قيادي شخصيت څه ډول ترلاسه کېدی شي؟

د قائد جوړيدو لپاره ډاكټر هربرټ كاسن څو مشورې وركړي دي:
۱- مناسب غور او سوچ دې وشي خو د فيصلو پر مهال عادي اوسئ.
۲- تل د رايې آزادي ولرئ او په غير ضروري ډول خپله آزادي د نورو په بند كې مه اچوئ.
۳-له ښه سوچ اوغور وروسته چې په کومه رايه مو د درست والي باور راغی پر هغې كلك اوسه.
۴- تل خپل كوښښ او زيار جاري ساته.
۵- ماتې او ناكامۍ ته ډير ارزښت مه وركوه، بلكې له هغې نه عبرت اخله .
۶- لكه څرنګه چې په خپله ټولنه كې كار كوې او هغوى تر اغيز لاندې راولې، نو داسې كار وكړه چې خلك يې زر اهميت احساس كړي.
۷- له نورو لارښوونكو نه دوستي او مرسته تر لاسه كړه.
۸- خپلو هوډونو او ارادو ته دعمل جامې د اغوستلو په ليار كې دخطرونو پروا مه ساته.
۹- خپلو پيروانو ته د كار او وفا لرلو څه نا څه جائزه او انعام ضرور وركوه كه څه هم د شاباس اوتعريف څو كلمې وي.
څو نورو پوهانو د يو بل اړخ له مخې د قائدانه وړتياو د كاميابۍ لپاره چې كوم وړانديزونه كړې دي دا دي:
۱- د خپلو سترګو د قوت په ذريعه د خپل داخلي بصيرت، مشاهدې او وړاندوينې قوتونه پياوړي كړه.
۲- دخپل سوچ د قوت په ذريعه يادول، ساتل، تجربه كول او د نوښت والا چارو د سرته رسولو كوښښ دې وشي.
۳- دخپل عمل د قوت په ذريعه د كار ويش ، د كار روزنه او د كار ارزونې صلاحيت او وړتياوې ښكاره كول دي.
۴- خپل پلان، د تنظيم او كار سپارلو او توريث د وړتيا لوړول او د ډله يز كار د فن زده كول دي.
۵- د كار كولو په لړ كې خلكو ته لارښوونه وشي، لارښوونه وركول د قيادت اساسي ځانګړنه ده، په خلكو كې د لارښوونو دعملي كيدو لپاره ضروري ده چې تاسې له هغوى سره ښي اړيكې ولرئ، کومې لارښونې چې تاسې کوئ لومړى يې باید تاسې څه نا څه په عمل كې وښيئ.
په خلكو كې د كار ويشل، خلكو ته دخپلو مسئوليتونو پوهه او احساس وركول او د ځواب وركولو لارې چارې معلومې کړئ.
۶- خپل لاس لاندې وګړو ته داسې ښوونه وركړاى شي چې د هغوى د ليد زاويه پراخه شي او هغه د خپل دايرې او محدودې نه راووځي د لويو موخو اومقاصدو لپاره كار وكړي.
۷- خلكو ته د ټولنيزو ګټو او دهغوى د هيلو سره سم استازيتوب وكړاى شي.

د نن داعي سبا قايد کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب