مالګه مغزي سکته ډېره وي

 دالماني روغتیائي مجلې څخه ژباړه سوې ده .
تر مخ تر دې چې ژباړي ته راسم باید ملګه و پېژنو، چې مالګه څه شی ده او څرنګه پیدا کېږي .
مالګه په طبعیت کي د ډبرو به ډول او یا د سمدري اوبو څخه لاس ته راځي . سربېره پردې چې په پخلنځۍ کي ډېره مهمه ده خو په تخنیکي دنیا او صنعت کي هم ډېر کار ځني اخلي .
مالګه د کېمیائي جوړښت له مخي د دو مختلیفو موادو څخه چې یو ئي ګاز دی . لکه : کلورین (chlorine) او کېمیائي لنډ فورمول ئې (Cl) دی . دغه زهري ګاز ژړشین رنګ لري . تل په تړښتي ډول په طبعیت کي شتون لري یاني ازاد په لاس نه راځي . بل تړښتي مواد ئي یو زهري فلز دی . چې دغه فلز ته سودیم یا ناتریوم (Sodium = Natrium) وائي .
چې سودیم یا ناتریوم هم په ازاد طبیعت کي په لاس نه راځي . د نورو سودیمي تړښتو څخه په کېمیائي عملیو سره لاس ته راوړلکېږي . سودیم یو «راکشني» فلز دی، چې ډېر ژر د هوا په مجاورت کي اکسید کېږي او له منځ ځي . نوله دې کبله ئي د کېمیا په لابراتوارونو کي په خاکي تیلو کي ساتي، چې هوا ورنسي . د خوراکي مالګي کېمیائي فور مول (NaCl) ناتریوم کلوراید (Natriumcholid) دی .
که جلا جلا هر یو له دغودو موادو څخه وخوړل سي انسان وژني خو په تړښتي حالت کي مالګه ده، چې سړی تر یوي اندازې پوري اړتیاورته لري . اوس راځم ژباړي ته :
د نړوال روغتیائي سازمان (World Health Organization)لنډیز ئي (WHO)دی، د ورځي پنځه ګرامه مالګه د خوړلو لپاره توصیه کوي . که سړی پر خپل خوراک مالګه اچوي یا فاست فوډ (Fastfood) خوري نو دوه ځلیزي ته ئي د مالګي خوراک رسي . ( دغه ۵ ګرامه مالګه چې سړی د ورځي خوري اندازه ئي د چایو د کاچوغي سره برابره ده . ) که په دوامداره توګه دمالګي استعمال دغسي ډېر سي نو وېره د مغزو دسکتي ۲۳ په سلو کي ډېره وي .
له دې سره ۱۷ په سلو کي د زړه د سکتې امکان هم ورسره ډېريږي او یا د وینو داخلي جریا خرابه وي ؛ دا خبره بیا پروفیسر مارتین ګروند (Martin Grond) چې په المان کي آمر د سکته ئي ناروغیو دی، کوي . پرفیسرګروند (Grond) څېړنه کړې ده ، چې په ۱۳ لسو پلټونو کي تر (۱۷۰۰۰۰) ډېرو برخوالوئي دا و ښودله، چې لږ مالګه خوړل تر ډېره پوري د مغزي سکتې څخه مخنیوی کوي . ډېره مالګه خوړل د ویني فشار لوړه وي، نو له دې لامله مغزي سکته رامنځ ته کوي .

ژباړونکی محمدسرور وکیلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب