له ماسخوتن مانځه وروسته د نه ویده کیدلو کتابي حکم

سریزه

الله تعالی په خپل کتاب قرآنکریم کې فرمایلي چې « شپه مو لباس ګرځولې او ورځ مو د ژوندانه چارو لپاره» علماي کرام فرمایي چې الله تعالی شپه د ستړیا بندولو، استراحت او خوب کولو لپاره او ورځ د رزق ګټلو، او د ژوندانه نورو چارو مخته بیولو لپاره پیدا کړې دي.

نن سبا مونږ ګورو چې یو شمیر خلک دا قیصه سرچپه کوي، د شپې ویښ او د ورځې بیا خوبونه وهي، نو په کار ده مونږ وپيژنو چې الله تعالې د شپې تیرولو لپاره مونږ ته د خپل پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په واسطه څه ډول لارښوونه کړې ده، او همااسې خپل ژوند برابر کړو، ترڅو دین او دنیا دواړه وګټو.

د کتاب له حکم سره سم شپه څرنګه وي؟

د اسلام مبارک دین له لارښوونو سره سم: شپه چې د لمر پرې وتلو، ۳ رکعته فرض او ۲ رکعته سنت مونځ په ادا کولو پیلیږي او بیا لدې یونیم ساعت تر درې ساعته وروسته د ماسخوتن لمونځ ادا کیږي، او بیا د خوب وخت پیلیږي، تر نیمې شپې یا د شپې دوه برخې وخت پورې خوب کول سنت او مستحب ده، بیا تهجد ته راپاڅیدل، او بیا د سهار مونځ په جمعه کولو سره د شپې موضوع پای ته رسیږي.

د ماښام او ماسخوتن لمونځونو ترمنځ د نفلونو ادا کولو، ډوډۍ او چای خوړلو(که د چا خوښه وي)، او له ویده کیدو مخکې د اړینو کارونو تکمیلولو وخت دی، د ماسخوتن له مانځه وروسته سمدستي د خوب کولو وخت پیلیږي.

ستونزه

خو له دیني او دنیایي زیانونو په ناخبرۍ کې یو شمیر خلک دغه کتابي مهال ویش ګډوډوي او د شپې ناوخته پورې هغه ضروري او غیر ضروري عبث کړه وړه ترسره کوي کوم چې د ورځې یې ترسره کیدلی شي، همدا دی چې الهي احکام، نبوي ارشادات، د بزرګانو صالحینو نصیحتونه پښو لاندې کوي او نتیجه کې خپل دین او دنیا دواړه زیانمن کوي.

حل لاره

مخکې ما یوه لیکنه کې د شپې د ناوخته خوبېدلو یو شمیر بدني زیانونه راټول او بیان کړي ول، دې لیکنه کې غواړم په لنډه توګه دا ووایم چې د ماسخوتن له مانځه وروسته بنډار کول، فیسبوک او ټولنیزې رسنۍ کارول، تلویزون او فلمونو ته کیناستل، ګیمونه او عبث کارونه کول، مطالعه، ذکر، عبادت، نصحیت، د خیر کارونه کول په کار دي کنه.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم شپه

دینې کتابونو کې د عمومي نظر اچولو څخه څرګندیږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د ماښام له مانځه وروسته تر ماسخوتن مانځه پورې وخت کې ټول کارونه راغونډ کړل او له خوب مخکې آخري کړنه یې د ماسخوتن مونځ ادا کول ؤه، له مانځه وروسته به نه خپله ویښ پاتې کیده او نه به یې بل چا ته له ضرورت پرته د ویش پاتې کېدلو اجازه ورکوله.

د شپې برخې خوب کولو څخه وروسته به یې تهجد ادا کول، او له سپیدو راختو وروسته به یې خلکو ته په جماعت لمونځ ورکوه.

د مسلمانانو مور او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کورودانه عائشه رضی الله عنها فرمايي چې« هیڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم له ماسخوتن مانځه مخکې نه دی ویده شوی او نه ترې وروسته ویښ پاتې شوی.»
«عن عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: مَا نَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَبْلَ الْعِشَاءِ، وَلَا سَمَرَ بَعْدَهَا»، رواه ابن ماجه (۷۰۲) وصححه الألباني .

د شپې بنډارونه څه حکم لري؟

علمای کرام فرمایي چې له ماسخوتن مانځه وروسته ویښ پاتې کیدل او مجلسونه کول حتی که د روا کارونو کولو لپاره هم وي مکروه دي.

۱- د امام بخاري په روایت «۵۶۸» حدیث شریف او د مسلم په روایت «۶۴۷» حدیث شریف کې ابوهریرة رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له ماسخوتن مانځه مخکې خوبیدل او ترې وروسته نه خوبیدل بد(مکروه) ګڼل.

۲- د حدیثو امام حافظ ابن رجب رحمت الله علیه فرمایي:« که له ماسخوتن مانځه وروسته عبث، بد ویل او چټیاتو مجلس وو نو بې شکه مکره دی.»
قال الحافظ ابن رجب : «ومتى كان السمر بلغو، ورفث، وهجاء، فإنه مكروه بغير شك». ” «فتح الباري: ۳/۳۷۷»

۳- امام نووي رحمت الله علیه فرمایل:« علماوو اتفاق کړی چې له ماسخوتن مانځه وروسته د خیر له خبرو پرته نورې خبرې مکروه دي. او د مکروهیت لامل دا دی چې بې خوبي پېښوي، او د خوب درنیدو له کبله د تهجد پاتې کیدلو انديښنه زیږوي، یا له ذکر څخه، او د سهار مونځ له روا، یا مناسب یا له افضل وخت څخه ځنډيږي. او د شپې بې خوبي د ورځې دیني حقوقو، اطاعتونو، او دنیايي اړتیاوو کې د سستۍ/لټۍ لامل کیږي».

قال النووي: «وَاتَّفَقَ الْعُلَمَاء عَلَى كَرَاهَة الْحَدِيث بَعْدهَا إِلَّا مَا كَانَ فِي خَيْر. وَسَبَب كَرَاهَة الْحَدِيث بَعْدهَا أَنَّهُ يُؤَدِّي إِلَى السَّهَر، وَيُخَاف مِنْهُ غَلَبَة النَّوْم عَنْ قِيَام اللَّيْل، أَوْ الذِّكْر فِيهِ، أَوْ عَنْ صَلَاة الصُّبْح فِي وَقْتهَا الْجَائِز، أَوْ فِي وَقْتهَا الْمُخْتَار أَوْ الْأَفْضَل. وَلِأَنَّ السَّهَر فِي اللَّيْل سَبَب لِلْكَسَلِ فِي النَّهَار عَمَّا يَتَوَجَّه مِنْ حُقُوق الدِّين، وَالطَّاعَات، وَمَصَالِح الدُّنْيَا»« شرح صحيح مسلم: ۵/۱۴۶.»

۴- د صحیح البخاري شارح امام ابن حجر رحمت الله علیه فرمایي:«له ماسخوتن مانځه وروسته بنډار کیدای شي د سهار له مانځه، یا یې له بهتر وخت څخه، یا له تهجدو څخه د ویستلو لامل شي.
عمر رضی الله عنه به له ماسخوتن مانځه وروسته بنډار باندې خلک وهل او فرمایل به یې:« آیا د شپې اوله برخه ویښه او آخره خوب کول؟!»

وقال الحافظ ابن حجر: “وَالسَّمَر بَعْدَهَا قَدْ يُؤَدِّي إِلَى النَّوْم عَنْ الصُّبْح ، أَوْ عَنْ وَقْتهَا الْمُخْتَار ، أَوْ عَنْ قِيَام اللَّيْل .
وَكَانَ عُمَر بْن الْخَطَّابِ يَضْرِب النَّاس عَلَى ذَلِكَ وَيَقُول : أَسَمَرًا أَوَّلَ اللَّيْل وَنَوْمًا آخِرَهُ ؟” . انتهى من ” فتح الباري” (۲/ ۷۳).

له ماسخوتن مانځه وروسته کومې کړنې روا دي؟

علمای کرامو ځینې کارونو ته د ماسخوتن له مانځه وروسته د اړتیا او مصلحت په بنا ویښ پاتې کیدلو او ځینې کارونو یا مجلسونو ترسره کولو ته اجازه ورکړې او د مکروهاتو له ډلې یې ویستلي دي.

حدیث شریف کې راځي: « دشپې له مونځ کوونکي او مسافر پرته بل چا ته ویښ پاتې کیدل نشته».(لَا سَمَرَ إِلَّا لِأَحَدِ رَجُلَيْنِ: لِمُصَلٍّ، أَوْ مُسَافِرٍ) رواه أحمد (۳۹۰۷) وصححه الألباني بمجموع طرقه.

مونځ کوونکی ته ځکه اجازه ده چې د الله تعالی به عبادت بوخت دی او مسافر ته ځکه اجازه ده چې کیدای شي د ورځې خصوصا ګرمو ورځو کې به سفر ستونزمن او حتی ځینې سیمو کې بیخی ناشونی وي، پدې دواړو ټول هغه کړه وړه قیاسیږي چې عبادت یا اړتیا او مصلحت پکې وي.

امام نووي رحمت الله علیه فرمایي: «له ماسخوتن وروسته مکروه خبرې هغه دي چې ګټه په کې نه وي، او کومو کې چې مصلحت او خیر وي نو مکروه نه دي، لکه د علم درس، د نیکانو قیصې، میلمه سره مجلس، ناوې سره خواله کول، خپلو اهل او عیال سره د اړتیاوو او خواله لپاره خبرې کول، مسافرینو ته د ځان او متاع خوندي کولو په اړه خبرې/لارښودنې کول، د خلکو ترمنځ د روغې جوړې لپاره خبرې کول، او د خلکو په باره کې د ښیګنې سپارښتنه کول، نیکو کارونو باندې امر او له بدو کارونو منع کول، د ګټو وَټو لارښودنه او دې ته ورته کړه وړه، دې ټولو کې بدي نشته، د پورتنیو ځینې مسائلو په اړه صحیح احادیث وارد شوي دي، او ځینې یې په معنا کې راځي.»

قال النووي : «قَالَ الْعُلَمَاء : وَالْمَكْرُوه مِنْ الْحَدِيث بَعْد الْعِشَاء هُوَ مَا كَانَ فِي الْأُمُور الَّتِي لَا مَصْلَحَة فِيهَا .

أَمَّا مَا فِيهِ مَصْلَحَة وَخَيْر فَلَا كَرَاهَة فِيهِ، وَذَلِكَ كَمُدَارَسَةِ الْعِلْم، وَحِكَايَات الصَّالِحِينَ، وَمُحَادَثَة الضَّيْف، وَالْعَرُوس لِلتَّأْنِيسِ، وَمُحَادَثَة الرَّجُل أَهْله وَأَوْلَاده لِلْمُلَاطَفَةِ وَالْحَاجَة، وَمُحَادَثَة الْمُسَافِرِينَ بِحِفْظِ مَتَاعهمْ أَوْ أَنْفُسهمْ، وَالْحَدِيث فِي الْإِصْلَاح بَيْن النَّاس، وَالشَّفَاعَة إِلَيْهِمْ فِي خَيْر، وَالْأَمْر بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّهْي عَنْ الْمُنْكَر، وَالْإِرْشَاد إِلَى مَصْلَحَة وَنَحْو ذَلِكَ، فَكُلُّ هَذَا لَا كَرَاهَة فِيهِ، وَقَدْ جَاءَتْ أَحَادِيث صَحِيحَة بِبَعْضِهِ، وَالْبَاقِي فِي مَعْنَاهُ. شرح صحيح مسلم ۵/۱۴۶».

پایله

  • له پورتنۍ لیکنې دا لاسته راوړو چې د ماسخوتن له مانځه وروسته مسلمان سمدستي ویده شي او خوپ پوره کړي، بیا تهجد مانځه ته راپاڅيږي، او د سهار مونځ په جماعت ادا کړي او تر لمرخاته بیرته ویده نه شي، عبادت وکړي یا کم له کمه ګنا ونکړي.
  • د ګوتو په شمار حالاتو کې اجازه شته چې مسلمان ویښ پاتې شي او هغه عبارت دي له عبادت، د ضروري او اړینو کارونو ترسره کول لکه روغتون کې د ډاکتر دنده، د ماشوم پاملرنه کول لکه شیدې ورکول، سمبالول، د مسلمانانو پیره کول او امنیت نیول، او دې ته ورته هر هغه کړه وړه کول روا دي او مکروه نه دي چې د ورځې مهال ناشوني وي یا بیخې ستونزمن وي، یا یې وخت تیریږي.
  • فیسبوک، ټولنیزو رسنیو، او ګیمونو کې مشغولیدل، ویډیوګانې او تلویزونونه کتل، عبث بنډارونه کول، او ټول هغه روا کړه وړه د شپې له ماسخوتن مانځه وروسته ترسره کول مکروه دي چې د ورځې یې ترسره کول شوني وي.
  • په وختي ویده کېدلو کې د مسلمانان د دین او دنیا ګټه ده، هم به الله تعالی راضي وي، هم به عبادتونه مکمل ترسره شي، او ددې عبادتونو په وجه به الله تعالی د بنده ژوندانه کې هغه برکتونه واچوي چې په ویښ پاتې کیدلو کې یې نشي ترلاسه کولي. دنیایی کارونه به یې منظم او ترټولو مهمه په دنیا کې شته عمر به رک روغ، له بی شماره لاعلاجه مرضونو په امن وي.
  • په ناوخته ویده کیدلو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرماني، او مکرو(ناوړه کار) کې اخته کیدل دي، الله جل جلاله ناراضه کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ناراضه کیږي، له دې کبله ژوندانه کې الهي برکتونه بندیږي، سړی لالهانده، سرګردانه بې سره او بې بره حالت سره مخ وي، روغتیا داسې زیانمنیږی شي چې دارو یې د ناشونې تر حده وي، مثلا بدن او عضلاتو کې سستوالی، مخ کې ګونجې، سر او ږیره کې سپین، مغزونو کې لړزان، د یادښت کمزوری، او په عمومي ډول له وخت مخکې بوډا کیدل او لږ عمر کې داسې حالت ته رسیدل چې له زیات خیر څخه محرومیږی.

وما علینا الا البلاغ

قلموال: عبدالله «ویښ»

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب