له خپلې ښځې سره څه ډول ژوند وکړو؟

 له مينې ډک لمس، نرمه خبره، ورين تندی، يوه خوله خندا او ټوکه ټکاله کولای شي د بل لوري زړه خپل کړي، مرسته، مينه او مننه يې راوپاروي.

سرچينه: اسلام انلاین

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

هغه زړه ته نږدې ورور مې ډېر غمجن تر سترګو شو. ډېره هڅه مې وکړه چې د اندېښنې او تشویش پر لامل يې پوه شم تر څو ور سره مرسته وکړم. په پای کې وپوهېدم چې هغه په کورني ژوند کې ستونزې درلودې. هغه په دې اړه اندېښمن وو چې د کورنيو ستونزو او له خپلې مېرمنې سره د ورځني اخ وډب په پای ته رسولو کې پاتې راغلی وو. ما د هغه درد هم حس کړ او د ښځې يې هم. ور ته مې وويل: مونږ ټول الله پاک داسې پيدا کړي يو چې له يوه نه يوه لوري اړمن يو. کله له جسمي پلوه، کله له مالي پلوه، او کله هم له عاطفي او روحي پلوه. مګر په دې ټولو کې ډېره مهمه يې عاطفي او روحي ستونزه ده. لکه چې الله ور ته په قران کريم کې اشاره کړې چې مونږ هغوی ته د لوږې په وړاندې ډوډۍ او د وېرې په وړاندې امنیت برابر کړ.
د دغو احساساتي او عاطفي اړتياوو پوره کول د يوه پاييدونکي کورني ژوند د را مينځته کولو له پاره ډېر اهمیت لري. ځينې دا ډول اړتياوې په لاندې ډول دي:

د مينې اړتيا:
په کورني ژوند کې مينې ته له بل هر څه څخه زياته اړتيا ليدل کيږي. مګر له بده مرغه ځينې جوړې پر دې کار سترګې پټوي. په خپل پراخ مفهوم کې مينه د ازدواجي ژوند د دوام له پاره د ساه نقش لوبوي. له همدې امله په کار ده چې جوړې بايد خپله مينه هر وخت نوې کړي. د ښځې او ميړه تر مينځ د مينې د غوړولو په برخه کې د نورو ډېرو تر څنګ دا لاندې څو لارې مرسته کولای شي:

• د کوژدې او واده د پړاوونو تر مينځ پرتلې مه کوئ. دا کار نامناسب دی. هر پړاو ځانګړي شرايط او ځانګړې غوښتنې لري. جوړې معمولاً په دې اړه اندېښمنې وي چې د واده په پړاو کې يې هغه ګرم احساسات نه وي چې د کوژدې په پړاو کې يې حس کول، مګر دا خبره يې هېره وي چې هغو احساساتو اوس تکامل کړی او د مينې په بله بڼه اوښتي- هغه احساسات اوس په پرمختللې بڼه ځان څرګندوي.

• د ژوند ستونزو او بارونو ته د تسليمۍ لاسونه مه پورته کوئ. کورنی ژوند پېچلی کيږي، په ځانګړې توګه کله چې ماشومان د ژوند صحنې ته داخل شي. جوړې د خپلو کوچنيانو د پالنې او روزنې، د هغوی د کورونو او په پای کې د هغوی د ودونو له ستونزو سره مخ کيږي. که څوک دې ستونزو ته د تسليمۍ لاسونه پورته کړي، نو خندا او خوښي يې په اسانۍ سره له ژونده کډه بارولی شي.

• نورې جوړې ځان ته د معيار په توګه مه نيسئ. ښځې او ميړونه بايد له نورو جوړو سره د ځان له پرته کولو څخه په جدي ډول ځانونه وژغوري. د بېلګې په توګه، ميړه بايد هيڅکله هم خپلې مېرمنې ته و نه وايي چې فلانۍ له تا نه ښه ده، او نه هم بايد ښځه خپل ميړه ته ووايي چې فلانی له تا نه ښه دی. دا کار يوازې د بلې غاړې زړه بدولی شي او بس. دا هم بايد په ياد ولرو چې د نورو جوړو حالت حتمي نه ده چې هماغسې وي لکه له باندې چې ښکاري- کېدای شي هغه بيخي بل ډول وي.

• يو د بل له تېروتنو څخه تېرېږئ. جوړې بايد تل د بل لوري کوچنۍ تېروتنې د هېرې په سيلاب لاهو کړي او پر ځای يې د هغه/هغې مثبتو ټکو ته پام وکړي. دواړه غاړې بايد خپل ټول پام هغو مثبتو کارونو او د هر هغه شي هڅونې ته واړوي چې د دواړو تر مينځ مينه، درناوی او جوړجاړی را مينځته کوي.

 ساده والی غوره کړئ. ژوند هسې هم پوره پېچلی دی. له دې کبله، جوړې بايد هڅه وکړي چې د بل لوري له پاره يې اسانه او ساده کړي. کور بايد د ژوند له بوجونو څخه د پټېدو ځای وي. په دې برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سيرت زمونږ له پاره تر ټولو غوره بېلګه او تر ټولو غوره لارښود دی.

