له یو بل سره تود روغبړ وکړئ؛ کنه د زړه په ناروغیو به اخته شئ

له یو بل سره تود روغبړ وکړئ؛ کنه د زړه په ناروغیو به اخته شئ

د روغتیايي څیړونکو وروستیو څیړنو پر بنسټ هغه کسان چې له نورو سره کمزوری روغبړ کوي د زړه په ناروغیو اخته کیږي کوم چې په لږ عمر کې د نوموړی د مرګ لامل هم ګرځیدی شي.

په لینسټ نومې څیړنیزې جریدې کې خپره شوې دغې څیړنې پر بنسټ پّ هغو کسانو کې چې له نورو سره کمزوری روغبړ کوي د زړه د ناروغیو خطر زیاتیږي.

روغتیایي څیړونکي بې خونده روغبړ کول د مړ شوی کب روغبړ په نامه هم نومولی کوم چې د زړه له ناروغیو پرته د نورو ډیرو ناروغیو لامل هم ګرځیدی شي.

دغه څیړنه په ۱۷ هیوادونو کې په ۱۴۰۰۰۰ کسانو چې عمرونه يي د ۳۵ او ۷۰ کلنو تر منځ وو ترسره شوی. په دغو کسانو کې څیړونکو د څلورو کلونو لپاره د یو ځانګړی اوزار په مرسته د لاس ورکولو فشار معلوم کړی.

د روغتیايي څیړونکو په وینا که د کوم کس د لاس ورکولو فشار چې له پنځه کیلو ګرام څخه لږ وي په دغه کس کې د زړه د ناروغیو خطر ۱۷ سلنه زیاتیږي.

همداراز له دغې څیړنې څخه څرګنده شوې چې بې خونده او کمزوری روغبړ کول انسان د فلج، زړه حمله او سرطان په ناروغیو اخته کولی شي.

که غواړئ د سرطان او زړه له مختلفو ناروغیو څخه ځان وژغورئ نو له هر چا سره تود روغبړ وکړئ او ښه په مینه کلکه غیږه یا لاس ورکړئ.

نن ټکی اسیا (۱۳۹۴ل)


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب