محارم څوک دي؟! ابدي او موقتي محرمات
لکه څنګه چې الله تعالی ټول مخلوقات جوړه جوړه پیداکړي دي او په خاص ډول یې انسان اشرف المخلوقات ګرځولئ دی، او بیا یې د انسان د ژوند د بقاء او نسل د زیاتیدو په موخه ښځه او نر د یو او بل د ژوند د چارو لپاره اهم ګرځولي دي، ترڅو چې د یو او بل په مرسته سره ګډ ژوند په خوشالۍ او ارامه فضاء کې ترسره کړي، پدې اړه د سورت روم په ۲۱ آیت کې الله تعالی فرمائی:( وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ).
ژباړه: د الله پاک د قدرت له نښو څخه یو دا هم ده چې ستاسو لپاره یې له تاسې نه جوړې (نر او ښځه) پیدا کړي دي، ترڅو چې تاسو له هغوی سره یوځای ژوند وکړئ، او ستاسو او د هغوی په منځ کې یې مینه، محبت او رحم اچولی دي، بیشکه په دې کې د هوښیار قوم لپاره د الله تعالی د قدرت نښې نښانې دي.
همدارنګه الله تعالی بیا خپلو بندګانو ته حدود هم ټاکلي دي چې د تل لپاره به هغه ته پاملرنه کوي او هغوی ته یې د واده کولو طریقه او هغه ښځې چې واده ورسره کولئ شي او همدارنګه ښځو ته هغه سړي چې واده ورسره کولئ شي په تفصیل سره د قرآن او سنتو په رڼا کې ذکر کړي دي، چې د نکاح محرمات ورته ویل کیږي نو د دې لپاره چې موضوع نوره هم روښانه شي محرمات به په تفصیل سره وپيژنو.
د نکاح محرمات یا هغه ښځې چې نکاح ورسره حرامه ده په دوه ډوله دي:
لومړی ابدی محرمات:
د ابدي محرمات لپاره دری اصلی سببونه وجود لري، لکه خپلوي (نسب) خسرګني (مصاهرت) او رضاع ( تی رودل)، او هغه کسان چې د تل لپاره یو او بل سره واده کول (نکاح) حرامه ده په لاندې آیت شریف کې په تفصیل سره ذکر شوي دي:( حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ …. ( ۲۳النسأء ).
ژباړه: حرامې کړی شوې دي پر تاسې میندې ستاسې او لوڼې ستاسې او خویندې ستاسې او عمه ګانې (د پلار خویندې) ستاسې او خاله ګانې (د مور خویندې) ستاسې او وریرې (د ورور لوڼې) ستاسې او خورځې (د خور لوڼې) ستاسې او میندې ستاسې کومې چې تاسې ته یې پۍ (شیدې) درکړي وي (رضاعی مورګانې) او رضاعي خویندې ستاسې.
لومړی سببی محرمات: هغه ښځې چې د خپلوۍ (نسب) په وجه د هغوی سره نکاح کول د تل لپاره حرامه ده لکه: مور، نیا (انا)، خور، خورځه، وریره، لور، لمسۍ، د مور خویندې، د پلار خویندې او داسې نور……
دوهم د خسرګنۍ (مصاهرت) له وجې محرمات: د خسرګنۍ په وجه هم نکاح حرامه ده لکه: خسر، د خسر پلار، خواښې، د خواښې مور، د خاوند زوی (بنزی) یا لمسۍ او داسې نور…….
دریم د رضاع ( تي رودلو) په وجه محرمات: هغه ښځې چې چا ته یې شیدې ورکړې دي په اسلامی شریعت کې هغې ته هم د مور درجه ورکړل شوې ده چې رضاعی مور ورته ویل کیږي، نو بناء د رضاعی مور او د هغې د یو شمیر خپلوانو سره هم نکاح حرامه ده.
مؤقتي محرمات:
هغه ډله ښځې چې په مؤقت ډول نکاح ورسره حرامه ده او د دوی ترمنځ داسې یو حائل وی کله چی هغه له منځه لاړ شي نو بیا نکاح ورسره جائزه ده.
لومړی مطلقه ثلاثه: هغه ښځه چې دری ځله طلاق ورکړل شوی وی ترهغه پورې نکاح کول ورسره په مؤقت ډول حرام دي ترڅو یی چی بل میړه نه وی کړی او له هغه سره یی کوروالۍ نه وی کړی او بیا هغه نه وي طلاقه کړې.
دوهم واده شوې ښځه (زوجة الغیر): هغه ښځه چې خاوند ولري او خاوند یې طلاق نه وی ورکړئ تر هغه پورې له بل کس سره نکاح کول په مؤقت ډول حرام دي.
دریم بی دینه ښځه: هغه ښځه چې هیڅ آسماني دین ونه لري لکه: اور پرستي، بت پرستي، مارکسیست، بودائی او داسې نور…… او د اهل کتابو سره نکاح کول د شرائطو د وجود په صورت کې جائزه ده.
څلورم د ښځې خور (ښمینه، یا ښینه): د ښځې خور یا د هغه له محارمو سره لکه عمه، خاله، خورځه سره نکاح کول هم په مؤقت ډول حرام دي ترڅو چې د سړي ښځه وفات شوې نه وي او یا یې طلاقه کړې نه وي.
پنځم پنځمه ښځه: لکه څنګه چې په اسلامی شریعت کې د هر سړی لپاره څلور ښځې په نکاح کول جائز دي نو که یو سړی څلور ښځې ولري نو بناء نوموړی نشی کولئ چې د څلورو ښځو د ژوند په صورت کې له پنځمې ښځې سره نکاح وکړي ترڅو یی چې له څلورو ښځو څخه کومه یوه وفات شوې یا هم طلاق کړې نه وي.
جاوید فدائي