ژوند راز

له ژونده ډېر تنګ يم، ځان وژنه کوم!

لا تر اوسه می یاد دي چی یو چا راته په مبایل یو لیک رالیږلی وه چی هغه لیکلی و : محترم شیخ صیب د ځان وژنی څه حکم دی؟ ما د دغه لیک رالیږونکي پسې زنګ و واهه او ورته مې وویل: بښنه غواړم ستا په سوال پوه نشوم کولی شې بیا راته خپل سوال و وايي: هغه په ډېره بې زاره لهجه راته وویل: زما سوال روښانه دی، ځان وژنه څنګه ده ؟ ما ورته وویل : مستحب ده. هغه په لوړ آواز وویل: څه؟ ورته مې وویل: راځه چې زه درسره کومک وکړم چی ځان په کومه طریقه و وژنې؟ هغه زما ددې خبرې په اورېدلو چپ پاتې شو. پوښتنه می ترینه وکړه چې ولې ځان وژنې؟ هغه راته وویل: زه په خپل ژوند کې یو ناکام انسان یم، کار نلرم، خلک رانه بېزاره دي اصلا زه یو ناکام انسان یم. هغه راته په پوره تفصیل خپله قیصه وکړه، هغه د ښې راتلونکي او د هغه صلاحیت نه په پوره توګه استفاده نشو کولی چې ده درلود.

دا حقیقت دی چی نن ورځ ډير خلک همدا مشکل لري لکه دغه هلک چې درلود. ولې خلک داسې وي چی نورو ته ګوري چی د غر څوکو ته ختلي وي خو د ځان په باره کې بیا دا فکر کوي چې دا نشي ور ختلی لږ تر لږه خو دې دومره وکړې چی غر ته خو دې وخیژي لکه هغوی چې ختلي. پوهیږئ هغه کوم خلک دي چی ددې کتاب نه به سود مند نشی اونه به د کوم بل کتاب نه؟ هغه، هغه خلک دي چې خپلو تېروتنو او صلاحيتونو ته تسلیم شوي وي او وایي چې دا زما په ژوند کې طبیعي خبره ده زه همداسې لوی شوی یم او اوس نشم کولی چې بدل شم.

يوه ورځ په یوه عامه غونډه کې ناست وم چې هلته عام خلک را ټول شوی وه یو سپین ږیري سړی چې ډير عمر یې درلوده د خلکو سره په خبرو او خندا کي مصروف وه هغه د خپل سپین ږیري توب نه بغیر بل داسی څه نه درلودل چی قدر یې وشي. ما هلته یو لنډ تقریر وکړ چی په هغه کې مې د شیخ عبدالعزیر بن باز رحمه الله د یوې فتوی یادونه وکړه کله چی د تقریر نه خلاص شوم هماغه سپین ږیري راته په ډېر فخر وویل: زه او شبخ ابن باز رحمه الله ۴۰ کاله مخکې د شیخ محمد بن ابراهیم رحمه الله شاګردان او مونږ دواړه ملګري وو.

ما هغه ته وکتل او هغه په ډير فخر سره دا خبره کوله او خوشخاله وه چی یو وخت هغه د یوه کامیاب او مشهور عالم همصنفي پاتې شوی وه خو ما هغه په خپل زړه کې ملامت کړ او د ځان سره مې وویل: اي مسکینه ! ته ولې لکه ابن باز رحمه الله غوندې مشهور عالم نشوې حال دا چې تا ته لاره هم معلومه وه نو بیا ولې تا خپل سفر ته دوام ورنکړ. ولې د ابن باز په مړینې منبرونو، محرابونو ، کتابخانو او چا چې پیژنده هغو پری وژړل او حال دا چې یوه ورځ به ته هم مړ شې او کیدای شي په تا یو کس هم ونه ژاړي او که څوک ستا په مرګ وژاړي هم نو کیدی شي د عادت او یا هم د زړه ساتنی لپاره وژاړی.

زمونږ هر یو کله نا کله دا وايي: ما فلانکي پېژنده ، فلانکي زما ملګری وه، د فلانکي سره څو ځله ناست یم خال دا چی دا د فخر خبره نه ده بلکې فخر دا دی چې ته هغه ځای ته ځان ورسوې کوم ځای ته چې هغوی رسېدلي دي.

د نن څخه دا اراده وکړه چی الله عزوجل کومه پوهه درکړی د هغې نه ښه استفاده وکړې او پر مخ لاړ شې نو ددې لامله د خپل مخ ګونجي په خندا بدلې کړه، خفګان دې په خوشحالۍ بدل کړه د بخیلۍ پر ځای سخاوت خپل کړه، خپله غصه په حلم بدله کړه په مصیبت صبر وکړه او خپل ایمان د یقین او اعتماد په سلاح ښایسته کړه.

د خپل ژوند نه خوند واخله ځکه ژوند ډير وړوکی او لنډ دی او دا وړوکی ژوند په غمونو کې مه تېروه. کیدای شي دا ووایی چی دا وړوکی ژوند څنګه خوشحاله تېر کړم ما ځکه دغه کتاب لیکلی دی تر څو په دې وتوانیږو چی دې وړوکي ژوند نه څنګه خوند واخلو، زما سره اوسیږه (کتاب په پوره فکر تر اخره ولوله ) ان شاء الله ډير زر به خپل هدف ته ورسیږي .

زما سره هغه بهادر دی چی هغه پخه ارداه لري او په خپله اراده تر هغی ولاړ وي تر څو خپل صلاحیتونه سرته ورسوي او دهغې ګټه ترلاسه کړي.


د ژوند نه خوند واخله له کتاب څخه.

لیکوال : دکتور مخمد عبدالرحمن العریفي

ژباړه : عبدالباري جمال

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: