اسلام ته څنګه خدمت وکړم؟

سرچينه: islamqa يا اسلام سوال او جواب سايټ

ژباړه: احمد شاه پاڅون

زه غواړم د خپل دين خدمت وکړم. که تاسې مهرباني وکړئ لارښوونه راته وکړئ چې له کومه ځايه يې پيل کړم او څه وکړم؟

کله چې تاسو پاک نيت، ټينګ او برابر عزم ولري نو تاسو د خپل دين د خدمت جوګه ياست :

ځکه چې الله تعالي په هر هغه عمل کې برکت اچوي چې په ځآنګړې توګه د هغه د رضا لپاره تر سره کيږي که څه هم هغه ډير کوچنی عمل وي او د اخلاص له مخي  چې هر اطاعت وشي که څه هم هغه عمل د انسان په وړاندي ډير کوچنى او اسانه عمل وي که چېري د هغه عمل څخه  خاص د الله د رضا او د الله د بندګي مقصد وي نو الله تعالي ددې عمل په بدل کي د هغه غټي ګناوي ( ګناه کبيره ) هم بخښي .

تاسو د اسلام خدمت هغه وخت کولاى شئ چې تاسو  صراط مستقيم ( سيده لار ) و پيژنئ او پر هغې تګ اختيار کړئ. صراط مستقيم هغه لار ده چې پر هغه زموږ نبي محمد (ص) تګ کړى وو او خلکو ته يې د اسلام بلنه ورکړې وه او په دې لار کي  مخ ته راغلو ستونزو او تکليفونو باندي د صبر تر څنګ يې خلکو باندي حوصله او شفقت هم کوى حال دا چې خلک ګنا خوښوونکي وو .

تاسو د اسلام خدمت هغه وخت کولاى شئ چې تاسو د ټولو موجوده امکاناتو او حالاتو څخه ګټه          پورته کړئ، دا يو ستر نعمت دى ، د الله تعالي له اړخه حرام کړل شوو څخه پرته د ټولو روا او جايز  وسايلو په مرسته د شريعت سره سم خلکو ته بلنه ورکړه چې په هغه کي د شرعي دلايلو او ادبونو خيال ساتل کيږي .

تاسو اسلام ته خدمت هله  کولاى شئ چې تاسو پر خپل نفس او مادي حقوقو باندي اسلام قايم کړئ، د اسلام د دين خدمت دا معنا چې تاسو خپل ارزښتناک مال و دولت، وخت او هڅه، فکر او سوچ او داسي نور ټول د الله تعالي په لار کي مصرف کړئ .

د بيلګي په توګه تاسو خو به کله داسي کس ليدلى وي چې يوه لوبه خوښوي او هغه څنګه د خپل د خوښي لوبي لپاره وخت ، توان ، مال او دولت مصرفوي ! نو بي له شکه تاسو ته په لومړي قدم کي داسي کول پکار دي .

تاسو د خپل دين خدمت هغه وخت کولاى شئ چې تاسو د علمای کرامو پر تګلاره تګ غوره کړئ او په دې لار کي چې کوم تکليفونه او ستونزي مخي ته راځي هغه په صبر او حوصله و زغمىئ نو تاسو په عظيم عبادت کي ياست او هم دا د انبياوو پر پل باندي د پل ايښودونکو کار دى .

تاسو د اسلام خدمت هغه وخت کولاى شئ چې د لټۍ، سستۍ ، کمزورۍ ، ضعف شک او شبهې څخه ليرې واوسئ، ځکه دا دين د عزم ، همت ، شجاعت ، ميړانې او اقدام دىن دى . بلنې يا دعوت ته سست، کهاله او يا جاهل  سړی له زيان پرته نور څه نه شي رسولای .

تاسو د اسلام خدمت هغه وخت کولاى شي . کله چې تاسو د خپل زړه رابطه د خپل خداى سره ټينګه کړى په پرله پسې توګه دعا ګاني استغفار ويل  او د قران مجيد تلاوت وکړى ځکه د الله د ذکر څخه پرته بل داسي هيڅ شى نسته چې د زړونو روښانه کولو او د روح ځلولو سره سره هغه کس عمل کولو ته هم اړباسي تر داسي حده چې بيا هغه ستړيا محسوسه نه کړي او په هڅه او کوشش کي رنج او غم احساس نه کړي ، د نوافلو او عبادت سره د الله پاک نژدې والى هم لاس ته راوړي .

تاسو اسلام ته خدمت کولاى شي چې کله تاسو د با عمله علما سره اړيکه ټينګه کړى چا چې ددې دين د برياليتوب او مرستي لپاره  خپله هڅه او کوښښ وړاندي کړى دى او هر څوک په دې پوهيږي ، ځکه چې ددې علماوو تر لار ښووني او علم لاندي تللو کي عظيم خير ، نيکي او فايده نغښتې ده .

تاسو د اسلام خدمت کولاى شئ . کله چې تاسو خپل ورځني ، اوونيز او مياشتني وختونه منظم کړئ ځکه ځينې داسې عملونه دي چې تاسو يې په يوه ورځ کي سرته رسولاى شئ، ځينې داسي چې په يوه اوونۍ کي او ځيني بيا په يوه مياشتي او يو شمير  بيا يو کال وخت نيسي .

د ورځنيو کارونو بيلګه : هغو خلکو ته بلنه او دعوت ورکول دي  چې تاسو د هغوى سره هره ورځ مخامخېږئ .

د اوونيز کار بيلګه : هغه چاته بلنه ورکول دي چې په يوه اوونۍ کي ورسره مخ کيږى  .

د مياشتني کارونو بيلګه : کورني مناسبات او اجتماع چې په هغه کي ټول سره غونډيږي .

د کلنيو کارونو بيلګه : لويه کلنۍ اجتماع او ليدني کتني يا د حج او عمرې سفرونه او دې ته ورته نور ډير کارونه .

تاسو د اسلام لپاره هغه وخت خدمت کولاى شي کله چې تاسو د خپل سوچ او فکر لږ برخه دين ته ډالۍ کړئ، د خپل وخت، عقل او فکر  لږه برخه دين ته وقف کړى . چې ستاسو دنده او سوچ د دين برخه وګرځي که تاسو پورته کيږى د اسلام لپاره که تګ کوى د سلام لپاره ، که چېري فکر کوى د اسلام لپاره ، که چېري مصرف کوئ، هغه هم د اسلام لپاره او که چېري کېنئ، هم د اسلام لپاره .

تاسو د اسلام خدمت هغه وخت کولاى شئ چې کله هم تاسو د کوم خير او نيکۍ کار ووينئ او ژر د هغه طرف ته ور وګرځئ او د هغه کار په تر سره کولو کې خپله برخه واخلئ… تاسې د زړه نا زړه توب ته ځان مه ورکوئ او ځان شا-شا ته مه کوئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب