ماشوم او اولاد روزنه او پالنه

ماشومان او دهغوی دزده کړې مسائل او مشورې

په ټولیز ډول دنوي درسي کال په پیلیدو سره له زده کوونکو سره دا پوښتنه پیدا کیږي چې:

سږ کال به د ښوونځي زده کړې څنګه پیلوي، او کومې لا زمې لارښوونې به په پام کې نیسي، تر څو له خپلو ټولګیوالو څخه مخکې شي؟

ښوونیزې موخې

ددې لیکنې له لوستلو وروسته هیله لرو چې ګران لوستونکي به په دې وتوانیږی چې:
۱- د زده کوونکو له ځینو ستونزو سره به آشنا شي.
۲-د زده کوونکو درس او مدرسې ته د هڅولو عملي بیلګې به ورته په ډاګه شي؟

ډیري وخت زده کوونکي دتعلیمي کال په دوران کې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ کیږي، دهمدې لپاره ځنې سلامشورې کیدلای شي په دی لاره کې له دوی سره ډیره مرسته وکړي.

که څه هم ډیري غږیزې او چاپي رسنۍ تربیتي مسائل په پام کې نیسي، خو د زده کوونکو دهغو تعلیمي مسائلو په اړه، چې زیاتره کورنۍ ترینه زوریږي او سر ټکوي، هيڅ پاملرنه نه کوي.

له بل لوري که وګورور، تر اوسه پورې دافغانستان د معارف ښوونیزې اوروزنیزې هلې ځلی لا تر مطلوبه بریده نه دي رسیدلي، تر څو وکولا ی شي په ټوله معنا سره د زده کوونکو او یا دمحصلینو اساسي ستونزې حل کړي.

دځینو په وینا چې دماشومانو لویونه او روزنه د یو ښار جوړونه ده، او دا کار ستونزمن دی، خو ناشونی نه دی، له همدی کبله دماشومانو ښوونی او اورزنی ته باید جدی پاملرنه وشي.

په دی لیکنه کي مو په ډیره آسانه او ساده ټکو سره د زده کوونکو تعلیمی ستونزی په ګوته کړيدي ،تر څو هره کورنۍ وکولای شي د خپلو ماشومانو پر مخ پرتی ستونزی حل کړي .

ډیر ځلی په کورنې ژوند کې مور او پلار د خپل اولاد دتعلیمی ستونزو په وړاندی دا چې څه باید وکړي ،د هغوی په وهلو او ټکولو لاس پوری کوي ، یا هم ډیره کمه مینه ورسره کوي .

ارواپوهان وايي چې په ښوونځيو کې د زده کوونکو، په تېره د لومړيو ټولګيو د زده کوونکو وهل ټکول له درس او مکتب نه هغوی زړه توري کوي، اوددغی بیزارتیا پايله دا کيږي چې زموږ يو شمېر ماشومان ښوونځي ته په نه تګ سره به بې سواده، او د ټولنې د اوږو بار پاتې شي.

دا ډول کړنې يوه لویه ستونزه دا هم راولاړوي چې زده کوونکي عقده ئي رالوييږي، او بیا وروسته په نورو ټولګيو کې داسې کړنې خپلوي چې د ښوونکو د آزار او د ټولګي د فضا د خرابېدو سبب ګرځي.

اوس پوښتنه دا ده چې آیا دا به ښه وي چي خپل اولاد په ګواښونو سره خپلو درسونو ته متوجه کړو او که دستونزی اساسي علت ولټوو او په دې لړ کې له سلا مشورو کار واخلو؟

ډاکټر همایون (هیواد) په دی اړه یوه په زړه پوری لیکنه کړی ده، چې زه ېی څو مهم ټکي ستاسې مخې ته ږدم.

دنوموړي په وینا، د هیواد په مختلفو ښوونځيو كې يوه ستونزه دا ده چې ځينې ښوونكي كله ښوونځي ته ځي، نو يو څو دقيقې ناست وي، څو كيسې وكړي، نور خپلو زده كوونكو ته څلور پاڼې ور وښيي چې دا درس به په كور كې زده كوئ. ښوونكي دا هم ورته وايي چې كه مو دا درس نه و زده كړى، نو په راتلونكي ساعت كې به ورسره ګوري.

يو خو د دريو څلورو پاڼو زده كول د يوه ماشوم لپاره ډير سخت كار دى، او بل دا چې زموږ په اكثره كورنيو كې داسې كسان نشته چې ماشوم ته درس ور زده كړي، نو دغسې حالت هم له ماشومه لار وركوي. همدا وهل او دښوونكي بې پامي ده چې زده كوونكي له درس نه زړه توري كړي.


په وروسته پاتې ټولنو كې د ماشومانو وهل او رټل د هغوى د تربيې لپاره ضروري ګڼل كيږي، چې دا پیښی عموما په كور، ښوونځي، جومات او نورو هغو ځايونو كې، چې ماشومان په كې زده کړه او ژوند كوي، ډيرې ليدل كيږي. د ماشومانو پر وهلو او رټلو ډير بحثونه شوي دي، چې د هر بحث په پاى كې د ماشومانو وهل ناسم كار بلل شوى دى .

په دې نږدې وختونو كې د نړۍ په 32 هيوادونو كې د ماشومانو د وهل كېدو په اړه يوه څېړنه وشوه، چې په نتيجه كې ويل شوي دي چې د ماشومانو وهل د هغوى په ژوند ډېره بده اغيزه كوي.

په دغه څيړنه كې چې 17 زره محصيلنو د 32 هيوادونو څخه په كې ګډون كړى ؤ، دا وښودله چې په كومو هيوادونو كې د ماشومانو وهل ډير وي، په هماغه كچه په كې د لويانوځيركتياكمه وي.

څيړنو دا هم ښودلې چې د ماشومانو وهل د هغوى د ماغزو جوړښت خرابوي، په اعصابو كې يې فرق راولي او استعداد يې له منځه وړي. خو كه د دې پر ځاى له ماشوم سره له نرمۍ كار واخيستل شي، دا كار به د هغوى د مهارتونو په لوړولو كې ډير ګټور تمام شي.

دغه څيړونكې ډله دا هم وايي، چې دماشومانو وهل دوی ته دا فكر وركوي چې دا د ټولو مسايلو حل دى.

دوى وايي: په نړۍ كې ډير خلك چې جرم كولو ته مخه كوي، يو سترعلت يې هم په ماشومتوب كې د هغوى وهل او رټل وي. او كله چې دوى لويان شي، كينه ورسره پيدا كيږي او غواړي د نورو په وهلو ټكولو سره خپل غچ واخلي.
په اكثره كورنيو كې مشران دا خپل حق ګڼي چې ماشومان په نه خبره ووهي، دوى ورته په خونو کې غټې غټې لښتې ايښې وي چې د ماشوم له ښورېدو سره سم پرې وار كوي. كله چې دغه ماشوم ښونځي ته راشي هلته هم وهل خوري، نو په دغو وهلو او تاوتريخوالي كې را لوى شويو ماشومانو څخه انسان څنګه او د څه شي تمه كولاى شي؟ دا څيړونكې ډله كورنيو ته لارښونه كوي چې خپل ماشومان دې نه وهي.

كه چيرته هغوى كوم ناسم كار كوي نو په منطقي توګه دې هغوى وپوهوي او دهغه كار زيانونه دې ورته بيان كړي. له ماشوم سره دې د تاوتريخوالي پرځاى له مينې كار واخلي او هغه لښتې دې ماتې كړي چې په كورونو يا ښوونځيو كې يې د ماشومانو د وهلو لپاره ساتلي دي.

ماشومان بايد له خپلو كورنيو او ښوونكو سره مينه وكړي، نه چې له هغوى څخه وډار شي.

البته زمونږ د پورتنیو خبرو څخه مطلب دا نه دی چې یوازی ښوونکي او استاذان ګرم او ملامت وبولو، بلکی په خپله شاګردانو کې هم یو لړ ستونزی شتون لري چې له کبله ئی ددوی تعلیمي بهیر ټکنی کیږي.
او اوس دهمدغو ستونزوڅخه دیو څو یادونه کوو.

د زده کونکو د تعلیمي ستونزو څوبیلګي:
عموما والدین اوپه مکتب کې ښوونکي د شاګردانو دیو لړ ستونزو سره مخامخ کیږي، لکه ځینی شاګردان:
* په درس ویلو کې تنبلي کوي .
* د ګټوری او مؤثری مطالعې لا زم مهارت نه لري .
* د چټکې او تیزی لوستنې څخه ناتوانه وي .
* په لیکنه کې د لیکنې اصول نه مراعاتوي .
* له خپلی مدرسې او ښوونځي څخه تل په تیښته خوښ وي .
* په تعلیمي چارو کې هیڅ پرمختګ نه لري .
* درس ته د غوږ نیولو څخه تل مخ اړوي .
* په ځینو درسونو کې لکه ریاضیات ډیر ضعیف وي .
* د فراغت وروسته خپل ځان ته تحصیلي رشته یا څانګه نشي ټاکلی.
* له ښوونکو سره بې ادبي کوي.

دا او دیته ورته نورې هغه ستونزې دي چي زمونږ او ستاسی ماشومان ئې لري.
د ماشومانو د تعلیمي ودې اصول او مبادئ

ددی لپاره چې خپل اولاد ښوونځي ته وهڅوۍ، او په تعلیمي بهیر کې ئی پرمختګ ته سوق کړۍ، په دی لړ کې تاسی باید دا اصول په پام کې ونیسۍ.

  • د خپل اولاد لپاره د بریالیتوب لاری ولټوئ، ځکه چې په یوه ډګر کي بریالیتوب بل بریالیتوب ته لاره هواروي .

  • هڅه وکړئ چې ستاسی اولاد د زده کړی یا دهر عمل د پای ته د رسولو لپاره خپل فکري تمرکز له لاسه ورنه کړي، او دا کار لږ تمرین ته اړتیا لري.

  • دقت او سرعت د علم په زده کړه کې د بریالیتوب دوه اساسي لاملونه دي، یعنی هر هغه زده کړه یال (شاګرد) چې په ډیری ځیرنی او توجه سره یو څه لولي، او په چټکه توګه سره ئی ذهن ته سپاري، دغسی شاګردان تر نورو ښه بریالیتوبونه تر لاسه کولای شي.

نو دهمدی لپاره باید خپل اولاد د تمرینونو حل ته وهڅوئ، او عادت ورکړئ تر څو خپلی ټولی تعلیمي چاري په چټکه او دقیق توګه سره تر سره کړي.

  • همدا راز په ماشومانو کې خاص استعدادونه پیدا او ور ته وده ورکړئ .

  • د خپلو کمکیانو پوښتنو ته دهغوی د فهم سره سم ځوابونه ووائی، او هغوی پوښتنی کولو ته وهڅوئ .

  • د آمادګۍ او چمتووالي پرته د خپلو ماشومانو مکتب ته په لیږلو کې بیړه مه کوئ ، ځکه د زده کړې پر مهال له تعجیل او چټکۍ کار اخستل ، د تربیت په ډګر کې بدی پایلې ، او له مدرسی څخه د تیښتی خطرونه تر شا لري .

  • هیڅ کله هم خپل اولاد د تعلیمي زده کړو پر مهال د لوړ استعداد لرونکو زده کوونکو سره مه مقایسه کوئ .

  • خپلی هیلی او توقعات د خپلو ماشومانو په تعلیمي پرمختګ کې د هغوی د استعداد او توان سره سم وټاکئ .

  • د تحصیلی رشتی د ټاکنی او پوهنتون ته د داخلیدو پر مهال د تجربه لرونکو او لارښوونکوکسانو سره سلا مشوره وکړئ ، او هیڅکله هم خپل نظریات پر خپلو اولادونو مه تحمیلوئ .

  • که چیری مو اولاد مکتب ته په تللو او د درس په ویلو کې له سستۍ او تمبلۍ څخه کار اخلي ، نو له ترټنی (ګواښ)، رشوت او بډی ورکولو څخه ځان وژغورۍ، هغه ته دبریالیتوب را منځ ته کول، او دهغه لپاره تشویق بهترینه اوغوره لاره ده.

  • د اولادپه تربیتي چارو کې والدین اومربیان باید د تل لپاره دافراط (زیادښت) او تفریط (کمښت) څخه بایدځان وژغوري، بلکې تل د اعتدال او منځ لاريتوب څخه کار واخلي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: