اخلاق

له منافقت څخه ځان ساتل!

ابو هریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چی فرمایی:

«آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلَاثٌ : إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ» رواه البخاري ومسلم.

يعنې منافـق درې نښې لري: لمړی دا چې کله خبرې کوي دروغ وایي. دوهم دا چې کله وعده وکړي وعده خلافي کوي. دریم دا چې کله امانت ورته وسپارل شي نو خیانت کوي.

د منافقینو په اړه څو آیتونه:

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۳].

﴿ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا كَمَآ ءَامَنَ النَّاسُ قَالُوٓا أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ السُّفَهَآءُ ۗ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَآءُ وَلٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ ﴾

او كله چي هغوی ته وويل شول: “څنګه چي نورو خلكو ايمان راوړی دی، هماغسي تاسي هم ايمان راوړئ!” – نو هغوى ځواب وركړ چې: “ايا موږ د كم عقلانو (ناپوهانو) غوندې ايمان راوړو؟” – پام ولرئ! په حقيقت كې همدوی پخپله كم عقلان دي، خو دوی نه پوهېږي.

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۴]

﴿ وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ ءَامَنُوا قَالُوٓا ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلٰى شَيٰطِينِهِمْ قَالُوٓا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ ﴾

كله چي دوى له مؤمنانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: “موږ ايمان راوړی دى.” – او كله چي په ګوښه ځاى كي له خپلو شيطانانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: “په اصل كښي خو موږ له تاسي سره يوو او په دې خلكو ملنډي وهوو.”

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۵]

﴿ اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴾

الله ﷻ په دوی ملنډي وهي (سزا وركوي) او دوى ته په خپله سركښۍ کې داسې مهلت ورکوي چې حیران پاته وي.

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۶]

﴿ أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰى فَمَا رَبِحَت تِّجٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴾

دا هغه كسان دي چې د هدايت په بدل کې يې گمراهي اخیستې ده. خو دا تجارت د دوی لپاره ګټور نه دى او دوى هيڅکله پر سمه لاره نه دي.

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۷]

﴿ مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِى اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّآ أَضَآءَتْ مَا حَوْلَهُۥ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِى ظُلُمٰتٍ لَّا يُبْصِرُونَ ﴾

د دوى (منافقانو) مثال داسې دى لكه يو څوك چې اور بل كړي او چې كله هغه (اور) ټوله شاوخوا رڼا كړي، نو الله ﷻ د دوى د سترګو بينايي ورڅخه واخلي او دوى په داسې حال كې پرېږدي چې په ترږمیو كې هيڅ نه ویني.

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۸]

﴿ صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴾

دوى كاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي؛ نو دوى اوس نه راګرځي.

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۹]

﴿ أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمٰتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِم مِّنَ الصَّوٰعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ۚ وَاللَّهُ مُحِيطٌۢ بِالْكٰفِرِينَ ﴾

يا د دوى مثال داسي وګڼئ چې له اسمان نه شړكنده باران اوري او له هغه سره تورې تيارې، كړسهار او برېښنا هم ده، دوى د برېښنا د كړسهار په اورېدلو د مرګ له وېري په غوږونو كي ګوتي ږدي. او الله ﷻ دا د حق منكران له هري خوا را ايسار كړي دي.

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲۰]

﴿ يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصٰرَهُمْ ۖ كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوْا فِيهِ وَإِذَآ أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا ۚ وَلَوْ شَآءَ اللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصٰرِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ ﴾

له برېښنا څخه پر دوى داسي حالت راځي چي ګواګې اوس به برېښنا د دوى د سترګو نظر والوزوي. كله چې يې يو څه رڼا تر سترګو کېږي، نو په هغې کې لږ وړاندې ځي او كله چي ترږمۍ پرې خوريږي، نو ټپ درېږي. كه د الله ﷻ خوښه واى، نو له دوی څخه به يې د اورېدو او ليدو قدرت بيخي سلب كړى واى. په باوري توګه الله ﷻ پر هر څه برلاسی دى.

د دعاء په هېله.

شاهد مسلمېار صافی

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close