د ژباړې اصول

د ژباړې تعریف :

ژباړه په پښتو کي د ژبي اړولو ته وایي او په اصطلاح کي د یوې ژبي څخه بلي ژبي ته د افکارو، کیسو، هنرونو، ادبي اثارو او نورو د لېږد وسیله او د ناهمژبو ترمنځ فرهنګي تړښت او اړیکه ده .

په پښتو کي ژباړه په دریمه پېړۍ کي د محمد هاشم سرواني ژباړلي شعر ته رسیږي. ده دخپل عرب استاد ابن خلا د یو بوللـه پښتو ته رااړولې وه، دا د پښتو لومړنۍ ژباړه ده تر دې وروسته تر لسمي هجري پېړۍ پوري بله پښتو ژباړه نه ده پیدا سوې خو په لسمه پېړۍ کي د کندهار د پنجوایي زرغونې کاکړي د سعدي بوستان وه پښتو ژبي ته ژباړلی دی .

له دې وروسته نو بیا ډیرو پښتو ته ژباړي کړي دي لکه : اخوند دروېزه، خوشال خان بابا، د خوشال خان بابا زامنو او لمسیانو ، حمید بابا او داسي نورو علمي او هنري ژباړي کړي دي .

په پښتو کي لومړنۍ ناول هم د ژباړي له لاري راغلی دی چي نوم یې (( نقش نګین)) وؤ او میا حسیب ګل د اردو ژبي څخه پښتو ته راوژباړی .

ژباړه پر دوه ډوله ده یوه ازاده او بله ټکي په ټکي ژباړه ده ، په ازاده ژباړه کي ژباړونکی کولای سي چي زیاتوالی او کموالی راولي، دوهم ټکي په ټکي ژباړه ده دغه ډول ژباړه کي ژباړونکی هیڅ ډول تصرف حق نلري او دغه ډول ژباړه په علمي تحقیق موضوعاتو کښي کیږي .

د ژباړې اصول :

موږ او تاسو ته مالومیږي چي پښتو ته لکه مخکي چي مو یادونه وکړه ډیري ژباړي سوي دي او اوس هم کیږي، ځیني خلک دي چي ژباړه د خپل میني او ذوق له مخي کوي دوئ دا فکر کوي چي ژباړه نو بس ټکي په ټکي کیږي او هر څه چي وي باید وژباړل سي نه داسي نه ده، نه بایدهرشی وژباړل سي او نه هم ټکي په ټکي وژباړل سي، دلته څو ټکو ته اشاره کوؤ چي د ژباړي کولو لپاره یې باید په نظر کي وساتو .

۱ – باید د هغه ژبي څخه ژباړه وکړو چي موږ په هغه ژبه کي هیڅ ستونزه ونه لرو ، د هغې ژبي په اصولو، اصلاحاتو او د جملو په ترتیب پوه یونو بیا ورڅخه ژباړه وکړو .

۲ – باید ښه موضوع انتخاب کړو کله چي یوه موضوع انتخاب کړو باید لومړی یې د ځان سره ولولو او په مانا یې ځان پوه کړو چي آیا دا په ژباړلو ارزي او کنه ؟ زما ټولني ته په ګټه تمامیږي او که نه ؟ له هغه وروسته چي یې وژباړو نو ښه به وي .

۳ – ښه به وي چي په هغه رشته کي موضوع انتخاب کړو او ویې ژباړو چي موږ ورسره مینه لرو ، مثلاً څوک طب پوهنځۍ وایي باید د طب په برخه کي موضوع انتخاب کړي او ویې ژباړي، انجینر د انجینرۍ په برخه کي او دې ته ورته ټول هم دغه شان ځکه یو خو به ښه ژباړه وکړو او بل به مو په خپله رشته کي مطالعه زیاته سي .

۴ – د دواړو ژبو په توپیر بایدپوه سو د ښې ژباړي یوه لار داده چي ژباړن دواړي ژبي سره پرتله کړي، په ژبه کي د قومي احساساتو توپیر او ورته والی هم جوتیږي مثلاً : یو قوم د بېلابیلو احساساتو د څرګندولو لپاره یو رنګه کلمې او جملې کاروي او بل قوم بل رنګه : نو داسي کلمې او جملې کټ مټ ژباړل سمه نه ده مثلاً : په فارسي کي وایي (( دست تان درد نه کن)) نو دا باید ټکي په ټکي ونه ژباړل سي دې ته ورته په پښتو کي د منني په ډول یوه جمله وکارول سي .

۵ – څه چي لیکوال لیکلي وي هغه باید وژباړو د ځانه څخه څه وراضافه نه کړو ځکه چي پدې کار سره پر ژباړن خلک بې باوري کیږي او بیا یې ژباړه هم نه لولي، که چیري د لیکوال خبره غلطه وي یا نوی پرمختګ سوی وي او د لیکوال خبره زړه سوې وي نو ژباړن کولای سي چي خبره یې سمه او یا خپل نظر ورکړي نو په متن کي دي د لیکوال هغه خبره هم راواخلي چي دی ورباندي شکي وي .

۶ – ګړني، متلونه، بیتونه او دې ته ورته نور اصطلاحات باید ونه ژباړل سي لکه مخکي چي مو یادونه وکړه هغو ته ورته په پښتو کي متل ته په همهغه شکل متل او بیت ته په همهغه شکل بیت او یا کوم بل څه ته په هم هغه شکل څه ولیکل سي، مثلاً په فارسي کي وایي (( چشم بدور)) اوس که دا پښتو ته وژباړې وای (( بدي سترګي دي لرې )) نو داسمه نسوه نو پکار ده چي پرځای باندي یې دا جمله ولیکو چي (( له نظره مه سې )) او داسي نور ……

نو له پورتنیو ټکو په پام کي نیولو سره کولای سو ښه ژباړه وکړو او ددې ترڅنګ په پښتو کي یې ګرامر ته هم ښه پاملرنه وکړو داسي جملې ولیکو چي رواني وي ، لیکنښي پکښي سمي وي ، وروسته به مو ژباړه هر سړی لولي او ګټه به ورڅخه اخلي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب