لس عادتونه مو ګردې له منځه وړي

زموږ په بدن کې ګردې له مهمو غړو څخه شمېرل کیږي و، دا ګردې دي،چې زموږ بدن  وینه تصفیه  کوي ، هرمون  ، بولې (میتازې) تولیدوي ، زهري مواد له منځه وړي  …. په کار ده ،چې دخپلو ګردو دساتنې په برخه کې  له پوره دقت څخه کار واخلو ، په کار ده،چې له  دې عادتونو څخه ځان وژغورو ،چې  ګردې مو روغې  او با صلاحیته وي ، دا هم امکان لري،چې زموږ د ګردو ځینې برخې له منځه ولاړې شي  او یا یې دنده یو څه ټکنی شي او څو کاله وروسته پرې پوه شوو ، که یوه ګرده 20 ٪ وړتیا له لاسه ورکړي بیا هم کولای شي ،چې  خپله دنده  په پوره او سمه بڼه  ترسره کړي .

ډاکتران  دګردو ناروغۍ ته  د(غلۍ ناروغۍ ) نوم ورکوي  لاندې  لس عادتونه  مو ګردې له منځه وړي:

۱-   پوره اوبه نه څښل: 

دګردو  مهمه دنده  دوینې تصفیه ، له زهري موادو څخه دبدن ژغورل ، که چیرې د ورځې په اوږدو کې پوره  اوبه ونه څښو ، ددې شونتیا شته ،چې  زهري مواد په  ګرده کې  راټول  او زموږ  بدن  له ستونزو سره مخ کړي .

۲-  په خوړو کې د زیاتې مالګې کارول : 

زموږ بدن مالګې ته  اړتیا لري ،چې په ښه بڼه خپلې دندې ترسره کړي ، خو ځینې خلک په خوړو کې ډېره مالګه کاروي ،چې دفشار د لوړیدو  لامل ګرځي او پر ګردو فشار  ډیروي ، دتجربې له مخې دمالګې دغوره کارونې لپاره باید هر انسان دورځې  له 5 ګرامو څخه ډېره مالګه ونه کاروي .

۳-  دطبیعي کارونو ژر نه ترسره کول :

 ډیر خلک ،چې کله  تشناب / حمام ته اړتیا پیدا کړي سمدلاسه  دا کار نه  کوي  دوی یا بوخت وي یا له عامه تشنابونو څخه  ځان ساتي  دا ډول یو عادت  دمیتازو / بولو فشار ډیروي ،چې په پای کې  ګردې  اغیزمنوي ، دګردو دتیږو او دمیتازو دبهیدو لامل ګرځي ، که غواړئ ،چې سالمې ګردې ولرئ باید داړتیا پرمهال سمدلاسه  تشناب ولاړ شئ .

۴-   د خوږو موادو زیاته کارونه  :

علمي څیړنې  په ګوته کوي کوم وګړي / کسان ،چې د ورځې  دوه ځل یا ډېر خواږه  مواد څښي  د دوی په میتازو / بولو کې  پروټین راڅرګندیږي  او په میتازو کې دپروټین راڅرګندیدل دا مانا ورکوي ،چې  ددی کس  ګردې لکه څرنګه ،چط په کار ده هسې کار نه کوي .

۵-   دویټامینو کمښت :

پاکه خواړه ، له سبزیو ، تازه میوو څخه جوړ  خوړنیز پروګرام  کولای شي ،چې دګردو روغتیا تضمین کړي ، د ویټامین B6  کمښت  ددی لامل ګرځي،چې  په ګردو کې مو تیږې راپیدا او یا له کاره ولویږي . نږدې %80-70 امریکایان  پوره B6 نه اخلي ځکه ، خو دګردو له ناروغۍ سره لاس وګریوان دي.

۶- دحیواني پروټین ډېر کارول :

دپروټین ډېر کارول په ځانګړې توګه سره غوښه  ، پر ګردو فشار راوړي ، دخوړو په  پروګرام کې  د ډېرې سرې غوښې کارول  ګردې  اړ باسي ،چې له اړتیا زیات  کار وکړي ، خو  دوخت په تیریدو یې په لوی لاس  له منځه وړو .

۷-  پوره خوب نه کول :

 موږ  ټولو دا خبره اوریدلې ده ،چې شپې له اړخه پوره او ښه خوب وکړو ، پرلپسې بې خوبي دګردو دناروغۍ سربېره دنورو هغو لامل ګرځي ،  دشپې له اړخه  ګردې  دهغو برخو د بیا رغونې عملیه پیلوي ،چې دورځې پرمهال  زیانمنې شوې وي ، که غواړئ،چې ګردې مو دشپې له  اړخه ځان راټول او بیرته منسجم کړي باید  پوره او ښه خوب وکړئ . په دې برخه کې  دهر لمانځه لپاره تازه اودس ، ژر ژر اوبه څښل  او تشناب  ته تګ هم بې ګټې نه دي .

۸-  پر قهوه ځان روږدې کول :

دمالګې په څېر کوکاین هم  دوینې فشار لوړوي او پر ګردو اضافه  فشار راځي ، دوخت په تیریدو  دقهوې زیات کاورل ددې لامل ګرځي ،چې ګردو ته زیان ورسوي .

۹-  د درمل  ناسم کارول :   

یو شمېر وګړي / خلک  د ډېر  کوچني درد لپاره هم  درمل کاروي ، که  سړی یو څه هڅه وکړي کېدای شي    د درد دمخنیوي  لپاره  له نورو طبیعي لارو چارو هم ګټه پورته کړي ، دمسکن درملو زیاته کارونه ددی لامل ګرځي  ،چې  ګردې او ځیکر له  کاره وغورځوي .

۱۰ – دالکولو ډېره کارونه :

په رښتینې مانا الکول  قانوني زهر دي ،چې  پرګردو او ځیکر مرګوني فشار  پریباسي.  د ښې روغتیا او دګردو له ستونزو څخه  دژغورنې په موخه باید تازه خواړه وخوړل شي ، که تر خپل وسه هڅه وکړو او پورتني لس عادتونه  له منځه یوسو او ګردې مو دپرلپسې فشار لاندې نه وي  نو بدن مو کولای شي ،چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي .
له روهي نه په مننه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب