له اسلام نه وړاندې د نړيوالو اخلاقي حالت
د نبي پاك له راليږلو مخكې په نړۍ كې ډول ډول اخلاقي نظريات رواج وو، يو داسې ټولى هم و چې د الهامي هدايت پر ځاى يې يواځې انساني عقل د حق او صداقت چورليد ( محك) بللو ، دا خلك له يوناني او رومي فلسفو څخه دومره اعيزمن وو چې ځينو به نفس پرستى ، قوت پرستى او ظاهري حسن او ښكلا ته ښه اخلاق ويل چې پايله يې موډپالنه او د نفساني خواهشاتو پيروي وه او په دې نظرياتو ولاړ خلك د ټولنيزې بې نظمى څاه ته وروغورځيدل او بد اخلاقي پكې داسې كچې ته ورسيده چې ځينو خلكو د ګډ ژواندنه پر ځاى د دې لپاره ځانځاني او يواځيتوب غوره وباله چې په ازادى سره هر رنګ لوبې ترسره كړي ، د دې خلكو په مقابل داسې ټولى هم و چې د دين او مذهب پيروان وو خو اصل هدايت ورڅڅه په خرافاتو او د وهمونو په تيارو كې پټ و. په هندي مذهب كې د خلكو وېش په لوړذاتو او ټيټ ذاتو، مندر او شاهي دربار د اخلاقي جرمونو په مركزونو بدل كړل. شراب خوړنې او شهوت پرستۍ د مذهب جامه په بل مخ واړوله.
ددې په څنګ كې د بده او د عيسويانو نفس وژنې او رهبانيت د روحاني كمال د ذريعه جوړولو په نتيجه كې اخر د دين او دنيا په منځ كې يو پراخ خليج رامنځته كړ دې مذاهبو خلك فرار ته د هڅولو پرته د يادولو وړ بل كار ونه كړ او نور خلك يې د دين او اخلاقو د دايرې څخه ازاد كړل، د يهودو په نزد د دوى قوم د نيكۍ او ښه چلند حق دار وو او ويل به يې (ليس علينا في الاميين سبيل) ژباړه: په موږ باندې د اهل كتابو نه علاوه، له بل چاسره هيڅ ديني او اخلاقي پابندي نشته، د عربو مشركين په شراب خوړلو، جوارى، خانه جنګي او د لوڼو په ژوندى خښولو مصروف وو، د ايران اتش پرستانو پر طبقاتي وېش سربېره اجتماعي بديو داسي خرابى رامنځ ته كړې چې په متمدنه او معتدله ټولنه كې هيڅ كله نه ترسره كيږي.
دوى له خپلې لور، خور او مور سره په ازدواجي تعلق هيڅ شرم نه محسوسوه لنډه دا چې په هغه وخت كې د ځمكې پرمخ داسي قوم وجود نه درلود چې د شرافت او عالي اخلاقو څښتن وي، پداسي په عالمګيره تياره كې خداى(ج) محمد (ص) د وحې او رسالت په نور سره د انسانيت د لارښوونې لپاره راوليږه، د الله (ج) ارشاد دى (كتٰب انزلنه اليك لتخرج الناس من الظلمت الى النور) ژباړه: ما قران كريم پر تا نازل كړ چې دا خلك له تيارو څخه رڼا طرف ته راوباسي. د رسول الله (ص) د راليږلو په نتيجه كې نوى ژوند، نوى تمدن او نوى ټولنه ور په برخه شوه.
په الله(ج) ايمان او د قران په لوړو تعليماتو او د نبي (ص) په بي مثاله تربيت په ټولنه كې د اعلى اخلاقو او انساني كرامتو بېلګې ډير زر را څرګندې شوې. حرب البسوس څلوېښت كلنه جګړه چې د يوې مرغۍ په وړه هګۍ رامنځ ته شوې،په ورورۍ بدله شوه، سړي د ښځو ذمه دار او منتظم جوړ شول، ښځې امانتدارې او وفادارې شوې، په ټولنه كې د ذمه دارى بهترين احساس پيدا شو، چې په لنډ مهال كې كامل او جامع اشخاص ډګر ته راووتل، څوك عادل حكمران، څوك امين خزانه دار، څوك متقي عسكر او څوك عبادت ګذار سپاه سالار لنډه دا چې دغه جاهل او نابينا قوم د قيادت او مشرتوب وړ وګرځيد.