• خپله مينه ښکاره کړئ، پټه يې مه ساتئ. جوړې بايد په هره ممکنه وسيله د خپل ژوند ملګري ته خپله مينه په ډاګه کړي. هغوی بايد دا مينه وغوړوي، پياوړې يې کړي، او خوندونه ترې واخلي. خو له بده مرغه، په ځينو دودونو کې نارينه نه غواړي چې له خپلې مېرمنې سره خپله مينه ور ته ښکاره کړي- هغوی په دې اند دي چې نارينتوب په زيږتوب کې نغښتی دی. مګر دا مفکوره له اسلام سره هيڅ اړخ نه لګوي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو مېرمنو سره تر ټولو مينه ناک او زړه سواند څښتن وو. له خپلو مېرمنو سره د هغه نرمي او حلم زمونږ د کورنيو اړيکو له پاره يوه غوره نمونه ده. د مينې څرګندونې ته هغه وخت لا ډېره اړتيا پيښيږي چې ښځه له ستونزمنو جسمي پړاوونو څخه تيريږي لکه د بلاربتوب او لنګوال پړاوونه. له مينې ډک لمس، نرمه خبره، ورين تندی، يوه خوله خندا او ټوکه ټکاله کولای شي د بل لوري زړه خپل کړي، مرسته، مينه او مننه يې راوپاروي.

د ازادۍ اړتيا:
 په کورني ژوند کې په هغه پراخ مفهوم د ژوند په ټولو اړخونو کې ازادۍ ته اړتيا ده:

• مالي ازادي. ميړه بايد تل خپلې ښځې ته څه اندازه پيسې ورکړي تر څو يې هغه له خپلې خوښې سره سمې ولګوي، که څه هم چې د ده عاید محدود وي. ښځې بايد له مالي پلوه د امنيت احساس وکړي. همدا لامل دی چې اسلام ښځې ته مهر ورکول لازم کړي.

• د ځانګړې رأيې ازادي: يوه غاړه هم بايد د دې هڅه و نه کړي چې پر بلې خپله رأيه په زور ومني. دواړه بايد د يو د بل د رأيې د خپلواکۍ او د رأيو د توپير درناوی وکړي. د ښځې يا ميړه د رأيې بابيزه او سپک ګڼل هيڅکله هم د کورنۍ ژوند په روغتيا کې ونډه نه شي لرلی.

• د شريعت د لارښوونو په چوکاټ کې ټولنیزه ازادي. ميړونه بايد پر خپلو ښځو پوره او بشپړ باور ولري. که ښځه يې ښوونځي ته ځي، د خپلو خپلوانو ليدنې ته ځي او يا د کورنۍ او جوړې د ښېرازۍ په موخه په روا چاپيريال کې د دندې تر سره کولو ته ځي، بايد ميړه پرې پوره باور ولري. دواړه غاړې بايد پر دغو ازاديو د محدوديتونو پر اړتيا هم پوه شي او بايد د ازادۍ د بريدونو درناوی وساتل شي.

له يوه بل سره د مرستې اړتيا:
ښځې او ميړونه په هر کار کې چې کوي يې د يوه بل مرستې ته اړتيا لري، که څه هم ډېر اسانه کار وي. هيڅ يو بايد د بل کار ته په سپکه سترګه و نه ګوري، بلکې په ښه ډول د هغه د تر سره کولو له پاره يې وهڅوي.

د بدلون له پاره اړتيا:
کله کله بايد د ورځنيو کارونو هغه دوديزه او تکراري بڼه ماته کړل شي او تل بايد په يوه حال پرې نه ښودل شي. په کورني ژوند کې کله نا کله چکر، د زړه ازادولو، سفرونو، د کور په سینګار او بڼه کې بدلون، او له بڼونو، ژوبڼونو، او طبيعي منظرو څخه ليدنې ته هم اړتيا پيښيږي. دا کارونه ژوند نوی کوي او نوې ساه او پياوړتيا ور بخښي.

جنسي اړتياوې:
جنس يوه فطري غريزه ده، له دې کبله بايد دواړه لوري هڅه وکړي د بل جنسي اړتياوې پوره کړي. که کوم لوری په دې برخه کې ستونزې ولري، بايد د هغې په منلو د شرم احساس و نه کړي. په دې کار کې هيڅ تاوان نه شته. دواړه غاړې بايد له يوې بلې څخه د خپل جنسي مړښت په لاره کې هلې ځلې وکړي. شمېرنو ښودلې چې د ازدواجي ژوند په سلو کې اويا ستونزې جنسي ريښې لري.

په پای کې:
ګرانو خويندو او وروڼو، که چېرې د يوې جوړې په منځ کې مينه، زړه سوی او زغم موجود وي، کولای شي چې په مخ کې پرتې ستونزې هوارې کړي. ټولو جوړو ته له الله جل جلاله څخه د خوښۍ او نېکمرغۍ غوښتنه کوم. راځئ يو وار بيا را ياد کړو چې ژوند ډېر لنډ دی، نو راځئ په خوند يې تېر کړو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب