مه خفه کیږه

له اندېښمنو او غم ځپلو یې زده کړه!- مه خفه کېږه!- (۲۳)

له اندېښمنو او غم ځپلو یې زده کړه!

ښی او چپ لوری ته دې وګوره، ډیر غم ځپلی به وګورې، په هر کور کې غوغا ده، هره سترګه نمجنه او هر کلی کې غم دی، څومره غم ځپلي دی، او څومره صبر کوونکی ؟

ته یوازې نه یې چې په غم اخته یې، بلکې ستا غم او خفګان د نورو د مصیبتونو په پرتله هېڅ شی هم نه دی، څومره ناروغان به داسې وی، چې له کلونو راهیسې له دردونو په بستره اوړی را اوړی، او د درد او ناروغۍ له امله فریاد کوی! څومره بندیان به داسې وی، چې له کلونو راهیسې یې لمر نه دی لیدلی، له زندان پرته نور څه نه پېژنی، ډېرې ښځې او سړی شته، چې اولادونه یې په تنکۍ ځوانۍ کې له لاسه ورکړی او … …

غم ځپلی او مصیبت وهلی څومره ډېر دی! دوی ته وګوره او زړه ته ډاډ ورکړه، چې تر تا ډیر غم ځپلی او مصیبت وهلی شته، پر دې باوری شه، چې دنیا د مومن لپاره زندان او د غمونو او مصیبتونو ځای دی.

سهار به وینې، چې د ماڼۍ ټول خلک په خوښۍ راټول شوی، خو ماښام دغه ماڼۍ په کنډواله بدله وی، یا وبه وینې، چې نن په بدن روغ دی، شتمنی او اولادونه یې له شمېره وتلی وی، خو څه موده وروسته د مرګ، فقر، لوږې، تندې او غمونو په لومه کې راګېر وی:

(  وَتَبَیَّنَ لَکُمْ کَیْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَکُمُ الأَمْثَالَ  )
”  او تاسې ته څرګنده شوه ، چې موږ له هغو سره څه چلند وکړ ، او د هغو د مثالونو په راوړلو موږ تاسې پوهولی هم وئ.  ”

له ستونزو سره ځان داسې عادت کړه ، لکه اوښ چې د صحرا له مزل سره عادت وی ، د ژوندانه له سفر سره خپل توازن برابر ساته ، که خپلې ستونزې او اندېښنې له موجوده چاپېریال او مخکینیو خلکو سره مقایسه کړې ، نو پوه به شې، چې ته تر هغوی غوره یې، ځکه چې ستا ستونزې او اندېښنې د هغوی په نسبت هېڅ هم نه دی، نو د خپل پروردګار شګر پر ځای کړه، ویې ستایه، او د هغه څه په اړه چې له لاسه دې ورکړی، له هغه څخه یې د غوره بدل او اجر هیله ولرله، خوا و شا  دې نورو ته وګوره، او شکر وباسه.

ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم موږ ته ډېر ښه مثال دی، د اوښ لری یې پر شا کېښودل شو، دومره کاڼی پرې وورول شول، چې پښې او سر مبارک یې په وینو لامده شول، د شعب ابی طالب په تنګی کې محاصره شو، تر دی چې د ونو پاڼو خوړلو ته اړ کړای شو، له مکې څخه وشړل شو، غاښونه یې مات شول، پرپاک لمنې مېرمن یې تور ولګول شو ، اویا تنه ملګری یې شهیدان شول، زامن یې له لاسه ورکړل، لوڼې یې په خپلو لاسونو خاورو ته وسپارلې، له لوږې یې کاڼی په ځان پورې وتړل، د لېونی، جادوګر او درواغجن غږ پرې وشو، چې زغمل یې تر بدنی کړاو څخه هم سخت وو، خو الله تعالی یې ساتنه وکړه.

له ده وړاندې زکریا علیه السلام ووژل شو، یحیی علیه السلام غرغره شو، موسی علیه السلام وطن پرېښودو ته اړ شو، ابراهیم علیه السلام اور ته وغورځول شو، صحابه کرامو رضی الله عنهم او امامانو هم د کړاوونو همدا لاره وهلې، عمر رضی الله عنه په خپلو وینو کې ولمبول شو، عثمان رضی الله عنه شهید کړای شو، علی رضی الله عنه په زهرو لړلی خنحر ووهل شو، امامان په دُرو ووهل شول، صالح سلف زندانیان شول، او صالحان وربړول شول.

(  أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا یَأْتِکُم مَّثَلُ الَّذِینَ خَلَوْاْ مِن قَبْلِکُم مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُواْ  )

” ایا تاسې دا انګېرئ چې همداسې به جنت ته ننوځئ ، په داسې حال کې چې لا تراوسه پر تاسې هغه څه نه دی تېر شوی ، چې له تاسې نه پر مخکنیو مومنانو راغلی دی ؟ پر هغو ستونزې راغلې ، کړاوونه ورته ورسېدل ، او ولړزول شول.”

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close