متعه، صيغه يا مؤقته نکاح حکم څه دی؟

دقيامت تر ورځی پورې حرامه نکاح

متعه، صيغه يا مؤقته نکاح:  هغه نکاح ده چه دمقرر وخت لپاره وي ،يوسړی له يوی ښځی سره د موقت وخت لپاره يوه مياشت ،څومياشتی يو کال ،دوه کاله يا لس کالو لپاره نکاح وکړی دا ډول نکاح په اسلامی شريعت  کې  په اتفاق دڅلورو واړو مذاهبو حرامه ده  بغير د شيګانو او روافضو له ځنو ډلګيو.
داسلام ستر لاښود حضرت محمد(ص) په بار بار د دغه نکاح د حرمت اعلان کړی دی او دقيامت تر ورځی يې حرامه ګرځولی ده .
پدی اړه نبی (ص) ارشادات خو څه ډير شته ولی دلته مو يوازی  دمسلم شريف  يو حديث  را نقل کړ :
3496 – الرَّبِيعُ بْنُ سَبْرَةَ الْجُهَنِىُّ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- نَهَى عَنِ الْمُتْعَةِ وَقَالَ « أَلاَ إِنَّهَا حَرَامٌ مِنْ يَوْمِكُمْ هَذَا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ كَانَ أَعْطَى شَيْئًا فَلاَ يَأْخُذْهُ ».
که سړی له ښځی سره  نږيديوالی وکړی حکم يې دې زنا کارو دي  ،که اسلامی حکومت وي دوی دواړه بايد فوراً ونيسی  او دزنا حکم ورباندی تطبيق کړی .
دغه نکاح دښځی په حقوقو ستر تيري دی د ښځی د پاتی ژوند،دهغی نفقه ،دهغی دنسل روزنی ،نفقه اوبقاء  په حصه کې ډير ستر ظلم دي .
داسلام مقدس دين هيڅ کله هم داسې ناوړه اعمال دظلم نه ډکه لاره نشی قبلولای .
حمدالله شاکری

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب