لمونځ پریښودل -لوی ګناهونه

الله جل جلاله فرمايلي دي : فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاَةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا }59{ إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ شَيْئًا}60{ (2) بيا د هغه وروسته هغه ناكاره خلكو د هغوى ځاى ونيوه چې لمونځ يې ضايع كاوه او د نفس د غوښتنو پيروي يې وكړه نژدې ده چې هغوى د ګمراهي د پايلو سره مخامخ شي البته څوك چې توبه وباسي ، ايمان راوړي او ښه عمل غوره كړي هغوى به جنت ته ننوځي او حق به يې تلف نه شي.

حضرت ابن عباس رضي الله عنه وايي: ( د } أَضَاعُوا{ معنى د لمونځ په مكمل ډول سره پرېښودل نه دي بلكي د خپل وخت څخه وروسته كول يې مطلب دي .) د تابعينو امام سعيد بن المسيب رحمة الله علیه د } أَضَاعُوا{ په اړه وايي: ( دماسپښين لمونځ تر هغه پورې نه كوي تر څو چې مازديګر راداخل شي ، د مازديګرلمونځ بياترهغه وخت پورې نه كوي تر څو پورې چې ماښام راداخل شي ، د ماښام لمونځ بيا ترهغه وخت پورې نه كوي تر څو پورې چې ماسخوتن راداخل شي ، د ماسخوتن لمونځ بيا تر هغه وخت پورې نه كوي تر څو پورې چې سهار شي او د سهار لمونځ تر هغه وخت پورې نه كوي تر څو پورې چې لمر راوخيږي.)

څوك چې همېشه په دې حالت كې وي اوبيا مړ شي چې توبه يې هم نه وي ايستلې ، الله جل جلاله ورته د غى وعده وركړې ده ، ( غى: په دوزخ كې يوه ډېره ژوره كنده ده چې ډېر سخت عذاب يې دى )

الله جل جلاله په بل ايت كې فرمايلي دي : فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ )4( الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ )5( (۱) كوم چې د خپلو لمونځون څخه بې پروا دي او هغوى چې ځان ښودنه ( رياء ) كوي .

دبې پروا څخه مطلب ناراستي كوونكي دي سعدبن ابي وقاص رضي الله عنه وايي پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه مې (فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ )4( الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ )5( په اړه باندې وپوښتل پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( هو تاخيرالوقت ) د وخت ځنډونكي دي يعني لمونځ د خپل وخت څخه وروسته كوي او ناراستي كوي . الله جل جلاله د لمانځه دوخت د ځنډونكوسره د ويل (سخت عذاب ) وعده كړې ده . ځيني وايي ( ويل ) د دوزخ يوه كنده ده چې كه د دنيا غرونه په كې واچول شي د ګرموالي ( حرارت ) د وجې نه به ويلي شي دا استوګنځى د لمانځه دخپل وخت څخه د ځنډونكي دى ، مګر كه الله جل جلاله ته توبه وباسي او په خپل كړو كارونو باندې پښېمانه شي د دې عذاب ( ويل ) څخه به خلاص شي .

الله جل جلاله په بل ايت كې فرمايلي دي يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ)9( (1) اى مومينانو! خپل مالونه او خېلخانې مو د الله جل جلاله د يادولو څخه مه بې پروا كوئ ، څوك چې داسې كوي نو همغه خلك ( اصلي ) تاوانيان دي .

مفسرين وايي د ( بذكرالله ) مطلب پنځه وخته لمونځ دى ، څوك چې د مال اخستلو او خرڅولو، كاروباراو اولاد سره دومره اخته شي چې د لمانځه په خپل وخت كې اداء كول ترې پاتې شي نو دوى تاوانيان دي، همدا ډول پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( اول مايحسب به العبد يوم القيامة من عمله الصلاة فان صلحت فقد افلح وانجح و ان نقصت فقد خاب وخسر(2) د قيامت په ورځ باندې به لومړى حساب دلمانځه كيږي كه لمونځ يې كړى وي نو خلاص او كامياب دى او كه كمۍ يې په كې كړى وي نو تاواني او ناكام دى.

الله جل جلاله د دوزخيانو په اړه باندې ويلي دي : مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ )42(قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ )43( وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ )44( وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ )45( وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ )46( حَتَّى أَتَانَا الْيَقِينُ )47( فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ )48( (3) دوزخ ته څه شي بوتلى هغوى به ووايي : ( مونږ خو له لمونځ كوونكو څخه نه و ، مسكين ته به مو خواړه نه وركول ، د غلطو بحث كوونكو سره به مو يو ځاى بحثونه كول او دجزا ( قيامت ) ورځ مو دروغ ګڼله تر دې چې همغه رښتينۍ شى راته راغى ) نو بيا به د سپارښت كوونكوسپارښتنه څه ګټه ور ونه رسوي .

پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : العهدالذى بيننا وبينهم الصلاة فمن تركها فقد كفر(1) زمونږ او د دوى ( كافرانو) ترمنځ فرق په لمانځه كې دى چاچې لمونځ پرېښوده هغه كافر دى.پېغمبر بيا فرمايلي دي : ( بين العبد وبين الكفر ترك الصلاة ) د مومين او كافر ترمنځ فرق دلمانځه پرېښودل دي (2) ( دواړه حديثونه صحيح دي )

په صحيح بخاري كې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( من فاتته صلاة العصر حبط عمله ) څوك چې د مازديګر لمونځ قضاء كړي د ټولې ورځي نيك عملونه يې بې ګټې شول .

په سنن كې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( من ترك الصلاة متعمداً فقد برئت منه ذمة الله ) څوك چې په قصداً لمونځ پريږدي نو د الله جل جلاله د ذمې څخه خلاص شو ، پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا لااله الااله ويقيموا الصلاة ويوتوا الزكاة فاذا فعلوا ذلك عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها وحسابهم على الله ) ( متفق عليه من حديث عمر ) ما ته امر شوى دى چې د خلكو( كفارو) سره تر دې پورې جنګ وكړم چې كليمه ( لااله الاالله ) ووايي ، لمونځ اداء كړي او زكات وركړي ، كله چې دوى دا كار وكړ نو د دوى وينه او مالونه خوندي شول خو په حقيقت كې د دوى حساب د الله جل جلاله سره دى .

پېغمبر فرمايلي دي : ( من حافظ عليها كانت له نورا وبرهاناً ونجاة يوم القيامة ومن لم يحافظ عليها لم تكن نوراً ولا برهاناً ولانجاة يوم القيامة وكان يوم القيامة مع فرعون وقارون وهامان وابى بن خلف (1) څوك چې لمونځ وساتي ( پابندي يې وكړي ) د قيامت په ورځ باندې به لمونځ د ده له پاره رڼايي ، دليل او خلاصوونكى وي او څوك يې چې ونه ساتي د قيامت په ورځ باندې به نه ورته رڼايي ، دليل او نه خلاصوونكى وي ، بلكې د فرعون ، قارون ، هامان او ابي بن خلف سره به يې يو ځاى حساب كيږي .

حضرت عمرو رضي الله عنه ويلي دي : ( د لمانځه د پرېښودونكي دپاره په اسلام كې هيڅ برخه نشته .)

ځيني عالمان وايي د لمانځه دپرېښودونكي حشر به د دې څلورو كسانو ( فرعون ، قارون ، هامان او ابي بن خلف ) سره كيږي ځكه چې د لمانځه څخه به په مال ، دولت ، وزارت او يا تجارت كې د اخته كېدو په وجه باندې به بې پروا شوي وي، كه په مال ( شتمني ) كې اخته وي حشر به يې د قارون سره وي ، كه په دولت ( حكومت ) كې اخته وي حشر به يې د فرعون سره وي ، كه په وزارت كې اخته وي حشر به يې دهامان سره وي او كه په تجارت كې اخته وي حشر به يې د مكې د كافرانو تجار ( ابي بن خلف ) سره وي .

امام احمد د حضرت معاذبن جبل رضي الله عنه څخه روايت كړى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( من ترك الصلاة مكتوبة متعمداً برئت منه ذمة الله عزوجل ) (1) څوك چې فرض لمونځ په قصدًا پريږدي د الله جل جلاله د ذمي څخه خلاص شو.

بيهقي په خپل سندسره د حضرت عمربن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت كړى دى چې حضرت عمر رضي الله عنه وويل : ( يو سړى پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغى وې ويل اى د الله جل جلاله پېغمبره ! په اسلام كې الله جل جلاله ته كوم كار ډېر وړاندي دى ؟ پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( الصلاة لوقتها ومن ترك الصلاة فلادين له والصلاة عمادالدين ) په خپل وخت كې لمونځ اداء كول او څوك چې لمونځ پريږدي هغه بې دينه دى ، لمونځ د دين ستن ده .)

كله چې عمربن الخطاب رضي الله عنه يې په توره ووهى چا وويل اى اميرالمومنينه! لمونځ ، حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وويل : ( هوكې چا چې لمونځ پرېښوده هغه په اسلام كې هيڅ برخه نه لري ) بيا حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په داسې حال كې لمونځ وكړ چې د زخم څخه يې وينه روانه وه .)(2)

يو تابعي عبدالله بن شقيق ويلي دي : ( د پېغمبر صلی الله عليه وسلم ملګري ( اصحاب كرام ) د لمانځه څخه پرته د هيڅ عمل په پريښودلو نه ډارېدل چې كفر به وي .) د حضرت علي رضي الله عنه څخه د هغې ښځې په اړوندچې لمونځ نه كوي پوښتنه وشوه ، حضرت علي رضي الله عنه وويل : ( څوك چې لمونځ نه كوي هغه كافر دى ) (3) او ابن مسعود رضي الله عنه ويلي دي : ( څوك چې لمونځ نه كوي هغه بې دينه دى ) (1) ابن عباس رضي الله عنه ويلي دي : ( څوك چې يو ځل قصداً لمونځ پريږدي د الله جل جلاله سره به په داسې حال كې مخامخ شي چې الله جل جلاله به ورته په غضب وي (2). پېغمبر ويلي دي : ( من لقى الله وهو مضيع الصلاة لم يعبا الله بشى من حسناته ، اى ما يفعل وما يصنع بحسناته ، اذا كان مضيعاً للصلاة )(3) څوك چې د الله جل جلاله سره ګوري او لمونځ يې پرې ايښى وي ، الله جل جلاله به يې نيك عملونو ته هيڅ ارزښت ور نه كړي يعني د لمونځ د ضايع كوونكي نيكى هيڅ ګټه نه لري .

ابن حزم وايي : ( دلوى شرك څخه وروسته دلمانځه دخپل وخت څخه وروسته كولو او د يو مومن په ناسمه توګه وژلوڅخه بله ګناه نشته ) ابراهيم نخعي وايي : ( څوك چې لمونځ پريږدي هغه كافر دى ) او ايوب السختاني هم دا ډول ويلي دي .

عون بن عبدالله ويلي دي : ( انسان چې كله په قبر كې كېښودل شي لومړى به دلمانځه پوښتنه ورڅخه كيږي كه چيري يې لمونځ په پوره او صحيح ډول اداء كړى وي نو نور عملونو به يې هم وګوري او كه لمونځ يې په پوره او صحيح ډول نه وي اداء كړى نو نور عملونه به يې ونه كتل شي .

پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( اذا صلى العبدالصلاة فى اول الوقت صعدت الى السماء ولها نور حتى تنتهي الى العرش فتستغفر لصاحبها الى يوم القيامة وتقول : حفظك الله كما حفظتي ، واذا صلى العبد الصلاة فى غير وقتها صعدت الى السماء وعليها ظلمة ، فاذا انتهت الى السماء تلف كما يلف الثوب الخلق ويضرب بها وجه صاحبها ، وتقول : ضيعك الله كما ضيعتني )(1)

ژباړه :كله چې يو كس په اول وخت كې لمونځ وكړي په رڼايي كې به اسمان ته وخيږي تردې پورې چې عرش ته به ورسيږي او دلمونځ كوونكي له پاره به دبخښني دعاء وغواړي او وبه وايي : ( الله جل جلاله دي ستا داسي ساتنه وكړي لكه چې تا زما ساتنه وكړه ) او كله چې يو كس ناوخته لمونځ وكړي نو آسمان ته به په توره تياره وخيږي كله چې هلته ورسيږي ديوې زړې ټوټې غوندې به يې راغونډ كړي او دلمونځ كوونكي په مخ باندې به يې راوغورځوي لمونځ به ووايي : ( الله جل جلاله دي تا داسې بې ګټې كړي لكه تا چې زه بې ګټې كړم .)

ابوداود په خپل سنن كې د عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روايت كړى دى وايي چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( ثلاثة لا يقبل الله منها صلاتهم : من تقدم قوماً وهم له كارهون ، ومن استعبدمحرراً ، ورجل اتى الصلاة دباراً )

(2) الله جل جلاله د درې كسانو لمونځ نه مني : څوك چې يو قوم ته د امامت له پاره مخكي شي او قوم يې په امامت باندي خوشحاله نه وي ، څوك چې اصيل سړى غلام كړي او هغه كس چې لمانځه ته وروسته راځي يعني چې د لمانځه وخت تير شي بيا لمونځ كوي .پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه روايت شوى دى چې وې وويل : ( من جمع بين صلاتين من غيرعذرفقد اتى باباً عظيماً من ابواب الكبائر )(1) څوك چې د عذر څخه پرته دوه لمونځونه يو ځاى كړي په حقيقت كې دا كس دلويو ګناوو يوې لويې دروازې ته راغى .د الله جل جلاله څخه دتوان او مرستې غوښتنه كوو په رښتيا چې سخي ، مهربانه اوبهترين بخښونكى دى .

فصل

كوچني ته به كله د لمانځه امركيږي؟

ابو داود په سنن كي دپېغمبر صلی الله عليه وسلم نه روايت كړى دى چي پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : (مروا الصبي بالصلاة اذا بلغ سبع سنين فاذا بلغ عشر سنين فالضربوه عليها)كوچنى چي اوو كالو ته ورسيږي دلمانځه امر ورته وكړئ او چي لسو كالو ته ورسيږى وې وهئ چي لمونځ ادا كړي.په بل روايت كي راغلي دي (مروا اولادكم بالصلوة وهم ابناسبع واضربوهم عليها وهم ابنا عشر وفرقو بينهم پى المضاجع) كوچنيان چي داوو كالو شول نو دلمانځه امر ورته وكړى چي د لسو كالو شول وې وهئ او بستري يي بيلي كړى .امام ابو سلمان الخطابي ويلي دي(ددې څخه څرګنديږي چې كله كوچنۍ لمونځ نه كوي سختي دي ورباندي وشي)دامام شافعي صاحب ځيني ملګرو دا دليل نيولى دى(چې كه څوك دبلوغ څخه وروسته په قصدًا سره لمونځ پريږدي هغه دي ووژل شي او نابالغه كوچنۍ چې دوهلو مستحق وګرځيده نو دا پدې باندي دلالت كوي چې بالغ سړى دوهلو څخه دسختي سزا مستحق دى دوهلو څخه پرته سخته سزا مرګ دى .)

دعلماء كرامو دلمانځه دپريښودونكو په اړه باندي اختلاف دى .امام مالك،امام شافعي او امام احمد وايي:(دلمانځه پريښودونكى چې لمونځ دعذر څخه پرته پريږدي تردې پوري چي دلمانځه وخت هم تير شي په توره باندي دي ووهي او ودي وژني په كفركې يي اختلاف دى . )

   ابراهيم النخعي(1)،ايوب الستخياني(2)،عبدالله بن مبارك،احمد بن حنبل (3) اواسحاق بن راهويه (4) وايي:(دلمانځه پريښودونكىكافردى) دپېغمبر صلی الله عليه وسلم داقوال يي دليل نيولي دي: ( العهدالذي بيننا وبينهم الصلوة فمن تركها فقد كفر) زمونږ او ددوى تر منځ فرق په لمانځه كي دى چا چي لمونځ پريښوده هغه كافر شو، دپېغمبر صلی الله عليه وسلم بل قول دا دىچي(بين الرجل وبين الكفر ترك الصلوة)دسړي ( مومين ) او كافر تر منځ فرق دلمانځه پريښودل دي.

فصل

په لمانځه كي دپابندى او ناراستى په اړه دى

په حديث شريف كې راغلي دي (من حافظ على الصلوة المكتوبة اكرمه الله تعالى بخمس كرامات يرفع عنه ضيق العيش وعذاب القبر ويعطيه كتابه بيمينه ويمراء على الصراة كالبرق الخاطف ويدخل الجنة بغير حساب ، ومن تهاون بها عاقبه الله تعالى بخمس عشرة عقوبة خمس فى الدنيا وثلاث عندالموت ، وثلاث فى القبر ، وثلاث عندخروجه من القبر فاما اللاتي فى الدنيا : فالاولى ينزع البركة من عمره ، والثانية يمحى سيماء الصالحين من وجهه ،

والثالث كل عمل يعمله لا ياجره الله عليه، والرابعة لا يرفع له دعاه الى السماء والخامسة ليس له حظ فى دعاء الصالحين ، وامااللاتي تصيبه عندالموت : فانه يموت ذليلاً والثانية يموت جائعاً والثالثة يموت عطشاناً ولوسقى بحارالدنيا ماروى من عطشه ،وامااللاتى تصيبه فى قبره : فالاولى يضيق عليه قبره حتى تختلف فيه اضلاعه ،

والثانية يوقد عليه القبر ناراً يتقلب على الجمرليلاً ونهاراً ، والثالثة يسلط عليه فى قبره ثعبان اسمه الشجاع لافرع عيناه من نار، واظفاره من حديد ، طول كل ظفرمسيرة يوم ، يكلم الميت فيقول : انا الشجاع الاقرع ، وصوته مثل الرعد القاصف ، يقول امرني ربي ان اضربك على تضيع صلاة الصبح الى طلوع الشمس ، واضربك على تضيع صلاة الظهر الى العصر، واضربك على تضيع صلاة العصر الى المغرب ، واضربك على تضيع الصلاة المغرب الى العشاء ، واضربك على تضيع الصلاة العشاء الى الصبح ، فكلما ضربه ضربة يغوس فى الارض سبعين ذراعاً فلا يزال فى الارض معذباً الى يوم القيامة وامااللاتى تصيبه عند خروجه من قبره فى موقف القيامة : فشدة الحساب ، وسخط الرب ، ودخول النار، وفي رواية فانه ياتي يوم القيامة وعلى وجهه ثلاثة اسطر مكتوبات : السطر الاول يامضيع حق الله، وسطرالثاني يامخصوصاً بغضب الله ، والسطر الثالث : كما ضيعت فى الدنيا حق الله فايس اليوم من رحمة الله ) (1)

ژباړه چا چې د فرض لمانځه پابندي وكړه الله جل جلاله به عزت وركړي : ( د ژوند تنګسيا او د قبر عذاب به ورڅخه لري كړي ، عمل نامه به په ښي لاس باندي وركړي ، په پل صراط باندې به د بريښناد پړق په ډول باندې تيريږي او جنت ته به د حساب څخه پرته داخليږي ) ا و چا چې ناراستي وكړه الله جل جلاله به يې په پنځه لس عذابونو باندې اخته كړي ، پنځه به په دنيا ، درې د مرګ ( زنكندن ) په وخت ، درې په قبر كې او درې نور د قبر څخه د راوتلو په وخت كې وركول كيږي .

هغه عذابونه چې په دنيا كې وركول كيږي : ( اول : د عمر څخه به يې بركت ختم شي ، دويم : د نيكانو نښي به يې د مخ څخه لري شي ، درېم : هر كار چې كوي الله جل جلاله به يې اجر نه وركوي ، څلورم : دعاء ( غوښتنه ) به يې اسمان ته نه خيږي او پنځم : د نېكانو په دعاء كې به بې برخي وي . )

هغه عذابونه چې د مرګ ( زنكندن ) په وخت كې وركول كيږي : ( اول : بې عزته به مړكيږي ، دويم : وږى به مړكيږي ، درېم : تږى به مړ كيږي كه د دنيا په سمندرونو باندې اوبه هم شي تنده به يې ماته نه شي . )

هغه عذابونه چې په قبر كې وركول كيږي : ( اول : قبر به ورباندې تنګ شي تر دې پورې چې د يو اړخ پوښتۍ به يې په بل اړخ كې ورننوځي ، دويم : په قبر كې به يې اور وي تر دې چې شپه او ورځ به په سكروټو باندې اوړي راوړي ، درېم : په قبر كې به يومار چې نوم به يې ( شجاع الاقرع ) وي ورته ټاكل كيږي چې سترګي به يې د اور او نوكان به يې د اوسپني وي ، د يوې شپې او ورځي د مزل په اندازه باندې به اوږد وي : مړي ته به خبري كوي وايي به :

زه ( شجاع الاقرع ) يم چې اواز يې دسخت تندر په ډول دى الله جل جلاله ماته امر كړى دى چې د سهار د لمانځه په پرېښودلو باندې دي دلمرتر راختلو، دماسپښين د لمانځه په پرېښودلوباندې دي تر مازديګر، د مازديګر د لمانځه په پرېښودلو دي تر ماښام ، د ماښام د لمانځه په پرېښودلو دي تر ماسخوتن او د ماسخوتن د لمانځه په پرېښودلو دي تر سهار پورې ووهم ، كله چې يې يو ځل ووهي اويا ګزه به په ځمكه كې ننوځي د قيامت تر ورځې پورې به په ځمكه كې په عذاب اخته وي .)

هغه عذابونه چې د قبر څخه د راوتلو ( د قيامت ) په وخت كې وركول كيږي: ( اول : د حساب سختي ، دويم : د الله جل جلاله  قهر او درېم : دوزخ ته ننوتل دي . ) په يو روايت كې راغلي دي چې دوى به دقيامت په ورځ باندې په داسي ډول راشي چې په تندى به يې درې كرښي ليكل شوي وي : ( لومړى كرښه : اى د الله جل جلاله دحق ضايع كوونكې ! ، دويمه كرښه : اى د الله جل جلاله د غضب مستحقه ! او درېمه كرښه : څرنګه چې دې په دنيا كې د الله جل جلاله حق بې ځايه كړى نو نن ورځ به د الله جل جلاله د مهربانۍ ( رحمت ) څخه بې برخې يې ! )د ابن عباس څخه روايت دى وايي : ( كله چې د قيامت ورځ شي يو سړى به رواغواړي او د الله جل جلاله مخې ته به يې ودروي، الله جل جلاله به د دوزخ امر ورته وكړي، سړى به ووايي:اى خدايه! ولي مې دوزخ ته ليږې؟ الله جل جلاله به ورته ووايي : ( د لمانځه د خپل وخت څخه د وروسته كولو او زما په ذات باندې په درواغو دقسم خوړلو په وجه دي دوزخ ته ليږم )د پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه روايت شوى دى چې يوه ورځ يې صحابه كرامو ته وويل : ( اللهم لا ندع فيا شقياً ولا محروماً ) ثم قال صلی الله عليه وسلم : ( اتدرون من الشقي المحروم قالوا من هو يا رسول الله قال : ( تارك الصلاة ) اى خدايه ! په مونږ كې بدبخته او بې برخې سړى مه پريږده ، بيا يې وويل : ( تاسوبدبخته او بې برخې سړى پيژنى ؟ صحابه وو وويل اى د الله جل جلاله پېغمبره ! بدبخته او بې برخې سړى څوك دى ؟ پېغمبر صلی الله عليه وسلم   وويل : ( د لمانځه پرېښودونكى )روايت شوى دى چې د قيامت په ورځ باندې به اول د لمانځه د پرېښودنكي مخ توريږي، په دوزخ كې يوه كنده ده چې ( الملحم ) نوميږي داسي ماران په كې دي چې هر يو يې د اوښ د غاړي په ډول غټ دى او اوږدوالى يې د يوې مياشتي د مزل په اندازه دى د لمانځه پرېښودونكى به چيچي زهر به يې د سړي په بدن كې تر اويا كالو پورې خوټيږي تر څو چې د سړي غوښه زېړه كړي .

كيسه

د بني اسرائيلو يوه ښځه حضرت موسى عليه السلام ته راغله وې ويل: اى د الله جل جلاله پېغمبره ! ما يوه لويه ګناه وكړه بيا مې توبه وېستله ، ته د الله جل جلاله څخه ماته بخښنه وغواړه چې زما ګناه وبخښي او توبه مې ومني حضرت موسى عليه السلام ورته وويل : ستا څه ګناه ده ، هغې وويل : ( اى د الله جل جلاله پېغمبره ! ما زناء كړې وه او كوچنى مې وزيږاوه او بيامې وواژه ) موسى عليه السلام ورته وويل : وځه هسې نه چې د اسمان څخه اور راښكته شي او ستا دبد بختۍ له وجې څخه مونږ وسوزوي ، ښځه د حضرت موسى عليه السلام څخه په مات زړه ووته . جبرائيل عليه السلام راغى حضرت موسى عليه السلام ته يې وويل : ( اى موسى عليه السلام  الله جل جلاله تا ته وايي ولي دي دا توبه اېستونكې وشړله ؟ اى موسى عليه السلام د دې څخه بد عمله درته معلوم نه دي ؟ موسى عليه السلام وويل اى جبرائيله عليه السلام ! د دې څخه بدعمله څوك دي ؟ جبرائيل عليه السلام ورته وويل : ( په قصدًا دلمانځه پرېښودونكي دي )

كيسه

بزرګانو ويلي دي چې يو سړى د خپل خور مړي ته په داسي حال كې راورسيدى چې خور يې قبر ته ورښكته كوله. په قبريې بټوه ورڅخه ولوېده چې روپۍ هم په كې وې د چا پام هم ورته ونشو تر دې پورې چې ټول خلك د قبرستان څخه خپلو كورونو ته لاړل ، وروسته يې په كور كې بټوه په ياد شوه بېرته قبرستان ته راغى. وې ليدل چې په قبرباندې داور لمبې بلي دي خاوره يې پرې واچوله ، خپل مور ته په ژړا او خفګان كې راغى ورته يې وويل : ( مورې ! د خور په اړه مې راته ووايه چې څه كار يې كاوه ؟

هغې ورته وويل د پوښتني وجه څه ده ؟ هغه ورته وويل : ( مورې ! د خور قبر مې وليدى چې د اور لمبې ورباندې بلې دي .) مور يې وويل : ( اى زويه ! خور دي په لمانځه كې ناراستي كوله او لمونځ يې د وخت څخه وروسته كاوه .)دا د هغه چا حال دى چې لمونځ وروسته كوي نو د هغه چا به څه حال وي چې لمونځ نه كوي (!)

د الله جل جلاله څخه غوښتنه كوو چې د لمانځه په پابندى او په خپل وخت كې د اداء كولو مرسته مو وكړي ، په رښتيا چې الله جل جلاله سخي او مهربانه ذات دى .
فصل

په لمانځه كې د ركوع او سجدې د پوره نه اداء كولو عذاب

د دې ايت په تفسير كې راغلي دى : ( وَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ]4 [ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ ]5[ چې د اهغه كسان دي چې په لمانځه كې ټونګې وهي ركوع او سجده په پوره ډول نه اداء كوي .

د حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه په صحيحنو كې روايت شوى دى : چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم په جومات كې ناست و يو سړى راغى لمونځ يې وكړ بيا يې په پېغمبر صلی الله عليه وسلم باندې سلام واچوه ، پېغمبر صلی الله عليه وسلم د سلام ځواب وركړ ورته يې وويل: ولاړشه لمونځ دي وكړه تا لمونځ نه دى كړى. سړى ولاړؤ لمونځ يې د مخكې په ډول وكړ بيا راغى په پېغمبر صلی الله عليه وسلم باندې يې سلام واچوه ،پېغمبر صلی الله عليه وسلم   د سلام ځواب وركړ ورته يې وويل : ( ولاړ شه لمونځ دي وكړه تا لمونځ نه دى كړى ) درې ځلې يې لمونځ وكړ په درېم ځل سړي وويل : اى د الله جل جلاله پېغمبره ! په هغه ذات باندې قسم چې ته يې په رښتيا پېغمبر كړى يې د دې څخه ښه لمونځ نشم كولاى، لمونځ راته وښيه ) پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل : (كله چې لمانځه ته درېږې ، الله اكبر ووايه ، د قرانكريم هغه اياتونه ووايه چې تاته اسانه وي ، ركوع په دې ډول وكړه چې ښه مطمئن شې بيا ودرېږه چې ښه برابر شې ، سجده هم په دې ډول وكړه چې مطمئن شې او بيا كښېنه چې د ناستې څخه مطمئن شې دا ډول په كراره ټول لمونځونه كوه .

امام احمد د بدري رضي الله عنه څخه روايت كړى دى وايي پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( لا تجزى صلوة لا يقيم الرجل فيها صلبه فى الركوع والسجود ) په ركوع او سجده كې چې سړي ملا برابره نه شي هغه لمونځ صحيح نه دى . ( ابوداود او ترمذي د دې حديث روايت كړى دى او حسن صحيح دى ) په يوبل روايت كې راغلي دي : حتى يقيم ظهره فى الركوع والسجود ) تر دې پورې چې په ركوع او سجده كې ملابرابره نه شي لمونځ نه صحيح كيږي.

پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: چې څوك په فرضو لمونځونو كې ركوع او سجده لكه څنګه چې په پوره ډول اداء كيږي ونكړي لمونځ يې بې ګټې دى . اطمنان دا دى چې د انسان هر اندام په خپل ځاى باندې ودريږي .

د پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه راغلي دي وايي : ( اشدالناس سرقة الذى يسرق من صلاته قيل وكيف يسرق من صلاته ؟ قال : ولا يتم ركوعها ولا سجودها ولاالقراة فيها (1)په خلكو كې سخت سړى هغه دى چې د لمانځه څخه غلاكوي ، چا وويل : څرنګه د لمانځه څخه غلا كوي ؟ پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل : ركوع ، سجده او قرائت په پوره ډول نه اداء كوي .

امام احمد دابي هريره رضي الله عنه د حديثونو څخه روايت كړى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( لاينظرالله الى الرجل لايقيم صلبه بين الركوع وسجوده )(2)   الله جل جلاله هغه سړي ته د رحمت په سترګه نه ګوري چې ملا د ركوع او سجدې په مينځ قومې او جلسې كې نه برابروي. پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي : تلك الصلاة المنافق يجلس يرقب الشمس حتى اذا كانت بين قرني شيطان قام فنقر اربعاً لا يذكرالله فيها الاقليلاً (3) دا د منافق لمونځ دى چې تر دې پورې انتظار كوې تر څو لمر د شيطان د دوو ښكرونو په مينځ كې راوخيږي بيا ودريږي او لمونځ وكړي ، الله جل جلاله نه يادوي مګرليږ يې يادوي څلور ځله ټونګې وهي.

دابي موسى څخه روايت شوى دى وايي : ( يوه ورځ پېغمبر صلی الله عليه وسلم خپلو ملګرو ( صحابه كرامو ) ته لمونځ وركړ بيا كښېناست يو سړى جومات ته راغى لمونځ يې وكړ په ركوع او سجدې كې به يې غوټې ( ټونګې ) وهلې ، پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : داوينئ په لمانځه كې داسي ټونګې وهي لكه كارغه يې چې په وينو كې وهي او كه دى مړ شي د محمد صلی الله عليه وسلم ملتي به نه وي.) ( ابوبكر خزيمه په خپل صحيح كې راوړى دى .

عمربن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي : ( ما من مصل الا وملك عن يمينه وملك عن يساره فان اتمها عرجاً بها الى الله تعالى ، وان لم يتمها ضربا بها وجهه )(1) دهرلمونځ كوونكي په ښي او چپ اړخونو كې ملائكې وي كه چيري لمونځ كوونكى لمونځ په پوره ډول اداء كړي ، ملائكي يې الله جل جلاله ته وړي او كه په پوره ډول يې اداء نه كړي د لمونځ كوونكي په مخ باندې يې ورغورځوي .

بيهقي د عبادة بن الصامت په سند سره روايت كړى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي : ( من توضافاحسن الوضوء ثم قام الى الصلاة فاتم ركوعها وسجودها والقراءة فيها قالت الصلاة : حفظك الله كما حفظتى ثم صعد بها الى السماء ولها ضوء و نور ففتحت لها ابواب السماء حتى ينتهى بها الى الله تعالى فتشفع لصاحبها و اذا لم يتم ركوعها ولا سجودها ولا القراء ة فيها الا قالت الصلاة : ضيعك الله كما ضيعتنى ثم صعد بها الى السماء وعليها ظلمة فاغفلقت دونها ابواب السماء ، ثم تلف كما يلف الثوب الخلق فيضرب بها وجه صاحبها )(1) ژباړه : څوك چې په ښه ډول اودس وكړي ، په لمانځه كې ركوع ، سجده او قرائت په ښه ډول اداء كړي لمونځ به ووايي : الله جل جلاله دي تا وساتي لكه زه چې دي وساتلم دا بيا اسمان ته خيږي چې په لاره كې به ورته رڼا وي ، د اسمان دروازې به ورته خلاصي شي تر دې چې الله جل جلاله ته به ورسيږي او د لمونځ كوونكي له پاره به د الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي. او كه ركوع ، سجده او قرائت په پوره ډول اداء نه كړي لمونځ به ووايي : الله جل جلاله دي داسي ضايع كړه لكه زه چې دي ضايع كړم اسمان ته به په داسي حال كې وخيږي چې په لاره كې به ورته توره تياره وي او چې كله هلته ورسيږي د اسمان دروازې به ورته بندي شي ، ملائكې به يې د زړې ټوټې په ډول راغونډ كړي او دلمونځ كوونكي په مخ باندې به يې وروغورځوي .

د سلمان فارسي رضي الله عنه څخه روايت دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( الصلاة مكيال فمن وفى وفى له ، ومن طفف ، فقد علمتم ما قال الله فى المطففين ) لمونځ پيمانه ده چا چې دا پيمانه پوره كړه نو پوره بدله به وركول كيږي او چا چې كمه كړه . . تاسو خو پوهيږئ چې د كمي كوونكو په اړوند الله جل جلاله څه ويلي دي .)(2) الله جل جلاله وايي ويل للمطففين ]1[ (3) د كمي كوونكو ( تاوانيانو ) په حال باندې افسوس دى . تاوانيان هغه څوك دي چې په پيمانه ، تول ، ناپ او يا په لمانځه كې كمى كوي ، الله جل جلاله ورسره د ويل وعده كړې ده ، ( ويل ) د دوزخ يوه كنده ده چې په خپله دوزخ هم ورڅخه پناه غوښتې ده.

د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( اذا سجد احدكم فليضع وجهه وانفه ويديه على الارض فان الله تعالى اوحى الى ان اسجد على سبعة اعضاء : الجبهة والانف والكفين والركبتين و صدورالقدمين و ان لا اكف شعراً ولا ثوباً فمن صلى ولم يعط كل عضو منها حقه لعنه ذلك العضو حتى يفرغ من صلاته )(1) كله چې ستاسي يو كس سجده كوى مخ ، پوزه او لاسونه په ځمكه باندې كيږدئ ، الله جل جلاله ما ته وحې كړې ده چې په اوو اندامونو ( تندي ، پوزې ، ورغوو ، زنګنونو او د پښو په سرونو ) باندې سجده وكړم. په لمانځه كې ويښتان او جامې راغونډ نه كړم او چا چې په لمانځه كې خپل هر اندام ته برخه ورنكړه دغه اندام به په ده تر دې پورې لعنت وايي چې ترڅو دى د لمانځه څخه خلاص شي .

بخاري د حضرت حذيفه بن اليمان رضي الله عنه څخه روايت كړى دى : ( چې حذيفه يو سړى ولېده چې لمونځ يې كاوه خو ركوع او سجده يې په پوره ډول نه اداء كول. حذيفه ورته وويل : كه ته په دې ډول لمونځ كوې او بيا همداسي مړ هم شې ، لمونځ دي نه دى كړى او د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په دين به هم نه يې مړ شوى. د ابوداود په روايت كې راغلي دي چې ورته يې وويل : څومره وخت كيږي دا ډول لمونځ كوې ؟ هغه وويل : څلوېښت كاله كيږي . حذيفه ورته وويل : څلوېښت كاله دي هيڅ لمونځ هم نه دى كړى او كه مړ هم شوې د پېغمبر په دين باندې به نه يې مړ شوى.

حسن البصري رحمة الله علیه به ويل : اې د آدم عليه السلام اولاده! په تاسې باندې د دين څخه څه شى ډېر ګران دى چې لمونځ ورته پريږدى ، حال دا چې د قيامت په ورځ باندې به اول دلمانځه پوښتنه كيږي لكه مخكې يې چې په حديث شريف كې يادونه وشوه : ( اول مايحسب العبد يوم القيامة من عمله صلاته فان صلحت فقد افلح واضح وان فسدت فقد خاب وخسر ) د قيامت په ورځ باندې چې د سړي سره د كارونو حساب كيږي ، لومړى به د لمانځه پوښتنه ورڅخه كوي كه چيري يې لمونځ كړى وي نو خلاص او كامياب دى او كه چيري يې په پوره ډول نه وي كړى نو تاواني او ناكام دى .

كه څوك په فرضو كې كمى وكړي الله جل جلاله به دقيامت په ورځ باندې ورته ووايي : ( انظرو اهل العبدى من تطوع فيكمل به ما انتقص من الفريضه ثم يكون ثائر عمله كذلك )(1) زما د بنده ښه عملونه ( نفل ) وګورئ چې د فرضو كمى يې ورپوره شي او بيا يې ټول عملونه همدا ډول وګورئ .انسان ته په كار دي چې نفل لمونځونه وكړي چې د فرضو كمى ورپوره كړي .

د الله جل جلاله څخه يې د كولو توان غواړو .

فصل

د جمع لمونځ پرېښودل

يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ ]42[ خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ ]43 [(2) په كومه ورځ چې سخته وېره راشي او دوى سجدې كولو ته راوبلل شي نوبيا به يې نه شي كولاى ، سترګي به يې ټيټي وي او ذلت به پرې خپرېدونكى وي حال دا چې په دنيا كې سجدې ته رابلل كېدل دوى روغ جوړ وو .

دوى به د قيامت په ورځ باندې هم دا ډول پښېمانه او ذليله وي حال داچې په دنيا كې به سجدې ته رابلل كېدل .ابراهيم التيمي وايي : دا هغه كسان دي چې فرض لمونځ د اذان او اقامت سره پرېږدي او سعيد بن مسيب وايي: (حى على الصلاة ، حى على الفلاح ) به يې په داسي حال كې اورېدل چې روغ رمټ وو او د اذان ځواب به يې نه وركاوه. كعب الاحبار وايي : قسم په الله جل جلاله چې الله جل جلاله دا ايت د هغو كسانو په اړوند نازل كړى دى چې د جمع د لمونځ څخه پاتي كيږي

د دې څخه پرته سخته سزا د هغه چا لپاره ده چې د جمع د لمانځه څخه په داسې حال كې پاتې كيږي چې روغ رمټ وي ، په صحيحنو كې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: ( لقد همت ان امر بالصلاة فتقام ثم امر رجلاً فيوم الناس ثم انطلق معى برجال معهم حزم من حطب الى قوم لا يشهدون الصلاة فى الجماعة فاخرق عليهم بيوتهم بالنار )(1) ( قصد مې وكړ چې د لمانځه امر وكړم او يو سړي ته اجازه وركړم چې خلكو ته امامت وركړي او بيا يو څه خلك د ځان سره روان كړم چې د لرګيو ګيډى هم ورسره وي ، د هغو خلكو كورونو ته لاړشم چې د جمع لمانځه ته نه راځي اوكورونو ته يې اور ورواچوم.) ، پېغمبر صلی الله عليه وسلم په پرېښودلو سره يواځي د دوى د كورونو په سوزولو بسنه نه كوي او وايي چې په داسي حال كې يې كورونو ته اور ورواچوم چې د كور سامان او كوچينيان يې هم په كور كې وي.په صحيح مسلم كې راغلي دي:( يووړوند سړى پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغى   وې ويل: ( اى د الله جل جلاله   پېغمبره! څوك مې نشته چې جومات ته مې راولي ، ماته اجازه راكړه چې په كور كې لمونځ اداءكړم ) پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته اجازه وركړه خو كله چې سړى روان شو پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل ? هل تسمع النداء بالصلوة؟ )ايا ته دلمانځه درابللو اواز ( اذان ) اورې؟ هغه وويل هو پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ( فاجب ) دلمانځه رابلل (اذان )و منه.

ابوداود دعمرو ابن ام مكتوم(1) څخه روايت كړى دى چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته ورغلم ورته مې وويل: ( اى د الله جل جلاله پېغمبره ! مدينه منوره ډېر ماران او حشرات لري. زه د سترګو څخه كمزورى يم ،كور مې د جومات څخه ډېر وړاندي دى او لارښوونكى مې راسره نرمي هم نه كوي ، نو ايا ما ته اجازه ده چې په كور كې لمونځ وكړم؟ پېغمبر ورته وويل : ( هل تسمع النداء ) ايا اواز ( اذان ) اورې ؟ هغه وويل: ( هو ) پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل : فاجب فانى لا اجدلك رخصته وې منه زه تا ته اجازه دركولاى نه شم .

دا خو يو معذور سړىوچې جومات ته يې دراتللودتكليف اود لارښوونكي شكايتونه پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته وكړ،د دې سره ـ سره پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته اجازه ورنه كړه چې په كور كې لمونځ وكړي . نو دسترګور سړي به حال څرنګه وي چې عذر هم نه لري؟ كله چې دابن عباس رضي الله عنه څخه دهغه سړي په اړوندچې دورځې روژه نيسي او د شپې لمونځ نه كوي پوښتنه وشوه، ابن عباس رضي الله عنه وويل : ( ان مات على هذا فهو فى النار )(1) كه دى په دې ډول مړ شي نو په دوزخ كې به وي .ابوهريره رضي الله عنه وايي : چې سړى آذان واوري اوځواب ورنه كړي دا ورته ښه ده چې غوږونه يې دويلي شوو جستوڅخه ډك شي .(2)دابن عباس رضي الله عنه نه روايت شوى دى وايي پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : من سمع المنادي بالصلوة فلم يمنعه من اتباعه عذر قيل وماالعذريارسول الله ؟ قال :خوف اومرض لم تقبل منه الصلوة التي صلي )(3) څوك چې دلمانځه آواز ( آذان ) واوري اوجومات ته د نه تللو شرعي عذريې هم نه وي په کورکې يې لمونځ نه کيږي. صحابه كرامو رضي الله عنهم وويل اى د الله جل جلاله پېغمبره ! عذرڅه شى دى ؟ پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل : ( ويره اومرض ).

په مستدرك كې حاكم دابن عباس رضي الله عنه نه روايت شوى دى وايي پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل? ثلا ثة لعنهم الله: من تقدم قوما وهم له كارهون وامراة باتت وزوجها عليهاساخط،و رجل سمع حى على الصلوة حى على الفلاح ثم لم يجب )

ژباړه : الله جل جلاله په درې كسانوباندې لعنت ويلى دى(١)څوك چې يو قوم ته د امامت له پاره مخكي شي او خلك يې په امامت باندې خوښ نه وي (٢)مېرمن چې د مېړه سره شپه تېره كړي او مېړه يې ورڅخه ناراضه وي (٣) هغه سړى چې اذان واوري او د اذان ځواب ورنه كړي .حضرت على بن ابى طالب رضي الله عنه وايي : (لاصلاة الجار المسجد الافى المسجد قيل ومن جار المسجد؟ قال: ( من سمع الاذان )(4) د جومات د ګاونډي لمونځ د جومات څخه پرته په بل ځاى كې نه منل كيږي ، چا ورته وويل : د جومات ګاونډى څوك دى ؟ حضرت علي رضي الله عنه وويل : ( څوك چې اذان اوري .)بخاري د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت كړى دى وايي : څوك چې سبا ( دقيامت په ورځ غواړي چې د الله جل جلاله سره مسلمان مخامخ شي پنځه وخته لمونځ دي په پابندى سره اداء كړي. په رښتيا چې الله جل جلاله د پېغمبر صلی الله عليه وسلم له پاره سنت موكد ورکړي دي و. كه چيرې تاسوپه كور كې لمونځ لكه د لمانځه وروسته كوونكي وكړئ د پېغمبر صلی الله عليه وسلم سنت به مو پرې اېښي وي او كه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم سنت مو پرېښودل نو ګمراه به شى .)(1) مونږ به ډېر خلك ليدل چې د جمع لمانځه ته به راتلل او هيڅوك به نه پاتې كېدى مګر منافق ( چې منافقت به يې څرګند و ) او بل مريض به د جمع لمونځ ته نه راتلو. ( جومات ته به دجمع له پاره داسي كسان هم راتلل چې نورو كسانو به د اوږو څخه نيولي و او په صف كې به يې د جمع له پاره درلود.)

د ربيع بن خيثم (2)يو اړخ فلج وهلى و ،لمانځه ته به چې وتللو په دوه كسانوباندې به يې تكيه وهله خلكو به ورته ويل : ( اى د محمد پلاره! تا ته خو اجازه شته چې په كور كې لمونځ وكړې ځكه چې ته معذوره يې ) ربيع بن خيثم به ويل : ( لكه تاسو چې يې وايي همداسي ده خو د موذن څخه اورم چې وايي : ( حى على الصلاة ، حى على الفلاح ) نو څوك يې چې وس لري ځوابدي وركړي جومات ته دي راشي اګر په راكښولو او يا د بل چا په مرسته باندې وي .

حاتم الاصم وايي : ( يو ځل دجمع لمونځ راڅخه پاتې شو ،يواځې ابواسحاق البخاري تسلي راكړه كه چيري زما زوى مړ شوى واى نو لسو زرو څخه به ډېرو كسانو تسلي راكړې واى. ځكه چې خلكو ته د دين څخه د دنيا تكليف سخت دى .ځيني پخواني خلك ( بزرګان ) وايي : ( د جمع يو لمونځ هم د چا څخه نه پاتي كيږي مګر د مخكنۍ ګناه په وجه ورڅخه پاتې كيږي ) يوه ورځ حضرت عمرفاروق رضي الله عنه باغ ته ووتلو ، كله چې د باغ څخه بېرته راوګرځېدو خلكو د مازديګرجمع كړې وه ، حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وويل ? په رښتيا چې مونږ د الله جل جلاله يو او الله جل جلاله ته بېرته ورګرځېدونكي يو، د مازديګر جمع راڅخه پاتې شوه اې خلكو! شاهدان اوسى چې زما دا باغ مسكينانو ته صدقه شو چې د جمع ځاى ونيسي ، په باغ كې د خورما ونې ولاړې وې.

فصل

د سهار او ماسخوتن دلمونځونو فضيلت

د سهار او ماسخوتن لمونځونو ته حاضرېدل ډېر ضروري دي پېغمبر صلی الله عليه وسلم ځكه ويلي دي : ( ان هاتين الصلاتين اثقل الصلوات على المنافقين ، يعنى العشاء والفجر ولويعلمون ما فيهما من الاجر لاتوهما ولوحبواً )(1)

ژباړه : منافقانو ته دوه لمونځونه سهار او ماسخوتن ) ډېر سخت دي ،او كه منافقان د ماسخوتن او د سهار د لمانځه د ثواب څخه خبر واى لمانځه ته به راتلل. اګركه په كومك هم واى .ابن عمررضي الله عنه وايي : ( كوم كس چې د ماسخوتن او سهار د لمانځه په جمع كې پاته کېدو مونږ به د منافق ګمان پرې كاوه . )(2)

كيسه

د عبدالله بن عمرالقواريري رضي الله عنه (1) څخه روايت شوى دى وايي : ( د ماسخوتن د لمانځه جمع به هيڅ وخت زما څخه نه پاته کېده ، يوه شپه مېلمانه راته راغلل ، د مېلمنو سره بوخت وم چې د ماسخوتن د لمانځه جمع راڅخه تېره شوه ، د بصرې جوماتونو ته د جمعې په لټه ووتم ، خو زياتره خلكو لمونځونه كړي او جوماتونه يې بند كړي هم وو. كور ته راوګرځېدم ومې ويل چې په حديث شريف كې راغلي دي :

( دجمعې لمونځ د يواځي لمانځه څخه اووېشت درجې فضيلت لري نو د ماسخوتن لمونځ به اوويشت ځله وكړم ) د ماسخوتن لمونځ مې اووېشت ځله وكړى بيا وېده شوم. په خوب كې مې وليدل چې خلك په اسانو باندې سپاره دي او زه هم په يواس باندې ورسره سپور يم ، په خپلو كې مو د اس زغلونې مسابقه ده ، زه چې څومره خپل اس ته پونده وركوم و هغو نورو كسانو ته هيڅ نه ورسېږم. يوه كس مخ راواړه او راته يې وويل : ( اس دي مه ستړى كوه ته مونږ ته رارسېدلاى نه شې ) ما ورته وويل ولې؟ هغه كس راته وويل : ( مونږ د ماسخوتن لمونځونه په جمع باندې كړي دى او تا يواځي كړى دى ) چې راويښ شوم ډېر خفه شوم .د الله   جل جلاله څخه د مرستې او وس غوښتنه كوو په رښتيا چې سخي او مهربان ذات دى .

(2) سورة مريم الاية 59-60

 (۱) سورة الماعون الاية ۴، ۵.

(1) سورة المنافقون الاية ۹ .

(2) غزاه المنذري فى الترغيب الى الاوسط للطبراني واشار الى ضعفه وذكر له شاهداً من حديث عبدالله بن قرط عندالطبراني فى اوسط ايضاً ، وقال لا باس باسناده ان شاء الله ۱ هـ وقال المصنف فى الصغرى حسنه الترمذي من حديث ابي هريره ۱هـ وكذا قال المنذري فى الترغيب : رواه الترمذي وغيره عن ابى هريرة وقال حديث غريب ۱ هـ واخرجه وابوداود وابن ماجه عن تميم الداري رفعه .

(3) سورة المدثر الاية ۴۸-۴۲

(1) رواه من حديث بريدة احمد وابوداود وانسائي والترمذي وقال حسن صحيح وابن ماجه وابن حبان فى صحيحه والحاكم وقال : صحيح ولا تعرف علة ۱هـ منذري واخرج نحوه الطبراني فى الكبير عن ثوبان رفعه.

(2) رواه احمد ومسلم د، ى ، ت ، هـ بالفاظ متقاربة ۱هـ منذري واخرجه ابن ماجه ومحمد ابن نصر والطبراني فى الكبير عن انس رفعه .

(1) رواه احمد باسناده جيد من حديث عبدالله بن عمرو وكذا رواه الطبراني فى الكبير والاوسط وابن حبان فى صحيحة 1 هـ منذري ، وقال المصنف فى الرسالة الصغرى ليس اسناده بذالك.

(1) رواه احمد الطبراني فى الكبير واسناد احمد صحيح لو سلم من الانقطاع فان عبدالرحمن بن جبير بن نفير لم يسع من معاذ وفى الاوسط لطبراني باسناده لا باس به فى المتابعات 1 هـ منذري ( قلت ) وهو حديث طويل فى النهي عن الشرك وعقوق الوالدين وترك الصلاة وشرب الخمر والفواحش .

(2) يثعب بالعين المهملة اى يسيل .

(3) اخرجه الترمذي والحاكم عنه عن ابي هريرة ذكره المصنف فى الصغرى .

(1) رواه محمد بن نصر موقوفاً عليه 1هـ منذري .

(2) رواه محمد بن نصر المروزى وابن عبدالبر بلفظ فقد كفر 1 هـ منذري .

(3) قال العراقى فى معناه حديث ( اول مايحسب به العبد الصلاة ، وفيه ، فان فسدت فسد سائر عمله ) رواه الطبراني فى الاوسط من حديث انس 1 هـ .

(1) رواه الطبراني فى الاوسط من حديث انس بسند ضعيف والطياسي والبيهقي فى الشعب من حديث عبادة بن الصامت بسند ضعيف نحوه قاله العراقى فى تخريج احاديث الاحياء .

(2) وكذا رواه ابن ماجه وفى سنده عبدالرحمن بن زياد الافريقى مختلف فيه افاده المنذري .

 (1) رواه الحاكم من حديث حنش عن ابن عباس وقال حنش وهو ابن قيس ثقة قال المنذري بل رواه بمرة لا نعلم احداً وثقه غير حصين 1 هـ ترغيب .

(1) ابن يزيد ابو عمران الكوفى النخعي من رجال الكتب الستة توفى سنة 96 هـ .

(2) احدالائمة الاعلام من رجال الكتب الستة توفى سنة 131 هـ .

(3) الامام العلم شيخ المحدثين واحد فقهاء الامصار شيخ البخاري ومسلم وابي داود ومات سنة 231 هـ .

(4) اسحاق بن ابراهيم بن محمدالحنظلى ابومحمد المشهور بابن راهويه شيخ خ ، م ، د الامام الفقيه الحافظ مات سنة 238 هـ .

(1) هذا الحديث لم يصح عن النبى r وان كان رواه بعضهم والمصنف رحمة الله عليه وان كان من الحفاظ المحققين فقد تساهل فى هذا الكتاب فى كثير من الاحاديث 1 هـ من هامش الاصل النجدي ( قلت ) عزاه السيوطى فى ذيل الموضوعات الى ابن النجار فى ذيل تاريخ بغداد ثم نقل عن الميزان هذا الحديث باطل ركبه محمدبن على بن العباس على ابى بكر زياد اليسبوري وعن اللسان هو ظاهر البطلان من احاديث الطرقية 1 هـ .

(1) رواه احمد والحاكم وصحح اسناده من حديث ابى قتادة ، قاله العراقى وكذا رواه احمد والطبرانى وابن خزيمة فى صحيحة بلفظ : اسوا الناس الخ افاده المنذري .

(2) باسناده صحيح قاله العراقى .

(3) متفق عليه من حديث انس .

(1) رواه الدارقطنى فى الافراد وهو ضعيف 1هـ ، من الجامع الصغير للسيوطى.

(1) رواه الطيالسىوالبيهقى فى الشعب من حديث عباده بسند ضعيف قاله العراقى ( قلت ) جاء ضعفه عن الاحوص بن حكيم .

(2) فى المسندعن سالم بن ابى الجعد عن سالم ابن القيم فى رسالته فى الصلاة (قلت) فيه انقطاع بين سالم وسلمان .

(3) سورة المطففين الاية 1.

(1) حديث ابن عباس امر النبى r ان يسجد على سبعة اعضاء الخ ، متفق عليه وروى اسماعيل ابن عبدالله المعروف بسمويه فى فوائده عن عكرمة عن ابن عباس اذا سجد احدكم فليضع انفه على الارض فانكم قد امرتم بذلك 1هـ من نيل الاوطار.

(1) رواه الترمذى وغيره وقال حسن غريب 1هـ منذري.

(2) سورة القلم الايتان 42-43.

(1) وفى رواية عن ابى هريرة t قال : ( والذى نقسى بيده ، لقد همت ان امربحطب فيحطب ، ثم امر بالصلاة ، فيوذن لها، ثم امر رجلاً فيوم الناس ثم اخالف الى رجال فاحرق عليهم بيوتهم ) والظاهر انها صلاة الجمعة لاالصلاة مطلقاً، ولاصلاة الجماعة فى احدى الفرائض الخمس.

(1) عمرو ابن ام مكتوم: عبدالله وقيل عمروبن قيس المعروف بابن ام مكتوم الموذن.

(1) رواه الترمذى موقوفاً قاله المنذرى.

(2) عزاه الشيخ ابن القيم فى كتاب الصلاة له الى وكيع عن عبدالرحمن بن حصين عن ابى نجيح المكى عنه .

(3) رواه ابوداود وابن حبان فى صحيحه وابن ماجه قاله المنذرى .

(4) رواه احمد فى مسنده عن وكيع عن سفيان عن ابى حيان التتيمى ابيه عنه كما فى كتاب الصلاة للشيخ ابن القيم.

 (1) عزاه فى الترغيب والترهيب الى صحيح مسلم وابى داود، وكذلك عزاه المصنف فى الصغرى والطيبى نقله عنه الفتح فما هنا من عزوه البخارى سبق قلم او تحريف من النساخ والله اعلم .

(2) مخضرم قال له ابن مسعود: لوراك النبى r ، توفى سنة 1564هـ خلاصة.

(1) رواه البخارى ومسلم من حديث ابى هريرة قاله المنذرى.

(2) رواه البزار والطبرانى وابن خزيمة فى صحيحه قاله المنذرى .

(1) شيخ البخارى ومسلم وابى داود مات سنة 235هـ 1هـ خلاصة.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب