ماشوم او اولاد روزنه او پالنه

ماشومتوب؛ پر ماشوم د کورنۍ او چاپيریال اغېزې

ډیرې  ستونزې دماشومتوب نه انسانانوته په میراث پاتې کیږی یعنی دماشتوب دژوند نحوه اوڅرنګوالی دژوند ترپایه په انسان اغیزمن وی. په تیره بیا زموږ ټولنه کې چی کورنی اوټولنیزژوند له هغې ډلې نه مدرسې اوښوونځې ته ښه پاملرنه نه ده شوې اوپه ډیروکورنیوکې داسې خصوصیات موجود دی چې له خپلوماشومانو سره دبدچلند له امله هغه اغیزې په ماشومانو کې پاتې کیږی.
که چیرې دژوند په لومړیو پړاوونو یعنې ماشومتوب اوځوانۍ کې موراو پلار دخپلو ماشومانو روزنې اوله  هغوی سره چلند ته پاملرنه وکړی نوکله چی هغوی لویان شی سالم خوښ اوبانشاطه کسان به ترې جوړشی اوراتلونکی ژوند به یی په خوښیو کې تیریږی اوکه چیرې ماشوم دموراوپلاریامشرانو له لوری په ماشومتوب کې  ځورول کیږی، ډارول کیږی وهل کیږی نو هغه ماشوم  مغموم، دپیښوپه وړاندې بې ثباته اوندیښمن مینځ ته راځی چې که په ایمان، عقیدې، مطالعې، تلقین اوتمرین سره یی غم ونه خوړل شی دژوند ترپایه به وکړیږی. 

(یو ایتالوی ډاکتر لینوفریانی وایی: شل کاله مې دماشومانو دارواپوهنې په هکله مطالعه وکړه په پای کې په دې پوه شوم چې اتیا په سلوکې خلک چې ډاریږی یا بې زړه دی که چېریې په ماشومتوب کې دجرأت لوست اخستی وای په دې بلا به نه وای ککړ شوی.)
( که ماشوم ته وویل شی چې هله لیوه دې خوری ویده شه! تاسو فکروکړی که همداخبر څوک یو غټ سړی ته وکړی نو آیا خوب به ورشی؟ چې تاسویی ماشوم ته کوی.)
(خپلوماشومانو ته په نرمه خبرې وکړی یقیناْ هغوی په مینه ښه پوهیږی.)

د ماشوم په راتلونکی ژوند څه بد او څه ښې اغېزی کوی؟

څیړنوښودلی چې په بیرته پاتې هیوادونو کې  هلته چې منطق دماشومانو په وړاندې نه کارول کیږی نو ډیره ارزانه لارد ماشومانو وهل ټکول اوپه هغوی غصه کیدل دی. مشران که له یوې خوا په یوه څپیړه یا په یوه غصه اوقهرماشوم په همغه وخت کې یوه کارته اړکوی خوله بل لوری دماشوم په راتلونکی ژوند ډیره بده اغیزه اچوی چې دایوه ستره ګناه ده،که وغواړوچې زموږماشومان په راتلونکی کې سوکاله اوخوښ ژوند ولری اوهم زموږ ټولنه سالم کسان ولری په لومړی ګام کې باید دکورنی تاوتریخوالی سره په کلکه مبارزه وکړوځکه دڅیړونکوپه اند اوس وخت کې ډیردود شوی تاوتریخوالی همغه په کورنیو کې تاوتریخوالی دی. کورنی تاوتریخوالی له بده مرغه افغانی ټولنه کې ډیردی. ماشوم کله چې وهل خوری خپل هغه کارته فکرنه کوی چې کړی یی دی بلکې هغه څه ته فکرکوی چې ولی توهین شوی. ارواپوهان وایی چې دکورنۍ دمشرانو له لوری تاوتریخوالی دټولې کورنۍ صمیمت اومحبت له مینځه وړی. په ماشومانو کې ډار، اندیښنه، دشپې لخوا ادرار اوروحې ناانډولوالی دکورنی تاوتریخوالی لومړنی اغیزمن علایم دی. خوهغه څه چې دې اهمیت وړدی هغه په ماشوم باندې دتاوتریخوالی اوږدمهاله اغیزې دی، په ځان نه باوراوشرم اوهم تیری کوونکی خشن اوازارورکوونکی تری جوړیږی اوهم به له خپلوماشومانو سره له تاوتریخوالی ډک عمل کوی اوهغوی به زوروی.تاوتریخوالی یو داسی غبرګون دی چې
انسان یی دپیښوپه وړاندې څرګندوی چې بیا ناسم غبرګون ده ته نورې ستونزې زیږولی شی.

پر ماشوم د کورنۍ او چاپیریال اغېزې !

که په کورنۍ کې منطق حاکم وی کولای شو ډیرکړکیچونه اداره کړوهلته چې په کورنۍ کې روزنیز،علمی اومنطقی رویه نه وی خامخابه هلته تاوتریخوالی حاکم وی. ماشوم له موراوپلارنه زده کوی چې څه ډول کړنې ترسره کړی موراوپلارماشوم ته ښیی چې که چا ددوی دغوشتنې مطابق کوم ښه کارترسره نه کړ نویایی ووهی اویاپری په قهرشی، ماشوم دغه پیغام په خپل ذهن کې ساتی اوکله چې لویږی داکړنه دده دژوند عادت ګرځی. دغه رازماشوم کله چې لویږی اوده په کوچینوالی کې دکورنی تاوتریخوالی نه ډک ژوند تیرکړی وی، هرکړنه چې ترسره کوی په هغه کې دیو ډول ډاراحساس کوی او له ځانه سره وایی چی زما داکړنه دچا دقهرسبب نه شی اودقهرنتیجه خو ده ته معلومه ده، په همدی علت دده شخصیت ډارن، بی هوډه، غمجن اوله ناهیلیتوب نه ډک وی. که چیرې دکومې پیښې په وړاندې وغواړی غبرګون وښیی نو هغه هم له تاوتریخوالی نه ډک غبرګون وی. دی له ځانه سره په عادتی ډول داسې انګیری کله چې ماشوم وم نو زما ډیرنږدی کسانو لکه مور، پلار، معلم، مشرورویاخور، انا… په ما قهریدل نودده اوسنی مشران له ددفتر آمر،دکارچارواکی، قوماندان … اوهرپیښې نه چی هلته دچاګواښ سره مخ وی ډاریږی.
څیړنو ښوولی چې ۹۹ په سلوکې هغه ماشومان چې په کورنۍ کې یی تاوتریخوالی وی په خپله ډیرغصه ناک اوله تاوتریخوالی ډک وی. ۸۰ په سلوکې هغه کسان چې ځان وژنې کوی، ۹۰ په سلوکې هغه کسان چې مخدره توکې کاروی په ماشوتوب کې یی له تاوتریخوالی ډک ژوند تیرکړی وی.

د ماشومانو روزنه له اسلامی لید لوري

په اسلام کې هم دماشوم ښې روزنې دهغه په نه تحقیردهغوی تحسین اوله هغوی سره په محبت باندې ډیرتاکید شوی. ماشومان له بلوغه مخکې له ډیرودینی فرایضو نه معاف شوی، په ماشوم باید ښه نوم کیښودل شی چی دی بیا په لویوالی کې پرې ونه شرمیږی، دحضرت محمد (ص) ماشومان ډیرخوښیدل اوهغوی به یی ډیرنازول، ان چې دخپل کوچنی زوی په مړینه کې یی اوښکې له سترګوجاری شوی اوامام حسن اوحسین سره خوبه یی تل لوبې کولې. دغه رازداسلام سپیڅلی دین دماشومانو په تیره بیا دنجونو ژوندی خښول منع کړل. حضرت علی (رض) فرمایی: چې ماشوم دخدای امانت دی دخدای امانت ته پرته دخدای له حکمه لاس نه غزیزی. ماشوم خو لاڅه څه کړې چی په اسلام کې ان دڅارویو حقونو ته پام شوی اودهغو له بیځایه وهلو مسلمانان منع شوی. دغه رازدامیندوارمیندودرناوی هم په اسلام کې دهغوی دماشوم له کبله دی.  هغه ښځه چې زنا یی کړی وه اومحمد (ص) ته راغله چې ماته سزارکړه نو ورته وویل شول لاړه شه هغه ستادګیډې ماشوم چې وزیږید بیا راشه کله چې ماشوم پیداشو بیا  ورته وویل شول چې ولاړه شه اوشیدې ورکه …. یعنې چې دماشوم ددرناوی په خاطرشرعی حکم پیغمبر (ص) معطل کړ.
په اوسنۍ نړی کې چی پوهې پرمختګ کړی په تیره بیا په پرمخ تللو ټولنو کې دماشوم دحقونو زیات درناوی کیږې اوان ځانګړی قوانین ددوی دپاره وضع شوی، له ماشومانو سره کټ مټ دلویانو غوندې چلند کیږی، دماشومانو دروزنی لپاره هم دولت اوهم کورنی ډیرمصرف اوزحمت په غاړه اخلی ځکه دوی پوه شوی چې باید همداسې وکړی چی به پایله کې یی ټولنې پرمختګ کوی اوراتلونکی نسل یی دخوښی ژوند تیرکړی. له همدې امله ده چې ګوروپه داسې حال کې چې له اقتصادی اړخه په پرمختللو ټولنوکې ډیری هره کورنۍ یو یا دوه ماشومان پیداکوی اودنفوسو له اړخه کوچنې دی خو پرمختګ، پوهه اودخلکو جرأ ت یی ډیراوچت وی. اوډیربیرته پاتې هیوادونه یی په مستقیم یا غیرمستقیم ډول ترخپلې ولکې لاندې راوستی.
اوداهم سمه خبره ده چې په ځینو دغو پرمختللو ټولنو کې روحی رنځ، ځآن وژنې ، اعتیاد… اونورې ستونزې ډیرې ډیرې دی، چې دهغو عوامل دمعنوی تکیه ځای نه درولودل اودحقیقی عقیدې نه دخلکو لرې والی دی نه په ماشومتوب کې له دوی سره بد چلند.
که چیرې زموږ په ټولنه کې دماشوم روانی اوجسمی کړول همداسې په کورنیو مکتب، جومات اومدرسه کې دوام ومومی نو په راتلونکې کې به ښه اوروغ کسان ونه لرو.
داهم یو واقیعت دی چې هیڅ داسې کورنۍ نه شته چې هلته ستونزې نه وی ان په ډیروخوښو کورنیو کې هم ستونزې راولاړیږی اومشران کله ناکله یو له بل سره بحث اوجنجال کوی خو سمه لاره داده چې په داډول بحثونو اومخالفتونو کې دکورنۍ غړی باید یو دبل نیمګړتیاوې یو بل ته په ګوته کړی اودهغو دله مینځه تلو لارې وسنجوی
نه چې وهل ټکول وکړی اوترډیرې مودې ددښمنۍ فضا په کورنۍ کۍ حاکمه وی.

له ماشومانو سره تاديبي چلند

ماشومان په ځینو وختوکې تأدیب ته هم اړتیا لری اوکله کله دماشوم دوهلو اړتیا هم پیښږی څرنګه چې ان شریعت په ځینو وختو کې دبیلګې په ډول که ماشوم وروسته له ډیرټینګاره لمونځ ونه کړی یالوست ونه لولی دوهلو اجازه ورکړی خوداوهل او قهر ماشوم سمو اعمالو ته راکاږی اوالبته دا وهل هم په هغه ډول نه دی چی ماشوم ډیر پرې خوږ شی بلکې که نورې لارې اغیزمنې نه وی بیا دې کارته اجازه شوې. خوباید پام وشی چې دماشوم شخصیت بیرته اعاده شی. اوپرینښودل شی چې دغه غصه یا وهل دده روانې حالت بده اغیزه وکړی. چې دستونزو په وخت کې مثلا که ماشوم لوست نه لولی یا دشپې لخوا ادارارکوی یاهم کومه بله ستونزه موجوده وی دکورنۍ مشرانو ته په کارده چې په دې اړوند له ډاکترانو،ارواپوهانو اومتخصیصنو سره مشوره وکړی.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دماشوم وهل اوټکول هم په کورنۍ هم په مدرسه اوهم په جومات کې بیخی په یوه عادت بدل شوی او ان چې موراوپلار کله چې ماشوم یی دمعلم یا ملا امام له خواووهل شی پری خوښیږی چې ګواکې داښه ملااویاښه معلم دی. حال داچې هغه ملا یا معلم یا دکورنۍ مشراصلاْ ډیره آسانه اوارزانه لار ځان ته انتخاب کړې په داسې حال کې چې که لږ زحمت ځان ته ورکړی نوری چاری هم شته چې ماشوم هم درس ولولی اوهم دښو کاروپه لوروبلل شی. مشران باید په دې پوه شی، هغه ماشومان چې دوی یی وهی اوله دوی سره بد چلند کوی هغه به په راتلونکې کې ډارن، له اندیښنو ډک خشن، وسواسی، له شرمه ډک، غصه ناک دروغجن، غل بدکاره مینځ ته راځې.
خپلو ماشومانو ته زده کړی چې له ښو خلکونه پیروی وکړی، باید له ماشومتوب نه دوی ته ددینی وجایبو دپرځای کولولوست ورکړشی.
محمد شفیق ((حقپال))
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: