افغانستان تاریخافغانستان مشاهیر

محمد ظاهر شاه

د محمد ظاهرشاه واکمني، سیاست او ژوند

د محمد ظاهرشاه واکمني

محمد ظاهرشاه د محمد نادرشاه زوي ؤ چې په ۱۹۱۴م کال کابل کې زيږيدلي وو نوموړي خپل لومړني زده کړې د کابل په حبيبې او استقلال په ليسو کې ترسره کړې وې په ۱۲کلنۍ کې هغه مهال چې پلار يې د امان الله خان له لورې په فرانسه کې وزير مختار شو، د هغه سره فرانسې ته ولاړ محمد نادر شاه او دوه نور وريرونه يې محمد داود خان او محمد نعيم خان يوځاي تعليمي مؤسسې ته معرفي کړل، شپږ کاله يې هلته فرانسوي ژبه او يو څه انګريزي زده کړه خو کله چې محمد نادر شاه په کابل کې د افغانستان د پاچا په توګه کار پيل کړو، نو شهزاده محمد ظاهرخان يې د فرانسې څخه راوغوښت او په ۱۹۳۰م کال کابل ته راورسيدو او يو کال وروسته په ۱۹۳۱م کال يې د خپل تره زوي سردار احمدشاه خان د لور حميرا سره واده وکړو او له دې وروسته په نظامي اکاډمۍ کې داخل شو، چې په چټګۍ سره يې ولوستله او په بل کال کې د حربيې وزارت مرستيال شو، ورپسې د پوهنې وزارت مرستيال شو.

د نادرشاه له وژل کيدو نه وروسته د نادرشاه ځواکمنو ورونو پريکړه وکړه چې دده ۱۹ کلن زوي د پاچاهۍ په ګدۍ کښينوي چې په ښکاره ډول محمد ظاهر خان د تخت او تاج وارث وګڼل شي خو په حقيقت کې ټول واک د دوي په لاس کې وي. هماغه ؤ چې د نادرخان په واکمنۍ کې هاشم خان دويم ځواکمن شخص وو، خو د محمد ظاهر خان په وخت کې اصلي واکمن وو او ظاهرخان يوازې د يو سمبول حيثيت درلود، سياسي چارې کاملاً د محمدهاشم خان په لاس کې وې او نظامي چارې دده د ورور شاه محمودخان په لاس کې وې څو کاله وروسته د ترونو ځاي دده دوه تربورونو داؤد خان او نعيم خان ونيو دوي ته هم په سياسي او نظامي برخو کې واکمني په ميراث ورسيده.

الف: د محمد هاشم خان صدارت
دا چې محمد ظاهر د پاچاهۍ په لومړيو کې دعمر په لحاظ وړوکې اوکم تجربه و نو نه يې شو کولي چې د دولتي کارونو دعهدې نه ووځي نو ټول دولتي کارونه يې په لومړي درجه کې کاکا محمد هاشم خان او بيا شاه محمود خان دکنټرول او نظارت لاندې قرار لره ، محمد هاشم خان دمحمد نادر خان ددوري په څېردهيواد صدراعظم په توګه پاتې شو نود محمد ظاهر شاه پاچاهۍ لومړيو ورځواقدامات يې دکاکامحمد هاشم خان دصدارت پورې تړاو درلود، بله مهمه مسئله چې مخې ته درلودله دمحمد نادرشاه د قاتل محاکمه وه. وزير دفاع شاه محمود خان د قاتل د استنطاق اوتحقيق اړونده مسايل په لاس کې ونيول. قاتل دنيولو وروسته دپېښې په ورځ ونيول شو او ارګ ته يوړل شو چې نوم يې عبدالخالق د کابل استوګن ؤ هزاره ونه وو، چې د نجات په ليسه کې يې زده کړې کولې. مؤرخينو يې د انګېزې په اړه ګڼ اومختلف اندونه ليکلي دي. ځينې وايي دا يو انتقامي حرکت و داچې عبدالخالق د غلام نبي خان چرخي په کورنۍ کې لوې شوې اوددغه کورنۍ دهمزولو ځوانانو سره له مکتب دوستي او انډيوالي درلوده تصادفاً محمد نادر شاه پداسې ځاي کې ووژل شو چې يوکال دمخه غلام نبي خان چرخي د محمد نادر خان په واسطه همدلته په قتل رسيدلي و.

ځېنې نور يې دوژلو انګيزه تنها دچرخي کورنۍ سره علاقه مندي يې د انتقام اخستلو لپاره دليل نه شمېري بلکه په هغه دوره کې نورې پېښې لکه په برلين کې دشاه دورور وژل کېدل چې دې ټولو يوګډ اساس درلود، ازاديانې سلب شوې وې، استبداد او تبعيض څرګند شوي و، داچې ځوانانو نشو کولي دبلې لاري نه خپله ناخوښي ښکاره کړي نو دا ډول پيښو کې يې کولي شو چې ددې لارې نه خپله ناخوښي څرګنده کړي نوځکه يې داسې پېښې رامينځته کولې. په هر حال دمحاکمې جلسه جوړه شوه د عبدالخالق سربېره نورکسان ددې دکورنۍ دغړو په ګډون يې په اعدام محکوم کړه .
د محمد نادر شاه دوژلو ورسته محمد ظاهر شاه چې افغانستان دپاچا په توګه ټاکل شوي و خپل کاکا محمد هاشم خان پخواني صدراعظم يې يوځل بيا د نوي کابينې په جوړولو وګماره. نوې کابينه هم کاملاً د محمد هاشم خان دکنټرول لاندې وه.
محمد هاشم خان دسختګيرۍ سره سره بيا هم دهيواد اوضاع په کلي ډول آرامه نه وه پداسې حال کې چې د امان الله خان پلويان او مشروطه غوښتونکې سرکوب او يا مجبورتيا ته اړشوي وه خو دهيواد په منځ کې دقبايلو ترمنځ پاڅونونه پيښېدل او د دولت له خوا به ټکول کيدل، داچې محمد هاشم خان په دولت دارۍ کې دمرکزي دولت په پياوړتيا باوري وو له دې امله د قبايلو سرکښه سردارانو يې هم لټه کوله چې په دولتي کارونو کې دروحانيونو دلاسوهنې مخه ونيسي. محمد هاشم خان جدي او کارکوونکي سړي وو خو د ادارې په برخه کې استبدادي افکار يې لرل چې دغه افکاريې دحکومت داخرې دورې پورې وساتل هغه باور لرلو چې يوپياوړي اومتمرکزحکومت کولي شي هيواد اداره کړي پدې منظور دهيواد په اداره کې اميرعبدالرحمن دسياست اوروشونو نه استفاده کوله.

د دويم نړيوال جنګ پاي ته رسېدو سره ژور بدلونونه رامنځته شول افغانستان هم دا ايجابوله چې دهيواد په اداره کې کُلي بدلون منځته راوړي او دمحمدهاشم خان حکومت ديوطرفوالي او سختګيرۍ نه خلک ستړي شوي وه او بدلونونه يې غوښتل د نوي شرايطو په درک کولو سره محمد ظاهر شاه چې په دغې مهال يې د دولت په اداره کې پوره تجربې ترلاسه کړې وې تصميم يې ونيو چې د صدارت مقام د وخت د شرايطوسره همغږي لرونکي سړي ته وسپاري نو دفاع وزيرشاه محمود خان چې ډير معتدل سړي ؤ دصدارت په مقام وګماره. دا خبر د افغانستان خلکو لپاره غيرمترقبه و ځکه دتېرو اولس کالو په جريان کې د محمد هاشم خان نوم دخلکو په ‌‌ذهنونو کې نه بيليدونکې مطلقه قدرت اوتسلط په مفهوم ځاي نيولي وو.

ب: د شاه محمود خان صدارت
شاه محمود خان دصدارت مقام د سنبالولو سره سم دترتيب شوې برنامې مطابق هڅه وکړه چې دهيواد سياست ته بل رنګ جلوه ورکړي اوخلک دروښانه اونيکمرغه راتلونکې ته هيله مند کړي. هغې په لومړيو کې د دولت ناراضي خلکو دزړونو ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړه، يو اندازه سياسي زندانيان يې آزاد کړه، سياسي آزادۍ، دموکراسي، ټاکنو او ازادو مطبوعاتو خبرې مينځته راوړې، نوي دولت نوي اقتصادي پلانونه يې په لاس کې ونيول دهيواد اقتصادي امور يې عبدالمجيد خان زابلي ته چې پدې اړه يې پوره تجربې لرلې وسپارلې. دې دوره کې خلکو لومړي ځل لپاره دځينو مدني او سياسي ازاديو خوند وڅکه، دانجونو ښوونځي پرانستل شو کليوال ښوونځي په کلوکې تأسيس شو.غير دولتي جرايد چې دولتي جرايدو ترڅنګ يې دوباره په فعاليت پېل وکړه، چې ځينو شرايطو کې ددولت عملکرد يې د انتقاد لاندې ونيو.

د کابل پوهنتون په پوهنځيو کې زياتوالي منځته راغي، محصلينو اتحاديه منځته راغله او محصلانو يې دولت نه د رسيمت پېژندنې غوښتنه وکړه، سياسي ډلې اونوي سازمانونه جوړ يا يې په اداري سيستم کې بدلون راغي چې هر يو د دوي نه د اداري سيستم په بدلون کې دقوانينو دتصويب اوخلکو ‌‌‌ذهنونو روښانه کولوکې مهم نقش درلود.

پدې ترتيب په لږ او ډېر صورت سره دنوي تمدن پديدې دافغاني ټولنې په کلتوري فضا کې رامنځته شوې، خو دولت ددې ټولو بدلونونو تحمل نه درلود؛ ځکه دهغوي د منافعو سره يې ټکر درلود بيا تصميم ونيول شو ترڅو ددغه زياتېدونکې موج مخه ونيول شي نو يو ځل بيا يې د دولت دساحې نه بهر مطبوعات پاې ته ورسول، په پاې کې ډيموکراسۍ ښه پايله ورنکړه او دهغې ادامه يې خپلو سياسي مصالحو په ضد وګڼله او داسې يې څرګنده کړه چې دا بدلونونه دټولنې اوسني شرايطو سره مطابقت نلري خلک بايد تر يوې مودې پورې انتظار وباسي ترڅوځانونه دهغه شرايطو سره عيارکړي دبل لورې ځينو درباريانو شاه محمود خان او صدارت داصلاحاتو سره مخالفت درلوده هغوۍ سياسي فعاليتونه په کار واچول ترڅو پاچا دشاه محمود خان دملاتړ نه وګرځوي او صدراعظم استعفا ته اړکړي دوي داسې استدلال کولو چې دشاه محمودخان نرموالي دهيواد امنيت په خطر کې اچولي دي او ددې خطرد مخنيوي لپاره بايد سخت نظام په هيواد کې منځته راشي. دا هڅې ګټورې واقع شوې شاه محمود خان استعفا ته اړشو او په عوض يې محمد داود خان صدارت ته ورسيدو.

ج: د سردار محمد داود خان صدارت
سردار محمد داود خان په ۱۹۵۳م کال د کابېنې په جوړولو مؤظف شو اوخپله تګلاره يې اعلان کړه. په دې تګلاره کې نوي حکومت ډيموکراسي چې پخواني صدراعظم يې ژمنه ورکړې وه راتلونکې ته وځنډول شوه اوپر ځاي يې دوه نورو مسئلو ته پاملرنه وکړه يوه د پښتونستان د مسئلې حل اوبل دپلان ګذارۍ او رهبري شوي اقتصاد په اساس داقتصاد دپراختيا مسئله وه، محمد داود خان دکابينې په جوړښت کې په بې ساري ډول بدلون رامنځته شو د زړو غړو پر ځاې ځوان او تحصيل يافته عناصر ونيول شول دحقوقو پوهنځي فارغان دکابل ښار اطرافو مديريتونو او ولسوالانو په توګه مقررکړل.
محمد داودخان دصدارت په دوره کې اقتصادي بدلونونه څرګند شول نوي بانکونه لکه ملي بانک او پښتني بانکونو په فعاليت پېل وکړو، دبهرنۍ سرمايې قانون تدوين او دهغې مطابق سرمايه داري د امريکائي، جاپاني، بريتانوي، آلماني او نور شرکتونه په افغانستان کې پانګې اچونې ته حاضر شول.

د ټولنيزو چارو د اصلاحاتو په لړکې ښځوته دهيواد په ټولو کارونو کې ونډه ورکړه دنوموړي د کارونوڅخه چې دامفکوره يې په ورو تطبيق کړه، لومړي ښځو دکابل په راډيو کې فعاليت پېل کړه ورپسې څوغيردولتي شرکتونو کې دښځېنه کارمندانو ګمارلو ته اقدام وشو خپلواکۍ جشن په مراسموکې د محمد داود خان ښځې دنورو لوړ رتبه دولتي مامورينو دښځو په ګډون يې ونډه واخيسته، سردار محمد داود خان چې کله صدراعظم شو نو د پښتونستان مسئله يې جدي ونيوله او د ډيورنډ کرښه يې هم غيرې قانوني اعلان کړه.

محمد ظاهر شاه د واکمنۍ بهرني سياست

د محمدظاهر شاه په دوره کې د افغانستان خارجي سياست بدل نه شو. د ټولوهيوادونو سره دبې طرفۍ تګلاره او د برابرو اړيکو پراختيا اعلان يې وکړو. محمد ظاهر شاه دحکومت دوران دنړيوال کړکېچنې وضعې سره برابره وه او نړۍ د يوبل سوزيدونکې جنګ په لور روانه وه په داسې شرايطو کې افغانستان په ۱۹۳۶م کال کې يوځل بيا دبې طرفۍ اوعدم مداخلې قرار داد دشوروي اتحاد سره تمديد کړو چې په پايله کې د دواړو لورو ترمنځ اړيکه په عادي بڼه ادامه پيدا کړه اود دواړو لورو ترمنځ دسوداګرۍ حجم زياتوالي پيداکړو.

د افغانستان دولت هڅه کوله چې د سيالو هيوادونو سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکو توازن په حال کې وساتي اوپرې نږدي چې هغوي هم په افغانستان کې کلکه مسلطه وضعه ترلاسه کړي، سره لدې چې افغانستان دهيوادونو سره خپلو اړيکو ته پراختيا ورکوله خو کوم سياسي اونظامي مسؤليت يې دهغوي په وړاندي په اوږو نه اخيسته او هڅه يې کوله چې دخپلواک بهرني سياست نه پيروي وکړي. دغه سياست د دويم جنګ په جريان کې هم ادامه پيداکړه .

دويم نړيوال جنګ په پاې ته رسېدو سره د بين الملل په کچه بدلونونه رامنځته شول، کوم ائتلاف چې په مؤقت ډول د متحدينو ترمنځ دهټلرپه ضد منځته راغلي و په بيړه وشيندل شو اونړيوال نظرياتي تضاد دسوړجنګ په بڼه پېل هغه وخت کې دبريتانيه امپراطورۍ خپل نقش دلومړي درجې هيواد په توګه دلاسه ورکړي وو او دهغې ځاي امريکامتحده ايالاتو ځاتنه ځانګړي کړي وو پدې ترتيب شوروي اتحاد هم دخپل پياوړتيا په څرګندولوسره د سوسيالستي هيوادونو د رهبرۍ ادعا کوله. پداسې اوضاع کې افغانستان هم دبې پلوۍ سياست ته ادامه ورکړه شاه محمود خان چې د محمد هاشم خان په عوض دصدارت چوکۍ ته رسيدلي ؤ خپل مناسبات يې دمختلفوهيوادونو سره دهغې جملې نه لوې صنعتي هيوادونوسره زيات قايم کړه ترڅو ددې اوضاع نه د خپل هيواد په ګټه ښه استفاده وکړي.په هغه زمانه کې دافغانستان دولت غوښتل چې خپلې اړيکې دامريکا متحده ايالاتوسره پراخه کړي دهغې هيواد نه يې تقاضا وکړه چې افغانستان سره نظامي مرستې وکړي اوهم د پښتونستان دمسألې دحل په قضيه کې د افغانستان سره کومک وکړي، د امريکا دولت اقتصادي مرستې دهغه نه معارف او زراعت په برخه کې چمتووالي څرګند کړو خو پاکستان سره دنژديوالي په اساس يې نظامي مرستې نه انکار وکړو خو پښتونستان د مسئلې دحل په قضيه کې خپل منځګړيتوب يې اعلان کړو چې پاکستان له لورې قبول نشو او وې ويل چې دا يوه داخلي مسئله ده منځګړيتوب ته ضرورت نشته.

افغانستان هيله نلرله چې د امريکا متحده ايالات دې پښتونستان د پاکستان څخه جدا او افغانستان ته وسپاري بلکې غوښتل يې چې امريکا متحده ايالات د پاکستان او افغانستان د دوست په توګه، پاکستان خبروته کېنوي ترڅو د ابرومندانه لارې نه دا قضيه حل کړي.

د افغانستان دولت دپښتونستان دقضيې په حل کې کوم برياليتوب ته ونرسېدو او په سياسي لحاظ هم د انزوا لاندې راغي او هم يې ونشو کړي چې خپله اردو د نوي اړتياو مطابق تجهيزکړي. دهيواد اقتصادي رشد هم په هغه سطحه چې هيله يې کيدله انکشاف پيدا نه کړو نو ددې حالت لرې کولو لپاره لازمه وه چې دافغانستان په خارجي سياست کې بدلون رامنځته کړي بالاخره شاه محمود خان داستعفا او محمد داود خان صدارت ته د رسيدلو زمينه مساعد شوه او پدې ترتيب دشاه محمودخان ژرتېرېدونکې ډيموکراسۍ نه وروسته محمد داود خان دصدارت چوکۍ اشغال کړه.

محمد داودخان بهرني سياست هم دپښتونستان د مسألې دحل لارې دموندلو په لټه کې و هغه هم ددې مسئلې دحل لپاره هلې ځلې په کار واچولې دا پداسې حال کې وه چې دوه زبرځواک هيوادونه شوروي اتحاد او دامريکا متحده ايالات يعنې د دوه متضادو اجتماعي اقتصادي سيستمونو په سر کې قرار درلود يو تضاد اوبل نهضت د جنبش عدم انسلاک په نوم(بې لورې هيوادونه) تشکيل شوي وه. افغانستان ددغه جنبش فعال غړي ؤ نو هڅه يې کوله چې د دوستانه اړيکو موازنه دسوسياليستي او سرمايه داري بلاک ترمنځ وساتي چې ددې لارې وتوانيږي د دواړو لورو مرستې جلب کړي.
محمد داود خان يوځل بيا دامريکا دمرستو غوښتونکې شو خو د امريکا دولت افغانستان ته دمرستو ورکولو نه ډډه وکړه چې په دې وجه دافغانستان او امريکا ترمنځ په اړيکو سړې اوبه وشيندل شوې. بيا محمد داود خان شوروي اتحاد ته متوجه شو. شورويانو دې وړانديز ته مثبت ځواب ورکړه. دهغه هيواد مرستې افغانستان ته پېل شوې او د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو پراختيا پيداکړه.

په ۱۹۵۵م کال خروسچوف افغانستان ته سفروکړه ددې سفر په ترڅ کې سل ميلون ډالري پور يې دافغانستان اوږد مهالې پراختياي پروګرام لپاره لاسليک کړه اوهم په نظامي مرستو خبرې وشوې محمد داود خان ته ژمنه ورکړي شوه چې دپښتونستان دقضيې په حل کې به په پرېکنده ډول سره د افغانستان ملاتړکوي .

شوروي دافغانستان بې طرفۍ په موضوع باندۍ تأکيد وکړه او افغانستان هم ژمنه ورکړه، چې هېڅ ډول خطر به افغانستان له لورې شوروي ته نه متوجه کېږي. دې قرارداد غربي هيوادونه په تشويش کې واچول يو کال وروسته امريکا متحده ايالاتو په مختلفو پراختياي بخشونوکې اقتصادي مرستې له سره پېل کړې او دولت يې هم تود استقبال وکړو.
محمد داود خان وکولي شو چې ټولو هيوادونو دهغې ډلې نه داسلامي هيوادونو سره نژدي اړيکې په استثنا د پاکستان برقرار کړې او افغانستان دسياسي انزوا نه بيرون وباسي چې ددې روش په اثرافغانستان د جنبش عدم انسلاک دهيوادونو په جملې کې د عالي موقيعت نه برخور دار شو او په نړيوال مقياس کې هم دپاملرنې وړ وګرځېده .

محمد داود خان دصدارت په لس کلنه موده کې افغانستان په سياسي، اجتماعي او اقتصادي ډګرکې دلويو برياو څښتن شو. محمد داود خان کوښښ کولو چې ژر افغانستان دپرمختللي هيوادونو په قطار کې ودروي هغه دهغه اشخاصوسره چې دې موخې ته رسېدلو کې داسانتيا غوښتنه کوله دسلطنتي دربار غړو اوهغو خپلوانو سره چې د ډيرو امتيازاتوغوښتنه يې لرله هغوۍ سره کرکه درلوده او د دوۍ مخالفت يې دخپل ځان په وړاندې فراهم کولو حتي شخصا دبادشاه نه يې هم زړه ښه نه و. بل طرف نه محمد داود خان دپښتونستان په مسئلې ډېرټينګار کولو چې په پايله کې د افغانستان اړيکې د پاکستان سره خړې شوې سيميز او بين المللي فشارونه په حکومت زيات شو. شاه اودهغه ټول سياسي همکارانو د صدراعظم توند عملکرد سره مخالفت وښوده بالاخره محمد داود خان پوه شو چې د دومره مخالفتونو په شتون کې نشي کولي خپلو هيلو ته درسېدو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي نو صدارت دمقام نه يې استعفا ورکړه.

افغانستان او دويم نړيوال جنګ

څرنګه چې مو د امير حبيب الله خان په دوره کې لومړي نړيوال جنګ په اړه يادونه وکړه چې الماني اوترکې هيئت کابل ته راغي او امير حبيب الله خان يې تشويق کړه ترڅو د انګليس په ضد دجهاد اعلان وکړي. خو د دوي نقشه بريالي نشوه، جنګ پاې ته رسېدو وروسته بيا هم آلمان او افغانستان خپل منځ کې دوستانه اړيکې برقرار کړې، دغو اړيکو وروستۍ دورو پورې دوام وکړه، امان الله خان اروپا ته په خپل سفرکې دهغه هيواد څخه ليدنه وکړه، محمد نادر شاه د خپلې واکمنۍ په دوره کې خپل ورورمحمد عزيزخان په هغه هيواد کې دافغانستان سفيروټاکه او دفاع وزيرشاه محمود خان هم دالمپيک نړيوالو سياليو دسيل لپاره هلته لاړه. افغانستان اوآلمان اړيکه په مختلفو وختونو کې ډېرې پراخه شوې او يو تعداد متخصصين دهغه هيواد نه افغانستان ته راغله.

۱۹۳۹م کال کې دويم نړيوال جنګ په پېل سره دمحوري هيوادونو( متحدين) المان، ايټاليا او جاپان او متفقين يعني انګلستان ، فرانسه ، شوروي اتحاد اوامريکا متحده ايالاتو په اړه دافغانستان حکومت د يو فرمان شپږم د سپتمبر۱۹۳۹م کال په ترڅ کې دبيطرفۍ اعلان وکړه. دې فرمان دجګړيزو هيوادو اتباعو په حرکاتو قيودات وضعه کړه او هم يې دجنګ په اړه خبرونو خپرول دولتي مطبوعاتوپه اړه منحصرکړل.

دويم نړيوال جنګ په پېل سره د افغانستان او آلمان ترمنځ تجارت د هندوستان له لارې عملاً محدود شو خو تر هغې چې المان په شوروي باندې په۱۹۴۱م کال حمله وکړه دالمان سره تجارت په لږه پيمانه دوام وکړو. نړيواله اوضاع دالمان په ګته مخې ته روانه وه د آلمان عسکرو زياتره اروپايې هيوادونه وټکول فرانسې دماتې نه وروسته دبريتانيه سره جنګ پېل شواوهغه هيواديې بمبار کړه، ورپسې خپله حمله په شوروي پېل کړه. پدې ترتيب سره دافغانستان زياتره خلکو په نظر کې آلمان دجنګ ګټونکې شمارل کېدو. په شوروي باندې د المان يرغل دالمان طرفدارانو کې هيلې پياوړې کړې ځکه هغوې فکر کولو چې دالمان قوتونه به سرو لښکرو دماتولو نه وروسته به دافغانستان سرحداتوته نژدې شي خو دبل لورې محافظه کارو هڅې کولې چې د دوي مناسبات د دوي ګاونډي هيواد شوروي اوبريتانوي هند چې اوس ديو بل سره يو شوي وه خراب نشي او دلاسوهنې بهانه ورته ونکړي . ددې پېښې سره هم مهالې دبريتانيه اوروسې سفارتونو ياداشتونه دافغانستان خارجه وزارت ته تسليم کړه او دهغې په واسطه يې آلمان او ايټاليا اتباعوو تل د افغانستان نه غوښتل شوي و. بيا دافغانستان دولت په نوامبرمياشت ۱۹۴۱م کال کې لويه جرګه دايره کړه چې په هغې کې افغانستان په جدي ډول خپله بې طرفي اعلان کړه . داچې يوتعداد الماني اوايټالوي انجنيران افغانستان کې په مختلفو پروژو کې کار کولو انګليس او روسې د افغانستان څخه دهغې دوتلوغوښتنه کوله چې افغانستان حکومت دې درخواست ته دځينې شرايطوپه قبلولو موافقه وکړه.
محمد هاشم خان چې دصدارت په مقام کې قرار لرو د انګليس نه غوښتنه وکړه چې خارجي اتباع افغانستان نه وځي نو د هندوستان او عراق دلارې نه ترکيې ته ورسوي، انګليس دولت هم دا شرط ومانه په پايله کې ۱۸۰ تنه آلمانيانو او ۸ تنه ايټالويانو افغانستان پرېښوده پښور نه کراچۍ او بصره بيا ترکيې ته لاړل او دهغه ځاې نه خپلو هيوادونوته ستانه شول .
دويم نړيوال جنګ په جريان کې افغانستان او دامريکامتحده آيالاتو ترمنځ اړيکو ډېراستحکام پيداکړو اوپه ۱۹۴۲م کال کې د امريکا ډيپلوماټيکه نماينده ګي په کابل فعاليت پېل وکړو. پدې ترتيب سره دويم جنګ کې افغانستان دبې طرفۍ سياست په اعلان سره خپل سرحدونه د يرغلونو اوحوادثو نه خوندي وساته .

محمد ظاهرشاه او د ډيموکراسۍ نظام پيليدل

د محمد هاشم خان او دسردار محمد داود خان درې لسيزې ديکتاتوري په افغانستان کې د ډيموکراسۍ نظام اماده کولو لپاره اساسي عوامل دي. په افغانستان کې د ډيموکراسۍ دوره د سردار محمد داود خان د صدارت څخه استعفا نه وروسته د ۱۹۶۴م کال د اساسي قانون په نافذ کيدلو سره پېل شوه چې د لسو کلونو لپاره يې ادامه وموندله. تردې د مخه د شاه محمود خان د صدارت په وخت کې هم ډيموکراسي په هيواد کې راغلې وه، چې هغه ډيموکراسي د صدراعظم په شفاهي امر سره راغله او دده په شفاهي امر له منځه ولاړه.

د ډيموکراسۍ دغه نوي نهضت په افغاني ټولنه کې د راز راز عکس العملونو سره مخامخ شو، ډيرو افغانانو مخصوصاً ځوان نسل د ډيموکراسۍ هرکلي وکړو، د هيواد په لويو ښارونو کې مظاهرې کيدلې، په کابل کې ازادې جريدې خپريدې، ډير سياسي جمعيتونه جوړ شول او دولت پر دريو خپلواکو قواوو لکه اجرائيه قوه، مقننه او قضائيه قواوو باندې وويشل شو.
د ۱۹۶۴م کال نه تر ۱۹۷۳م کال پورې د ډيموکراسۍ لسيزې په افغانستان کې د دولت، ټولنې او ملي احساس د پياوړتيا يون په پښو وواهه. ددغې دورې لويه نيمګړتيا داوه چې د اساسي قانون متميم قوانين لکه د ګوندونو، ټولنو او داسې نور قوانين د ډيموکراسۍ دورې تر پايه پورې توشيح او نافذ نه شول.

کله چې محمد ظاهر شاه د صدارت مقام ډاکټرعبدالظاهر ته وړاندې کړو او هغه معذرت وغوښته وروسته يې ډاکټر محمد يوسف ته مراجعه وکړه هغه قبول کړو په ۱۳د مارچ ۱۹۶۳م کال دکابېنې غړي چې څوارلس تنو نه پنځه تنه دپخوانۍ کابينې او د سردار محمد داودخان همکاران وه په لومړيو کې نوې کابينې موفقيتونه درلودل خو وروسته معلومه شوه چې نوې وضعه د دوې دغوښتنو او خوښې مطابق نده نو محمد داود خان ته نږدې شخصيتونو يوبل پسې کابينه پرېښوده .
دکابينې غړو په اصولو کې د يو بل سره موافقه لرله اما د برنامې په تطبيق، د حرکت سرعت درجې په اړه دنظر اختلاف درلود ځينې پدې باور وه چې دهر څه ژر ډيموکراسي اوفردي آزادۍ تطبيق لاندې راولي ځينې نور چې ډير محافظه کار وه ددې په تدريجي تطبيق يې باور درلود. سيد شمس الدين مجروح د عدليې وزير او سيد قاسم رشتيا دمطبوعاتو وزير لومړي ګروپ، عبدالله ملکيار اوعلي احمد پوپل د پوهنې وزيرسره دويمې ډلې پورې تړاو درلود. په هر حال ډاکټر محمد يوسف دخپلې کابينې د معرفي نه وروسته سمدستي داساسي قانون په تدوين پېل وکړو .

د ۱۹۶۴م کال اساسي قانون لسيزه

د ډاکټر محمد يوسف د حکومت تشکيل نه وروسته د پاچا له لورې اوه غړيزه کميسون نوي اساسي قانون دتسويد لپاره وټاکل شول، چې غړي يې دلاندې افرادو څخه عبارت دي.
1- سيد شمس الدين مجروح دعدليې وزيرد کميسون رئيس.
2- سيد قاسم رشتيا د مطبوعاتو وزيردکميسون د مرستيال په توګه.
3- مير نجم الدين انصاري د پوهنې وزارت مشاور دکميسون غړي.
4- داکتر عبدالصمد حامد د کابل پوهنتون رئيس دکميسون غړي.
5- محمد موسي شفيق عدليه وزارت دتفتيش رئيس دکميسون غړي.
6- مير محمد صديق فرهنګ د پلان وزارت معين دکميسون غړي.
7- حميدالله د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي رئيس دکميسون غړي.

همداډول دقوانينو په برخه کې يو با صلاحيته او تجربه کارسړي د لويي فوژير په نوم د فرانسې نه راوبلل شو چې ددې کميسون سره مرسته وکړي. ددې کميسون لومړۍ غونډه په ۲۸د مارچ ۱۹۶۳م کال عدليې وزارت کې دايره شوه. دنوي اساسي قانون دتسويد دورې ديوکال نه لږ وخت ونيو د قانون اونيزه کار راپور به دکميسون د رئيس له لورې صدراعظم ته ورکول کيده. کله چې داساسي قانون مسوده بشپړه شوه حکومت ته وسپارل شوه اود پاچا له نظره تيره شوه. بيا هم د لويې جرګې د دايرېدلو نه وړاندې يو مشورتي کميسيون چې۳۰ نفره غړي د مرکز او ولايتونو څخه درلودل دبيا غور لپاره ورته وسپارل شوه چې ددې مشورتي کميسون رياست دشاه له لورې ډاکټرعبدالظاهر د ملي شورا رئيس ته وسپارل شوه. په هر صورت لومړۍ مسوده چې مشورتي کميسون ته سپارل شوې وه داساسي قانون نهايي متن سره لږ توپير درلودو ځکه کوم تعديلات چې په مشورتي کميسون او ورپسې لويه جرګه کې په هغې وارد شول يوه ښکلي بڼه درلوده په اساس کې دهغه څه سره چې دتسويد کميسون له لورې چمتوشوي وو ډير توپير نه درلود.

ددې اساسي قانون د يادولو وړ ماده ۲۴مه وه. چې شاهي کورنۍ غړي چې زوې، لور، ورور، د پاچا خور، د دوي کورنۍ او ښځې د دوي دزامنو لوڼوپه ګډون، دپاچا ترونه اود ترونو زامن په سياسي ډلو کې د ونډې اخيستنې څخه منع شول او هغوي نشو کولي چې د صدارت يا وزارت يا په شورا کې غړيتوب اويا په ستره محکمه کې غړيتوب ترلاسه کړي. د نظرخاوندان معتقد وه چې ددې مادې په نافذولو سره پاچا خپل ځان د داود خان د جنجال نه خلاص کړو.

دمشورتي کميسون دکار بشپړولو وروسته په ۹د سپتمبر ۱۹۶۴م کال لويه جرګه په لاندې تناسب سره د سلام خونې په قصرکې دايره شوه .
• ملي شورا يولسمې دورې وکېلان ۱۷۶تنه.
• نوي وکېلان ټاکل دهرې ټاکنيزې حوزې نه ديو تن په معيار ۱۷۶ تنه.
• مشرانو مجلس غړي ۱۹ تنه.
• وزيرانو هئيت غړي ۱۴ تنه.
• تميزعالي محکمې غړي ۵ تنه.
• اساسي قانون دتسويد دکميسون غړي ۷ تنه.
• مشورتي کميسيون غړي ۲۳ تنه.
• دشاه له لورې انتصابي اهل خبره غړي ۳۴ تنه.
لويه جرګه چې تعداد يې ۴۵۴ تنو ته رسيدو د لږو تعديلاتو نه وروسته نوي متن تصويب او لاسليک کړو ځينو نمايندګانو چې د مباحثې په ترڅ کې دځينو حکمونو سره مخالفت درلود دکار په پاې کې ديو کل په توګه موافقه وکړه. ذکرشوي قانون د اکتوبرپه لومړي نېټه ۱۹۶۴م کال کې د پاچا له لوري توشيح او تطبيق لاندې يې قرار ونيولو او انتقالي دوره پېل شوه .
دا په افغانستان کې دويم نوي اساسي قانون ؤ لومړني دامان الله خان په دوره کې او دويم د همدا تصويب شو. ۱۲۵مادې مطابق اساسي قانون د تصويب او ملي شورا دپرانيستې تر منځ دوره د انتقالي دورې په نوم ياده شوه.
دې دوره کې د مقننه قوې صلاحيت د اجرائيه قوې په اختيار کې ورکړل شوه او قانون دتطبيق دنده په ځانګړي توګه حکومت ته وسپارل شوه.

په دې دوره کې د ټاکنو قانون د تهيه کولو کار دتسويد کميسون ته وسپارل شو دغه کميسون ياد شوي قانون د ازادو اوعمومي، پټو اومستقيمو ټاکنو په بنسټ چې په اساسي قانون کې قيد شوي ؤ تهيه کړو، په دې ترتيب د مطبوعاتو قانون چې داساسي قانون په اساس تهيه شوي ؤ دچاپ غوښتنه يې کوله دانتقالي دورې په پاې کې ديو فرمان په ترڅ کې يې د دولت اجازه نامه ترلاسه کړه خو داچې دا فرمان د انتقالي دورې په اخرنۍ ورځو کې صادر شو نو د ازادو مطبوعاتو تأسيس د ټاکنو وروستنۍ دورې ته وځنډول شو.

په ۱۹۶۵م کال کې د نوي قانون مطابق ټاکنې وشوې چې دمخکنيو ټاکنو سره يې توپير درلود ځکه دنوي ټاکنو قانون د ډيموکراسۍ په طريقه ترتيب شوي وو او ډېرو خلکو ځانونه دملي شورا لپاره کانديد کړي وه. دبيلګې په ډول په دولسم دورټاکنو کې ولسي جرګې ته ۱۳۵۰ تنو ځانونه کانديد کړي وه، دهيواد مقننه قوه چې دوه مجلسونو يعنې ولسي جرګه او مشرانو جرګه، د ولسي جرګې ټول غړي انتخابي وه خو د مشرانو جرګې يو ثلث دپاچا له لورې تعين کېدل،که څه هم دټاکنو په وړاندې ستونزو شتون درلود بيا هم دافغانستان په تاريخ کې د آزاد ترينو او منصفانه ټاکنو څخه ګڼل کيږي .
بايد يادونه وشي چې دټاکنو دقانون مطابق ښځو ته هم د رأي حق ورکړي شو خو په دې ټاکنو کې يې حضور کمرنګه وو. دا د دولسم دور ټاکنې وې اود نوي منتخب اساسي قانون مطابق په ۱۴د اکتوبر ۱۹۶۵م کال د پاچا په بيانيه پرانيستل شو او په هماغه ورځ ډاکټرعبدالظاهر رايو په اکثريت د ولسي جرګې د رئيس په توګه اوعبدالهادي داوي د مشرانوجرګې په سرکې د پاچا له لورې وټاکل شول. انتقالي دورې پاې ته رسېدو وروسته د قانون مطابق ډاکټر محمد يوسف د صدارت مقام نه استعفا ورکړه خو پاچا دوباره هغه د صدراعظم په عنوان نوماند کړو.

هغه د ولسي جرګي نه د باور رايو په اخيستلو سره مؤظف شو چې خپله نوې کابينه مجلس ته معرفي کړي. دشورا مجلس د عقرب په دويمه ورځ ۱۳۴۴ هـ مطابق ۲۵د اکتوبر ۱۹۶۵م کال د نوې کابينې د معرفي او د باور د رايو ترلاسه کولو لپاره وتاکله.په دې ورځ سهار ډير تعداد محصلين شورا ته لاړه او په زور تالار ته ننوتل اود وکېلانو چوکۍ يې اشغال کړې غوښتل يې چې د باور رايو ورکولو جلسه کې حاضر وي، د دوي دوتلو هلې ځلې وشوې خو پايلې ته ونه رسيده نو جلسه بلې ورځې ته وځنډيده، صبا ورځ يعنې د عقرب دريمه نېټه ۱۳۴۴ هـ مطابق ۲۶د اکتوبر ۱۹۶۵م کال صدراعظم د کابينې د غړو سره مجلس ته حاضر شو اود کابينې لپاره دباور راې واخيسته.

داچې محصلينو پارلمان ته دننوتلو اجازه ورنکړي شوه نو دهغې په اطرافو کې راټول او په مظاهره يې لاس پورې کړو اوشعارونه يې ورکول. هغوي ډاکټر يوسف او ولسي جرګه په غير ډيموکراتيک عمل باندې متهم کړه. مظاهره کوونکو د لمر ډوبېدونه مخکې ځانونه دصدراعظم ډاکتر يوسف کورته چې دشورا ترڅنګ يې موقعيت درلوده ورساوه امنيتي قواو هوايي فيرونه وکړه خو مظاهره چيانود هغه څه پروا ونکړه تر دې چې د جنرال عبدالولي قوماندان قواي مرکز په امر چې دشورا د ودانۍ اطرافونو مناطقو امنيت يې په غاړه درلود په مظاهره کوونکو يې مستقيما فيرونه وکړه چې يو تعداد مظاهره چېان يې ووژل او يو تعداد ټپيان شول. ددې پېښې نه وروسته تبليغاتي جنګ زور واخيست، دحکومت مخالفان اونوې کابينه دپېښې مسئول په نښه شو دې پېښو شاه هم په وهم کې ګرفتارکړو او تصميم يې ونيو چې د ډاکتر يوسف ځاي بل چاته ورکړي نوڅلور ورځې وروسته د راډيو له لارې اعلان وشو چې ډاکټر محمد يوسف د روغتياې عذرونو له امله استعفا کړې او شاه هغه قبول کړې ده، دهغې په عوض يې محمد هاشم ميوندوال د کابينې په جوړولومامور کړو .

ديادولو وړده چې ډاکتر يوسف دصدارت په دوره کې دپاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې چې قطع شوې وې له سره پېل شوې، يو دبل په ضد تبليغات د سوداګريزو ستونزو تر يوې اندازې رفع شوې، د دواړو هيوادونو اړيکې تر ډېره بريده نژدې شوې چې په ۱۹۶۴م کال کې پاکستان جمهور رئيس مارشال ايوب خان او يو کال وروسته د هغه هيواد صدراعظم ذوالفقارعلي بوټو د افغانستان نه ليدنه او افغان دولتي مقاماتو سره خبرې وکړې. دې دوره کې دچين دولت سره هم اړيکو پراختيا پيداکړه چې دچين او افغانستان تر منځ سرحدي کرښه وټاکل شوه په عمومي ډول دافغنستان بهرني سياست فضا ډاډمنه وه.
ډاکټر محمد يوسف داستعفا نه وروسته پاچا محمد هاشم ميوندوال دصدراعظم په توګه و ټاکلو چې داساسي قانون د لسيزې دويم صدراعظم ګڼل کېږي .

ميوندوال په ۲د نوامبر ۱۹۶۵م کال کې خپله کابينه شورا ته معرفي کړه او په سهولت سره يې داعتماد رأې د شورا نه ترلاسه کړې. ددې نه وروسته هغه د محصلانو اوشاګردانو زړونو ترلاسه کولو په لټه کې شو او د وژل شو د خفګان په مراسمو کې دعقرب په دريمه نېټه په کابل پوهنتون کې شرکت وکړو اودخپل خفګان مراتب يې دعقرب په درېمې ورځې څرګند کړو او ژمنه يې وکړه چې ددغې پېښې عاملين به ژرمحکمه کړي په دې ترتيب د محصلانو توجه يې ځانته واړوله خو ميوندوال د دې نه خبرنه و چې د دې پېښې لوي عامل سردار عبدالولي د پاچا زوم وو او ټولوهغه پېژندو.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: