حدیثونه پښتو ژباړه

لارې پاکې لرئ

ابوبرزه الاسلمي رضي الله عنه وایي: ما رسول الله صلي الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله! داسي کار راوښیه چې په کولو یې جنت ته داخل شم، او یا داسي کار چې ګټه ورنه واخلم، هغه وویل: د مسلمانانو له لاري ضرري شیان لرې کوه.
عَنْ أَبِي بَرْزَةَ الْأَسْلَمِيِّ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يُدْخِلُنِي الْجَنَّةَ أَوْ أَنْتَفِعُ بِهِ قَالَ اعْزِلْ الْأَذَى عَنْ طَرِيقِ الْمُسْلِمِينَ. رواه احمد وابن ماجه.

مطلب دا شو چې د مسلمانانو لارې پاکې لرئ او همدا دومره لوی د ثواب کار دی چې جنت ته مو رسولی شي، په حدیث کې (الاذی) راغلی ده چې هر ضرري شي ته وایي. له حدیث نه دا هم معلومولی شو چې د مسلمانانو په لاره کې ضرري شیان او هر ډول خنډونه اچول ناروا او حرام کار دی.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: