محرقه Typhoid

 

محرقه هغه ناروغۍ ده چې هر كال په نړۍ كې په سلونو زرو بينوا او فقير وګړي وژني.

د دې ناروغۍ عامل يو ميكروب دى (Salmonella Typhi) چې د ناولو خوړو او اوبو په وسيله انسان ته سرايت كوي. په دې معنى چې نوموړى ميكروب د انسان مدفوعاتو (غايطه موادو) له لارې چاپيريال ته انتشار كوي او نور انسانان په دې مدفوعاتو د چټل شويو خوړو او اوبو په وسيله په دې ناروغۍ اخته كېږي.

په افغانستان او ورته هيوادو كې دا دى بيا د اوړي موسم راغی په دې موسم كې د ډول ډول نورو ناروغيو تر څنګ د محرقې ناروغۍ هغه خطرناكه ميكروبي ناروغي ده چې بې له شكه به يو ګن شمېر افغانان، خاصتاً كوچني ماشومان د مرګي منګولو ته وسپاري.

په داسي حال كې چې د دا ډول ناروغيو مخنيوى د ټولنې د پوهنې دسطحې د لوړتيا سره كلك تړاو لري خو په دې برخه كې تر ټولو ستر مسؤليت د حكومت په غاړه دى.

لومړى بايد مسولين، د جمهور ريس او وزيرانو په شمول په دې پوه وي چې د ټولنې اوليه، او تر ټولو مهم ضروريات څه دي؟

په دې كې شك نشته چې دجنګ په حال كې د جګړې موفقانه ختمول تر هر څه اوليت لري، خو د دې تر ځنګ ښوونه او روزنه، روغتيا، اقتصادي پرمختګ، فقر او غربت له منځه وړل، او د هيوا د ودانولو لپاره بنسټيزو او سترو ساختماني پروژو ته ډېره اړتيا ليدل كېږي. يو د دى سترو اساسي او بنسټیزو ساختمانيو له جملې څخه په ښارونو كې په عصري ډول د بدرفتونو canalisation جوړول او په كلو كې د نړيوالو سازمانونو په مرسته لازم تدابير نيول دي.

يو خورا ضروري او حتمي عادت چې هر وګړى يي بايد زده كړي هغه دا چې تر رفع حاجت روسته او د خوړو سره له تماس د مخه خپل لاسونه حتما ومينځي (كه صابون موجود وي حتماً د صابون څخه كار واخلى).

د انساني مدفوعاتو څخه د سرې يا پارو په توګه استفاده بايد قانوناً منع شي، دا عمل بايد جرم وګڼل شي، ځكه چې په دې توګه ناروغي انتشار كوي.

كه بله چاره نه وي نو له پشكې يي زده كړئ، الله ﷻ دې حيوان يعنې پشې ته داسې عادت ور په برخه كړی چې خپل مدفوع تر خاورو لاندې خښوي. خو ځينې انسانان لا اوس هم خپل مدفوع د اوداسه په محال داسې يوې ويالې ته وراچوي چې هلته كوز نور خلك ترې اوبه څښي.

په محرقې اخته ناروغ څنګه پېژندل كېږي؟

په داسې حال كې چې په روسته پاتې ټولنو كې د ميکروبي ناروغيو شمېر كم نه دى، د محرقې پېژندل او تشخيص هم اسان كار نه دى.

په محرقې اخته هغه ناروغان چې تداوي شوي نه وي د ۴ اونيو لپاره د ناروغۍ اعراض او نښې څرګندولی شي.

په لومړۍ اونۍ كې ناروغ د تبې، اشتهاء كموالي، د خولې بد مزګي، سردردي، كسالت، د ګېډې د درد او د ټوخي څخه شكايت كوي.

د ناروغ د زړه حركات بطي شي (bradycardia)، كيدى شي چې له پوزې څخه يې وينه راشي.

د وينې معاينه:

د وينې سپين ګردي (WBC) لږ شي، د وينى كلچر كولى شي چې د ناروغۍ عامل تثبيت او ښكاره كړي. د widal test چې يو لابراتواري معاينه ده لا منفي وي.

په دويمه اونۍ كې ناروغ په بستر كې ناتوانه بېحركته او بېحاله غځېدلى وي خو كله ناكله له ځانه سره بې معنى خبرې كوي، هزيان اوچټيات وايي او چيغي وهي.

تبه تر ٤٠ سانټيګراډ درجې پورې پورته کېدای شي چې معمولا تر غرمې روسته په ماسپښين كې لوړې درجې ته رسېږي. كېداى شي چې ناروغ قبضيت يا اسهال (ساراناسته) ولري.

كله چې ناروغ د ډاکټر لخوا وكتل شي لاندېني علايم د ليدلو وړ وي:

تبه، د پوټكي سره داغونه (rose spots)، د لړمون او توري غټوالى (Hepatosplenomegaly) د ګېډې خوږ او د كولمو د غږ جګوالى، د نبض کمېدل (معمولاً كله چې ناروغ تبه ولري د هغه د زړه يا قلب حركات زيات شي، خو په دې ناروغۍ د اخته وګړو زړه دا توان نه لري).

د وينې معاينه:

په دويمه اونۍ كې د Widal test شديداً مثبت شي او د ويني كلچر كېداى شي چې لا هم د ميكروب موجوديت ثابت كړي.

دريمه اونى:

تبه لاهم موجوده وي خو په دې اونۍ كې اختلاطاتو خطر خورا زيات شي.

تر ټولو خطرناك اختلاط يا complication د وړو كولمو سوري كېدل يا intestinal perforation دى چې خاصتاً په روسته پاته ټولنو كې د مړينې سبب ګرځي.

د كولمو خونريزي، د مغز ابتلا او ورته اختلاطات هم رامنځته كيداى شي.

څلورمه اونۍ:

په دې اونۍ كې ناروغ مخ په ښه كېدو شي. اشتهاء پيدا كوي اوتبه ورو ورو له منځه ځي خو كه ناروغ په ناقصه توګه د انټيبيوټيك په وسيله تر معالجې لاندې راغلى وي، د دې خطر وجود لري چې ناروغي تكرار شي (Relapse).

سرايت:

لكه چې مخكې هم يادونه وشوه د محرقې د ناروغۍ عامل، د دې ناروغۍ اخته وګړو د مدفوعاتو په وسيله چاپيريال ته خپرېږي او نور انسانان بيا د هغو خوړو او اوبو د مصرف له امله چې د دې ناروغ د مدفوع سره په مستقيم تماس كې راغلي او يا هم د مچانو، ناپاكه لاسونو او يا په ورته نورو وسايلو ككړ شوي وي، اخته كېږي.

٣-٥ فيصده هغه ناروغان چې له دې ناروغۍ شفاء مومي په دوامدار ډول د ټول عمر لپاره د محرقى د مرض عامل پ خپلو مدفوعاتو (غايطه موادو) كې و چاپيريال ته خپروي.

وقايه یا مخنیوی:

د دولت په سطح، كه افغانستان ازاد شي او كه لا د اوس په شان اشغال وي، واقعيت دا دى چى كه كار اهل كار ته ونه سپارل شي، دا وړۍ به هيڅكله هم شړۍ نه شي.

په مكتبونونو كې معلم صاحبان، په مساجدو كې ملا صاحبان او په ميډيا كى د هغو چلونكي ايماني او وجداني مسوليت لري چې خلكو ته د پاكۍ او نظافت په هكله وعظ او نصيحت وكړي.

ای خلكو! د خپل صحت د ستر دښمن د مخنيوي لپاره په سم ډول د خپلو مدفوعاتو ځاى پر ځای كول زده، كشف يا اختراع كړي.

هغه افغانان چې له امريكا، يورپ او استراليا څخه پس له ډېره وخته افغانستان، پاكستان، هند، ايران، عربستان، مركزي اسيا او يا جنوب شرقي آسيا ته سفر كوي بايد خپل ډاكټر ته ورشي او واكسن واخلي. واكسن دوه يا درې كاله تاسو ته معافيت دركوي او د ضرورت په وخت کې بايد تكرار شي.

تداوي:

په مختلفو هيوادونو كې مختف انبيټيكونه استعمالېږي. د خپل معالج ډاکټر هدايت مه هېروئ.

ځينې خلك په دې عقيده دي چې محرقه په ملاريا يا ملاريا په محرقې بدلېږي. دا يو غلط نظر دى.

دغه راز يو ګڼ شمير نور ميكروبي امراض شتون لري چې محرقې ته ورته دي. ستاسو ډاکټر كولى شي په دې هكله در سره مرسته وكړي.

ليکوال: ډاکټر مجتبی عزيزيار

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب