افغانستان تاریخافغانستان مشاهیر

محمد ظاهر شاه

محمد ظاهر شاه
 
د ظاهر شاه پورترېت
واکمني8 د نومبر1933 – 17 د جولای1973 
۱۳ کاله،  ۱ میاشت او ۱۰ ورځې
لقبونهد ولس پلار – د ملت بابا
زېږون15 د اکتوبر 1915[۱]
زېږونځایکابل, افغانستان
مړينه۲۳ جولای ۲۰۰۷ میلادی (په ۹۲ کلنۍ کې)
د مړينې ځایکابل, افغانستان
هديرهمرنجان غونډۍ
مخکنی پاچامحمد نادر شاه
وروستنی پاچاپاچايي ړنگه شوه 
سردار محمد داود خان
د افغانستان ولسمشر په توگه
میرمنحميرا بېگم
سټهشهزادگۍ بلقيس
شاهزاده محمد اکبر خان
شاهزاده احمد شاه خان
شهزادگۍ مريم
شاهزاده محمد نادر خان
شهزاده شاه محمود
شاهزاده محمد داود پښتونيار 
شاهزاده ميرويس
پلارمحمد نادر شاه
مورماه پرور بېگم
مذهبي گروهېسني مذهب

محمد ظاهر شاه 

محمد ظاهر شاه  د افغانستان وروستی پاچا و. نوموړی د اعليحضرت په اصطلاح په افغانستان کې د پاچايۍ رسمي نوملړ باندې نومول شوی او دی لکه خپل پلار د اعليحضرت محمد نادر شاه تر آري پاچايايۍ په سلطنت کښېنول شو . دی د محمد نادر شاه زوی و چې د خپل د پلار د مړينې وروسته د افغانستان پاچا وټاکل شو.

زده کړې

د کابل د حبيبيې او استقلال په لېسو کي يې زده کړي و کړې. بيا د پلار سره فرانسې ته ولاړ او هلته يې په زده کړو پيل و کړ. په ۱۳۰۹ هـ ل کال کي بيرته د فرانسې څخه هيواد ته راغئ او په عسکري څانگه کي يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

دندې

يو ځل يې د دفاع د وزارت د وکيل او بيا يې د پوهني د وزارت د وکيل په توگه کار کړئ دئ. د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو. څرنگه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م .

تر دوهم نړيوال جنگ وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو پيل و کړ . د هلمند او ارغندداو د بندونو جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي .

په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو . د ده په وخت کي د اقتصادي پر مختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره امضا سو . دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جگړې ملگري وه . دا ځکه چي افغانستان د انگرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . د دوهمي نړيوالي جگړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په گټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتئ .

په ١٩٤٧م کال کي هند د انگرېزانو څخه ازادي واخيستله . د دغي ازادۍ په نتيجه کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه . يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انگرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه گرزولي وې د يوه نوي هيواد ( پاکستان ) منځ ته راتلو سبب سوه. کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د خط په نتيجه کي يې له لاسه ورکړي وې . دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول . دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جگړې او مشکلات منځ ته راوستل .

ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست . د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په نتيجه کي يې يو زيات شمېر سياسي گوندونه منځ ته راغلل . خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه . تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت .

په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ . ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوي رژيم ته بيعت ور کړ .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: