لس لارښونې (حسن البنا)

د شهيد امام حسن البناء رحمة الله عليه لس لار ښوونې:
١- حالات او شرايط که هر ډول وي چې کله هم د اذان اواز واورئ سمد ستي د لمانځه له پاره پورته شئ.
٢- تاسې بايد د قرﺁن مجيد تلاوت يا په غور سره مطالعه وکړئ يا دا چې د نورو څخه يې واورئ، په هر حال کې تاسې بايد د خپل وخت يوه برخه قرﺁن مجيد ته ورکړئ او بې ځايه يې تېر نه کړئ.
٣- په ساده او واضح ډول سره خبرې وکړئ، ځکه چې دا د اسلامي شعايرو له جملې څخه دي.
٤- معامله او مسئله که هر ډول وي خو تاسې په هغې کې ډېر بحث او جنجال مه کوئ، ځکه چې د بحث او جنجال څخه سمه او غوره پايله نه راوځي.
٥- زيات مه خاندئ، ځکه چې کوم زړه د الله پاک سره اړيکې لري هغه ډېر ډاډه او مطمئن وي.
٦- په لوړ او پورته اواز سره خبرې مه کوئ، په دې کې کبر هم راځي او نورو ته زيان او ضرر هم.
٧- د ځان څخه خندني او ريش خند مه جوړوئ، ځکه چې مجاهد او غازي قوم پرته د دروندوالي څخه بل شى نه پيژني.
٨- د خلکو د غيبت کولو او په هغوى باندې د تور لګولو څخه ځان وساتئ، ستاسې له ژبې څخه بايد پرته د نيکو او د خير د خبرو څخه بل څه را ونه وځي.
٩- د هر ملګري سره چې ستاسې ليدنه وشي لومړى بايد ورسره ځان پېژندنه وکړئ، که هغه د دې هيله وکړي او که و نه کړي بايد ځان ورته معرفي کړئ، ځکه چې زموږ د دعوت او بلنې بنسټ او بنياد په مينه، محبت او پېژندنه باندې ولاړ دى.
١٠- مسؤوليتونه او دندې د وخت څخه زيات دي، تاسې بايد د خپلو ملګرو سره پوره مرسته او کومک وکړئ چې هغوى د خپل وخت څخه زياته ګټه پورته کړي، او که په تاسې باندې کوم مسؤوليت پروت وي نو کوښښ وکړئ چې هغه په ډېر لږ وخت کې سرته ورسوئ.

ع-ن-مرستيال کندهار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب