر چې ورځ تر بلې زياتېدی او د مکې دوه لوی اتلان حمزه او عمر  رضي الله عنهما هم مسلمانان شول، قريشو په يوه بله دسيسه لاس پورې کړ، محمدصلی الله عليه وسلم ته يې څو وړانديزونه وکړل، لومړی دا چې يوه ورځ محمد  صلی الله عليه وسلم  په جومات کې يوازې ناست و چې عتبه بن ربيعه د قريشويوسردار د هغوی په مشوره محمد  صلی الله عليه وسلم  ته راغی او ورته يې وويل ای ! وراره ته په ټولنه کې يوه لويه مرتبه لرې  اود لوړ نسب څښتن يې تاخپل قوم ته يولوی امر راوړ چې په هغه دې د هغوی يووالی تيت کړ ،او هغوی ته دې کم عقلان وويل ،او دهغوی خدايان په نوم يادوې او د هغوی د پلرونو له لارې څخه دې سر غړونه وکړه زما خبر واوره زه يو څو شيان درته وړاندې کوم وگوره ،کيدلای شي ځينې يې ومنې ، رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وويل وايه زه يې اورمه

هغه وويل :که غواړې په دې کار شتمني ترلاسه کړې؛ نو موږ به دومره مال درته را ټول کړو چې تر ټولو ډېر شتمن به شې، او که غواړې لوړه مرتبه ترلاسه کړې؛ نو موږ به دې د ټول قوم مشر وټاکو، او که په دې کار پاچايي ته رسېدل غواړې؛ نو موږ به دې پاچا کړو، او که دا هر څه د يوې داسې ناروغۍ له امله وي چې ته يې درملنه نشې کولای؛ نو موږ به دې درملنه وکړو.

[irp][irp][irp]

د عتبه له خبرو وروسته  محمد  صلی الله عليه وسلم  سورة هود پيل کړ کله چې  دسجدې آیت ته ورسېد سجده يې وکړه عتبه غوږ ورته نيولی و او بيا يې عتبه ته وويل ای! ابوالوليده کوم څه چې دې واورېدل نو همدغه خبره ده.

دې هر څه په عتبه سخت اغېز وکړ خپلو ملگرو ته راغی او ورته يې وويل : ما له محمد څخه داسې څه واورېدل په الله مې دې لوړه وي چې هغه نه شعر ،نه کوډې او نه هم کهانت دی پرېږدئ مخه يې مه نيسئ د هغه عزت ستاسو عزت دی او تاسو به د هغه له امله تر ټولو نېکمرغه شئ  خو هغوی ورسره ونه منله او ورته يې وويل به تاباندې هم د هغه کوډواغيز وکړ عتبه ورته وويل : دا زما رايه ده نورچې تاسو هر څه کوئ ويې کړئ

له دې وروسته يوه ورځ بيا د لمر لويدو په وخت د قريشو مشران د کعبې شاته راټول شول او محمد  صلی الله عليه وسلم  يې راوغوښت هغه ډير په منډه راغی چې کیدای شي هغوی ښه اراده ولري خو هغوی بيا ټولې هغه خبرې ورته وکړې کومې چې عتبه مخکې د هغوی په استازيتوب ورته کړې وې

your ads

محمدصلی الله عليه وسلم ورته په ځواب کې وويل: زه نه ناروغ يم او نه درڅخه شتمني او مشرتوب غواړم، زه د الله جل جلاله  له لوري تاسو ته استازی يم يوازې د هغه پيغام تر تاسو رسوم؛ نو که يې ومنئ په دنيا او آخرت کې به سر لوړي ياست او که يې ونه منئ نو صبر به کوم څو الله پاک زما او ستاسو تر منځ خپله  پرېکړه وکړي.

د محمدصلی الله عليه وسلم کورنۍ سره د مشرکانو پرېکون

کله چې مشرکانو د بنو هاشم او بنو مطلب  ټینگه اراده وليده او پوه شول چې هغوی په هيڅ ډول هم محمد  صلی الله عليه وسلم  مشرکانو ته نه سپاري او د هر دوښمن څخه يې ساتنه کوي نود نبوت په اووم د محرم په لومړۍ شپه يې  په خپلو کې  يوداسې بد مرغه تړون لاس ليک کړ چې د بنو هاشم او بنو مطلب سره به ودونه نه کوي ،نه به راکړه ورکړه ورسره کوي ، نه به ورسره کښېني ،نه به د هغوی کورونه ته ورځي او نه به هم خبرې ورسره کوي تر څو يې محمد  صلی الله عليه وسلم  مشرکانو ته د وژلو لپاره نه وي سپارلی او پدې تړون ليک کې يې دا هم وليکل چې د هغوی سره به هيڅ ډول روغې جوړې ته نه رسيږي .

په پايله کې ټولو مشرکانو د محمدصلی الله عليه وسلم پر کورنۍ د خوراک او څښاک ټول توکي هم بند کړل، چې له امله يې مسلمانان اړ شول چې پوستکي او د ونو پاڼې وخوري، د لوږې له لاسه به د کمکيانو چيغې او نارې د باندې هم اورېدل کېدلې، ابوطالب به د محمدصلی الله عليه وسلم کلکه څارنه کوله او د خوب او ناستې ځايونه به يې ورته بدلول.

حکيم بن حزام به کله ناکله خپلې عمه خديجې  رضي الله عنها  ته څه غله دانه وړل چې يو ځلې ابوجهل وغوښتل مخه يې ونيسي خو ابوالبختري د هغوی دواړو په منځ کې ور داخل شو او حکيم بن حزام وتوانېد چې خپلې عمه ته غله ورسوي .

دا لړۍ د نبوت په لسم کال هغه وخت پای ته ورسېده چې محمدصلی الله عليه وسلم ابوطالب ته د هغه پرېکړه ليک د له منځه تللو خبر ورکړ چې مشرکانو په کعبه کې را ځړولی و، ابو طالب مشرکانو ته د محمدصلی الله عليه وسلم خبره وکړه هغوی چې ورغلل رښتيا هم د الله جل جلاله له نوم پرته ټول پرېکړه ليک وينو خوړلی و چې په دې سره مشرکانو د محمدصلی الله عليه وسلم د نبوت ستره معجزه په سترگو وليدله.

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب